کامرون

(له کېمرون نه مخ گرځېدلی)
  

کامرون په لویدیځه افریقا کې پروت هیواد دی چې پلازمېنه یې د یایونده ښار دی.

کامرون
کامرون
کامرون
بیرغ
کامرون
کامرون
نښان

کامرون
کامرون

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۵°۰۸′۰۰″شمال ۱۲°۳۹′۰۰″ختیځ / 5.1333333333333°شمال 12.65°ختيځ / 5.1333333333333; 12.65   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
کښتنۍ سيمه بیافرا خلیج (0 متر )  د (P1589) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کچه 475442 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه یایونده   د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبې فرانسوي [۲]
انگليسي [۲]  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
د حکومت ډول ولسمشريزه   د (P122) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
د خپلواکۍ نېټه ۱ جنوري ۱۹۶۰  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر لږ تر لږه 15 کلن
18 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د بې کارۍ کچه 4 سلنه (۲۰۱۴)[۳]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نورې عددونه او شمېرې
بیړنۍ ټليفون
شمېره
۱۱۲   د (P2852) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ترافيکي لورۍ ښي لورۍ [۴]  د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېب‌پاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
د هيواد کوډ CM  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +237  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

یاد هیواد ۰۰۰'۷۹۵'۱۷ میلیونه وګړي او ۴۴۲'۴۷۵ کیلومتره مربع مساخت لري. د پیسو واحد یې د لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک) او ولسمشر یې پاول بیا دی، په ۱ د جون ۱۹۶۰ له فرانسه او په ۱ د اکتوبر ۱۹۶۰ له بریتانیا نه خپلواکی ترلاسه کړي.

کامرون (کامېرون//ˌkæməˈruːn/ اورېدل  )، په فرانسوي: Cameroun، په رسمي ډول د کامرون جمهوریت (فرانسوي: République du Cameroun)، د افریقا په لویدیځ-مرکز کې پروت هېواد دی. له لویديځ او شمال څخه له نایجیریا، په شمال ختيځ کې له چاد، په ختيځ کې د مرکزي افریقا له جمهوریت او په سویل کې له استوايي ګینې، ګابن او کانګو له جمهوریت سره ګاونډی دی. سمندري کرښه يې د بیافرا په خلیج، د ګینې خليج پر یوه برخه او د اطلس پر سمندر موقعیت لري. دا هېواد د افریقا د لویدیځ او مرکز پر تقاطع د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله ځینې وختونه د افریقا د غرب په نوم او ځینې وختونه د مرکزي افریقا په نوم یادیږي. نږدې ۲۵ میلیونه وګړي يې په ۲۵۰ لرغونو ژبو خبرې کوي.  [۵][۶][۷]

د دې خاورې لومړني اوسېدونکي د چاد سیند شاوخوا سایو تمدن خلک او په سویل ختیځو باراني ځنګلونو کې د باکا ښکاریان وو. پرتګالي کاشفان په ۱۵مه پېړۍ کې وچې ته ورسېدل او د سیمې نوم يې Rio dos Camarões[1]شرېمپ سیند) کېښود چې په انګلسي کامرون ته واوښت. په ۱۹مه پېړۍ کې فولاني سرتېرو په شمال کې د اداماوا امارت په شمال کې رامنځته کړ او د لویديځ او شمال لویديځ بېلابېلي قومي ډلې مشران او پیاوړې بنسټونه یې رامنځته کړل. کامرون په ۱۸۸۴ ز کال کې د المان مستعمره او په کامرون مشهور شو. له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته د فرانسې او بریتانیا تر منځ د ملتونو د اتحادیې د فرمان په توګه ووېشل شو. د کامرون د خلکو د اتحادیې سیاسي ګوند (UPC) د خپلواکۍ مدافع و، خو په ۱۹۵۰ لسیزه کې د فرانسې له خوا ناقانونه اعلام شو، چې د خپلواکۍ غوښتنې د ملي بلوا لامل شو او د ۱۹۷۱ ز کال تر لومړیو پورې د فرانسوي پوځیانو او UPC تر منځ د جګړې لامل شو. په ۱۹۶۰ ز کال کې د فرانسې تر کنترول لاندې د کامرون برخه د کامرون د جمهوریت په نوم د احمدو اهېډجو په مشرۍ له فرانسې څخه جلا او خپلواکه شوه. د کامرون سویلې برخه چې د بریتانیا په واک کې وه له هغه سره متحده شوه تر څو د کامرون فېدرال جمهوریت رامنځته کړي. دا فېدراسیون په ۱۹۷۲ کال کې پرېښودل شو. دا هېواد په ۱۹۷۲زکال کې د کامرون د متحد جمهوریت او په ۱۹۸۴ کال کې د کامرون پر جمهوریت بدل شو. پاول بېیا له ۱۹۸۲ کال راهیسې د اېډجو تر استعفا وروسته د کامرون اوسنی ولسمشر دی. هغه مخکې په ۱۹۷۵ کال کې لومړی وزیر و. کامرون د یو واحد جمهوري ریاست په توګه اداره کېږي.    

رسمي ژبې يې فرانسوي او انګلیسي دي، چې د پخواني فرانسوي کامرون او بریتانوي کامرون رسمي ژبې وې. له مذهبي اړخه یې نفوس تر ډېره عیسویان دي او د پام وړ اقلیت یې مسلمانان دي او  نور د دودیزو بارونو/ مذهبونو پیروان دي. دې هېواد د انګرېز ژبو خاورو  له خوا کړکېچونه تجربه کړي. چېرته چې سیاستوالو د ډېر تمرکز له لرې والي او ان له بېل‌والي یا بشپړې خپلواکۍ ( لکه د سویلي کامرون ملي شورا) څخه دفاع کړې. په ۲۰۱۷ کال کې په انګلیسي ژبو قلمرونو/ خاورو کې د یو امبازونیایي ایالت د رامنځته کېدو پر سر علني جګړه پېښه شوه.

ګڼ شمېر کامرونیان د کروندګرو په توګه خپل ژوند مخته وړي. یاد هېواد د خپلې جیولوژیکي، ژبني او کلتوري تنوع له امله د "افریقا په میناتورۍ کې" په نوم یادېږي. له طبعي ځانګړنو څخه یې سیندغاړې، بېدیاوې، غرونه باراني ځنګلونه او ساوانا ( یو زرغون ایکوسیستم چې له ګڼو لویو ونو سره مشخصېږې) یادولی شو. تر ټولو هسکه څوکه یې په سویل لویدیځه سیمه کې د کامرون غر دی چې ۴۱۰۰ متره (۱۳۵۰۰ فوټه) لوړوالی لري. تر ټولو ګڼ نفوس لرونکي ښارونه یې په ویوري سیند کې د ډولا، د یاد ښار اقتصادي پلازمېنه او اصلي بندر یایونده، د هغه سیاسي پلازمېنه او  ګاروا دي. کامرون د خپلې موسیقۍ د بومي سبکونو په ځانګړي ډول ماکوتسا او بېکوتسي او همدارنګه د فوټبال د بریالي ملي ټيم له امله مشهور دی. یاد هېواد د افریقا اتحاديې، ملګرو ملتونو، د فرانکفوني نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو مشترک المنافع ناپېيلي غورځنګ او د اسلامي  همکاریو د سازمان غړی دی.[۸][۹]

رېښه

کامرون اصلاً هغه اصطلاح وه چې پرتګالیانو به وریوري سیند ته کاروله، هغوی به ورته ( Rio dos Camarões— د شرېمپ سیند/ شرېمپ سیند) ویل چې په هغه مهال کې د کامرون زیاتو شرېمپ کباڼو ته اشاره کوي. نن د دې هېواد نوم په پرتګالي ژبه کامرون (Camarões) پاتې شوی.[۱۰][۱۱]

تاریخچه

لومړنی تاریخ

نننی کامرون د لومړي ځل لپاره په ډبر مهال کې د مېشتېدو وړ شو. تر ټولو اوږدمهاله اوسېدونکي يې باکا (پېګمیان) دي. له هغه ځای څخه د افریقا ختیځ، سویل او مرکز ته د بانټویانو مهاجرت نږدې ۲۰۰۰ کاله مخکې پېښ شوی. د سایو کلتور له میلاد څخه نږدې ۵۰۰ کاله مخکې د چاد سیند په شاوخوا کې رامنځته شو او خپل ځای یې کانم او د بورنو امپراتورۍ ځای ناستو ایالتونو ته ورپرېښود. په لویدیځ کې پاچاهۍ، بنسټونه او سلطنتونه رامنځته شول.[۱۲][۱۳]

پرتګالي بېړۍ چلوونکو په ۱۴۷۲ کال کې وچې ته ورسېدل. هغوی د ووري په سیند کې د  شرېمپ کباڼو د شبحې ډېروالي ته اشاره وکړه. او هغه یېRio dos Camarões  (شرېمپ سیند) ونوماوه چې په انګلیسي په کامرون بدل شو. د څو وروستیو پېړیو په بهیر کې د اروپا ګټو له ساحلي خلکو سره سوداګري منظمه کړه او عیسوي تبلیغیانو د هېواد د ننه فشار راوړ.[۱۴]

مودیبو اداما د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې په شمال کې د غیر مسلمانو او څه اندازه مسلمانو وګړو خلاف د جهاد لپاره فولاني سرتېري هدایت کړل او د اداماوا امارت یې رامنځته کړ. هغه مېشت خلک چې له فولاني څخه وتښتېدل د نفوس د بیا وېش لامل شول.

سلطان ابراهیم نجویا په ۱۸۹۶ کال کې د باموم ژبې لپاره د باموم خط یا شومام رامنځته کړ. چې نن ورځ په کامرون کې د باموم سکرېپت/ خط او ارشیف په پروژو کې تدریسېږي.[۱۵][۱۶]

د جرمني واکمني

جرمنیانو په ۱۸۶۸ زکال کې، کله چې د وویرمن کمپنۍ په هامبورګ کې د یو ګدام/ ډيپو جوړل پیل کړل، په کامرون کې یې رېښې غزول پیل کړل. دا بنا د ووري سیند پر مصب جوړه شوه. وروسته ګوستاو ناچتیګال له یو سیمه ییز پاچا سره تړون وکړ چې سیمه د المان د امپراتورۍ ضمیمه کړي. د المان امپراتورۍ په ۱۸۸۴ ز کال کې دا خاوره د کامرون د مستعمرې په نوم اعلام کړه او په هېواد کې د ننه تلپاتې فشار پیل شو. جرمنیان د هغه اصلي اوسېدنوکو له مقاومت سره مخامخ شول چې نه یې غوښتل المانیان دې، د هغوی په خاوره کې مېشت شي. د جرمني تر نفوذ لاندې سوداګریز شرکتونه د سیمه ییزې ادارې د تنظیم لپاره پاتې شول. دې چارې د ګټې تر لاسه کولو لپاره د افریقایانو له اجباري کار څخه کار اخیست. له کاري ځواک څخه د کېلو، ربړ، نباتي غوړیو او کاکاو په کروندو کې کار اخیستل کېده. هغوی د مستعمرې د بېخ‌بناوو د رغولو لپاره د اجباري کار پر سخت سیستم تکیه پیل کړه چې د نورو استعماري ځواکونو له نیوکې سره مخامخ شول.[۱۷][۱۸]


[1] یو ډول کب چې کلک پوستکی او اوږده لکۍ لري، ژباړن

ایداري وېش

کامرون هیواد په ټوله کې په لس ایداري برخو ویشل شوی دی.

  1. آداماوا
  2. مرکز
  3. یست
  4. اکستریم شمال
  5. لیتورال
  6. شمالي
  7. شمال لویدیځ
  8. لویدیځ
  9. سویل
  10. سویل لویدیځ

تاریخ

کلتور

 
Dancers greet visitors to the East Region.

جغرافیه

 
Cameroon map of Köppen climate classification.
 
Volcanic plugs dot the landscape near Rhumsiki, Far North Region.

اقتصاد

  1.     "د [[:کينډۍ:اسم الصفحة]] اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۶ مې ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  2. موضوع: 1.3
  3. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  4. https://web.archive.org/web/20181225111225/http://chartsbin.com/view/edr — آرشيف اصل په ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸
  5. Pereltsvaig, Asya (16 June 2011). "Linguistic diversity in Africa and Europe – Languages Of The World". languagesoftheworld.info. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Kouega, Jean-Paul. 'The Language Situation in Cameroon', Current Issues in Language Planning, vol. 8/no. 1, (2007), pp. 3–94.
  7. "Cameroon". Ethnologue (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Highest Average Annual Precipitation Extremes. Global Measured Extremes of Temperature and Precipitation, National Climatic Data Center. 25 May 2012. Last accessed 1 July 2019.
  9. Pereltsvaig, Asya (16 June 2011). "Linguistic diversity in Africa and Europe – Languages Of The World". languagesoftheworld.info. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Cameroon (adj.) nation in West Africa, its name is taken from the Anglicized form of the former name of the River Wouri, which was called by the Portuguese Rio dos Camarões "river of prawns" (16c.) for the abundance of these they found in its broad estuary. camarões is from Latin cammarus "a crawfish, prawn."
  11. "Camarões: o que os crustáceos têm a ver com o país? ("Cameroon: what do the crustaceans have to do with the country?")". Veja. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. DeLancey and DeLancey 2.
  13. "Cameroon". US Department of State. 25 August 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Pondi, J. E. (1997). "Cameroon and the Commonwealth of nations". The Round Table. 86 (344): 563–570. doi:10.1080/00358539708454389. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. DeLancey and DeLancey 59
  16. "Bamum". National Museum of African Art, Smithsonian Institution. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "historyworld". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. DeLancey and DeLancey 125.