ګئورګ لوکاچ

ګئورګ لوکاچ (۱۳ اپرېل ۱۸۸۵ – ۴ جون ۱۹۷۱ زکال) مجارستاني)هنګري( مارکسېست فیلسوف، د ادبیاتو تاریخ لیکونکی، منتقد او ښکلا پېژندونکی و. نوموړی د لویدیځ مارکسېزم د هغه تفسیري دود بنسټګر و چې د شوروي اتحاد له مارکسیستي ایدیالوژیکي ارتدوکس څخه یې فاصله لرله. هغه د جسمیت ورکولو (reification) نظریې ته وده ورکړه او په مارکسیستي نظریه باندې یې د کارل مارکس د طبقاتي پوهاوي د نظریې بدلېدو ته لار هواره کړه. هغه همدارنګه د لینینېزم فیلسوف و. هغه له آیډیالوژیک پلوه د لینین عملي انقلابي چارو ته د انقلابي مخکښ ګوند په اډانه کې وده ورکړه او هغه یې مدیریت کړې. [۱]

ګئورګ لوکاچ
ګئورګ لوکاچ
ګئورګ لوکاچ

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت هنګري   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه هنګري ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه فلسفه ،  جمالیات   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ادبیاتو د منتقد په توګه لوکاچ په ځانګړي ډول د ادبي ژانر په توګه د ریالېزم او ناول اړوندو تیوریکي پرمختیاوو په برخه کې اغېزمنه ونډه لرله. په ۱۹۱۹ زکال کې، هغه د شوروي د لنډ مهاله هنګري جمهوریت (مارچ – اګست ۱۹۱۹ز کال) د کلتور د وزیر په توګه وټاکل شو.[۲]

لوکاچ د ستالینېستي دورې د مخکښ مارکسېست او روڼ آندي په توګه توصیف شوی، په داسې حال کې چې د هغه د میراث ارزونه کېدای شي ستونزمنه وي، ځکه لوکاچ هم له ستالینېزم څخه د مارکسیستي تفکر د انګېرنو په توګه او هم یې له ستالینېزم وړاندې مارکسېزم ته له بېرته تګ ملاتړ کاوه.[۳]

ژوند او سیاستونه سمول

لوکاچ د لوېنګر ګئورګ برنات په نامه د اطریش – هنګري په بوداپست کې د پانګوال بانکدار جوزف لوینګر (وروسته سیز ګدي لوکاچ جوزف؛ ۱۸۵۵ – ۱۹۲۸ زکال) او د هغه د مېرمنې آدل ورتهایمر (ورتهایمر آدل؛ ۱۸۶۰- ۱۹۱۷ زکال) په کورنۍ کې چې یوه یهودي کورنۍ وه وزېږېد. هغه یو ورور او یوه خور لرله. هغه او د هغه کورنۍ په ۱۹۰۷ زکال کې لوترنېزم ته واوښته.[۴]

پلار یې د سترواکۍ له خوا د بارونیل (شوالیه) لقب ترلاسه کړ او لوکاچ یې د میراث له مخې په بارون بدل کړ. د یو لیکوال په نامه هغه د ګئورګ لوکاچ او ګئورګي لوکاچ په نامه لیکنې وکړې. لوکاچ په بوداپست، برلېن، فلورانس او هایډلبرګ کې د روڼ آندو په ناستو کې برخه اخیسته. هغه په ۱۹۰۶ زکال کې د هنګري له کولوسوار شاهي پوهنتون څخه د اقتصاد او سیاست په برخه کې دوکتورا ترلاسه کړه. په ۱۹۰۹ زکال کې نوموړي د Zsolt Beöthy تر لارښوونې لاندې د بوداپست په پوهنتون کې د فلسفې په برخه کې خپله دوکتورا بشپړه کړه.[۵][۶][۷][۸]

له مارکسېزم وړاندې دوره سمول

لوکاچ هغه مهال چې د بوداپست په پوهنتون کې یې زده کړه کوله، د سوسیالیستي روڼ آندو په ناستو کې یې له انارکو – سندیکالېست آروین سابو سره ولیدل؛ هغه نوموړی د انقلابي سندیکالېزم د فرانسوي ملاتړي ژرژ سورل (۱۸۴۷- ۱۹۲۲ زکال) له آثارو سره بلد کړ. په دغه مهال کې د هغه فکري لیدلوری معاصر پلوه او د مثبت پالنې ضد و. له ۱۹۰۴ زکال څخه تر ۱۹۰۸ زکال پورې هغه د تئاتر د یوې ډلې غړی و چې مډرنېستي او د اروايي واقعیت پالنې نندارې یې تولیدولې، چې د هنریک ایبسن، اګوست سټرنډبرک او ګرهارت هاپتمن له خوا اجرا کېدلې.[۹][۱۰]

هغه د خپل ژوند په لومړیو شلو کلونو کې د معاصرې ډرامې د تکامل د تاریخ لومړی نسخه په ۱۰۰۰ پاڼو کې ولیکله او هغه مهال چې په ۱۹۰۸ زکال کې یې جایزه وګټله، ناهیلی شوی و، ځکه هغه فکر نه کاوه چې د فیصله کوونکو پلاوی د ده په اړه د قضاوت کولو په موخه مناسب نه دی.[۱۱]

لوکاچ ډېر مهال په جرمني کې تېر کړ او له ۱۹۰۶ زکال څخه یې تر ۱۹۰۷ زکال پورې د برلېن په پوهنتون کې زده کړې وکړې؛ په دغه وخت کې نوموړی له فیلسوف ګئورګ زیمل سره بلد شو. وروسته له دې نوموړی د ۱۹۱۳ زکال پرمهال په هایډلبرګ کې له مارکس ویبر، امیل لاسک، ارنست بلوخ او سټیپن ګئورګ سره ملګری شو. هغه مهال نوموړی له فکري پلوه هغه ډول چې خپله لوکاچ هغه توصیف کړې له نیو کانټېنېزم (د جرمني په پوهنتونونو کې غالبه فلسفه وه)، اپلاتون، جورج ویلهلم فریدریش هیګل، سورن کیرکګارد، ویلهلم دلتای او فیوډور داستایوفسکي څخه اغېزمن و. په دغه مهال کې هغه Soul and Form (Die Seele und die Formen، برلین، ۱۹۱۱؛ ژباړه ۱۹۷۴ زکال) او د ناول تیوري (۱۹۱۶/۱۹۲۰؛ ژباړه ۱۹۷۱ زکال) ولیکله.[۱۲][۱۳]

د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیلېدو وروسته، لوکاچ له پوځي خدمت معاف شو. په ۱۹۱۴ زکال کې هغه له روسي سیاسي فعالې جیلینا ګرابنکو سره واده وکړ.[۱۴]

په ۱۹۱۵ زکال کې لوکاچ بوداپست ته راوګرځېد، چېرې چې نوموړي د «یکشنبې د حلقې» په نامه د روڼ آندو د یوه سالون رهبري کوله. د هغوی لیوالتیا د داستایوفسکي له اثارو سره څخه د بنسټ اخیستونکو کلتوري مضامینو سره وه چې په هایډلبرګ کې یې د لوکاچ د وروستي کال له علایقو سره اړیکه لرله. د یوه سالون په توګه د یکشنبې حلقې له هغو کلتوري ښکارندو ملاتړ کاوه چې په جوړونکو کې یې د ادبیاتو او موسیقي مخکښې څېرې لکه بلا بارتوک، بلا بالاز، آرنولډ هاوزر، زولتان کودلای او کارل پولانای شاملېدل؛ یو شمېر دغو د دغه سالون په اونیزو مجالسو کې ونډه اخیسته. د لومړۍ نړیوالې جګړې په ورستي کال یعنې ۱۹۱۸ زکال کې د یکشنبې حلقه وپاشل شوه. هغوی دغه سالون د بېلابېلو سیاستونو له امله منحل کړ؛ د دغه سالون یو شمېر مخکښو څېرو له لوکاچ ملاتړ وکړ څو هغه د هنګري کمونېست ګوند ته لار ومومي. [۱۵][۱۶]

کمونېزم ته مخ اړول سمول

لوکاچ له لومړۍ نړیوالې جګړې او د ۱۹۱۷ زکال د روسیې له انقلاب وروسته په خپلو نظریاتو بیاځلي فکر وکړ. نوموړی په دغه دوره کې په یوه ژمن کمونېست واوښت او په ۱۹۱۸ زکال کې د هنګري د نوي رامنځته شوي کمونېست ګوند سره یوځای شو. لږ تر لږه د ۱۹۱۸ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې نوموړي جرمني ته د کډې کولو هوډ درود، خو وروسته له هغه چې په هایډلبرګ کې د هغه د لوړو زده کړو غوښتنه رد شوه، د ډسمبر په ۱۶ مه یې ولیکل چې هغه پرېکړه کړې، د زده کړو پر ځای په هنګري کې سیاسي چارې مخته یوسي. لوکاچ وروسته ولیکل چې بلاکان هغه دغه کار ته هڅولی و. له مارکسېزم څخه وړاندې دوره کې د هغه وروستۍ لیکنه « د اخلاقي ستونزې په توګه د بلشویزم» تر عنوان لاندې وه، چې په هغو کې یې بلشوېزم د یو شمېر اخلاقي لاملونو له امله چې د څو ورځو په ترڅ کې یې د هغه فکر اړولی و رد کړ.[۱۷][۱۸]

کمونېستي رهبر سمول

د شوروي هنګري د جمهوریت پر مهال، لوکاچ د سره وحشت د هنګري نسخې نظریه ورکوونکی و. هغه د ۱۹۱۹ زکال د اپرېل په ۱۵ مه په Népszava نشریې کې خپله مقاله خپره کړه او څرګنده یې کړه چې: «د دولتي واک تصرف د ظالمو طبقاتو د له منځه تلو مهال دی. موږ باید له دغې شېبې ګټنه وکړو». لوکاچ وروسته د هنګري د سره پوځ د پنځمې لوا کمیسار وټاکل شو، نوموړي له دغه ځایګي څخه د ۱۹۱۹ زکال په مۍ میاشت کې په پورسزلو کې د خپلو اتو سرتېرو د اعدام حکم ورکړ، هغه پرېکړه چې بیا یې وروسته د یوې مرکې پر مهال په هغو اعتراف وکړ. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

نوموړي په ۱۹۱۹ زکال کې په ویانا کې له خپلې دویمې راتلونکې ښځې ګرترود بورتستیبر سره چې د هنګري د کمونېست ګوند غړې وه واده وکړ.[۲۶][۲۷]

د ۱۹۲۰ مې لسیزې پر مهال په داسې حال کې چې انتونیو ګرامشي هم په ویانا کې و، خو له یو بل سره یې وه نه لیدل، لوکاچ له بل کمونیست ویکتور سرژ سره ولیدل او د فلسفې په برخه کې یې لینینستي نظریاتو ته په وده ورکولو پیل وکړ. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې سمول

  1. György Lukács – Britannica.com
  2. "György Lukács". Benét's Reader's Encyclopedia (3rd). (1987). Harper & Row. 588. 
  3. Leszek Kołakowski ([1981], 2008), Main Currents of Marxism, Vol. 3: The Breakdown, W. W. Norton & Company, Ch VII: "György Lukács: Reason in the Service of Dogma", W.W. Norton & Co.
  4. Raddatz, Fritz J. (1972). Georg Lukács in Personal Testimonies and Photo documents. Hamburg. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. L. Ferenc Lendvai, A fiatal Lukács: utja Marxhoz, 1902–1918, Argumentum, 2008, p. 46; István Hermann, Georg Lukács: sein Leben und Wirken, Böhlau, 1986, p. 44.
  6. Júlia Bendl, "Lukács György élete a századfordulótól 1918-ig" Archived 13 February 2012 at the Wayback Machine., 1994 (Hungarian)
  7. Lunching under the Goya. Jewish Collectors in Budapest at the Beginning of the Twentieth Century, Konstantin Akinsha, Quest. Issues in Contemporary Jewish History
  8. Georg Lukács, Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  9. Kołakowski, Leszek (2005). Main Currents of Marxism. London: W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼې 991. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-32943-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lukács 1989، مم. ix–x: "On the other hand, the contradictions in my social and political views brought me intellectually into contact with Syndicalism and above all with the philosophy of George Sorel. ... My interest in Sorel was aroused by Ervin Szabó"
  11. Vaisman, Ester. ""Young" Lukács: tragic, utopian and romantic?" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Kołakowski, Leszek (2005). Main Currents of Marxism. London: W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼې 991. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-32943-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "György Lukács". Benét's Reader's Encyclopedia (3rd). (1987). Harper & Row. 588. 
  14. Georg Lukács, Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  15. Georg Lukács, Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  16. Kołakowski, Leszek (2005). Main Currents of Marxism. London: W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼې 993. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-32943-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Tar, Judith Marcus (1977). "Bolshevism as a Moral Problem (translator's note)". Social Research. 44 (3): 416–424. ISSN 0037-783X. JSTOR 40970293. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Breines, Paul (1979). "Young Lukács, Old Lukács, New Lukács". The Journal of Modern History. 51 (3): 533–546. doi:10.1086/241950. ISSN 0022-2801. JSTOR 1876636. S2CID 144192645. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Kołakowski, Leszek (2005). Main Currents of Marxism. London: W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼي 993–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-32943-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. The Conversion of Georg Lukács
  21. The hinterland of the white terror. Wien, 1920. Online: https://www.marxists.org/magyar/archive/lukacs/fth.htm
  22. Népszava, 1919.04.15. Online: https://adtplus.arcanum.hu/hu/view/Nepszava_1919_04/?pg=0&layout=s
  23. Georg Lukács. Revolutionäres Denken. Eine Einführung in Leben und Werk (hg. v. Frank Benseler), Darmstadt-Neuwied, 1984, p. 64.
  24. Lengyel András: A "tizedeltető" Lukács. Egy politikai folklór-szüzsé történeti hátteréhez. In Forrás, 2017-01. Online: http://www.forrasfolyoirat.hu/1701/lengyel.pdf Archived 11 February 2017 at the Wayback Machine. p. 75.
  25. Váry Albert: A vörös uralom áldozatai Magyarországon (The victims of the Reds in Hungary. Online: http://mtdaportal.extra.hu/books/vary_albert_a_voros_uralom_aldozatai.pdf
  26. The Conversion of Georg Lukács
  27. Georg Lukács, Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  28. Kołakowski, Leszek (2005). Main Currents of Marxism. London: W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼي 994–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-32943-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Lenin, Vladimir Ilyich (2001). Left-wing communism, an infantile disorder: A popular essay in Marxian strategy and tactics. Honolulu: University Press of the Pacific. د کتاب نړيواله کره شمېره 0898754488. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Miller, Jim (1982). "Revolutionary Rationalism: Luxemburg, Lukács, and Gramsci — Georg Lukacs: The Reification of Subjectivity". History and human existence: From Marx to Merleau-Ponty (الطبعة 1st). Berkeley: University of California Press. د کتاب پاڼې 130. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520047792. ... confronted with Lenin's critique of his position as "ultra-Leftist" in 1920 ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Kókai, Károly (2017). "The Communist International and the Contribution of Georg Lukács in the 1920s". Social Scientist. 45 (11/12): 63–72. ISSN 0970-0293. JSTOR 26405282. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Domenichelli, Mario (2020). "Lukács and the Marxist 'Living Art'". Zagreber Germanitische Beiträge. 29: 125–143. doi:10.17234/ZGB.29.7. S2CID 244698036 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)