دپښتني شجرو پر بنسټ اورمړ سړ بني پښتانه دي چې د جنو بي و زير ستان په کانېگروم،د پېښور په شا اوخوا او د افغانستان د لوگر په ولايت کې مېشت دي٠د اورمړ اصلي نوم عمر دين و چې وروسته د اورمړ په نوم مشهور شوی دی ٠(١)پښتني توکم پوهنوال اورمړ د شرخبون زوی او د سړبن لمسی گڼلی دی٠

د تاريخ حيات افغاني مؤلف ډپټي محمد حيات خان د اورمړ په اړوند داسي ليکلي دي:" جوته ده چې د اورمړ پلار امیردين د شرخبون له پنځو زامنو په جمله کې تر ټو لو کو چنی و٠ده يو زوی درلود چې اورمړ نو ميده او قبيله يې هم دده په نا مه نو مول شوې ده او تر اوسه هم په همد ې نا مه سره يا ديږي٠ داسي ويل کيږي چې اورمړ شل زامن در لودل او هر ځوی يې چې چيرته پيدا شوی دی د هما غه ځا ی نوم يې پرې ايښی دی او يوه منظو مه چې حضرت ميا عمر څمکني(رح) ويلي نو په هغې کې هم اورمړ ته شل زامن منسوب شوي دي،په د ې ډول: سنگتوی، منتوی، مشکور، شکتوی، زيق، مشوی، جلو يان، کانيگروم، حوان ، کو نيخ، خصيران، رنگ، دلجا،ملاڼي، سيداني خان،دو توي،سين، خليل و بورکي٠"

نوموړی مؤرخ ددوی د استوگني سيمي موږ ته داسي معر في کوي:" داورمړو د استو گني سېمه د سليمان دغره هغه بر خه ده چې اوس پکې د وزير واو مسيدو قبيلي استو گنه لري ٠ د کا ڼيگروم ښار چې د وزيرو او مسيدو د بدر په سيمه کې پروت دی د اورمړو له خوا جوړ شوی دی چې اوس هم د اورمړو پنځه ښا خونه په کا ڼيگروم کې په دې ډول او سيږي: خيکني شپيته کوره،خرم چاني څلويښت کوره، ملا تا ڼي شپيته کوره،بيکسي دوه سوه کوره او جراڼي شل کوره چې ټول د٣٨٠ يا ٤٠٠ کو رنيو تر مينځ په خپل پخوا ني ټاټوبي کې استو گنه لري٠ "

د کانيگروم اورمړ په خپلو مينځو کې په اورمړي ژبې ږغيږي چې بر گستا،بورکي او بر کي يې هم بولي چې دپښتو،هندي او پارسي ژبي لغوي جوړښتونه پکې شته،خو هغو اورمړو چې خپله ژبه يې ساتلي ده ددوی په ژبه کې له څيړنو داسي معلوميږي چې په مشکله کيدای شي هغه دپښتو ژبې يو دايليکټ(لهجه) وگڼل شي ځکه چې ددغې ژبې فو نو لو جي، مور فو لوجي،سين تا کسيس ،ليکسيالوجي او نور ې ژ بنۍ ځا نگړ تياوې دا جو توي چې ددوی ژبه لرغوني او د ختيزو اريايي لهجو ځيني شميرله کيږي او داريايي ژبو په کو رنۍ کې شا مله ده٠ په اوسني وخت کې داورمړو د استو گني ځايونه دادي:

١-د جنوبي وزيرستان په کا ڼيگروم کې چې د ١٩٩٢ زيږديز کال د سر شميرنې له مخې يې شمير ٣٠٠٠ تنه ښودل شوی دی٠

٢- دپيښور د جنوب ختيز په لس کيلو مترۍ کې د اورمړو درې کلي شته چې د برو اورمړو، ښکتني اور مړو او منځني اور مړو په امه يا ديږي٠

٣-په جنوبي وزير ستان او پيښور سر بيره يو شمير اورمړ دپښتو نخوا په کورمې ايجنسۍ،کهرک، اورکزيو ايجنسۍ او سوات کې هم ميشته دي ،خو په د غو يادو شوو سيمو کې دوی شمير خورا لږ دی٠

٤-د افغا نستان د لو گر په ولايت کې: د تاريخ حيات افغاني د مؤ لف ډپټي محمد حيات خان په حواله د دوی يو شمير ٦٠٠ کلونه د مخه د وزيرو قبيلي د غلبي په وجه او هم دکاختۍ(قحطۍ) په سبب د جنو بي وزير ستان نه د لو گر د برکي برک سيمي ته وليږديدل٠د افغا نستان د علو مو اکيډيمۍ دژبو او اد بيا تو د انستيوت د غړي ښاغلي دکتو ر خليل الله اورمړ په قول چې خپله هم يو ژبپوه دی ماته يې په په ١٣٦٩لمريز کال کې د لو گر د اورمړو په اړوند وويل چې دلوگر اورمړ دعبدالصمد خان، نورالله او تقي په کليو کې استو گنه لري او په هغه وخت کې يې ما ته په نو موړي ولايت کې داور مړو مجمو عي شمير د٤٠٠ او ٥٠٠ تنو تر مينځ و ښود ،چې ښايي اوس به ددوی په شمير کې ډيروالی راغلی وي٠

٥- دهندوستان د پنجاب ايا لت د جلندرهر په ښار کې هم ډير لږ شمير اورمړ شته٠ اورمړ غيرتي، ميلمه پالونکي او په ملگرتيا کې تکړه خلک دي٠ د روښاني غورځنگ بنسټ ايښودونکی او د خيرالبيان او حالنا مې مؤ لف حضرت بايزيد انصاري چې په پير رو ښان عليه الر حمته١٥٢٥-١٥٨٥زيږديز مشهورو او د مغو لو پر خلاف يې د وياړه ډکې مبا رزې کړي دي اورمړ پښتون و٠ د وزير ستان په اور مړو کې دغه لانديني اورمړ نا متو کسان دي: جنرال وحيد علي بورکی،سکندر افضل خان د البورکي قو مي مو منټ مشر،ملک عبدالرؤف بورکی په کاڼيگروم کې د بورکي قوم مشر،ملک محمد قريب خان بو رکی او ستر جنرال فاروق احمد خان٠ همداراز د افغا نستان د لو گر د اورمړو له جملې نه ښا غلی دکتورخليل الله اورمړ نه يا دونه کوم چې د افغا نستا ن دعلو مو اکډمی علمي غړی او محقق دی چې په پښتو او اورمړي ژبو کې څيړ نې کوي٠

سرچينې

  • ١-حيات افغاني، پښتو ژباړه،١٨٠ مخ٠
  • ٢-پښتانه دتاريخ په رڼا کې، دسيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل ليکنه،١٢٨٣ مخ.
  • ٣-دافغا نستان ژبې او تو کمو نه، سر محقق دوست شينواری،١٦٨-١٦٩ مخونه٠