امریکايي استثناپالنه


د امریکايي استثناپالنې نظریه دا ده چې متحده ایالات په ذاتي ډول له نورو هېوادونو توپیر لري. پلویان یې استدلال کوي چې د متحده ایالاتو ارزښتونه، سیاسي نظام او تاریخي وده په انساني تاریخ کې ځانګړي دي، په دې مفهوم چې د دغه هېواد په برخلیک کې له وړاندې ټاکل شوې او حق لري چې په نړیواله صحنه کې جلا او مثبت رول ولوبوي.[۱][۲]

د سیاسي علومو پوه سیمور مارتین لیپست د امریکايي استثناپالنې رېښه په امریکايي انقلاب کې بولي، چې له امله یې د بېلابېلو نظریاتو په لرلو سره د نوي هېواد په توګه متحده ایالات رامنځته شول. دغه ایدیالوژي د آزادۍ غوښتنې، د قانون پر وړاندې مساوات، فردي مسئولیت، جمهوري غوښتنې، په استازیتوب دیموکراسي او د آزاد بازار د اقتصاد پر بنسټ ده، ځینې مهال په ټولیز ډول دغو اصولو ته «امریکايي استثناپالنه» ویل کېږي، همدارنګه دا اړینه بولي چې په داخلي او نړیوال ډګر دواړو کې متحده ایالات له نورو مخکښ وبلل شي او یا هم دا چې د نړۍ د بدلون لپاره ځانګړی ماموریت لري.[۳][۴][۵]

په متحده ایالاتو کې د استثناپالنې تیوري، د وخت په تېرېدو سره وده کړې، چې له همدې امله په ګڼ شمېر منابعو کې موندل کېدلی شي. فرانسوي سیاسي عالم او تاریخ لیکونکی الکسیس دو توکویل لومړنی لیکوال دی چې متحده ایالاتو ته یې په ۱۸۳۱ ز کال کې له سفر وروسته دغه هېواد «استثنايي» یا ځانګړی وباله. د «امریکايي استثناپالنې» له ځانګړې اصطلاح څخه مستنده ګټنه، د ۱۹۲۰ ز مې لسیزې په وروستیو کې د امریکايي کمونیستانو له خوا په داخلي کمونیستي بحثونو کې شوې.[۶][۷]

د دغه مفهوم تاریخچه سمول

د اوباما اداره او له هغه وروسته سمول

د ۲۰۰۹ زکال په اپريل میاشت کې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په ستراسبورګ ښار کې د یوه خبریال پوښتنې ته داسې ځواب ورکړ: «زه په امریکايي استثناپالنې باور لرم، هماغه ډول چې ګمان کوم، بریتانویان په بریتانوي استثناپالنې او یوناني وګړي په یوناني استثناپالنې باور لري». اوباما زیاته کړه، «زه په دې کې هېڅ شک نه لرم، چې امریکا د سولې او آرامښت لوري ته د نړۍ په هدایت کولو کې فوق العاده رول لري؛ همدارنګه مشري کول هم اړین دي، چې د مشارکت رامنځته کولو په برخه کې زموږ له وړتیاوو سره اړیکه لري، ځکه موږ نه شو کولای، په یوازې توګه ستونزې حل کړو».[۸][۹]

میت رامني د اوباما پر وینا نیوکه وکړه او استدلال یې وکړ چې دا ښيي: اوباما په امریکايي استثناپالنې باور نه لري. د ارکنزاس پخواني والي مایک هاکبي وویل چې: د اوباما «نړۍ لید په ډراماتیک ډول زموږ له نورو ټولو جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ولسمشرانو توپیر لري... هغه تر ډېره د یو امریکايي پرځای د یو نړۍ پلوه په توګه را لوی شوی. له امریکايي استثناپالنې څخه انکار، د دغه ملت له زړه او ارواه څخه انکار کول دي».[۱۰][۱۱]

اوباما د ۲۰۱۳ ز کال د سپټمبر په ۱۰ مه نېټه د سوریې د کړکېچ اړونده وینا کې وویل: «په داسې حال کې، کله چې موږ کولای شو، په لږ هڅو او ګواښ منلو سره د ماشومانو له مسموم کېدو او مړینې مخه ونیسو او له دغې لارې د اوږد مهال لپاره خپل ماشومان خوندي کړو، زه باور لرم چې باید ګام واخلو.... دا هغه څه دي چې امریکا له نورو جلا کوي. دا هغه څه دي چې موږ ځانګړي اواستثنايي کوي».[۱۲]

په سبا ورځ روسي ولسمشر ولادمیر پوتین په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د مقالې په خپرولو له دغو څرګندونو سره مستقیم غبرګون وښود، هغه څرګنده کړه:«دا ډېره خطرناکه ده چې خلک وهڅول شي، ځانونه استثنايي وبولي، پرته له دې، که چېرې د انګېزې ورکولو په موخه وي.... موږ ټول بېلابېل یو، خو کله چې له خدایه د نعمت غوښتنه کوو، دا باید له یاده و نه باسو چې خدای ټول یوشان پیدا کړي یو».[۱۳]

د پوتین نظر ډېر ژر د راتلونکي امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا تايید شو او هغه دغه مقاله «شهکار» وبلله. د ټرامپ په خبره: «تاسو به دغه اصطلاح ښکلې بولۍ، خو ناڅاپه ووایاست، که تاسو په جرمني یا جاپان او یا هم نورو ۱۰۰ هېوادونو کې وئ، بیا څنګه؟»، «دا ډېره تحقیر کوونکې ده او پوتین هغه ته په دې اړه ویلي دي».[۱۴]

یو شمېر کین اړخي امریکايي تبصره کوونکي، د ټرمپ له درېځ سره موافق دي؛ یو له دغو څخه د نیو امریکا بنسټ بنسټګر شرل شوونینګر دی چې په ۲۰۱۶ ز کال کې یې د نیشن مجلې په سمپوزیم کې څرګنده کړه:«ټرمپ د نیولبرال/نوې محافظه کارې نړیوالې پروژې په پای ته رسولو سره چې هیلري کلینټون او ګڼو نور جمهوري غوښتونکو ترې ملاتړ کاوه؛ امریکايي استثناپالنه یې یوځل بیا تعریف کړه». په داسې حال کې چې ټرمپ په امریکايي ملت پالنې او یولوري توب باندې په ټینګار کولو او همدارنګه په نه مداخلې کولو باندې په سخت ټینګار سره د «لومړی امریکا» (America First) سیاست څخه ملاتړ کړی دی.[۱۵]

امریکايي استثناپالنه، له ۲۰۱۲ ز کال وروسته د جمهوري غوښتونکي ګوند د یوې کړنلارې په توګه مطرح وه. په ۲۰۱۶ ز کال کې تصویب شوې کړنلاره، امریکايي استثناپالنه په دې ډول تشرېح کوي:«دغه انګېرنه چې د یو ملت په توګه زموږ نظریات او اصول موږ ته د اخلاقي رهبري په برخه کې ځانګړی ځایګی راکوي» له دې امله دا تائید کوي، چې متحده ایالات باید «د آزادې نړۍ د مشر په توګه خپل طبیعي ځایګی بېرته ترلاسه کړي».[۱۶][۱۷]

دغه اصطلاح، د امریکا د ولسمشر پخواني مرستیال ډیک چیني هم په ۲۰۱۵ ز کال په خپل کتاب Exceptional: Why the World Needs a Powerful America (استثنا: ولې نړۍ پیاوړې امریکا ته اړتیا لري) کې تائید کړې.[۱۸][۱۹]

نړیواله رهبري او فعالیت سمول

د یل پوهنتون د حقوقو پوهنځي رئیس هارولدهنګجو کوه هغه څه تشرېح کړي چې په وینا یې: «تر ټولو مهم درناوی، چې له مخې یې متحده ایالات په اصلي توګه استثنايي بلل کېږي ،د نړیوالو چارو، نړیوالو حقونو او بشري حقونو اړوند دی: یعنې د هغو نړیواله مشري او فعالیت». هغه استدلال کوي:

تر نن ورځې پورې متحده ایالات هغه نړیوال ځواک دی، چې کولای شي او یا هم لېوالتیا لري، واقعي منابع سره یو موټی کړي او د بشري حقونو ترویج، دیموکراسۍ او نړیوالو قوانینو ته ژمن نړیوال سیستم د رامنځته کولو، ساتلو او حرکت راوړو په برخه کې رښتیني قرباني ورکړي. تجربو څرګنده کړې ده چې: متحده ایالاتو د بشري حقونو په برخه کې له نورنبرګ څخه تر کوسوو پورې خپل مخکښ توب ښوولی او نورو هېوادونو یې بیا پیروي کړې ده. [۲۰]

د سیاسي چارو کارپوه پیګي نونان په وال سټریټ ژورنال کې لیکي چې:«امریکا استثنايي نه ده، ځکه له ډېر مهال څخه یې هڅه کړې، چې د ښو لپاره په نړۍ کې یوځواک وي، خو هڅه کوي، چې د ښو لپاره ځواک وي، ځکه چې استثنايي ده».

د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر ډیک چیني په ۲۰۱۵ ز کال کې د امریکا د بهرني سیاست اړوند خپل کتاب، Exceptional: Why the World Needs a Powerful America کې چې له خپلې لور لیزچیني سره یې په ګډه لیکلی، هغه چې د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ ماموره وه، د متحده ایالاتو د نړیوالې رهبرۍ مفهوم تشرېح کړی.[۲۱]

اغېزې سمول

د امریکايي استثناپالنې منتقدین استدلال کوي چې دغه چاره د ۱۸ مې او ۱۹ مې پېړۍ په اوږدو کې د امریکا په لویه وچه کې د یو شمېر پراختیاوو لامل ګرځېدلې. دبورا مدیسون استدلال کوي چې د امریکايي استثناپالنې اغېزو د وخت په تېرېدو سره د اصلي امریکايي ځمکو له پیوستون څخه تر مانیفیست برخلیک پورې (چې د مکسیکو- امریکا جګړه او په ۱۹ مه پېړۍ کې د ځمکو پېرل په کې شاملېږي) بدلون موندلی.[۲۲]

د امریکايي استثناپالنې ملاتړي، همدارنګه استدلال کوي چې: د متحده ایالاتو موخه هغو هېوادونو ته د دیموکراسي رسول دي، چې د ظالمو حکومتونو تر لاس لاندې دي. دغه چاره کېدلای شي، په ۲۰۰۱ ز کال کې په افغانستان او په ۲۰۰۳ ز کال کې په عراق باندې په برید کې وښيي. [۲۳][۲۴][۲۵]

سرچینې سمول

  1. American Exceptionalism: A Double-Edged Sword. Seymour Martin Lipset. New York, N.Y.: W.W. Norton & Co., Inc. 1996. p. 18.
  2. "Trump wants schools to teach "American exceptionalism" if he's re-elected". Newsweek. August 24, 2020. د لاسرسي‌نېټه July 13, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Seymour Martin Lipset, The first new nation (1963).
  4. Lipset, American Exceptionalism, pp. 1, 17–19, 165–74, 197
  5. Walt, Stephen M. "The Myth of American Exceptionalism." Foreign Policy (October 21, 2011)
  6. de Tocqueville, Alexis. Democracy in America (1840), part 2, p. 36: "The position of the Americans is therefore quite exceptional, and it may be believed that no other democratic people will ever be placed in a similar one."
  7. Zimmer, Ben (27 September 2013). "Did Stalin Really Coin "American Exceptionalism"?". Slate.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په April 28, 2009 باندې). Squanderer in chief. Los Angeles Times.
  9. (په April 5, 2009 باندې). On European Trip, President Tries to Set a New, Pragmatic Tone. The Washington Post.
  10. Mitt Romney (2010). No Apology: The Case for American Greatness. Macmillan. د کتاب پاڼې 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4299-3960-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Martin, Jonathan; Smith, Ben (August 20, 2010). "The New Battle: What It Means to be American". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Karen Tumulty, "American exceptionalism, explained", The Washington Post September 12, 2013
  13. Max Fisher, "Vladimir Putin's New York Times op-ed, annotated and fact-checked", The Washington Post September 12, 2013
  14. Kirchik, James (15 August 2016), "Beware the Hillary Clinton-Loathing, Donald Trump-Loving Useful Idiots of the Left", The Daily Beast.
  15. Schwenninger, Sherle R., Heather Hurlburt, Stephen Kinzer and Juan Cole (24 May 2016), "When Donald Trump Says His Foreign Policy Is 'America First'—What Exactly Does He Mean?", The Nation.
  16. Ostroff, Joseph (May 6, 2013). "Bioshock Infinite - Taking American Exceptionalism to the Extreme". Exclaim!. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "America Resurgent". Republican Party. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Dick Cheney and Liz Cheney (2015). Exceptional: Why the World Needs a Powerful America. Simon & Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781442388314. د لاسرسي‌نېټه November 3, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "What Divides America". April 17, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Harold Hongju Koh, "On American Exceptionalism" 55 Stan. L. Rev. 1479 (2003) quote at p. 1487 online
  21. Exceptional: Why the World Needs a Powerful America, By Dick Cheney and Liz Cheney. Simon & Schuster. September 2015. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781442388314. د لاسرسي‌نېټه October 5, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Madsen, Deborah L. (1998). American exceptionalism. Edinburgh: Edinburgh University Press. OCLC 43476384. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-585-12345-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Douglass, Frederick, 1818-1895. (1995). Narrative of the life of Frederick Douglass. New York: Dover Publications. OCLC 31606505. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-486-28499-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  24. Stavinoha, Eleanor (April 9, 2017). "The Myth of American Exceptionalism in Afghanistan". pastemagazine.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Britton, Gregory (2006). "SEPTEMBER 11, AMERICAN 'EXCEPTIONALISM' AND THE WAR IN IRAQ". Australasian Journal of American Studies. 25 (1): 125–141 – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)