تقريظ (سپارښت ليک) دا واضحه خبره ده چې د لوړو زده کړو وزارت د قانون سره سم هرمحصل چې د لسانس دوره پای ته رسوي په اخري سميستر کې د يو ې علمي موضوع (سيمينار) په ليکلو او دفاع کولو مکلف دی .په همدې اساس د ( الکاین اودهغه خواص) ترسرليک لاندې هغه موضوع چې محترم ارشاد نیازي ته د سيمينا ر په شکل د ليکلو لپاره ورکړل شوی نومړي خپل سيمينار په ښه توګه تهيه او تر تيب کړی دی،موضوعات يې په منظم او سيستماتيک ډول ليکلي دي،دسيمينار په تهيه کولو کې يې له داخلي او خارجي منابعو او همدارنګه د انټرنيټ له معتبرو سايټونو څخه استفاده کړی ده.بنا پردې د نومړي کار او زيار ايستنه تايد او ليکل شوې موضوع چې د (الکاین اودهغه خواص)ترسرليک لاندې ده دسيمينار په شکل تايد وم او په اينده کې ورته د نورو علمي برياوو هيله کوم . په درنښت طارق د لغمان پوهنتون استاد


دپيل خبرې څرنګه چې د لوړو زده کړو دوزارت د لاېحې مطابق په اتم سمستر کې هر محصل ته د ديپلوم د لاسته راوړلو په خاطر يوه موضوع ورکول کيږي نو ماته هم د لغمان پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي د کيميا اوبیولوژي ديپارتمنت لخوا او د محترم استاد طارق تر لارښوونې لاندې (الکاین اودهغه خواص) تر عنوان لاندې موضوع راکړل شوي ده ما د دغه موضوع په ترتيب کې د باوري اخځليکونو څخه استفاده کړې ده .ددغې موضوع په ترتيب کې له ماسره لارښود استادمحترم طارق ډيرې هلې ځلې کړي دي چې دزړه له کومي ترې مننه کوم اودلوی الله جل جلاله څخه ورته دژوندپه برخه کی لوړتیا اوکامیابي غواړم. همدارنګه دکيميا اوبیولوژي دڅانګې له ټولو استادانو څخه مننه کوم چې په دې څلور کلنه دوره کې يې له مونږ سره ډير زحمت ايستلى دى اومونږ يې دفراغت تر وخته رارسولي يو .

 دټولو هغو ملګرو نه هم مننه کوم  چې ددې موضوع په تر تيب کې يې راسر ه مرسته کړې .

په درنښت ارشاد (نیازی) د کيميا اوبیولوژي څانګې د څلورم ټولګي محصل


لړليک سرليک مخ سریزه 1 الکاین اودهغی خواص 2 دالکاینولاسته راوړنه 4 دالکاینونودفارمول لیکلولار 6 دالکاینونونوم ایښودنه 8 ۲- د الکاینو نوم ایښودنه د استلین مشتق په طریقه 8 ۳- دایوپاک (IUPAC) په سیستم دالکاینونو نوم ایښودنه 9 دالکاینوسره څرنګه تعامل ترسره کیږي 10 دهایدروجن هلایدونواوهلوجنونوجمعي تعامل 11 داوبوسره جمعي تعامل 12 دبوران سره یوځای کیدل 14 هایدروجن سره یوځای کیدل 15 دالکاینونوکیمیاوي اوفزیکي خواص 18 دالکاینونوکیمیاوي خواص 19 داستلین کیمیاوي خواص 20 دالکاین تعاملات 21 هایدروجینیشن 21 هایدروبوریشن (HYDROBORATION) 22 الکاین جمعي تعاملات 22 دهلوجن جمعي تعاملات 22 دهایدروجن کلورایدجمعي تعامل 23 داوبوجمعي تعامل 23 دهایدروجن سیانیدجمعي تعامل 24 داستلین دایمیریزیشن(DIMERIZATION) 24 درپي سنتیز(REPPE-SYNTHESES) 25 ۳-کربوکسیلیشن(CARBOXYLATION) 26 ۴-سکلیزیشن(CYCLISATION) 26 داستلین استحصال 28 داستلین داستعمال ځایونه 29 پایله 31 وړاندیزونه 33 اخذ لیکونه 34


سریزه الحمدالله رب العلمين o والصلوة والسلام على سيدالمرسلين محمدوعلى اله واصحابه اجمعين دلوی لايزال خدای (ج) شکر اداءکوم چې زمونږ ګران ،جنګ ځپلې هيواد افغانستان يوځل بيادپر مختګ او بيا رغونې په لور روان ګورم .داټولې نړۍ ته څرګنده د ه چې ديوې ټولنې پرمختګ د علم په پوهې پورې اړه لري ،هغه ټولنې چې دښوونې اوروزنې په لوړو او بشپړوامکاناتو سمبال اوسي، دخپل هيواد ډيرې ستونزې يي دعلمي تکنالوجۍ دپرمختګ له کبله حل کړي اودهغي ټولنې وګړي دهوسا اوارام ژوندلرونکي وي ، ددې پرمختګونولپاره بايد په هيوادکې درسي منظم پروګرامونه ،کتابتونونه ،مجلې،لابراتوارونه ،فابريکې ،عملي او نظري درسونه وجود ولري . نولدې کارونو سره سره جوخت زه هم دښوونې اوروزنې پوهنځي دڅلورم کال محصل او د لوړو زده کړو دقوانينوله مخې ماته هم ديوې کوچنۍ رسالې (مونوګراف) دليکنې ضرورت وؤ چې دکيميادڅانګی له خوا د دی ليکنی موضوع دالکاین اودهغه خواص تر عنوان لاندې د محترم استاد طارق تر سالمې لارښونې لاندې راکړ ل شوه په نوموړی موضوع کې مې د الکاین په جوړښت او اړيکو باندې بحث کړی اوهمدارنګه دهغه په ځانګړتياوو، تعامل یی دنورومرکباتوسره،دهغه ميخانکيت او په اخر کې داسیتلین چی د الکاین لومړنی مرکب دی په استعمال او صنعتي اهميت باندې هم رڼا اچولې ده . ترډير زيات حده می کوشش کړی دی چې د نويو او تازه ماخذونو څخه ګته پورته کړم او د مينه والو هم مسلکو لپاره يې د امکان ترحده په زړه پوری او قناعت وړ مضمون وګرځوم . دښوونې او روزنې د پوهنځي دقدرمنو استادانو او په ځانګړی توګه دکيميا دهغو استادانو څخه په پښتنې مينه مننه کوم کومو چې زما په علمي روزنه کې خپله ا سلامي اوافغاني وجيبه ښه څرګنده کړی په تيره بيا دخپل قدرمن لارښود استاد محترم طارق څخه چې ماسره يې نه ستړي کيدونکې مرستی کړي دي دزړه له کومی او په ډيرو ادبي ولولو مننه کوم . په درنښت

الکاین اودهغې خواص الکاینونه هغه غیرمشبوع هایدروکاربنونه دي چی په مالیکولي جوړښت کی یی یوه دری ګونی اړیکه شتون لری. داچی ددی لړۍ لومړی ساده ترکیب استلین (C2H2)دی نودا هایدرو کاربنونه داسیتلینـــــي هایدروکاربنونو په نوم سره هم یادیږي . ددی هایدروکاربنونو د هومولوګ بهیرعمومي فورمــــــــــول (CnH2n-2) دی اواړوندو اتلینونو په پرتله یی دوه هایدروجنه کم دي . ددی هایدروکاربنونوځانګـــــړتیا اواړوندخاصیتونه ددری ګونی اړیکی په څرنګوالي پوری تړلي دي دااړیکه دکاربني اتومونوترمنــــځ پرته ده . له ورایه څرګــــــندیږي چی ددی اړیکـــــــی په جــــوړیــــدو کــــــــــی دری جوړی(شپږالکترونونه)برخه اخلي اودغه کاربني اتومونه چی دری ګونی اړیکه یی ترمنځ پرته ده دspالکترونــي پوړونه (اربتالونه) دګــډ یدوحالت لري.دواړه دغه کاربني اتومونه ترخپل منځ یوه دسګما δ اړیکه جوړوي چی ترمنځ یی کنج یازاویه1800ده اودπ الکترونوجوړی دلته د δ سګماداساسي محورسره په900درجی کنج یازاویه کی قرارلري،نوپدی ډول دری ګونی اړیکه ددوهπ اویوδ اړیکو پربنسټ منځته راغلی ده . دالکاین ځینی مهم مرکبات په لاندې ډول دي



دالکاین خطي جوړښت ددری ګونی اړیکی دکاربنودspهایبریدیزیشن (spHybridization) پواسطه تشریح کیدلای شي .


       داستلین دری ګونی اړیکه دیوی سګما (δ)اودوه پای(π)اړیکو څخه جوړه شویده دسګما اړیکه دیوه کاربن د sp هایبریداربتال دبل کاربن دsp هایبراید اربتال دهایبریدیزیشن (تداخل)څخه جوړیږي .

دواړهπ اړیکی دڅلورو2p اربتالونودپیوند(تداخل)نتیجه ده.هریواربتال دیوه الکترون په وسیله ډک دي . دیوه کاربن 2pدبل کاربن د2pاربتال سره پیوند کیږي اودپای πرابطه جوړوي .

    دπدوهمه اړیکه هم په همدی ډول منځته راځي اوداددی سبب ګرځي چی دC – C د سګما چارچاپیره دیوه سلندرپه شکل الکتروني وریځ پیداشي .



دالکاینولاسته راوړنه الکاینونه دالکانونوددوه هلوجنه مشتقاتوڅخه دپتاشیم هایدرواکسایدله الکولي محلول سره لاسته راځي . داتعامل دهغه دای هلوجنه مشتقاتو سره سرته رسیدای شي چی دواړه هلوجني اتومونه یی یاڅنګ په څنګ کاربني اتومونه اویا داچی په یوه کاربني اتوم پوری تړلي وي .

 دالکایل هلایدونواوسودیم یامنګنیزیم اسیتایلایدونو له تعامل څخه هم الکاینونه لاسته راځي .

ځینی داسی الکاینونه چی په خپلومالیکولونو کی څو دری ګونی اړیکی ولري په ځینو ګلانوکی پیداکیږي اوفورمول یی په لاندې ډول دی


تتراهلایدالکان دجستوسره دالکولو په شتوالي کی الکاین اوزنک هلاید جوړوي . لوړالکاینونه دالکان دهلوجن دایلمینیشن څخه دقوي قلوي په موجودیت کی لاسته راتلی شي

دالکاینونو خورامهم اولومړی ترکیب استلین دی چی په صنایعو کی زیات پکاریږي نو ځکه دلته مهمه داده چی داستلین دلاسته راوړلوځینی لاری ترغوراوکتنی لاندی ونیسو. لومړی داچی داستلین دلاسته راوړلو ډیری مناسبی اولویی سرچینی دډبروسکاره،طبیعی ګاز اوپرولیم دی.که سکاره دتودوخی تراغیزی لاندی دچونی سره ګډاوتعامل وکړي نوکلسیم کاربایدلاسته راځي .


لاسته راغلی کلسیم کارباید په خپل وارسره داوبوتراغیزی لاندی په استلین اوکلسیم هایدرواکساید بدلیږي .


دلاسته راوړلو پورتنی میتود په لابراتوار اوصنایعو کی پکاروړل کیږي،چی داد۱۹پیړۍ دلومړنیووختونو یوپکاروړل شوی تعامل دی.دالاره لااوس هم په هغه هیوادونوکی لکه انګلستان اوجرمني چی زیات سکاره لري داستلین اواستلیني ترکیبونو دلاسته راوړلو یوه مناسبه لاره ګڼل کیږي . داستلین دلاسته راوړلو یوبل په زړه پوری میتود چی په ننني وخت کی زیا ت پکاریږي دمیتان حرارتي یاالکتریکي کریکنګ دی چی په لاندی ډول ښودل کیږي .


   دمیتان څخه داستلین لاسته راوړل یوبل په زړه پوری میتود ګڼل کبږي، دادمیتان اکسیدیشني پیرولیزدی چی دیوی ټا کلی برخی اکسجن په مرسته میتان سوزي،دااکسجن هم دهوااکسجن دی چی په پایله کی یی یوه برخه میتان په کاربن مونواوکساید او هایدروجن هم بدلیږي. دمیتان دسوزیدوڅخه منځته راغلی تودوخه په خپله دمیتان دمالیکونودټوټی کیدولامل ګرځي .

دالکاینونودفارمول لیکلولار دالکاینودفارمولونولیکل الکان اوالکین کورنیو ته ورته ده یوازی دومره توپیر لري چی په یوه مالیکول الکاین کی دګاونډیو کاربونوترمنځ یوه دری ګونی اړیکه لیکل کیږي .داستلین کورنۍ مرکبونه هم څلورډوله فارمولونه لري چی دهپتاین په مرکب کی یی په لاندی ډول څیړو ۱- دهپتاین مالیکولي فارمول C7H12 دی . ۲- دهپتاین مشرح فارمول لومړی دمرکب دکاربنو دشمیر له مخی کا ربني ځنځیرچی په یوسرکی ددوه ګاونډیوکاربنو ترمنځ دری ګونی اړیکه وجودلري لیکو او دهر کاربن څلور اړیکی پوره کوو ترڅو خلاصی اړیکی څر ګندی شي .


اوس دخلاصو اړیکو سره دهایدروجن اتومونه نصبوو پدی ډول


(دهپتاین مشرح فارمول) ۳ – دهپتاین نیمه مشرح فارمول داستلین کورنۍ لپاره هم دالکین په شان عمل کوو یوازی توپیر یی دادی چی په الکاینونو کی ددوه ګونی اړیکی په عوض دری ګونی اړیکه لیکل کیږي. دهپتاین نيمه مشرح فارمول ۴ – دهپتاین نیمه مشرح لنډیز فارمول په الکاینونوکی هم متجانسه سلسله CH2 په قوس کی لیکو او دCH2 دشمیر له مخی ورته ضریب لیکو اوغیر متجانس یی CH3 یوه خوااو دقوس بله خوا لیکو دهپتاین نیمه مشرح لنډیز فارمول یادونه : که چیری الکاینونه معوض لرونکي وي اونیمه مشرح لنډیز فارمول یی لیکو دلاندی مثالونوپه ډول عمل کوو. د 1Bromo,3,3,7,7Tetra Methyl 4,4dichloro -1-octyne نیمه مشرح فارمول

ددی مرکب په نیمه مشرح لنډیز فارمول دپوهیدولپاره هغه په نیمه مشرح ډول لیکو


1Bromo3,3,7,7 Tetra methyl 4,4 di chloro-1-octyne دالکاینونونوم ایښودنه داستلین کورنۍ یادالکاین مرکبونه په لاندی څو طریقو نومول کیږي ۱- عمومي طریقه دالکانونو په ارتباط نوم ایښودنه ددی کورنۍ دکاربنودشمیر له مخی داړوندالکان دنوم دورستي ane توروپه عوض yne لیکونوپه ټولیزډول لیکلی شوچی


۲- د الکاینو نوم ایښودنه د استلین مشتق په طریقه داسی فکر کیږی چه د استلین د دوه ګاونډیو کاربنو چی دری ګونی اړیکه لري د یوی او بل خوا هایدروجنونه د نورو الکایلونو سره عوض شوی او د استلین کورنۍ مرکبونه جوړ کړی نو ځکه دی مرکبونو ته د استلین مشتق مرکبونه هم وایی .


مثالونه ددی مرکبونودنوم ایښودلو لپاره لومړی داستلین ددری ګونی اړیکی یوطرف بیابل طرف دهایدروجن دعوض شوي راډیکل نوم اخلو بیا استلین وایو البته دمعوضونودنوم اخستلو په وخت دالفبا دتورو مراعات اودډای الکایل استلین په ډول نوم هم مراعات کوو اوکه معوض ایزومیري وي ایزو الکایل استلین په ډول یی ووایولکه




۳- دایوپاک (IUPAC) په سیستم دالکاینونو نوم ایښودنه پدی سیستم کی دالکاینو دنومولو لپاره هم الکاینونه په څوډولونوویشواو دهر یو ډول نوم ایښودنه یی په مثالونوکی روښانه کولو پل په پل زده کوو خوپه ټولیزډول (a اوږد ځنځیر ټاکو چی دری ګونی اړیکی پکی شاملی وی . (b دکاربني ځنځیر په کاربنولمبر لیکو اولمبر دهغه اړخه پیلوو چی هره دری ګونی اړیکه د ځنځیر کوم سرته نږدی وي . (c نوره نوم اخستنه یی دالکینونو په شان ده یوازی دپلرني هایدروکاربن نوم دالکاین په وزن وایو دهغه الکاینونونوم ایښودنه چی په یومالیکول کی یوه دری ګونی اړیکه ولري اوږد ځنځیرټاکو دکاربنولمبرله هغه اړخه پیلوو چی دری ګونی اړیکی ته نږدی وي .که ددری ګونی اړیکی فاصله دواړوسرونوته یوه فاصله ولري یامعوض ولري دالکانونوپه څیرعمل کوو. مثالونه




دالکاینوسره څرنګه تعامل ترسره کیږي دδ اړیکه دزیاتو الکتروني وریځو په وسیله چاپیره شویده ،ځکه چی دیوالکاین مالیکول په زیاتوالکترونوشتمن دی،یاپه بل عبارت دایونیکلیوفیل دی چی دیوالکتروفیل سره دتعامل لپاره تمایل لري.دمثال په توګه که HCl دیو الکاین سره یوځای شي ،نو په حقیقت کی د(π)یوه سسته اړیکه رامنځته کیږي چی دادیو الکتروفیل دحملی لپاره زمینه برابروي ،د تعامل په دوهم پړاو کی دکاربونیشن دمثبت چارچ یومنځنی پړاو رامنځته کیږي ترڅو چی منفي چارچ چې دکلوراید دایون څخه عبارت دی تعامل وکړي . داسی الکاینونه لکه دالکینوپه شان دالکتروفیلي یوځای کیدونکي تعامل په شان پرمخ ځي مونږ ګورو چی الکتروفیلي تعامل کوونکي دالکاینونو سره یو ځای کیږي لکه چی دالکینوسره یوځای کیدل ترسره کیدل،په الکتروفیلي یوځای کیدودالکاین سره یوجمعي تعامل رامنځته کیږي چی تعامل داسی پرمخ ځي


دهایدروجن هلایدونواوهلوجنونوجمعي تعامل مونږ ولیدل چی یوالکاین یونیکلیوفیل دی چی په لومړی پړاو کی دیوالکاین سره دهایدروجن هلاید څخه د یو الکتروفیل یوځای کیږي که الکاین یی وروستی الکاین وي ، به یی دSP دکاربن دهغه اړیکی سره یوځای شي چی هایدروجن لري چی په لاندی معادله کی لیدل کیږي اګرچی دیوالکاین سره دهایدروجن یوځای کیدل دیومعادل ګرام وزن اویا دیومول وزن کیدو وروسته ودریږي اودهایدروجن هلاید په نورو زیاتیدو سره دوهمي جمعي تعامل پیلیږي ددوهمي جمعي تعامل په محصول به Geminal dihalide (جوړه هلوجن) وي که چیری په مالیکول کی دیو کاربن سره دهلوجن دوه اتومه یوځای شي دGeminal di halide چی دلاتینی Geminus کلمی څخه چی مانا یی غبرګ دی اخستل شویده .


همدارنګه دیوالکاین لکه 2-pentyne سره دهایدروجن هلاید دجمعي تعامل په نتیجه کی داسی تعامل مخ په وړاندی ځي اوداشیان لاسته راځي .

په هرحال که چیری په یوشان ګروپ باندی په sp کاربن باندی هلاید حمله وکړي نوجرمینل هلایدداسی په لاس راځي .


دCl2 اوBr2 هلوجنونه په همدی توګه دالکاینونو سره یوځای کیږي اوپه ښه توګه هلوجنشن دCH2Cl2 په موجودیت کی داسی مخ په وړاندی ځي داوبوسره جمعي تعامل په همدی توګه الکاینونه داوبوسره دتیزابو په مرسته دکتلست په توګه یوځای کیږي،چی دتعامل محصول یی یوenol کیږي یوenol یودکاربن-کاربن دوه ګونی اړیکه دsp2 په کاربنونوباندی په یوه کاربن OH ګروپ لري ،په پای کی دene لرل ددوه ګونی اړیکی ښکارندوی دی اوOH دOl څرګندونه کوي، کله چی دادواړه وروستی سره یوځای شي نودene وروستی e لمنځه وزي اودOl سره یی داسی یوځای کوي داسی en-ol اینول سمدستي په کیتون بدلیږي،کاربن دوګونی اړیکه داکسجن سره دCorbonyl کاربونیل ګروپ په نوم یادیږي.یو Ketone دالکایل ددوه ګروپونواودیوه کاربونیل څخه جوړشویدی یوAldehyde دیوکاربونیل کروپ اودیوه هایدروجن څخه جوړشویدی . یو کیتون اویواینول یواځی دیوی دوه ګونی اړیکی اویوه هایدروجن په موقیعت کی سره توپیرلري،کیتون اواینول دتوتومیري Keto-enol-tautomers په نوم سره یادیږي . Tautomers هغه ایزومیرونه دي چی یودبل معادل دي په توتومیرونوبدلیدل د توتومیریزیشن Tautomerization په نوم یادیږي . داوبویوځای کیدل دیوانترنل الکاین سره چی یوشان ګروپ ولري دsp په هر کاربن باندی حمله کوي اوپه نتیجه کی یوکیتون لاسته راځي .


ترمینل الکاین دانټرنل الکاین په نسبت داوبوسره لږ تعامل کوي ترمینل الکاین داوبو سره دمرکیوریک دایون(Hg) په شتوالي کی یوځای کیږي اویوتیزابي مخلوط جوړوي دمرکیوریک ایون لکه دیوه کتلست رول لوبوي .

نوټ : ترمینل الکاین هغه الکاین ته وایی چی دری ګونی اړیکه دوروستي کاربن سره وي اوانترنل الکاین هغه الکاین ته وایی چی دری ګونی اړیکه دمالیکول په مخکی دکاربن-کاربن ترمنځ وي . دبوران سره یوځای کیدل دالکاین سره بوران هغسی یوځای کیږي لکه څرنګه چی دالکین سره یوځای کیده،داسی چی دBH3 یومول دالکاین ددری مولونو سره یوځای کیږي او دبورون څخه دالکین تعویض شوی یومول جوړیږي،کله چی دایوځای کیدل ترسره کیږي نواوبلن سودیم هایدرواکساید اوهایدروجن پراکساید دمخلوط دتعامل سره یوځای کوي،په نتیجه کی یوالکین رامنځته کیږي چی په هغه کی دOH یوګروپ دبوران په وسیله ځای نیسي . په اصل کی دجمعي تعامل څخه یواینول لاسته راځي،یواځی دBH3 یومعادل یی دالکاین سره یوځای کیږي یا په بل عبارت تعامل دالکین په پړاو کی ودریږي اوکله چی انټرنل الکاین وي دبورون یوتعویض شوی الکین جوړیږي ،په هرحال داسخته ده چی تعامل همدلته ودریږي په ځانګړی توګه دی تعامل ته disi amyl borane تعامل وایی اوsiamyl ددهمي ایزو امایلsecondaryisoamyl څخه دی اوامایل دپنځه کاربنه پاتی شونی معمولي نوم دی،بولکی الکي الکایل ګروپونه bulky alkyl ددای سیمیسل بوران اودالکین بوران تعویض شوی جمعي تعامل دی بلکي داسیمیل بوران دترمینل الکاینو دهایدریشن لپاره دتیاری نیولوپه مانا دی . په دوهمي پړاوکی یواینول څخه دانتي مارکوف نیکوف دجمعي تعامل په شان تعامل سرته رسیږي ځکه چی هایدروجن دهغه کاربن سره چی زیات هایدروجنونه ولري نه یوځای کیږي په پای کی داسی نتیجه په لاس راځي چی دترمینل الکاین اواوبو دجمعي تعامل څخه چی هلته مرکیوریک ایون دیو کتلست په توګه کارول کیږي محصول به یی یوکیتون وي اوپه کوم حالت کی چی هلته دترمینل الکاین دهایدروبوریشن – اوکسیدیشن محصول به یوالدیهاید وي . هایدروجن سره یوځای کیدل هایدروجن دالکاین سره دیوفلزي کتلست لکه پلادیوم په موجودیت کی یوځای کیږي،په الکینونوکی پلاتین اونیکل دهایدروجن دیوځای کیدولپاره په همدی توګه یوځای کیږي ، اوداهم سخته وي چی تعامل دی دهایدروجن په یوځای کیدودالکین دجوړیدو پوری ودرول شي ځکه چی هایدروجن دداسی فعال فلزي کتلست په موجودیت کی دهایدروجن دیوځای کیدولپاره تیاردی،له دی امله به دهایدروجنیشن دیوتعامل محصول یوالکین وي.

داتعامل کیدای شي دیوالکین دجوړیدو په پړاو کی ودریږي یعنی خرابیدل Poisoned رامنځته شي چی ددی کار لپاره (دفعالیته غورځیدنکی برخی )Partially –Deactivated فلزي کتلست کارول کیږي،ددی کارلپاره ډیرمعمول Lind lar په نوم کتلست دی . Herbert.H.M.Lind lar سویسي عالم په ۱۹۰۹کال کی دبرن دپوهنتون څخه Ph.D ترلاسه کړیده هغه په هوفمن کمپنۍ کی کارکاوه اودډیرو پاتینتونوpatents مولف وچی یویی دLind lar په نوم یوکتلست و چی دالکاین څخه الکین په لاس راځي داداسی کتلست دی چی پلادیوم په کلسیم کاربونات دپاسه اچوي اوهغه بیا دسرب اسیتات اوquioline سره یوځای کوي ،داپورتنۍ نسخه دپلادیوم په سطحه باندی داسی اغیزمن کتلست جوړوي چی په دوه ګونی اړیکه باندی اغیزه کوي اوپه دری ګونی اړیکه اغیزه نه کوي اوهایدروجن دیوه الکین سره یوځای کیږي ځکه چی الکاین دفلزي کتلست په سطحه باندی کښیني اوهایدروجنونه په دری ګونی اړیکی باندی اغیزه کوي همدارنګه دهایدروجن یوځای کیدل دیوانټرنل الکاین سره یوځای کیږي اویوCis alkene جوړوي داسی



انټرنل الکاینونه دسودیم اویا لیتیم په کاریدو سره دمایع امونیا سره په ترانس الکینونو بدلیږي تعامل دالکین دجوړیدو په پړاوکی دریږي ځکه سودیم یالیتیم ددوه ګونی اړیکی په نسبت په چټکۍ سره ددری کونی اړیکی سره تعامل کوي امونیا دکوټی په تودوخه کی غاز دی نوځکه دادمایع په حالت کی دوچ اویخ اسیتون دمخلوط سره ساتل کیږي چی دی .


دتعامل میخانیکیت داسی دی چی په لومړني پړاو کی دسودیم دS اوربیتال څخه الکترون دکاربن دsp اوربیتال ته دیوه راډیکال انیون په څیر انتقالیدل دي چی یومنفي اوبی جوړی الکترون به لري (په یاد ولری چی سودیم اولیتیم دخپل بهرني قشر څخه یویو الکترون په زیاته چټکۍ سره دلاسه ورکوي) داانیوني راډیکال په زیات قوت سره یوي پروتون دامونیا څخه لری کوي په نتیجه کی Vinylic radical جوړیږي چی په وینیلیک کاربن کی یوبی جوړی الکترون لري بل بی جوړی الکترون دسودیم یالیتیم څخه وینیلیک راډیکال ته انتقالیږي چی بیا دVinylic anion شکل غوره کوي.یووینینلیک انیون یو پروتون دیوبل مالیکول لکه امونیا څخه رابیلوي چی ترانس الکین په لاس راځي . مثال

وینیلیک انیون کیدای شي چی دسیسCis اوترانسtrans په شکل وي چی سیس اوترانس شکلونه سره معادل دي بلکی دترانس شکل یی زیات ثابت وي ځکه چی دلته دالکایل ګروپونه یودبل څخه لیری واقع وي .


دالکاینونوکیمیاوي اوفزیکي خواص الکاینونه – اولفینونواوپرافینونوته ورته فزیکي خواص لري.ټیټ الکاینونه (C2 - C4) غازات(C5 -C18) مایع اوله هغوی څخه بیالوړ الکاینونه جامدعضوي ترکیبونه دي . دالکاینونوحل کیدل په اوبوکی ډیرلږڅه دالکانونواوالکینونو څخه زیات دي . همدارنګه خالص اسیتلین بی رنګه،بی هوشه کوونکی ګازدی چی دسوزیدوپه وخت کی یی دشغلی رنګ روښانه دی.په ازاده هواکی په تیزه ژیړرنګه لمبه سوځي دسوځیدو په وخت زیاتی ایری جوړوي چی هواته الوزي خوکله چی په اکسي استلیني څراغونو کی استعمالیږي لمبه یی سپینه اوایری نه جوړوي اوزیاته تودوخه تولیدوي . استلین دزیات فشار پواسطه چوي نوځکه یی دیوځای څخه بل ځای ته دوړلوپروخت کی په اسیتون کی حلوي اوساتي یی .استلین دویلي کیدوټکی اودځوښ ټکی دی د ایتان اواتیلین پرخلاف استلین په اوبوکی په کمه اندازه لیکن په اسیتون کی په اسانۍ سره حلیږي . استلین یوغیرثابت ګازدی مایع استلین دتودوخی اویاټکان په واسطه شدید انفلاق کوي . دهوا اواستلین (3-7) سلنه مخلوط فوق العاده چاودیدونکي خواص لري دځینوالکاینونو د ایشید(غلیان)او ویلی کیدو(ذوبان)ټکي په لاندی ډول دي




دځینوالکاینوفزیکي خواص دویلیکیدوټکی (C0) M.P دایشیدوټکی (C0) B.P مرکبات معمولي(مروج)نومونه IUPAC نومونه -81 -84 Acetylene Ethyne -102,7 -23 Methylacetylene propyne -122,5 -8,1 Ethylacetylene 1-Butyne 32,3 27 Dimethylacetylene 2-Butyne 90,0 39,3 n-propylacetylene 1-pentyne 101 55,5 Ethylmethylacetylene 2-pentyne 132 71 n-Butylacetylene 1-Hexyne 88 84 Methyl-npropylacetylene 2-Hexyne 105 81 Dimethylacetylene 3-Hexyne

دالکاینونوکیمیاوي خواص په کیمیاوي خواصوکی دهغوی توپیرله نوروهایدروکاربنونو سره ددری ګونی اړیکی په خصوصیت پوری تړلي دي.داهایدروکاربنونه له همدی امله جمعي تعاملات په ښه توګه سرته رسولای شي،نوځکه همدغه تعامل له برومین سره ددری ګونی اړیکی دازمویښت تعامل هم شمیرل کیږي .


هایدروجن هلایدونه هم لدی هایدروکاربنونوسره جمعي تعاملات سرته رسوي .


دپورتنیوتعاملاتوپه شان هایدروجن هم ددغه ډلی الکاینونوسره جمعي تعاملات سرته رسوي.


کیداشي پورتنی تعامل یوازی په لومړي پړاو کی پای ته ورسیږي . الکاینونه له اوبوسره هم تعاملات سرته رسوي اوپه پایله کی الدیهایدونه اوکیتونونه منځته راځي .




داستلین کیمیاوي خواص داستلین تیزابي خواص دومره ضعیف دي چی په اوبلن محلول کی دهغی تیزابیت نه څرګندیږي.دمایع امونیا په موجودیت داستلین هایدروجن په یوه فلزباندی عوض کیدلای شي.

داستلین دګریګناردمرکب داستلین اوایتایل مګنیزیم بروماید څخه حاصیلیږي.دمحلل په توګه تیتراهیدروفوران استعمالیږي .

دغه رقم فلزي مرکبات د(Acetylide) او یا (Carbide) په نامه یادیږی . که داستلین ګازدنقری اومس دمالګی امونیایی محلول ته تیرکړونوبی رنګه Ag2C2 اویانصواري Cu2C2 رسوب جوړیږي دغه تعاملات داستلین اوداستلیني مرکباتو دتوصیفي ثبوت لپاره استعمالیږي .


دالکاین تعاملات هایدروجینیشن Alkene دری ګونی اړیکی دکتلستي ارجاع څخه دپلادیم (pd(BaSO4)Lindlar-catalyst) اودنیکل بورید(Brown-catalyst) سره حاصلیږي .


دکتلست په خارجي سطحه باندی جذب شوي تعامل کوونکي مواد جمعي تعامل ترسره کوي.څرنګه چی هایدروجن یواځی دیوه طرف څخه ددری ګونی اړیکی سره جمعي تعامل کوي نوله دی امله Alkene تولیدیږي .

هایدروبوریشن (Hydroboration) د الکاین او د Cis جمعي تعامل څخه Vinyle Burane جوړیږی چی د هغي تیزابي هایدرولایز څخه حاصلیږی. د بلي خوا دوینایل بوران (Vinyle Burane )د تحمضي تجزي څخه د هایدروجن پر اکساید پواسطه کیتون لاسته راځي . دالکاین ارجاع په Alkene باندی الکاین دسودیم اولیتیم په واسطه په امونیا کی په Alkene بدلیږي .


الکاین جمعي تعاملات دهلوجن جمعي تعاملات څرنګه چی دری ګونی اړیکی ددوه ګونو اړیکو په پرتله ضعیف نکلیوفیلي خواص لري نوله همدی امله دالکتروفیلي هلوجینیشن دپاره دلیویس(lewis) دتیزابولکهFecl3 موجودیت ضروري دی . دلیویس تیزاب دهلوجن – هلوجن اړیکه پولار(قطبي)کوي اوالکتروفیلي هلوجینیشن په دری ګونی اړیکه باندی ترسره کیږي .


دهایدروجن کلورایدجمعي تعامل دهایدروجن کلورایداواستلین تعامل په دوومرحلوکی ترسره کیږي.دتعامل په اوله مرحه کی وینیل کلورایدجوړیږي چی په صنعت کی دpolyvinylcholorid(pvc) داستحصال لپاره استعمالیږي . دتعامل په دوهمه مرحله کی دMarkownikoff دقاعدی په اساسGerminal(gem)-Dichlorid مرکبات لاس راځي .


داوبوجمعي تعامل اوبه په تیزبي چاپیریال اودHgSO4 دکتلست په موجودیت کی داستلین سره جمعي تعامل کوي لومړی یوغیرثابت وینیل الکول جوړیږي.وینیل الکول اواسیت الدیهاید دتوتومیري مرکباتو مثالونه دي .


توتومیري ساختماني ایزومیري ده چی یوپه بل باندی اوړي اوپه هغه کی یوه اتومي اړیکه له منځه ځي اوبله اتومي اړیکه منځته راځي .



دهایدروجن سیانیدجمعي تعامل داستلین اوHCN له تعامل څخه دCuCl په موجودیت کی اکریل نیتریل (وینیل سیانید)حاصلیږي،چی په صنعت کی دپولي اکریل نیتریلpoyacylniril(Orlon) د جوړیدو لپاره استعمالیږي .


داستلین دایمیریزیشن (Dimerization) داستلین ددای میریزیشن څخه دCuCl اوامونیم کلوراید په اوبلن محلول کی دینیل اسیتلین لاس ته راځي .


لاسته راغلی ترکیب (وینایل استلین) یوه خورافعاله کیمیاوي ماده ده،کله چی له هایدروجن کلورایدسره تعامل وکړي،نوپه پایله کی کلوروپرین جوړیږي،چی درابرپه لاسته راوړلوکی ورڅخه کاراخستل کیږي .


درپي سنتیز(Reppe-syntheses) دReppe له مخی داستلین (الکاین)څلوراساسي تعاملات په لاندی ډول دي ۱ – استلین دهغه عضوي مرکباتو سره چی فعال ګروپ یی دهایدروجن اتوم ولري لکه –OH,-SH,NH2,=NH,-CONH2 او-COOH تعامل کوي.ددی تعامل په جریان کی داستلین دری ګونی اړیکه په دوګونی اړیکه باندی اوړي دمثال په توګه دایتانول اواستلین دجمعي تعامل څخه دتودوخی په 130 درجو څخه تر180 درجودفشار لاندی ایتایل وینیل ایتر حاصلیږي.دکتلست په توګه الکولات استعمالیږي .


دتعامل میخانیکیت په لاندی ډول دی


دکربوکسیلیک اسید اواستلین دجمعي تعامل څخه وینیل ایستر جوړیږي .


۲- استلین دالدیهایداویاکیتون سره جمعي تعامل کوي اودهغی څخه غیرمشبوع الکول چی دری ګونی اړیکه لري حاصلیږي . په همدی ډول کیتون هم داستلین سره تعامل ترسره کوي . ۳-کربوکسیلیشن (Carboxylation) استلین اوکاربن مونواکسایددفشارلاندی اوتیزابي هایدروجن لرونکومرکباتولکه داوبواوالکولوپه موجودیت کی تعامل کوي،دکاربن غیر مشبوع تیزاب اویادهغی مشتقات لاس ته راځي.دنیکل تیتراکربونیل څخه دکتلست په توګه کاراخستل کیږي . ۴-سکلیزیشن (Cyclisation) بنزین اودبنزین مرکبات دکتلستي سایکلوتري میریزیشن (cyclotrimerization) په واسطه دالکاین دمرکباتو څخه حاصلیږي.برتولدBerthold په کال 1866کی دلیدل چی دتودوخی په 400c0څخه تر500c0 کی داستلین دتریمیریزیشن څخه بنزین جوړیږي .


په پورتني تعامل کی دبنزین محاصله کمه ده .دبنزین ترڅنګ نورجانبي مرکبات لکه Biphenyl,Naphthalin اوځینی نوراروماتیکي مرکبات حاصلیږي.دبنزین محاصله ډیره لوړیږي که استلین ته دبنزین په محلل کی د{(C6H5)3P}Ni(CO)2Triphenylphosphin Nikelcabonyl کتلست سره د15bar فشارلاندی د60-70 درجوپوری تودوخه درکړل شي په دی وخت کی88 سلنه بنزین اوپه جانبي ډول 12 سلنه شتیرین styrene (vinylbenzene) لاسته راځي .


داستلین استحصال ۱- ډای هلایدالکان اوالکولي پوتاشیم هایدرواکسایددتعامل څخه.


۲- دعناصرومستقیم تعامل څخه برتیلوت په 1909 کال کی لاسته راوړ.

۳- دډای هلایدایتان څخه ددوه پلاهلوجني تیزابوپه یویومالیکول ویستلواستلین لاسته راځي .


۴-ایودوفارم اوسپینوزروته دتودوخی ورکولوڅخه هم استلین لاسته راځي.




داستلین داستعمال ځایونه استلین یوبی بویه ګازدی،خودهغه دلاسته راوړلوپه مهال له کلسیم کاربایدڅخه دبدبوی رامنځته کیدل دهغه برخی هایدروجن سلفایداوفاسفین جوړیدل دي چی په دی تعامل کی منځنه راځي . استلین په اوبوکی کم حلیږي خوداانحلالیت یی دفشارپه زیاتیدو سره زیاتیږي.استلین له هوا سره یوچاودیدونکی مخلوط جوړوي.کله چی استلین له اکسیجن سره لمبه جوړوي نودهغه تودوخه ډیره زیاته اوآن تردی چی نږدی 3000c0پوری رسیږي.که دغه تودوخی ته ځیر شونو هغه له ایتلین اوایتان دسوزیدوله تودوخی څخه هم زیاته ده.په دغه تودوخه داستلین سوزیدل داسی سرته رسیږي چی یوه بریښیدونکی ډیره روښانه لمبه منځته راځي اوچی ډیره لوړه تودوخه لري نودفلزاتو دغوڅولواوسره نښلولوپه چاروکی ورڅخه کاراخستل کیږي.داچی استلین په ډیره روښانه لمبه سوزي نوځینی وخت درڼاکولودڅراغونو په توګه هم ورڅخه کاراخستل شویدی.دساری په توګه استلیني څراغونه دبایسکلونوچی کاربایدي څراغونه نومیدل پکاروړل شویدي . په نولسمه پیړۍ کی هم دلویوواټونو اوډګرونودروښانه کولولپاره هم کارباید پکاروړل شویدي . پدی معنی چی استلیني څراغونه چی دکارباید په اساس جوړشویدي لاډیرپخوا پکاریدل . دعضوي سنتیزډیری څانګی شته چی داستلین دکارولوپر بنسټ یی پرمختګ اوپراختیا موندلی اوداچی استلین څومره زیات کیمیاوي اوصنعتي اهمیت لري اوڅومره دا ارزښتناکه ماده بلل کیږي،جدول یی ښه ښکارندوی دی .




پـایـلـه الکاینونه دغیرمشبوع هایدروکاربنونوله ډلی څخه دي چی په مالیکولي جوړښت کی یی دری ګونی اړیکه شتون لري عمومي فورمول یی(CnH2n-2) دی.ددی کورنۍ لومړنی مرکب اسیتلین دی له همدی کبله داهایدروکاربنونه داستلیني هایدروکاربنونوپه نوم هم یادیږي. الکاینونه دالکانونوددوه هلوجنه مشتقاتو څخه دپتاشیم هایدرواکسایدله الکولي محلول سره لاسته راځي . دالکایل هلایدونواوسودیم یامنګنیزیم اسیتایلایدونو له تعامل څخه هم الکاینونه لاسته راځي. دایوپاک (IUPAC) په سیستم دالکاینونو نوم ایښودنه پدی سیستم کی دالکاینو دنومولو لپاره هم الکاینونه په څوډولونوویشواو دهر یو ډول نوم ایښودنه یی په مثالونوکی روښانه کولو پل په پل زده کوو خوپه ټولیزډول . (a اوږد ځنځیر ټاکو چی دری ګونی اړیکی پکی شاملی وی . (b دکاربني ځنځیر په کاربنولمبر لیکو اولمبر دهغه اړخه پیلوو چی هره دری ګونی اړیکه دځنځیر کوم سرته نږدی وي . (c نوره نوم اخستنه یی دالکینونو په شان ده یوازی دپلرني هایدروکاربن نوم دالکاین په وزن وایو دهغه الکاینونونوم ایښودنه چی په یومالیکول کی یوه دری ګونی اړیکه ولري . اوږدځنځیرټاکو دکاربنولمبر له هغه اړخه پیلوو چی دری ګونی اړیکی ته نږدی وي .که ددری ګونی اړیکی فاصله دواړوسرونوته یوه فاصله ولري یامعوض ولري دالکانونو په څیرعمل کوو. دδ اړیکه د زیاتو الکتروني وریځو په وسیله چاپیره شویده ،ځکه چی دیوالکاین مالیکول په زیاتوالکترونوشتمن دی، یاپه بل عبارت دایونیکلیوفیل دی چی دیوالکتروفیل سره دتعامل لپاره تمایل لري . الکاینونه –اولفینونو اوپرافینونوته ورته فزیکي خواص لري.ټیټ الکاینونه (C2 - C4) غازات(C5 -C18) مایع او له هغوی څخه بیالوړ الکاینونه جامدعضوي ترکیبونه دي. دالکاینونوحل کیدل په اوبوکی ډیرلږڅه د الکانونواوالکینونو څخه زیات دي . همدارنګه خالص اسیتلین بی رنګه،بی هوشه کوونکی ګازدی چی دسوزیدوپه وخت کی یی دشغلی رنګ روښانه دی.په ازاده هواکی په تیزه ژیړرنګه لمبه سوځي دسوځیدو په وخت زیاتی ایری جوړوي چی هواته الوزي خوکله چی په اکسي استلیني څراغونو کی استعمالیږي لمبه یی سپینه اوایری نه جوړوي اوزیاته تودوخه تولیدوي. په کیمیاوي خواصوکی دهغوی توپیرله نوروهایدروکاربنونو سره ددری ګونی اړیکی په خصوصیت پوری تړلي دي.داهایدروکاربنونه له همدی امله جمعي تعاملات په ښه توګه سرته رسولای شي کله چی استلین له اکسیجن سره لمبه جوړوي نودهغه تودوخه ډیره زیاته اوآن تردی چی نږدی 3000c0پوری رسیږي.که دغه تودوخی ته ځیر شونوهغه له ایتلین اوایتان دسوزیدوله تودوخی څخه هم زیاته ده.په دغه تودوخه داستلین سوزیدل داسی سرته رسیږي چی یوه بریښیدونکی ډیره روښانه لمبه منځته راځي اوچی ډیره لوړه تودوخه لري نودفلزاتو دغوڅولواوسره نښلولوپه چاروکی ورڅخه کاراخستل کیږي.داچی استلین په ډیره روښانه لمبه سوزي نوځینی وخت درڼاکولودڅراغونو په توګه هم ورڅخه کاراخستل شویدی.دساری په توګه استلیني څراغونه دبایسکلونوچی کاربایدي څراغونه نومیدل پکاروړل شویدي .





وړاندیزونه ۱- لکه څرنګه چی پوهنتون یوه علمي اواکاډمیکه ساحه ده نوباید له هرډول قومي،ژبني اوسمتي تعصباتوڅخه خالي وي . ۲- دننګرهارپوهنتون ټول محترم استادان بالخصوص دښوونی اوروزنی پوهنځي قدرمن استاذان باید له هرچازیات اوسنۍ تکتالوجۍ لکه انټرنیټ اوکمپیوټرته لاس رسی ولري . ۳- لکه څرنګه چی دکیمیادعلم اساس اوبنسټ اوددغه علم پرمختګ په لابراتواراوعملي کار باندی ولاړدی نوبایدلابراتواري مسایلوته خاصه پاملرنه وشي .









اخذ لیکونه ۱)هیله، من فرمان الله،( ۱۳۸۷هـ ش)، عضوي کیمیا الیفاتیک برخه،لکچرنوټ (مخونه ۱۷۱ -۱۸۳) ۲) ولیزی،ګل حسن،(۱۳۹۱هـ ش)،عضوي کیمیادالیفاتیک برخه،افغانستان ټایمز مطبعه، کابل (مخونه ۱۰۰-۱۰۹) ۳) حکیمي، محمدغوث،(۱۳۸۷هـ ش)،عضوي کیمیا،انتشارات سعید،(مخونه ۶۵ -۷۲) ۴)عربزی،عزیزالله،(۱۳۹۰هـ ش)،عضوي اوغیرعضوي کیمیا،عنایت خپرندویه ټولنه (مخونه ۷۵-۹۲) ۵) تڼیوال، محمدعارف،( ۱۳۹۰ه ش)،عمومي کیمیا،النورعلمي خپرندویه ټولنه (مخونه ۲۷۴ - ۲۷۵)