الهیاتي (خدای باوره) تکامل

الهیاتي یا خدای باوره تکامل (چې همدارنګه په الهیاتي تکامل پالنې او یا هم د خدای له خوا د هدایت شوي تکامل په توګه پېژندل کېږي) یو الهیاتي لیدلوری دی چې څرګندوي خدای پاک هر څه د طبیعت د قوانینو له مخې جوړوي. د دغه لیدلوري دیني لارښونې د معاصر علم په ځانګړې توګه د بیولوژیکي تکامل له موندنو سره همغږې دي. الهیاتي تکامل په خپله سره یوه علمي نظریه نه ده، خو له دیني باورونو سره د علم د ارتباط او په هر څه کې د خدای د قدرت اړوند نظریاتي ټولګې په کې شتون لري. دغه نظریات د ځانګړي خلقت اړوند خلقت پالونکې نظریې رد کوي، خو د انسان د روح د خلقت په څېر باورونه په کې شامل دي. د معاصر الهیاتي تکامل څېړنې د ځمکې د عمر، د نړۍ د عمر، لویې چاودنې، د لمریز نظام د بنسټ، د ژوندانه د بنسټ او تکامل په برخو کې ټولیزه علمي اجماع مني. [۱]

د الهیاتي تکامل پلویان هڅه کوي څو د تکامل مفکوره په خدای باندې له باور سره همغږې کړي او همدارنګه د دین او علم ترمنځ د مخالفت بحث رد کړي. دوی باورمن دي چې د خلقت اړوند دیني لارښوونې او د تکامل علمي نظریې له یو بل سره مخالفت ته اړتیا نه لري. [۲][۳]

تعریف سمول

فرانسیس کالینز خدای باوری تکامل په داسې ډول توصیف کوي چې «تکامل واقعي دی، خو د خدای په واسطه په حرکت راغلی»؛  نوموړی تکامل په هغه ډول چې ژوند پوهان یې توضیح کوي؛ توصیف کوي خو زیاتوي چې دغه چاره د خدای په لارښونه رامنځته شوې. هغه شپږ ټولیز فرضیات وړاندې کوي چې د خدای باوري تکامل ټولې نسخې پر هغو اتکا کوي او په لاندې ډول دي: [۴][۵][۶]

  1. غالب کیهاني موډل له نن څخه ۱۳.۸ میلیارده کاله وړاندې د نړۍ په جوړېدو سره رامنځته شوی؛
  2. نړۍ په ډېره دقیقه توګه تنظیم شوې؛
  3. تکامل او طبیعي انتخاب؛
  4. د تکامل له پیلېدو وروسته، هېڅ ماورا طبیعي ځانګړې مداخله شتون نه لري؛
  5. انسانان د دغه تکاملي بهیر پایله ده او همدارنګه
  6. د دغو ټولو په خوا کې انسانان ځانګړي دي. اخلاقي قانون (د حق او باطل پېژندنې) ته په پام او همدارنګه په ټولو بشري کلتورونو کې د خدای دوامداره لټون ټول تکاملي توضیحات تر پوښتنې لاندې راولي چې دغه چاره زموږ معنوي ماهیت ته اشاره کوي.

په متحده ایالاتو کې د علومو د اکاډمۍ اجرایوي مشر، یوګنی سکاټ، له دغې اصطلاح څخه د خلقت او تکامل په اړه د هغو باورونو د ټولګې په موخه ګټنه کړې چې الهیاتي لیدلوری لري او دا چې خدای هر څخه د تکامل له مخې جوړوي. د هغې پر باور دغه اصطلاح د خدای د مداخلې اړوند د باورونو پراخه طیف رانغاړي چې یو شمېر یې د ځانګړي خلقت یا دوامداره مداخلې اړوند ډئیزم ته اړوند کیږي، په داسې حال کې چې یو شمېر نور یې پر دې باور دي چې خدای په مستقیم ډول په یو شمېر مهمو برخو لکه د انسان په بنسټ کې مداخله لرلې. د خدای باوري تکامل د کاتولیک نسخې پر باور کېدای شی انساني تکامل رامنځته شوی وي، خو د انسان د روح خلقت د خدای له خوا حتمي بولي؛ چې د خلقت په کتاب کې د خلقت کیسه کېدلای شي په استعاري ډول ولوستل شي. [۷][۸][۹][۱۰]

هغه مهال چې تکاملي علم پراختیا ومونده، د خدای باوري تکامل بېلابېلو ډولونو هم ورسره پراختیا ومونده. خلقت پوهانو لکه هنري ام. موریس او جان ډي. موریس د بېلابېلو اصطلاحاتو لیست وړاندې کړ چې له ۱۸۹۰ مې لسیزې څخه تر ۱۹۲۰ مې لسیزې پورې د تکامل د بېلابېلو ډولونو لپاره کارول کېدې لکه : «اورتوژنیسېز» (د هدف پر بنسټ تکامل)، «نوموژنیسېز» (د ثابت قانون پر بنسټ تکامل)، «ظهوري تکامل»، «خلاقانه تکامل» او نور. [۱۱]

یو شمېر نور «تکاملي خلقت» دغه باور بولي چې خدای پاک د خالق په توګه له تکامل څخه د خپل پروګرام د ترسره کولو په موخه ګټنه کړې. د ژوندیو موجوداتو لرغون پوه، پیر تیلار دو شاردن (۱۸۸۱-۱۹۵۵ زکال) د خدای له خوا د هدایت کېدوني تکامل یا «اورتوژنیسېز» له اغېزمنو مخکښانو څخه و چې پر باور یې انسان بالاخره د اتحاد «اومیګا ټکي» ته په رسېدو د خپل خالق له خوا تکامل ته رسېږي. یوګنی سکاټ په خپل اثر «تکامل د خلقت پر وړاندې» کې  څرګندوي چې تکاملي خلقت د خپل نوم په خوا کې د خلقت پالنې پر ځای د تکامل یو ډول دی. «د علمي لیدلوري له مخې تکاملي خلقت پالنه په ډېرو ستونزو سره د خدای باوري تکامل څخه د تشخیص وړ ده ... [توپیرونه] یې په علم کې نه دي بلکې په الهیاتو کې دي». د تکاملي خلقت پالونکي دنیس لامورو په خبره، له دې سره چې هغه هم دغه لیدلوري ته اشاره کوي، خو د «خدای باوري تکامل» په اصطلاح کې د حروفو ځای پر ځای کولو ته په پام هغه «د تکامل بهیر د لومړنۍ برخې او خالق د هغو د دویمې برخې په توګه د هغو بشپړونکی صفت بولي». د تاریخ په اوږدو کې په حساسو مواردو کې الهي مداخله په دې ډول لیدل کېږي چې د مترقي خلقت پالنې له نظریاتو سره په شباهت د نوعو د زیږون له علمي توضیحاتو سره مطابقت لري او ښيي چې خدای پاک د حیواناتو «ډولونه» په متوالي توګه خلق کړي دي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تاریخ پوه رونالډ نمبر دې ته په پام چې د نوولسمې پېړۍ د وروستیو ځمک پوه جورج فریدریک رایټ دارویني تکامل منلی و، خو هغه د «مسیحي داروینېزم» د پلوي په توګه توصیف کوي. [۱۷]

له نورو دریځونو سره اړیکې سمول

د ۱۹ مې پېړۍ الهیاتي تکامل سمول

امریکايي بوټي پېژندونکي آساګرې د «الهیاتي تکامل» له نوم څخه د هغو په منسوخې معنا د خپلې نظریې لپاره کار واخیست چې په ۱۸۷۶ زکال کې د Essays and Reviews Pertaining to Darwinism (د داروینېزم اړوند څېړنې او مقالات) په نوم اثر کې وړاندې شوه. هغه استدلال کاوه چې خدای د تکامل د هدایت په موخه ګټمن لوری برابروي. سنټ جورج جکسون میوارت له هغه وړاندې په ۱۸۷۱ زکال د نوعو د پیدا کېدو په اړه خپل اثر کې استدلال کړی و چې په علم غیب باندې خبر خدای، د تکامل لوری (اورتوژنیسېز) په هغو باندې د حاکمو قوانینو له خوا ټاکي او نوعې د هغو شرایطو پر بنسټ چې د وخت په اوږدو کې یې تجربه کوي؛ تکامل کوي. د ارګایل دوک، جورج کمپبل په ۱۸۷۶ زکال کې د قانون د واکمنۍ په نامه خپل اثر کې  همدغه ډول نظریه وړاندې کړه.[۱۸][۱۹][۲۰]

غیر الهیاتي تکامل سمول

د غیر الهیاتي تکامل د پلویانو له خوا په الهیاتي تکامل باندې پام وړ نقد په یو ماورا طبیعت خالق باندې د هغوی پر باور تمرکز لري. فزیک پوه لارنس کراوس باور لري چې د تبین د اختصار د اصل له مخې د تکامل د چارو اړوند کافي توضیح د طبیعي بهیرونو (په ځانګړې توګه د طبیعي انتخاب) له مخې وړاندې شوې او د یو ماورا طبیعي موجود مداخلې ته اړتیا نشته. [۲۱][۲۲]

ځیرکانه طراحي سمول

د خدای باوري تکامل پیاوړي ملاتړي له دې ډلې کنت آر. میلر، جان هات، جورج کوین، سایمون کانوی موریس، ډنیس الکساندر، آرد لوئیس، دارل فالک، آلیستر مک ګراث، فرانسیسکو جی. ایالا او فرانسیس کالینز د ځیرکانه طراحي له منتقدینو څخه دي.

د ځوانې ځمکې خلقت پالنه سمول

د ځوانې ځمکې خلقت پالونکي له دې ډلې کن هام پر خدای باوري تکامل باندې د الهیاتي دلایلو له مخې نقد کوي، چې پر باور یې په سختۍ سره کولای شي د مهربانه خدای ماهیت د تکامل له بهیر سره په ځانګړې توګه د انسان له سقوط وړاندې د مړینې او رنځ اړوند سره یوځای کړي. دوی باور لري چې د یوې افسانې، تمثیل او یا حکایت په توګه د خلقت د راپور په پام کې نیولو سره د دې پر ځای چې هغه تاریخي څرګنده کړي د بایبل لارښونې تضعیف کوي. دوی همدارنګه له دې ویرېږي چې د «الحادي» طبیعت پالنې پر وړاندې تسلیم کېدل به خدای د علمي توضیحاتو ترمنځ تشو ته محدود کړي او د بایبل لارښونې لکه د مسیح له خوا د خدای تجسم به تضعیف کړي. [۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې سمول

  1. "The Creation/Evolution Continuum". National Center for Science Education. 27 June 2022. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Evolution Vs. Creationism, Eugenie Scott, Niles Eldredge, p. 62-63
  3. Numbers 2006، صص. 34–38.
  4. "Building bridges". Nature. 442 (7099): 110. 2006. doi:10.1038/442110a. PMID 16837980. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Stipe, Claude E., "Scientific Creationism and Evangelical Christianity", American Anthropologist, New Series, Vol. 87, No. 1 (Mar., 1985), p. 149, Wiley on behalf of the American Anthropological Association, JSTOR
  6. Collins, Francis S. (2007). The Language of God. New York: Free Press. د کتاب پاڼې 200. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The Creation/Evolution Continuum". National Center for Science Education. 27 June 2022. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Pope John Paul II, 3 October 1981 to the Pontifical Academy of Science, "Cosmology and Fundamental Physics"
  9. "An Open Letter Concerning Religion and Science". University of Wisconsin Oshkosh. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۰۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Glover, Gordon J. (2007). Beyond the Firmament: Understanding Science and the Theology of Creation. Chesapeake, VA: Watertree. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9787186-1-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. The Modern Creation Trilogy (1998), New Leaf Publishing Group, p. 36
  12. Lamoureux, Denis O. "Evolutionary Creation: Moving Beyond the Evolution vs Creation Debate" (PDF). Christian Higher Education. 9: 28–48. doi:10.1080/15363750903018231. S2CID 17953449 – عبر ualberta.ca. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Scott, E.C. (2009). Evolution Vs. Creationism: An Introduction. (په اطالوی ژبه کي). University of California Press. د کتاب پاڼې 69. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-26187-7. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Denis O. Lamoureux (2003). "Evolutionary Creation: A Christian Approach to Evolution" (PDF). University of Alberta. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۲. The most important word in the term evolutionary creation is the noun "creation". These Christian evolutionists are first and foremost thoroughly committed and unapologetic creationists. They believe that the world is a creation that is absolutely dependent for every instant of its existence on the will and grace of the Creator. The qualifying word in this category is the adjective "evolutionary", indicating simply the method through which the Lord made the cosmos and living organisms. This view of origins is often referred to as "theistic evolution". However, such a word arrangement places the process of evolution as the primary term, and makes the Creator secondary as merely a qualifying adjective. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The Creation/Evolution Continuum". National Center for Science Education. 27 June 2022. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. see also کينډۍ:Harvp for another definition
  17. Compare: Numbers 1993, p. 36
  18. Larson 2004, pp. 125–128
  19. Gray, Asa (1876). Essays and Reviews Pertaining to Darwinism. Appleton. doi:10.5962/bhl.title.19483. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Campbell, George (1867). The Reign of Law. Strahan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Krauss, Lawrence M. (2012) A Universe from Nothing Free Press, New York. کينډۍ:ISBN p.146 f.
  22. Dawkins, Richard (1986). The Blind Watchmaker. Longman. د کتاب پاڼې 316. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780582446946. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Chapter 3: Couldn’t God Have Used Evolution? Ham, Ken (2006). The New Answers Book: Over 25 Questions on Creation / Evolution and the Bible . Master Books. کينډۍ:ISBN
  24. The Serious Consequences of Theistic Evolution Archived 2015-01-05 at the Wayback Machine. (excerpted from The Occult Invasion by Dave Hunt)
  25. Gitt, Werner (2006). Did God Use Evolution? Observations from a Scientist of Faith. Master Books. کينډۍ:ISBN