اربازخان
Arbaaz at his birthday bash
Arbaaz at his birthday bash
Arbaaz at his birthday bash

د شخص معلومات
پيدايښت د اګست 4 مه 1967
پونې، مهاراشټر، بھارت
هيواد غړيتوب بھارت
ښځه ملايکه اروړه خان 1998
اولاد 1
مور او پلار سلیم خان (پلار)
سوشيلا کهارک (مور)[۱]
خور/ورور
عملي ژوند
دنده اداکار، فلم پروډیوسر، فلمي لارښود
مورنۍ ژبه هندي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هندي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د فعالیت وخت 1996—تراوسه
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ارباز خان (د ۱۹۶۷ کال د اګست په ۴ زېږېدلی) یو هندي لوبغاړی، فلم جوړوونکی او ډایرکټر دی چې په هندي سینما کې د خپل کار له کبله پپېژندل شوی [۲] [۳] . هغه خپل مسلک په 1996 کې پیل کړ. په فلمونو کې د مخکښ او ملاتړ کونکي په توګه کار کړی. هغه د بالیووډ په فلمونو کې برخه اخیستې وه چې د ارباز خان پروډکشن سره پیل شوې وه او د 2010 په دبنګ فلم کې یې د خپل اصلي ورور سلمان خان سره د خپل کوچني ورور رول لوبولی و. دا فلم د بالیووډ یو له خورا مشهور فلمونو څخه و. دا فلم د غوره مشهور فلم لپاره د ملي فلم جایزې ته هم نومول شوی و، فلم هم ډیر تفریح کړی و [۴] . هغه د ریالیټ شو کوربه هم و چې په سوني تلویزیون کې خپور شو. خان د خپلې کورنۍ دوهم زوی دی چې د بالیووډ سره قوي ریښې لري. د هغه پلار سلیم خان یو بریالی سکرین لیکونکی دی او مور یې سوشیلا چارک او د هغه سوړه مور هیلین اداکارې او د بالیووډ نڅاګر دي. هغه د بالیووډ د اداکار سلمان خان ورور دی، چې له هغه سره یې د ګوالیار په سسیندیا ښوونځي کې زده کړې کړې دي. او اداکار او پروډیوسر سهیل خان هم د هغه کشر ورور دی. هغه يوه خور الويرا خان اګني هوتري او يوه پالل شوې خور ارپیتا خان لري. د هغې اوښی اتل اګني هوتری دی. خان په ۱۹۹۸ کال کې له اداکارې او ماډلې ملایکا ارورا سره واده وکړ. هغه یو زوی هم لري چې نوم یې ارحان خان دی چې په ۲۰۰۲ کال کې زېږېدلی دی. دې جوړه د مارچ په 28، 2016 کې د دوی جلا کول اعلان کړل، مګر په رسمي توګه د می په 11، 2017 کې طلاق شو. خان خپل فلمي ژوند په ۱۹۹۶ کال کې د خپل لومړي فلم دارا سره پیل کړ، چې په کې یې د یوه ذهني ناروغ ولن رول لوبولی و، چې خپله مېرمن ځوروي. دې کارکردګۍ هغه ته د غوره ولن جایزه ترلاسه کړه. که څه هم د هغه سولو فلمونه ډېر بریالي نه وو، خو هغه څو سوپرهیټ فلمونه هم درلودل، چې په کې یې د ملاتړي رول لوبولی و، چې په ۱۹۹۸ کال کې یې "پیار کیا تو درنا کیا" او په ۲۰۰۴ کال کې "ګرو، فخر اور اعزاز" په کې شامل وو. له خپل ورور سلمان خان سره یې کار کړی دی.

  1. "Salim Khan and Sushila Charak with Alvira, Sohail, Salman and Arbaaz". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Arbaaz Khan – Arbaaz Khan Biography
  3. "Arbaaz Khan Filmography, Wallpapers, Pictures, Photo Gallery, News, Videos, Events & Parties". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Arbaaz`s new role as a Producer – Sify.com