په عضوي کېمیا کې که چېرې د مشبوع هایدروکاربنونو یا الکانونو د مرکبو څخه یو یو اتوم هایدروجن جلا شي؛ پاتې برخه یې د الکایل رادیکالونو په نوم یادیږي. د  الکایل رادیکلونو عمومي فارمول(CnH2n+1) دی. سایکلو الکایل  د سایکلو الکان مشتق دی. که چېری د سایکلو الکان څحه یو هایدروجن لری شی نو مونږ ته سایکلو الکایل په لاس راکوی. د سایکلو الکایل عمومی فارمول       (CnH2n−1) دی. په ساختمانی فارمول کې په R سمبول سره ښودل کېږي.د الکایل کوچنی گروپ د میتایل په نوم سره یادیږی د کوم فارمو ل چې عبارت دی له CH3

نوم ایښودنه  سمول

د الکایل عمومی فارمول عبارت دی له (CnH2n+1)  څخه دی. الکایلونو کې  میتایل  (CH3)، ایتایل  (C2H5) ،    پروپایل  (C3H7) ، پیوتایل  (C4H9) ، پینتایل  (C5H11) او همداشان نور پکې هم  شامل دی. د الکایل گروپ کوم چې د کړی شکل ولری فارمول یی عبارت دی له  CnH2n−1. د مثال په توگه سایکلو پروپایل او سایکلو هیکزان 

د الکایل نوم ایښودنه په ځنځیر لرونکې هایدروکاربنونو کې د د استفاده وړ دی لکه په لاندی مثال کې 

example 3-methylpentane:

 

په پورتنی ساختمانی فارمول کې دوه برخی لیدل کېږی. لومړۍ برخه  د اوږد ځنځیر برخه ده چې په ۵ کاربونونو باندی مشتمله ده. کوم ته چې مونږ نوم پینتان ورکوو. دوهمه برخه د معصوض یا میتایل گروپ دی کوم چې په سور رنگ سره رنگه کړی شویدی. د نوم ایښودنی د اصولو مطایق د الکایل گروپ د یو مالیکول یا یو مرکب  په نوم ایښودنه کې ترټولو مخکې لیکل کېږی لکه methylpentane په کوم مالیکول کې چې میتایل د الکایل گروپ دی. که چېرته په یو ځنځیری هایدروکاربن کې د یو څخه زیات د الکایل گروپونه  ولری نو لاندی مخ اړخی ورته استفاده کېږی کوم چې عبارت دی له (di, tri, tetra)

 

پورتنی مرکب په دی نوم سره پیژندل کېږی                                                   name 2,3,3-trimethylpentane

دلته دری د الکایل گروپونه د کاربن په ۲ ، ۳ او ۳ شمارو باندی وصل شوی دی.  په نوم ایښودنه کې شماره ددی دپاره استفاده کېږی تر څو د گروپ موقعیت په اسانی سره پیدا شي. او tri کلمه دلته مونږ ته د دری میتایل گروپونو څرگندوی کوی. که چيرته یو گروپ د میتایل په ۳ کاربن باندی اضافه شی نو په ایتایل  باندی بدلیږي چې بیا د نوموړی مرکب نوم په لاندی ډول سره لوستل کېږی 

name: 3-ethyl-2,3-dimethylpentane.