آرون بور (د ۱۷۵۶ ز کال د جنوري له ۶ نه د ۱۸۳۶ ز کال د سپټمبر تر ۱۴ مې پورې) یو امریکایي سیاست پوه او حقوق پوه و چې له ۱۸۰۱ ز کال نه تر ۱۸۰۵ ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د درېیم مرستیال و لسمشر په توګه دنده ترسره کړه. د بور مشهور میراث د الکساندر هېملټون سره د نوموړي مشهوره شخصي مخامخ جګړه ګڼل کېږي. په ۱۸۰۴ ز کال کې بور په دوه په دوه جګړه کې هېملټون ووژلو، په داسې حال کې چې بور د ولسمشر مرستیال و.    

آرون بور
(انګلیسي: Aaron Burr د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آرون بور
آرون بور

د شخص معلومات
پيدايښت ۶ فبروري ۱۷۵۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 14 سپټمبر 1836 (80 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۸][۹]
پوځي افسر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱][۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست [۱۱]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د امريکا انقلابي جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
آرون بور
آرون بور

بور په نیوجرسي کې په یوه نومیالۍ کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نوموړي په پرنستون کې د خدای پېژندې له لوستلو نه وروسته، د وکیل په توګه دنده پیل کړه، مخکې له دې چې د امریکا په انقلابي جګړه کې په ۱۷۷۵ ز کال کې له کانټینینټل پوځ سره د افسر په توګه ګډون وکړي. په ۱۷۷۹ کې د نظامي چوپړ نه له ترخیص وروسته، بور په نیویارک کې د حقوقو په برخه کې کار پیل کړ، چې په دې ځای کې هغه د یوه مخکښ سیاستوال په توګه را څرګند شو او د جیفرسنیان دیموکراتیک جمهوري غوښتونکی تازه ګوند په بنسټ اېښودلو کې یې مرسته وکړه. هغه په ۱۷۸۵ ز کال کې د نیویارک د مجلس د غړي په توګه، د غلامۍ د پای ته رسولو قانون ملاتړ وکړ، سره له دې چې په خپله یې غلامان درلودل.   [۱۲][۱۳]

بور په ۲۶ کلنۍ کې د تیودوسیا بارتو پریوسټ سره واده وکړ، چې له واده دوولس کاله وروسته په ۱۷۹۴ ز کال  کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې. دوی د تیودوسیا بورالسټون په نوم یوه لور درلوده. بور له خپلې سویلي آسیايې نوکرې، ماري ایمونز سره هم اړیکې درلودې، چې له هغه نه د دوو ماشومانو پلار و، چې یو یې یو زوی، د غلامۍ د پای ملاتړی جان پیری بور و، که څه هم نوموي هېڅکله په عامه توګه دا اړیکه نه وه منلې.[۱۳]

بور په ۱۷۹۱ ز کال کې د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته لاره وموندله، چې تر ۱۷۹۷ ز کال پورې یې هلته دنده ترسره کړه. وروسته بور هوډ درلود چې د ۱۸۰۰ ز کال په ټاکنو کې د دیموکرات-جمهوري غوښتونکي مرستیال ولسمشر په توګه ځان نوماند کړي. د بور او د ولسمشرۍ د نوماند توماس جیفرسن تر منځ د ټاکنیز کالج غیر ارادي اړیکه د دې لامل شوه چې د استازو مجلس د جیفرسن په ګټه رایه ورکړي، خو بور د دویمې لوړې رایې په ترلاسه کولو سره د جیفرسن مرستیال شو. که څه هم بور ټینګار وکړ چې د جیفرسن ملاتړ کوي، خو ولسمشر د بور په اړه خورا شکمن و، چې د هغه د مرستیال ولسمشرۍ په دوره کې له ادارې نه ګوښه شوی و او په ۱۸۰۴ ز کال په ټاکنو کې د جیفرسن د جوړې په توګه بیا نوماند نه شو.  

بور د مرستیال ولسمشر په توګه د وروستي کال په ترڅ کې، په دوه په دوه جګړه کې له خپل سیاسي سیال همېلتون سره ښکېل شو چې هغه یې په ډزو ووژلو، چې درې کاله وړاندې همدې ځای ته نږدې د هېملتون زوی فیلیپ هېملتون مړ شوی و. که څه هم دوه په دوه جګړه غیرقانوني وه، خو بور هېڅکله محاکمه نه شو او په پای کې د هغه په ​​وړاندې ټول تورونه له منځه یووړل شول، خو د هېملتون مړینې د بور سیاسي دنده پای ته ورسوله.

بور چې د نويو اقتصادي او سیاسي فرصتونو په لټه کې و، د امریکا لوېدیځو پولو ته سفر وکړ. د نوموړي پټې کړنې د خیانت په شک په ۱۸۰۷ ز کې په الاباما کې د هغه نیول کېدو لامل شوې. نوموړی د بور د دسیسې تر نامه لاندې چې ادعا کېده، چې ګواکي بور د یوه خپلواک هېواد رامنځ ته کولو په لټه کې دی، څو ځله محاکمې ته راکش شو، خو هر ځل یې برائت ترلاسه کړ. بور له لویو پورونو او څو اغېز لرونکو ملګرو سره، د جلا وطن په توګه په اروپا کې د ژوند کولو لپاره متحده ایالات پرېښودل. نوموړي په ۱۸۱۲ ز کال کې بېرته راستون شو او په نیویارک ښار کې یې د حقوقو په برخه کې کار پیل کړ. د بور د دویم لنډمهاله واده پایله طلاق او نوره رسوایي وه. نوموړی چې د مغزي سکتې له امله معیوب او له مالي پلوه ژوبل شوی و، په ۱۸۳۶ ز کال کې په یوه مېلمستون کې مړ شو.  

ژوند سمول

د  ژوند لومړي کلونه سمول

آرون بور په ۱۷۵۶ ز کال کې د نیوجرسي په نیویارک ښار کې زېږېدلی و، د رېوېرند آرون بور دوم زوی و چې یو پریبستر مذهبه وزیر او د نیو جرسي کالج، چې وروسته د پرنستون پوهنتون شو، دویم رئیس و. د هغه مور ایستر اډوارډز بور د مشهور خدای پېژندونکي جناتان اډوارډز او د هغې د مېرمنې سارا لور وه. بور یوه مشره خور سارا ("سالی") درلوده، چې نوموړې د خپلې انا د نوم له امله نومول شوې وه. هغې د ټپنګ ریوي سره واده وکړ، چې د کانېکتيکیوټ په لېچ فېلډ کې د لېچ فېلډ د حقوقو د انستېتیوت بنسټ اېښودونکی و.   [۱۴][۱۵][۱۶]

د بور پلار په ۱۷۵۷ ز کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې چې په همدې وخت کې د پرنستون کالج رئیس هم و. د بور نيکه، جناتان اډوارډز، د ۱۷۵۷ ز کال په سپټمبر کې د بور د پلار ځای ناستی رئیس شو او د بور او د هغه له مور سره یې ګډ ژوند پیل کړ. د ۱۷۵۸ ز کال د مارچ په میاشت کې اډوارډز هم مړ شو او د بور مور او انا هم د همدې کال په اوږدو کې له نړۍ سره مخه ښه وکړه. بور او د هغه خور يتيمان پاتې شول او بور یوازې دوه کاله عمر درلود. وروسته تڼکۍ آرون او سیلي په فلاډیلفیا کې د ویلیم شپین له کورنۍ سره یو ځای شول. د دې ماشومانو سرپرستي په ۱۷۵۹ز کال کې د هغوی د ۲۱ کلن ماما تیموتي اډوارډز په غاړه واخیسته. راتلونکی کال، اډوارډز د روډا اوګډن واده وکړ او کورنۍ یې د نیو جرسي الیزابیت ته کډه شوه. بورله خپل ماما سره چې ډېری وختونه یې په فزیکي ځورونې لاس پورې کاوه، خورا ترینګلې اړیکې درلودې. نوموړي په ماشومتوب کې له کوره د تېښتې ډېرې هڅې وکړې. [۱۷][۱۸]

بور په ۱۳ کلنۍ کې د پرنستون په کالج کې د دویم کال د محصل په توګه ومنل شو، چې نوموړی په دې ځای کې د امریکایي وېګ ټولنې او کلیوسوفیک ټولنې سره یوځای شو، چې د کالج ادبي او د بحثونو ټولنې وې. نوموړي د ۱۶ کلنۍ په عمر په ۱۷۷۲ ز کال کې د لېسانس سند ترلاسه کړ، خو د یو بل کال لپاره یې الهیات ولوستل. وروسته نوموړي د پریسبتر مذهبه جوزف بیلامي سره ژورې دینې زده کړې ترسره کړې، خو دوه کاله وروسته یې د خپل مسلک لاره بدله کړه. نوموړی په ۱۹ کلنۍ کې کانېکتيکیوټ ته کډه شو او د خپل اوښي ټپینګ ریوي سره یې د حقوقو په برخه کې زده کړې پیل کړې. په ۱۷۷۵ ز کال کې، په لیکزینتن او کانکورد کې له بریتانوي سرتېرو سره د نښتو راپورونه لیچ فیلډ ته را ورسېدل او بور په کانټینینټل پوځ کې د نوم لیکنې لپاره خپلې زده کړې وځنډولې. [۱۹][۲۰]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11938066b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Aaron-Burr — subject named as: Aaron Burr — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6k072ch — subject named as: Aaron Burr — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/151 — subject named as: Aaron Burr — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Aaron Burr — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Burr, Aaron (06 February 1756–14 September 1836), revolutionary soldier, U.S. senator, and vice president of the United States — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.0300071
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/burr-aaron — subject named as: Aaron Burr — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=burr — subject named as: Aaron Burr
  8. او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — د نشر نېټه: ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: American Astronomical Society او Tufts University
  9. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000700260 — د نشر نېټه: ۱۳ مې ۲۰۲۳
  10. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000700260 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  11. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000700260 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  12. (په 20 January 2022 باندې). More than 1,700 congressmen once enslaved Black people. This is who they were, and how they shaped the nation.. Washington Post
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Burr, Sherri. "Aaron Burr Jr. and John Pierre Burr: A Founding Father and his Abolitionist Son". slavery.princeton.edu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Aaron Burr | Biography & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The National Herald". The National Herald (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Aaron Burr Reeve". Litchfield Historical Society. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. St. George, Judith (2016). The Duel: The Parallel Lives of Alexander Hamilton and Aaron Burr. New York: Penguin Random House. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-4252-8821-4 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Aaron Burr Jr. (1756–1836) < Biographies < American History From Revolution To Reconstruction and beyond". www.let.rug.nl. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "History". The American Whig–Cliosophic Society. Princeton University. 2016. مؤرشف من الأصل في ۰۶ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Isenberg 2007، صص. 9–16.