کومييز سرطان چې د کومي سرطان هم بلل کېږي د سکواموس ژونکو سرطان دی چې د سکواموس ژونکو نه منشا اخلي او نورو ژونکو ته غځېږي. د کومي اېپيتېليم اکثره ژونکې، سکواموس ژونکې دي. سرطان د کومي په هره برخه کې وده کولی شي، خو د درملنې او رغېدو کچه د تومور په موقعيت پورې اړه لري. د تومور د موقعيت له مخې کومييز سرطان د اناتوميک موقعيت پر بنسټ په درې برخو وېشل شوی: گلوټس (سم غږيز تارونه، مخکيني او شاتني کومېشرونه)؛ سوپراگلوټس يا پورتنی گلوټس (ايپيگلوټس، ارېټېنويډونه او ارېپيگلوټېک قاتونه، او ناسم غږيز تارونه)؛ او ښکتنی گلوټس.

کومييز سرطان

کومييز سرطان اکثراً په گلوټس کې پېښېږي. د پورتني گلوټس سرطانونه لږ عام دي او تر ټولو لږ پېښېدونکی سرطان د ښکتني گلوټس سرطان دی.

کومييز سرطان په مستقيم ډول څېرمه اناتوميکو برخو ته د غاړې د لمفاوي غدودو د مېټاسټاسېز او يا هم لرې اناتوميکو برخو ته د وينې له لارې ورغځېدی شي. په لرو اناتوميکو مېټاسټاسونو کې تر ټولو عام غړي سږي دي چې سرطان ورته غځېږي.

د پېښېدو عاملين

 
د کومييز سرطان اېنډوسکوپي انځور

لوگی څښل (د سېگرېټ، چلم، غېرمستقيم سگرېټ څښنه، د هوا د ککړتيا په سبب او نور) د کومييز سرطان د پېښېدو تر ټولو عمده عامل دی. د کومييز سرطان سره د مړينې پېښه د سگرېټ ناڅښونکي کسانو په پرتله په هغو کسانو کې چې سگرېټ څښي ډېر دی.[۱] د الکولو ډېر څښل او په ځانگړي توگه د هغو الکولي څښاکونو چې د الکولو کچه يې ډېره وي، لکه سپريټ هم د کومي سرطان يو اهم عامل دی. کله چې دا دواړه عاملين، لوگی څښل او الکول څښل يوځای کېږي نو دا دواړه د ځواکمنو عاملينو په توگه ډېر ژر کومييز سرطان پېښولی شي.

ځينې نور عاملين چې د کومييز سرطان سره اړونده گڼل کېږي هغه نسوار اچول، د ټولنيز او اقتصادي چاپېريال حالت، نارينه جنسيت او له ۵۵ کالونو پورته عمر دی.

هغه خلک چې د سر او غاړې سرطان تاريخچه لري په هغو کې د سر او غاړې او يا هم د سږو د دوهم ځلي سرطان د پېښېدو وېره ډېره ده (نژدې ۲۵٪). دا پدې خاطر چې په داسې ناروغانو کې د سا او هاضمې نلکې او د سږو ايپيتېليوم د يوې اوږدې مودې راهيسې د الکولو او تمباکوو د سرطانزېږنو اغېزو سره مخامخ وي. په داسې يو حالت کې د نومېدلو غړو په سطح کې سيمه ايز بدلونونه رامېنځ ته کېږي، د داسې برخو ايپيتېليوم ووب په غيرنورمال توگه وده کوي او د نورمال لورې بدلون يې په ډېره لږه کچه پېښېدی شي. خو د الکولو او تمباکو د نه څښلو سره دا خطر کمېدلی شي او کېدای شي اغېزمن شوی ووب بېرته نورمال حالت ځان ته غوره کړي.

نښې نښانې

د کومييز سرطان نښې نښانې د دغې ناروغۍ په موقعيت او کچې پورې اړه لري. د دغې ناروغۍ په نښو نښانو کې:[۲]

  • Hoarseness يا غږ بدلون
  • په کومي کې د موړې (يا يو څه چې پکې بند وي) احساس
  • ستونی خوږی يا داسې احساس چې گنې ستونی بند دی
  • دوامداره ټوخی
  • د سا وېستلو سره اضافي غږونه
  • د خولې بوی
  • غوږ خوږی

پېښېدنه

په امريکا کې په هرو 100,000 وگړو کې پينځه کسه پرې اخته کېږي (12,500 پېښې په يوه کال کې).[۳] د امريکا د سرطان د ټولنې له اټکل سره سم په ۲۰۰۶ کال کې 9,510 نارينه او ښځې (7,700 نارينه او 1,810 ښځې) د کومي په سرطان سره پېژندل شوي او 3,740 نارينه او ښځې د همدغه سرطان له کبله مړه شوي.

د نېشنل هېلت انسټېټيوت (NIH) د لږپېښېدونکو ناروغيو څانگې لخوا کومييز سرطان په "لږ پېښېدونکو ناروغيو" کې شمېرلی . دا په دې مانا ده چې په امريکا کې له ۲۰۰۰۰۰ وگړو نه لږ خلک په کومييز سرطان اخته کېږي.[۴]

پهه برتانيه کې هر کال ۲۲۰۰ ناروغان د کومييز سرطان په ناروغۍ اخته پېژندل کېږي.[۵]

په کانادا کې دا ناروغي ډېره لږه پېښېږي. په ۲۰۰۹ کال کې د برېټېش کولمبيا په ولايت کې ۱۲۸ ناروغان پدې ناروغۍ اخته پېژندل شوي چې لويه برخه يې نارينه وه.[۶]

پېژندنه

دا ناروغي د ناروغ د ناروغيو د تاريخچې، فيزيکي معاينې او ځينو ځانگړو څېړنو لکه د ټټر اکسرې، سي ټي، ام آر آی او د ووبونو د اخيستلو وروسته پېژندل کېږي. د کومي معاينه بايد د کارپوه ډاکټر لخوا ترسره شي نو په دې خاطر ناروغ بايد اړونده څانگوال ته وروپېژندل شي.

په فيزيکي معاينه کې د ټول ناروغ صحي حالت معاينه کېږي او يا هم د مېټاسټاسېز په وخت کې اړونده علايمو ته پاملرنه کېږي. د غاړې او گروې پورتنۍ برخه د سرويکال اډېنوپاتي يا د غاړې د غدودو او نورو کتلو د موندلو په خاطر لمس کېږي، همداراز د کومي غږونه هم په پام کې نيول کېږي. خوله او ستونی د مستقيمې کتنې لاندې نيول کېږي. کومی د لارينگوسکوپ په مرسته هم معاينه کېږي. په ځينو کلينيکونو کې د نوري-فايبر پر بنسټ د جوړ اېنډوسکوپ په مرسته د پزې له لارې ټول ستونی، کومی د تلويزوني معايناتو په توگه څارل کېږي. د پزې له لارې اېنډوسکوپي يوه چټکه او آسانه پروسه ده چې د سيمه ايزې انستيزيا وروسته ترسره کېږي.

که چېرته د اېنډوسکوپي د کتنې پر مهال په يوې برخې د سرطان شک وشي نو د هماغې برخې نه بايوپسي يا د ستنې په مرسته د ژونکو سامپلونه اخيستل کېږي. دا چاره د سرطان د تثبيت له پاره ډېره اغېزمنه ده او د سرطان د شتون په وخت کې هسټولوجيکي ثبوت او د سرطان د کچې د مالومولو په خاطر ترسره کېږي. که چېرته تخريب وړوکی او په سيمه ايزه توگه جوت وي، نو په دې وخت کې جراح کولی شي چې غونډ ټپ له نورمال ووب نه پرې کړي او يا هم د لومړنۍ بايوپسي په وخت کې د ټول تومور د ليرې کولو هڅه وکړي. په داسې يو حال کې دا د رنځپوهانو دنده ده چې نه يوازې د ناروغۍ پېژندنه تثبيت کړي بلکه دا هم ووايي چې آيا غونډ تومور له بدنه اېستل شوی که نه. د اېنډوسکوپي په وخت کې اکثراً د کومي، کرنکې او د خوړو د نلۍ بشپړه کتنه ترسره کېږي او د اړتيا په وخت کې ترې بايوپسي اخيستل کېږي.

د يوه وړوکي گلوټيک تومور د شتون په وخت کې نورو انځورونو ته هم اړتیا شته. په اکثرو پېښو کې د سر او غاړې د سکېن کولو وروسته د تومور د پړاوونو او د تومور کچه همداراز د لمفاوي غدودو د لويوالي کچه څرگندېږي.

وروستي تدابير بيا د سرطان د موقعيت، پړاو (د تومور کچه، غدودي غځېدنې، ليرې غځېدنې) او هسټولوجيکي بڼې له مخې په نظر کې نيول کېږي. د ناروغ د صحت يو بشپړ حالت او د ناروغ هيلې هم په پام کې نيولو سره نور تدابير وضع کېږي. د ناروغۍ د وړاندوينې لپاره د څوجينونو ډلبندۍ د کومييز سرطان د بياپېښېدنې د لوړ خطر او ټيټ خطر په پېژندلو کې گټور دی او دا چاره د راتلونکي درملنې په پروسو کې اغېزمن کېدای شي.[۷]

درملنه

ځانگړې درملنه د سرطان موقعيت، ډول، او د تومور د پړاوونو پورې اړه لري. خو په عام ډول د دې ډول سرطان درملنه د جراحۍ، وړانگدرملنې يا کيمودرملنې (په يوازې توگه او يا هم په دواړو) په مرسته ترسره کېږي. دا يو ځانگړې څانگه ده چې د غوږونو، د پزې او ستونې د کارپوهانو او د ستونې، غوږونو او پزې د جراحانو او سرطانپوهانو په مرسته او هماهنگۍ ترسره کېږي.

سرچينې

  1. Ridge JA, Glisson BS, Lango MN, et al. "Head and Neck Tumors" Archived 2013-10-04 at the Wayback Machine. in Pazdur R, Wagman LD, Camphausen KA, Hoskins WJ (Eds) Cancer Management: A Multidisciplinary Approach Archived 2013-10-05 at the Wayback Machine.. 11 ed. 2008.
  2. Laryngeal cancer at Mount Sinai Hospital
  3. Samuel W. Beenken, MD. "Laryngeal Cancer (Cancer of the larynx)". Laryngeal Cancer (Cancer of the larynx). Armenian Health Network, Health.am. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Annual Report on the Rare Diseases and Conditions Research". National Institutes of Health. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Causes of laryngeal cancer". Cancerbackup-cancerbackup.org.uk. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "New Cancer Diagnoses for 2009" (PDF). BC Cancer Agency. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  7. Mirisola V, Mora R, Esposito AI, Guastini L, Tabacchiera F, Paleari L, Amaro A, Angelini G, Dellepiane M, Pfeffer U, Salami A (2011). "A prognostic multigene classifier for squamous cell carcinomas of the larynx". Cancer Letters. 307 (1): 37–46. doi:10.1016/j.canlet.2011.03.013. تأكد من صحة قيمة|doi= (مساعدة). PMID 21481529. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)

باندنۍ تړنې

دا هم ولولۍ

Brook I. (2010) My Voice: A Physician’s Personal Experience with Throat Cancer. Creatspace Publishing. ISBN 1-4392-6386-8