استازولي (سياست)

سياسی استازولي د هغو پړاوونو په جوړولو سره په عامه سياست کې د اتباعو د شاملولو فعاليت دی، چې پر مهال يې سياسي اداکاران د دوی په ګټه عمل کوي. د سياسي استازولۍ دا پېژندنه د هغو نظرياتو يو پراخه ډول څخه ترکيب شوی دی، چې استازولي پرې دلالت کوي او دا چې د استازو دندې څه دي. د بېلګې په ډول: استازولي کېدای شي د خلکو پر څرګندو هيلو باندې دلالت وکړي، مګر کېدای شي په متبادل ډول د هغه څه له مخې په عمل کولو باندې هم دلالت وکړي، چې استازي خپله قضاوت کوي د اتباعو لپاره به تر ټولو غوره ګټې وي.او استازي د اشخاصو په توګه کتل کېدای شي، چې د نورو په استازولۍ د عمل کولو واک ورکړل شوی دی يا کېدای شي په متبادل ډول د هغو خلکو لپاره ځواب ويونکي وبلل شي، چې دوی يې استازولي کوي. سياسي استازولي په بېلابېلو برخو لکه ټولنيزو ډلو او سيمو سره پېښېدلی شي او لکه حقيقي او تشرېحي استازولي؛ بېلابېل ډولونه لري. [۱][۲][۳]

د سياسي استازولۍ نظريات سمول

د ځواب وينې نظريې له مخې استازی هغه شخص دی، چې ځوب ويونکی ګڼل کېدلی شي. استازي هغه وخت ځواب ويونکي ګڼل کېږي، چې اتباع يا وګړي قضاوت وکولی شي چې ايا استازی د دوی په ګټه عمل کوي که نه او په ورته ډول استازي تحریمولی شي. د سياسي استازولۍ تشرېحي او سمبوليک نظريات هغه لارې تشرېح کوي، چې سياسي استازي په کې د هغو خلکو لپاره ودرېږي [له ګټو څخه د دفاع په موخه] چې دوی يې استازولي کوي. تشريحي استازي په هغه اندازه مقاومت کوي، چې په خپلو تشريحي ځانګړتياوو کې (لکه نژاد، جنسيت، ټولګی يا طبقه...) له هغو خلکو سره ورته والی لري چې دوی يې استازولي کوي. له بله اړخه نښه ايز (سمبوليک) استازي د خلکو په استازولۍ تر هغې ودرېږي، چې پر دوی باور لري يا يې د استازي په توګه مني. Hanna Pitkin بحث کوي، چې د سياسي استازولۍ دا نظريات د استازولۍ د څرنګوالي او د استازي د عملونو د قضاوت يا تشخيص کولو لپاره د قانوني ار نه شتون له امله؛ د سياسي استازولۍ يو نامناسب دليل وړاندې کوي. Hence Pitken د استازولۍ يو حقيقي نظر وړاندي کوي. د سياسي استازولۍ په دې نظر کې استازولي د استازلو له لورې د خلکو د ګټو لپاره (هغوی چې دوی يې استازولي کوي) د حقيقي يا پر ځان د تکيه عمل کولو په توګه راپېژندل شوی دی. [۴][۵][۶]

د دې په خلاف Jane Mansbridge د ديموکراتيکې سياسي استازولۍ څلور نظريات څرګند کړي دي، چې په ژمنې پورې تړلې، مقدماتي، ځايناستی يا وکيل او gyroscopic دي. Mansbridge بحث کوي چې د دې نظرياتو هر يو يې د خلکو د ګټو لپاره د استازو د کار څرنګوالي او د استازو د عملونو ارزولو په موخه د قانوني ارونو يو دليل برابروي. د ژمنې اړوند استازولي د استازولۍ هغه بڼه ده، چې استازي په کې د ټاکنيزو مبارزو پر مهال له خلکو سره د کړو ژمنو پر بنسټ غوره او ارزول کېږي. د Manbridge په اند د ژمنې پر بنسټ استازولي وار له مخه د استازو د غوراوي (واک ورکول) په څرنګوالي سره بوخت ده او د ټاکنو له لارې د ځواب ويونکي ګڼل د ديموکراتيک سياسي استازولۍ دوديز نظر دی. له بل پلوه مقدماتي، د ځايناستي يا وکيل او gyroscopic استازولي يو څه معاصر نظريات دي، چې د ازمايښتي يا ناعلمي سياست پوهانو له فعاليت څخه راڅرګند شوي دي. د ګومان يا اټکليز استازي هغه عملونه کوي، چې پر باور يې رايه ورکونکي به په راتلونکو ټاکنو کې بیا رايه ورکړي. ځايناستې استازوي هغه وخت پېښېږي، چې استازي د خپلو ټاکنيزو سيمو څخه د باندې د خلکو د ګټو لپاره عمل کوي. په gyroscopic استازولۍ کې استازي د دې مشخص کولو لپاره خپل قضاوت يا پرېکړه کاروي، چې څه ډول او د څه لپاره د خلکو په استازولۍ د هغوی د ګټو لپاره کار کوي. [۷]

د استازولۍ په اړه د Rehfeld د عمومي نظريې له مخې يو شخص تر هغې پورې استازی ګڼل کېږي، چې هغه ډله ورته د خپل استازي فکر کوي، چې دا يې استازولي کوي. د سياسي استازولۍ په هر حالت کې استازي، د استازو ملاتړ خلک، د غوراوي استازی، يو مناسب نندارچي او قوانين شته، چې له مخې يې یو مناسب شخص پرېکړه کوي چې يو شخص استازی دی که نه. استازي هغه خلک دي، چې د باکفايته اشخاصو د يو پراخه ټولګې له خوا د يو ټاکنيز استازي په واسطه ټاکل شوي دي، چې وروسته د پرېکړې يا قضاوت کولو د ځانګړو قوانینو په کارونې سره د مناسب نندارچي له خوا يې د استازي [استازولۍ] پرېکړه کېږي. هغه قوانین چې په واسطه يې يو مناسب يا اړوند نندارچي د استازي په توګه د يو شخص د اوسېدلو يا نه اوسېدلو پرېکړه کوي؛ ديموکراتيک يا غير ديموکراتيک کېدلی شي. په هغه حالت کې چې يو تاکنيز استازی، مناسب نندارچي او هغه خلک چې استازولي يې کېږي، په کې ورته دي او د قضاوت کولو قوانين په کې دیموکراتيک (لکه ټاکنې) دي؛ د سياسي استازولۍ روږد يا اشنا حالت راپورته کېږي او که داسې نه وي، غيرديموکراتيک حالتونه په کې پېښېږي. [۸]

د استازولۍ واحدونه سمول

د ټولنيزو ډول له خوا استازولي سمول

په دې لېله يا مېتود کې به ټاکل شوي استازي به په لږ يا ډېر عددي ډول د ډله ايزو رايه ورکوونکو له مخې غوره کېږي. دا لاره تل د تاريخي او اوسنيو سياسي دلايلو لپاره ګټوره نه ده او ځيني وختونه د تجهيزاتو پر بنسټ هغو لرې پرتو سيمو کې په بشپړ ډول بې ګټې ده، چې تګ يا سفر کول ورته ستوزمن دي. په برتانيا کې د “rep-by-pop” لنډه اصطلاح کارېږي، مګر په متحده ايالتونو کې په پرتليز ډول عامه نه ده.

Rep-by-pop په تاريخي د rep-by-area ځايناستی دی. که څه هم په مستعمراتي هېوادونو کې جغرافيوي واقعيتونو د لږ نفوس لرونکو ټاکنيزو سيمو يوه اړتيا رامنځته کړه، چې په لرې پرتو ټولنو کې ګتوره استازولي وړاندې کړي او يوازې په ښاري او ښار ته نږدې سيمو کې د rep-by-pop په لږ يا ډېر برابر ډول پلي کولو سره ګټوره طريقه ده؟

په متحده ايالتونو او ديموکراسي پلويو نورو هېوادونو کې په نمونه يي ډول د دوه مقننه څانګو لرونکي (دوه خونې  يا دوه اطاقه پارلمان) نظام ښکته جرګه د لږ يا ډېرو وګړو پر بنسټ ده، په داسې حال کې چې پورته يا د مشرانو جرګه د سيمې پر بنسټ ده. يا لکه په انګليستان کې چې کېدای شي د ملت يا خاورې په سرليک ايښودل شوی وي؛ لکه څرنګه چې په اصل کې له سمون يا اصلاحاتو څخه مخکې د پخوانۍ مشرانو جرګې حالت سره و. په سنا يا د مشرانو جرګه کې مهمه نه ده، چې په يوه ټاکنيزه سيمه کې څومره خلک ژوند کوي؛ مهمه دا ده چې ټاکنيزه سيمه قانوني واک لري (د ټاکنې، ميراث يا ليدژمنې يانې انتصاب له مخې؛ په ترتيب سره متحده ايالتونو، بريتانيا او کاناډا کې).

د سيمې له مخې استازولي سمول

کله چې د rep-by-pop اصل رامنځته او په عام ډول پرمختګ وکړ، د برتانيې د عوامو مجلس کې يې زياتې پخوانۍ څوکۍ (سيټونه) له منځه وېوړلې، که څه هم ځيني شمالي او کليوالي هېوادونو کې اوس هم په اړين ډول د زياتره ښاري سياليو په پرتله په بدلېدونکي ډول لږ وګړي لري. پخوانۍ برتانوي مستعمرې لکه کاناډا او اسټراليا هم د لسګونو زرو ميل مربع په پراخوالي د يوې کوچنې ښاري هستې په پرتله کليوالي او پراخه سيمې لري چې لږ رايه ورکوونکي په کې اوسېږي. په تر ټولو بې ساري حالت کې د کاناډا پارلمان د Nunavut په نوم يوه ټاکنيزه سيمه د دوه ميليون کېلومتر مربع څخه زياته سيمه پوښي، مګر د ۳۰۰۰۰ وګړو په لرلو سره بيا هم د يوې ټاکنيزې سيمې لپاره د رايه کارونکو د شمېر له درېيمې برخې څخه لږ وګړي لري. د riding يو څه پراخول به د غوره شويو غړو او همدارنګه ټاکنيزې مبارزې لپاره ستونزمن وي او د هغو لرې پرتو کليوالي ټاکنيزو سيمو په برخه کې به نامناسب وي، چې اندېښنې يې په بنسټيز ډول د هغه منځنې کچې ښارونو په پرتله توپير کوي، چې په عادي ډول په دې ډول سياليو؟ کې د ټاکنيزې سيمې واک لري.

سرچینې سمول

  1. Dovi, Suzanne (2018). Political Representation. The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2017 Edition). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Pitkin, Hanna Fenichel (1967). The concept of representation. Berkeley. OCLC 498382. د کتاب نړيواله کره شمېره 0520021568. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Democracy, accountability, and representation. Przeworski, Adam., Stokes, Susan Carol., Manin, Bernard. Cambridge, U.K.: Cambridge University Press. 1999. OCLC 817932765. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139175104. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  4. Pitkin, Hanna (1967). The Concept of Representation. Berkeley and Los Angeles: University of California Press. د کتاب پاڼي 38–39, 55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0520021563. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Pitkin, Hanna (1967). The Concept of Representation. Berkeley and Los Angeles: University of California Press. د کتاب پاڼې 63. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0520021563. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Pitkin, Hanna (1967). The Concept of Representation. Berkeley and Los Angeles: University of California Press. د کتاب پاڼې 174. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0520021563. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Mansbridge, Jane (Nov 2003). "Rethinking Representation". The American Political Science Review. 97 (4): 515–528. doi:10.1017/S0003055403000856. JSTOR 359302. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Rehfeld, Andrew (2006). "Toward a General Theory of Political Representation". The Journal of Politics. 68: 1–21. CiteSeerX = 10.1.1.528.5810 10.1.1.528.5810. doi:10.1111/j.1468-2508.2006.00365.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)