احمد رضا خان
مولانا احمد رضا خان څوک چې د اعلي حضرت،امام اهل سنت،حسان الهند او نور گڼ شمېر نومونو سره ياديږي۔احمد رضا خان په ۱۲۷۲هجري (1865 عيسوي) کال کې زيږيدلي ۔مولانا احمد رضا خان په شمالي هند کې په بريلي نومې ښار کې لويه شوي وو۔ احمد رضا خان گڼ شمېر نعتونه او نورې اسلامي ليکنې کړي وي کومې چې اوس هم ډېړ ارزښت لري۔احمد رضا خان په عربۍ،فارسي او اردو ژبه کې تر شپږ سوه زیات کتابونه ليکلي دي۔
د دين عالم احمد رضا خان | |
---|---|
پېژندنه | مجدد |
زيږيدلو نېټه | 14 جون 1856[۱] |
وفات | 1921 (عمر 64-65) |
قوم | بړیڅ پښتون |
سيمه | جنوبي ايشياء |
مذهب | حنفي |
فقهه | سني، بریلوي |
د کار اصل موضوع | عقيده، فقه، تصوف |
مؤثر کسان | امام ابو حنيفه عبد القادر جيلاني، رومي، نقي علي خان، شاه عبد الحق، فضل حق خير آبادي |
متاثر کسان | مصطفي رضا خان، احمد سعيد کاظمي، عبد العليم صديقي، مولانا شاه احمد نوراني، محمد اختر رضا خان قادري، محمد الياس قادري، قمر الزمان اعظمى، محمد عبدالحکيم شرف قادري، محمد ارشد القادري |
مخینه
سمولمولانا احمدرضاء خان برېلوي د ۱۲۷۲س کال د کوچني اختر د مياشتي په لسمه د اترپردېش (يوپي) د برېلي ښار په جسولي کوڅه کي وزېږېد. نوموړی د مولانا نقي علي خان زوی، د مولانا رضاءعلي خان لمسی، د مولانا کاظم علي خان کړوسی، د مولانا محمداعظم خان کوسی، د سعادت يار خان کودی او د سعیدالله خان پردی و. مولانا صېب د څلورو کالو په عمر کې د قرآن شريف ناظره وکړه او د شپږو کالو په عمر کې يي په منبر ميلاد ولوستلو۔ هر کله چې هغوي اوردو او فارسي ژبه زده کړه نو بيا يې د خپل محترم پلار نه د عربۍ ژبې تعليم شورو کړو۔
قومیت
سمولد احمد رضا خان ورنیکه سعدالله خان (سعيدالله خان) په خټه بړېڅ پښتون و، د مغولو د واکمنۍ پر مهال له کندهاره لاهور ته ولاړ، هلته پر لوړو دندو وګومارل سو، بيا ډيلي ته ولاړی، په ډيلي کي د مغول واکمن له خوا د شپږو زرو سرتېرو د مشر په توګه وټاکل سو او د شجاعت جنګ په ستاينوم وستايل سو.
د نوي مسلک بنسټ
سمولد نولسمي پېړۍ تر پايه په ناوېشلي هندوستان کي حنفي سني مسلمانانو خپل ځانونه حنفي اهل السنة و الجماعة بلل، هيچا د دېوبندي او برېلوي د اختلاف نه و اورېدلي، که څه هم دا دواړه لوري په ټولو اصولو او فروعو کي په يوه خوله دي، خو بيا هم د دوی تر منځ څه اختلاف سته، د برېلويه ډلي بنسټ په ۱۲۹۷س کال احمدرضاء خان برېلوي کښېښود.
چاپ اثار
سمولد نوموړي د نښېرونو (آثارو/کتابونو) شمېر له ۲۰۰ تر ۱۰۰۰ پوري ياديږي، خو رښتيا دا دي، چي دا شمېر تر ۶۰۰ پورته او تر ۱۰۰۰ کښته دی.
مړینه
سمولپه همدې بريلي کي د ۱۳۴۰س کال د صفري د مياشتي پر ۲۵ ومړ او په سوداګران نومې سيمه کي خاورو ته وسپارل سو.
سر چینې
سمول2https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=1080511448762455&id=100004108294929
- ↑ حياتِ اعلٰي حضرت, جلد.1 p.1