اصلاح شوې (هایبرېډ) نقلیه واسطه

هایبرېډ موټر یا اصلاح شوې نقلیه واسطه هغه ده چې دوه یا څو بېلابېل ډوله برېښنا کاروي، لکه تحت اوبتلې کله چې د اوبو سطحې ته راووځي ډیزل کاروي او کله چې ډوبېږي بېټرۍ کاروي. د انرژي ذخیره کولو په نورو وسیلو کې په هایدرولیکي هایبرډ کې تر فشار لاندې فلویید شامل دی.  

د هایبرېډ وسایطو بنسټیز اصل دا دی چې ډول ډول ماشینونه په بېلابېلو سرعتونو کې ښه کار کوي؛ برېښنايي ماشین د رامنځ ته کوونکي ځواک په تولید، یا په څرخېدونکي ځواک، کې ډېر اغیزمن دی او د احتراقي ماشین (انجن) د لوړ سرعت په ساتلو کې ( د عادي برېښنایي ماشینونو څخه) غوره دی. کله چې ګړندی کېږي، په مناسب وخت کې له یو څخه بل ته بدلول د انرژۍ مؤثریت په برخه کې بریا-بریا ته رسي، مثلا د سوځېدو ډېر مؤثریت ته بدلون مومي.  

د واسطې ډولونه   سمول

دوه څرخه او سایکل ډوله وسایط   سمول

کوچني موټوسایکلونه، برېښنایي بایسکلونه او حتي د بریښنایي بایسکلونه (د کوچنیانو سکوټرې) د هایبرېډ له ساده بڼې څخه دي، چې د داخلي احتراق انجن یا د برېښنایي ماشین او د سوارلۍ د عضلاتي ځواک په وسیله چلېږي. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د موټرسایکلونو لومړنیو بېلګو ورته بڼه کاروله.    

  • په موازي هایبرېډ بایسکل کې انساني او ماشیني خرڅوونکي په میخانیکي ډول د پایډل یا یوه څرخ سره نښتي دي، یعنې د مرکزي ماشین په کارولو سره، په ټایر باندې رولر فشار واردوي، یا د لېږد (ترانسمېشن) څيز په کارولو سره د څرخ سره نښلوي . زیاتره ماشیني بایسایکلونه، کوچني موټوسایکلونه په دې ډول پورې اړه لري.[۱]
  • په پرلپسې هایبرېډ بایسکل (series hybrid bicycle ) یا (SHB) (یو ډول بې ځنځیره بایسکل) کې کارونکی یو جنراتور پایډل کوي، بیټرۍ چارج کوي یا ماشین تغذیه کوي او ټول اړین څرخکوونکي برابروي. لکه څنګه چې په تیوري او تولید کې ساده دي، نو په سوداګریزه توګه د لاسرسي وړ دي.[۲]

د SHB لومړۍ اولیه بېلګه په ۱۹۷۵ کال کې د آګوسټوس کینزل (د متحده ایالاتو اختراع 3'884'317) له خوا خپره شوه. برني مکډونالډز په ۱۹۹۴ کال کې د برېښنايي الکترونیک پر بنسټ SHB Electrilite طراحي کړ، چې د پرېوتو په وخت کې بیا رامنځته کوونکي بریک کونې او پایډل کونې ته امکان ورکوي. په ۱۹۹۵ کال کې توماس مولر د خپل ۱۹۹۵ کال ډیپلوم تېزس لپاره  Fahrrad mit elektromagnetischem Antrieb  طراحي او جوړ کړ. د برن د تطبیقي علومو پوهنتون څخه یورګ بلټر (Jürg Blatter) او انډریس فوکس په ۱۹۹۶ کال کې یو SHB جوړ کړ او په ۱۹۹۸ کال کې یې د لیټرا شرکت دری څرخه سایکل یا ټرایسایکل ( اروپايي اختراع شمېره ۱۱۶۵۱۸۸) اصلاح کړ. تر ۲۰۰۵ کال پورې یې د SH ټرایسایکلونو او کواډریسیکلونو ګڼ شمېر لومړني بېلګې جوړې کړي. هارالډ کټزکي په ۱۹۹۹ کال کې یو "فعال بایسکل" توصیف کړ: موخه دا ده چې داسې آیډیال بایسکل ته نږدې شو چې هطڅ وزن ونلري او د بریښنایي جبران په وسیله اصطکاک ونه لري.[۳][۴]

  • پرلپسې هایبرېډ بریښنایي - پټرولیم بایسکل (series hybrid electric-petroleum bicycle) یا (SHEPB) د پاډالونو ، بیټریو، د پټرولي جنراتور یا برېښنايي چارجر په واسطه چلیږي – چې د یوازې برېښنایي بایسکلونو په پرتله انعطاف او زیات غورتوب برابروي. 

ډېوېډ کېټسن په آسټرالیا کې د SHEPB لومړنۍ بېلګه په ۲۰۱۴ کال کې جوړه کړه چې د هوایي ډرون څخه د سپک وزن برس پرته DC بریښنایي ماشین، د کوچنۍ لاسي وسیلې په اندازه د داخلي احتراق انجن او درې بعدي چاپي سیسټم او سپک وزن لرونکی پوښ یې په کې وکاراوه، چې ټول وزن یې له ۴،۵ کیلو څخه کم ؤ. فعالې یخونې پلاستيکي برخې له نرمېدو څخه ساتي. دا لومړنۍ بېلګه د معمولي بریښنایي بایسکل د چارجېدو ساکټ کاروي.[۵]

درنه واسطه   سمول

هایبرېډ برېښنايي اورګاډي د ریل لارې لوکوموټیو، بسونو، درنو توکو موټرونو، ګرځنده هایدرولیکي ماشینونو او کښتیو ته د برېښنا برابرولو لپاره ډیزلي برېښنا یا ټربو برېښنا کاروي. ډیزلي / ټوربیني انجن یو برېښنایي جنراتور یا هایدرولیکي پمپ په حرکت راوړي، چې د برېښنايي / هایدرولیکي موټرو– په دقیق ډول د بریښنایي / هیدرولیکي لېږد (نه هایبرېډ) برېښنا برابره کړي، مګر دا چې د بهر څخه برېښنا واخلي. په لویو موټرو کې د تبادلې ضایعات کمیږي او د میخانیکي عناصرو پر ځای د سیمونو یا پایپونو له لارې د برېښنا وېشلو ګټې ډېرې مهمې کېږي، په ځانګړې توګه کله چې ډېرو محرکینو ته برېښنا ورکول کېږي – مثلا، متحرک څرخونه یا شاپرک. زیاتره درنو وسایطو تر دې وروستیو پورې د انرژي کمه ثانوي ذخیره درلوده، مثلا بیټرۍ/هایډرولیکي تراکم کونکي — خو غیر اټومي تحت البحرۍ چې د پخوانیو تولیدي هایبرېډونو څخه دي، مستثنا دي، ځکه د اوبو سطحې ته د راوتلو پر مهال په ډیزل چلیږي او کله چې ډوبیږي په بیټرۍ چلیږي. دواړه سلسلې او موازي تنظیمات د دوهمې نړیوالې جګړې دوران په تحت البحریو کې وکارول شوې. 

د اورګاډي ترانسپورت   سمول

اروپا

نوی  Autorail à grande capacité ( اې جي سي یا د لوړ ظرفیت ریل ګاډي) چې د Bombardier په نوم کاناډايي شرکت له لوري په فرانسه کې د خدمتونو لپاره جوړ شو، ډیزلي/برقي ماشین لري او د ریل په مختلف سیسټمونو کې ۱۵۰۰ یا ۲۵۰۰۰ ولټ ځواک کاروي. هغه د هالنډ په روټرډم کې د ریل فیډینګ سره، چې د جینسي او وومینګ شرکت یوه څانګه ده، وآزمویل شو.  [۶]

چین  

د هایبرېډي لوکوموټیو لومړی د ارزونې موډل په ۱۹۹۹ کال کې د ریل  څېړنې مرکز مترای (Matrai) له خوا طراحي شو او په ۲۰۰۰ کال کې جوړ شو. دا ریل یو EMD G12 لوکوموټیو موډل ؤ، چې په بیټرۍ، ۲۰۰ کیلو واټ ډیزلي جنراتور او د متناوب جریان په ۴ ماشینونو باندې سمبال ؤ.  

جاپان 

د جاپان لومړی هایبرېډي اورګاډی چې د پام وړ انرژي ذخیره کوي، KiHa E200  موډل دی، د دې اورګاډی په چت کې د لیتیم آیون بیټرۍ نصب دي.[۷]

هند

د هند اورګاډي پټلۍ د ۲۰۱۵ کال په جنوري کې خپل یو CNG ډوله ډیزلي هایبرېډ اورګاډی په لاره واچاوه. دا اورګاډی ۱۴۰۰ هارس پاور انجن لري، چې د تبخیر ټکنالوژي کاروي. د دغو اورګاډو لومړی اورګاډی ریوري - روهتک لارې ته چې ۸۱ کیلومتره اوږدوالی لري، طراحي شوی. CNG د ډیزل او پټرول لپاره کم ککړونکی بدیل دی او په هند کې د بدیل تېلو په توګه محبوبیت دی. اوس مهال زیاتره ټرانسپورټي وسایط لکه آټو ریکشا او بسونه د CNG تېلو باندې چلیږي.[۸]

سرچينې سمول

  1. Neupert, Hannes (1997). Das Power bike (په الماني ژبه کي). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-89595-123-7. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Fuchs, Andreas (1999). Velomobile Seminar. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-9520694-1-7. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Greetings Ecological Transportation Futurist". MCN.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ نومبر ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Welcome to the electronic cycle site". bluewin.ch. 2015-05-06. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Australian man builds the first ever hybrid petrol/electric bicycle using UP Mini 3D printer". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اگسټ ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The World's First Hybrid Train Officially Enters Commercial Service". ENN.com. 2007-10-24. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 2007-07-29 باندې). Japan to launch first hybrid trains.
  8. (په 2015-01-15 باندې). CNG-Diesel train launch in India.