الیزابیت باریټ براونینګ

الیزابیت باریټ براونینګ
الیزابیت باریټ براونینګ
الیزابیت باریټ براونینګ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Elizabeth Moulton-Barrett د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۶ مارچ ۱۸۰۶[۱][۲][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
مړینه 29 جون 1861 (55 کاله)[۱][۹][۱۹][۲۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فلورانس[۲۱][۲][۲۲]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره فلورانس  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده شاعر[۲۳][۱۹]
سکرين ليکوال
ليکوال[۲۴][۲۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲۶][۲۷][۲۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه شعر[۲۹]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

الیزابیت باریټ براونینګ (تخلص یې مولټون-بارټ؛ /ˈbraʊnɪŋ/؛ د ۱۸۰۶ د مارچ ۶ زېږېدنه- د     ۱۸۶۱ د جون ۲۹ مړینه) د ویکټوریا دورې انګلیسي شاعره وه چې د ژوند په اوږدو کې یې په انګلستان او متحده ایالاتو کې ډېره مشهوره وه.

الیزابیت باریټ په دورهام ښار کې زېږېدلې، د ۱۲ ماشومانو له ډلې ترټولو لویه وه، الیزابت باریټ له یوولس کلنۍ نه شعر لیکه. هغه په ۱۵ کلنۍ کې ناروغه شوه او د ژوند تر پایه پورې یې د سر او ملا تیر (ستون فقرات) له سخت درد نه ځورېده. وروسته د سږو او نري رنځ له ناروغۍ سره مخ شوه. هغې له ماشومتوب نه د درد لپاره لوډانم (د اپین ترکیب) درمل کارو چې ښايي د هغې له کمزورې روغتیا سره یې مرسته کړې وي.

په ۱۸۴۰ لسیزې کې، الیزابت د خپل تره زوی جان کینیون له لارې ادبي ټولنې ته معرفي شوه. د هغې د شعرونو لومړنۍ پوره ټولګه په ۱۸۳۸ کې خپره شوه، او هغې د ۱۸۴۱ او ۱۸۴۴ کلونو ترمنځ شعر لیکنې، ژباړې او نثر ته مخه کړه. هغې د غلامۍ د ختمولو لپاره مبارزه وکړه، او د هغې هڅو د ماشومانو د کار د قانون اصلاح په برخه کې ډېره مرسته وکړه.

د الیزابت د شعرونو ټولګې (۱۸۴۴) د هغې لپاره لوی بریالیتوب راووړ، د لیکوال رابرټ براونینګ له خوا یې ستاینه ترلاسه کړه. د دوی یو بل ته لیکونه، مینتوب او واده د پلار د نارضایتۍ له ویرې په پټه ترسره شو. له واده وروسته، هغه د خپل پلار له خوا له میراثه بې برخې شوه. په ۱۸۴۶ کې دا جوړه ایټالیا ته لاړه، او د ژوندانه تر پایه یې همغلته ژوند وکړ. دوی یو زوی درلود (رابرټ ویډیمن بارټ براونینګ) ( ۱۸۴۹-۱۹۱۲)، چې د « Pen » په نوم یادېده.[۳۰][۳۱]

ژوند او دنده سمول

د کورنۍ مخينه سمول

د الیزابیت باریټ ځینې کورنۍ له ۱۶۵۵ راهیسې په جمایکا کې اوسیدلې. په ځانګړې توګه د دوی شتمنۍ د کارابین کرهنیزو پانګونو نه ترلاسه شوي چې د افریقایي غلامانو د کار پربنسټ یې ترلاسه کولې. اډوارډ باریټ (۱۷۳۴-۱۷۹۸) د ۱۰۰۰۰ جریبه ( ۴۰ کیلو متره مربع) ځمکو په شمالي جمایکا کې د سینامون هیل، کارنوال، کیمبرج او اکسفورډ په املاکو کې څښتن و. د الیزابت مورنی نیکه د بورې کښت، ژرندې، د ښیښې کارخانې او کښتۍ یې درلودې چې په انګلستان کې د جمایکا او نیوکاسل ترمنځ یې سوداګري کوله.[۳۱]

لومړنی ژوند سمول

الیزابیت باریټ، مولټن-باریټ د ۱۸۰۶ د مارچ په ۶ په کاکسو سالون کې، د کاکسو او کیلو ترمنځ، د انګلینډ په دورهام ښار کې زیږیدلې. د هغې مور او پلار اډوارډ باریټ مولټن- باریټ او مري ګراهام کلارک وو. الیزابیت په ۱۲ ماشومانو (اته هلکان او څلور نجونې) کې ترټولو مشره وه. یوولس یې ژوندي پاتې شوو؛ خو کله چې الیزابت اته کلنه وه یوه خور یې په درې کلنۍ کې مړه شوه. ټولو ماشومانو مستعار نومونه درلودل: د الیزابت مستعار نوم «با» و.

هغه پر خپل اس سپره شوه، له کورنۍ سره چکرونو او میلو ته لاړه، د نورو ښارونو له کورنیو سره اجتماعي شوه او ورسره ویې پېژندل، او کورنیو تیاترونو کې یې برخه واخیسته. خو د خپلو خویندو او وروڼو پرخلاف، څومره به یې چې کولای شو د خپلې کورنۍ له ټولنیزو دودونو او ادابو نه یې ځان لیرې کوه او ډېر وخت یې کتاب لوستلو ته ورکوه.[۳۲]

بریالیتوب سمول

په ویمپول واټ کې، باریټ براونینګ خپل ډیری وخت د کور په پورتنۍ خونې کې تیروه. د هغې روغتیا په ښه کیدو شوه، که څه هم هغې به د خپلې کورنۍ له نږدې غړو پرته نور خلک لږ لیدل. د هغو له ډلې یو هم کینیون د کورنۍ یو شتمن ملګری او د هنر ملاتړی و. [۳۳]

باریټ براونینګ د ۱۸۴۱ او ۱۸۴۴ کلونو ترمنځ د شعر، ژباړې او نثر په برخه کې د پام ډېر تالیفات درلودل. د «د ماشومانو ژړا» شعر چې په ۱۸۴۲ کې په بلیک ووډز کې خپور شو، د ماشومانو کار یې وغنده او د لارډ شافټسبري د لسو ساعتونو لایحې (۱۸۴۴) په ملاتړ سره یې د ماشومانو د کار په برخه کې د اصلاحاتو په راوستلو کې مرسته وکړه. په ورته وخت کې، هغې د ریچارډ هنري هورن د دورې نوې روح ته انتقادي نثرونه وړاندې کړل.[۳۳][۳۴][۳۵]

زوال او مړینه سمول

د هغې د یوه زوړ ملګري، جی بی هنټر، او بیا د هغې د پلار له مړینې وروسته، د باریټ براونینګ روغتیایي وضعیت مخ په خرابیدو شو. براونینګ له فلورېنس نه سیینا ته لاړه، او په ویلا البرټي کې اوسېده. د ایټالیا په سیاست کې ښکیله، هغې د شعرونو یوه کوچنۍ برخه د کانګریس نه مخکې د شعرونو په نوم خپره کړه (۱۸۶۰) «چې ډیری یې په ۱۸۵۹ کې د جګړې له پیلیدو وروسته د ایټالیوي ارمان سره د خپلې خواخوږۍ څرګندولو لپاره لیکل شوي». هغه په انګلستان کې د قهراو غوصې لامل شوه، او محافظه کاره مجلو Blackwood's او د Saturday Review هغه یوه متعصبه وبلله. هغې دا کتاب خپل میړه ته ډالۍ کړ. د هغې وروستی اثر د موسیقۍ وسیله وه، چې له مړینې یې وروسته خپور شو.[۳۶]

خپرونه سمول

د باریټ براونینګ لومړنی پیژندل شوی شعر «پر انسان ظلم او جبر په اړه» په شپږ یا اته کلنۍ کې لیکل شوی و. دا نسخه چې ډېره اغېزناکه ده، دا مهال د نیویارک عامه کتابتون په لویې ټولګې کې شتون لري؛ دقیقه نیټه یې څرګنده نه ده ځکه چې په ۱۸۱۲ نېټې کې د «۲» عدد د بل څه په اړه لیکل شوی چې هغه توږل شوی یا پاک شوی دی.[۳۷][۳۸]

د هغې د شعرونو لومړنۍ ټولګه، د فکر یا ذهن په اړه وه، چې نور شعرونه هم ورسره مل وو، په ۱۸۲۶ کې خپره شوه چې له بایرن او یوناني سیاست سره یې د هغې لیوالتیا څرګنده کړه. دې خپرونې یا انتشار د یوناني ژبې د یوه ړوند عالم هوګ سټوارټ بویډ او د یو بل یوناني عالم اوویدال پرائس پام ځانته راواړوه، چې له دوی سره یې دوامداره اړیکې ساتلې وې. د نورو ګاونډیانو له ډلې یې میرمن جیمز مارټین وه چې له کولوال څخه وه، چې د ژوند په اوږدو کې یې له هغې سره هم اړیکې درلودې. وروسته، د بویډ په وړاندیز، هغې ایشیلوس پرومیتیوس باونډ وژباړه (په ۱۸۳۳ کې خپور شوی؛ په ۱۸۵۰ کې بیا ژباړل شوی). د دوی د ملګرتیا پر مهال باریټ د هومر، پینډار او اریستوفان په ګډون یوناني ادبیات ولوستل.[۳۹][۴۰]

باریټ براونینګ انسټیټیوټ سمول

په ۱۸۹۲ کې، لیډبري او هیرفورډشایر، د باریټ براونینګ په ویاړ د انسټیټیوټ جوړولو لپاره د ډیزاین سیالۍ ترسره کړه.  Brightwen Binyon ۴۴  نورو ډیزاینونو ته ماتې ورکړه. ددې ودانۍ چوکاټ د لرګیو و او د مارکیټ ماڼۍ پر بنسټ جوړه شوې وه. دا ودانۍ په ۱۸۹۶ کې بشپړه شوه. په هرحال، نیکولاس پیوسنر د دې ودانۍ له سبک څخه متاثر نه و یعنې خوښ یې نه شو. په ۱۹۳۸ کې، په یوه عامه کتابتون بدل شو. له ۲۰۰۷ کال راهیسې په دویمې درجې کې راغلی دی.[۴۱][۴۲]

انتقادي استقبال سمول

باریټ براونینګ د خپل ژوند په اوږدو کې په انګلستان او متحده ایالاتو کې په پراخه کچه مشهوره وه. د باریټ براونینګ شعر پر ایملي ډیکنسون خورا اغیز وکړ، د هغې صفت یې وکړ او هغه یې د یوې بریالۍ میرمنې په توګه یاده کړه. په متحده ایالاتو او بریټانیا کې هغه د ټولنیزو بې عدالتیو پر وړاندې د خپل دریځ له امله، همدا شان په متحده ایالاتو کې د غلامي، د ایټالویانو سره د دوی د بهرنیو واکمنانو له خوا بې عدالتي، او د ماشومانو کار د مبارزې په پار لا ډېر شهرت ترلاسه کړ.[۴۳]

د باریټ براونینګ ژوندلیک لیلیان وایټینګ (۱۸۹۹) خپور کړ چې هغه یې د «تر ټولو فلسفي شاعرې» په توګه یاده کړه او د هغې ژوند «د انجیل پلي شوي مسیحیت» په توګه انځوروي. د وایټینګ له نظره، د «د هنر لپاره هنر» اصطلاح د باریټ براونینګ پر اثارو نه پلي کیږي، ځکه چې هر شعر یې  په ځانګړي ډول هدف لرونکی، او له ډېر «صادقانه لید» نه زیږیدلی دی. وایټینګ په دې انتقادي تحلیل کې، باریټ براونینګ د داسې یوې شاعرې په توګه انځوروي چې د کلاسیکو ادبیاتو پوهه د «معنوي الهام شعوري ډالۍ» سره کاروي. [۴۴][۴۵]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118674471  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118674471  — سمونګر: Leslie Stephen او Sidney Lee — سرليک: Dictionary of National Biography — خپرونکی: Smith, Elder & Co.
  3. HathiTrust ID: https://catalog.hathitrust.org/Record/102364629 — د نشر نېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۲۱
  4. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/topic/Encyclopaedia-Britannica-English-language-reference-work/Eleventh-edition-and-its-supplements — د نشر نېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۲۱ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. British Library system number: http://explore.bl.uk/BLVU1:LSCOP-ALL:BLL01001068773 — د نشر نېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۲۱
  6. https://lccn.loc.gov/11027773 — د نشر نېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۲۱
  7. OCLC control number: https://www.worldcat.org/oclc/266598 — د نشر نېټه: ۱۸ نومبر ۲۰۲۱
  8. OCLC control number: https://www.worldcat.org/oclc/266598 — سمونګر: Hugh Chisholm — سرليک: Encyclopædia Britannica — نسخه 11[۳][۴][۵][۶][۷] — خپرونکی: Cambridge University Press
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Elizabeth-Barrett-Browning — subject named as: Elizabeth Barrett Browning — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  10. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6z60nxj — subject named as: Elizabeth Barrett Browning — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/87297 — subject named as: Elizabeth Barrett Browning — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/139 — subject named as: Elizabeth Barrett Browning — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. subject named as: Elizabeth Barrett Browning — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Browning,_Elizabeth_Barrett — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  14. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/977640 — subject named as: Elizabeth Barrett Browning — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  15. subject named as: Elizabeth Barrett Browning — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=4526 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/browning-elizabeth — subject named as: Elizabeth Browning — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  17. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0012453.xml — subject named as: Elizabeth Barrett Browning — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  18. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/169572 — subject named as: Elizabeth Barrett Browning
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ https://cs.isabart.org/person/26164 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ https://cs.isabart.org/person/26164 — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  21. پیوستون : 118674471  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  22. پیوستون : 118674471  — د نشر نېټه: ۲۵ فبروري ۲۰۱۷ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Браунинг Элизабет Барретт — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  23. دوتنه: Virginia Blain، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 151
  24. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  25. Sonnets from the Portuguese — د نشر نېټه: ۷ سپټمبر ۲۰۲۱
  26. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11894225d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  27. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990001143 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  28. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/33554531
  29. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990001143 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  30. Hunt, Alan (October 8, 2001). "Browning Database To Be Launched During Library's Jubilee". Baylor University. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ Marjorie Stone, "Browning, Elizabeth Barrett (1806–1861)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004; online edition, October 2008.
  32. Taplin, Gardner B. "Elizabeth Barrett Browning." Victorian Poets Before 1850. Ed. William E. Fredeman and Ira Bruce Nadel. Detroit: Gale Research, 1984. Dictionary of Literary Biography Vol. 32. Literature Resource Center. Web. 7 December 2014.
  33. ۳۳٫۰ ۳۳٫۱ Marjorie Stone, "Browning, Elizabeth Barrett (1806–1861)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004; online edition, October 2008.
  34. Mary Sanders Pollock (2003). Elizabeth Barrett and Robert Browning: a creative partnership. Ashgate Publishing, Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7546-3328-0. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Barrett, Elizabeth Barrett (1806–1861)". English Heritage. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Elizabeth Barrett Browning (2010). "The" works of Elizabeth Barrett Browning. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85196-900-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 30 July 2009 باندې). On the Cruelty of Forcement to Man Alluding to the Press Gang. Elizbeth Barrett Browning Selected Poems.
  38. Elizabeth Barrett Browning (2010). "The" works of Elizabeth Barrett Browning. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85196-900-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Marjorie Stone, "Browning, Elizabeth Barrett (1806–1861)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004; online edition, October 2008.
  40. Elizabeth Barrett Browning (2010). "The" works of Elizabeth Barrett Browning. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85196-900-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Barrett Browning Institute, Ledbury". britishlistedbuildings.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Barrett Browning Institute". victoriacountyhistory.ac.uk. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Marjorie Stone, "Browning, Elizabeth Barrett (1806–1861)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004; online edition, October 2008.
  44. Whiting, Lilian. A study of Elizabeth Barrett Browning. Little, Brown and Company (1899)
  45. Angela Leighton (1986). Elizabeth Barrett Browning. Indiana University Press. د کتاب پاڼي 8–18. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-253-25451-1. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)