کتیتر (په انگرېزي: Catheter) په طبابت کې يوه تيوب ته ورته جوړښت ته وايي چې د بدن خاليگاوو، قناتونو او رگونو ته د درېناژ د ترسره کولو، د مايعاتو يا گازاتو د تطبيق او يا د ځينو عملياتي سامان آلاتو د داخلولو لپاره بدن کې دننه کيږي. کتېترونه له بېلابېلو څيزونو لکه پلاستيک، رابر، شيشې او يا فلزاتو څخه جوړ شوي. کتيتر په بدن کې د لنډمهال او يا دايمي ډول پرېښودل کېږي او يا دا چې په وقفوي ډول د مجوفو اعضاؤو لکه مثانې د تخلیې لپاره کارېږي. د سندونو د تطبیق عملیې ته Catheterization وييل کېږي. کتيتر کیدای شي سخت او یا نرم وي.

د متيازو کتيتر

شالید

پخوانیو سوریایانو به کتیترونه د څارويو له رگونو څخه جوړول. همداراز پخوانیو یونانیانو به یو سوری فلزي تیوب د احلیل له لارې مثانې ته دننه کاوه چې د هغه په مرسته به یې مثانه تشوله. دوۍ دغه تیوب ته د Katheter ( په K نه په C) اصطلاح کاروله. نن سبا زیاتره کتیترونه له پلاستیک څخه جوړیږي. ډاوېډ اس. شيرايډېن په ۱۹۴۰ میلادي کال کې عصري يو ځل کارېدونکي کتیترونه اختراع کړل. ده د خپل ژوند په موده کې د کتیترونو څلور کمپنۍ جوړې او خرڅې کړې او په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د فوربز مجلې له خوا ورته د کتېتر پاچا لقب ورکړل شو. همدارنگه دې د عصري پلاستیکي يو ځل کارېدونکي اېنډوټراکيال تيوب د اختراع له کبله چې نن سبا په عادي توگه په جراحي کې کارېږي، وستایل شو. دده د اختراع څخه مخکې له سرو رابري تیوبونو څخه گټه اخستل کیده ، چې له استفادې څخه وروسته به بیا بیا تعقیمیدل او بیا بیا ورڅخه کټه اخستل کیده ، او معمولاً د انتاناتو د انتشار لامل گرځیده نو ځکه شيرايډېن د دې یو ځل کارېدونکيو تیوبونو په اختراع سره وستایل شو. د ۱۹۰۰ پیړۍ په پيل کې، یوه آیرلندي چې والش نومیده او یوه مشهور سکاتلندي يورولوژست چې نورمان گېبون نومیده په گډه کار وکړ چې هغه معياري سندونه چې نن سبا په روغتونونو کې کارېږي رامنځته کړل. دغه سندونه ددغو دوو جوړونکيو په نوم سره (Gibbon-Walsh) یادیږي. چې د گېبون او والش په واسطه تشریح او نظر نورو سندونو ته د هغو ښه والي په گوته شول.

د کتېترونو جوړښت، ډولونه او کارېدنه

والش سندونه په ځانگړې توگه د پروسټېکټومي څخه وروسته د مثانې د دریناژ او Irrigation لپاره کارېږي. گېبون سندونه په لوړه کچه د عاجلې پروسټېکټومي اړتیا راکموي او د احلیلي فسټولونو په صورت کې هم ډیر گټور دي. یو ساده پروسیجر چې په هغه کې د احلیل Dilatation او د گېبون کتیتر تطبیق شامل دي معمولاً د فېسټولونو د بندیدو لامل گرځي. همدارنگه دا کتیتر د احلیل د Stricture او په مؤقتي ډول هغه احتباس چې د پروستات د سرطان له کبله منځته راځي ؛ په درملنه کې کارېږي. د لومړي ځل لپاره عصري کتیترونه په ۱۸۶۸ میلادي کال کې د Dr.N.B.Sornborger په واسطه وکارول شول. گڼ شمیر پولیمیرونه د کتیترونو په جوړیدو کې کارېږي لکه Silicone rubber ، Latex او Thermoplastic elastomers . په دې ټولو کې له Silicone څخه ډیر کار اخستل کیږي. د مثانې لپاره د کتیترونو زیات ډولونه وجود لري . عصري Intermittent سوندونه د Polyurethane څخه جوړ شوي دي چې د ناروینه و ، ښځو او ماشومانو لپاره بیلابیلې اندازې او اوږدوالي لري. د بدن په یوه مشخصه برخه کې کتیترونه د مشخصو اهدافو لپاره کارېږي چې ځینې نمونې یې په لاندې ډول سره ذکر کوو:

  1. Urinary Catheterization : د مثانې د ادرار د تخلیې په منظور ترسره کیږي. لکه د فولي کتیتر او یا د احلیل د تخریب په صورت کې د Supra Pubic کتیتر تطبیق.
  2. Nephrostomy: د یوه تیوب په واسطه د پوستکي له لارې د بډوډي څخه د ادرار دریناژ کولو ته ویل کیږي چې دلته هدف په بډوډو باندې د فشار راکمول دي.
  3. د جمع شوو مایعاتو ( Fluid collection ) د دریناژ په خاطر هم له کتیتر څخه گټه اخستل کیږي لکه بطني آبسې گانې.
  4. Angioplasty ، Angiography ، Balloon Septostomy ، Balloon Sinuplasty او یوشمیر نورو معایناتو کې هم کتیترونه کارېږي.
  5. په یوه شریان یا ورید کې په مستقیمه توگه د فشار د معلومولو په منظور له کتیتر څخه گټه اخستل کیږي.
  6. په مستقیمه توگه د داخل قحفي فشار د معلومولو په منظور له کتیتر څخه گټه اخلو.
  7. په Epidural خالیگاه ، Subarachnoid خالیگاه او یا د یوې غټې شبکې ( لکه ‌Brachial plexus ) په شاوخوا کې د انستیتیک درملو د تطبیق لپاره له کتیتر څخه گټّ اخستل کیږي.
  8. سږو ته د گازاتو د ننویستلو او ایستلو ( اکسیجن او کاربن دای اکساید ) او همدارنگه د هغو انستیتیک درملو د تطبیق په منظور چې د گاز په شکل دي له Tracheal tube څخه گټه اخستل کیږي.
  9. د انسولین او یو شمیر نورو درملو د تحت الجلدي تطبیق په منظور له Infusion Set او Insulin Pump څخه گټه اخستل کیږي.
  10. Central venous catheter د هغه کتیتر څخه عبارت ده چې د درملو یا مایعاتو د تطبیق په منظور؛ زړه ته په یوه نژدي ورید او یا قلبي اذین کې کیښودل کیږي.
  11. Swan-Ganz کتیتر یو خاص ډول کتیتر دی چې په زړه کې د فشار د اندازه کولو په منظور په یوه ریوي شریان کې کیښودل کیږي.
  12. Embryo transfer catheter : دا ډول کتیتر له باندې څخه رحم ته د القاح شوې تخمې (چې په Invitro ډول القاح شوې وي ) د داخلولو په منظور کارېږي. بیلابیل اوږدوالي لري چې اندازه یې له ۱۵۰-۱۹۰ ملي مترو پورې رسیږي.
  13. Umbilical line : یو ډول کتیتر دی چې په Neonatal intensive care unit ( NICU) کې کارېږي. دا کتیتر د جنین مرکزي دوران ته د زرلاس رسي لاره برابروي.
  14. Quinton Catheter : دا ډول کتیتر چې د Tomcat په نوم سره هم یادیږي رحم ته په مستقیمه توگه د منځل شوي سپرم د داخلولو لپاره په Artificial Insemination کې کارېږي.

يو ډول کتیتر چې د فولي کتیتر په نوم یاديږي؛ له یوه نازک ، نرم ، معقم ، پلاستیکي یا رابري تیوب څخه عبارت ده چې مثانې ته د ادرار د تخلیې لپاره ننویستل کیږي. څرنگه چې دا کتیتر د یوې مودې لپاره په مثانه کې پریښودلی شو نوځکه د Indwelling کتیتر په نوم سره هم یادیږي. فولې کتیتر په خپل ځاې کې د یوه بالون په واسطه چې په آخر سر کې یې لري او د پاکو اوبو په واسطه ډکیږي ثابت ساتل کیږي. کتیترونه بیلابیلې اندازې ، جوړښت ( Latex ، Silicone او Teflon ) او ډولونه لري ( لکه Foley ، سیخ او Caude Tip ) لري. د یوه ناروغ لپاره د کتیتر د اندازې انتخاب ډیر مهم دی یعنې د هر ناروغ لپاره باید یو مناسب کتیتر انتخاب شي. کتیتر باید ډیر لوی او یا ډیر کوچنی نه وي.د لوی والي په صورت کې د احلیل د مخاطي غشاء د اسکیمیا او ارواء د خرابیدو لامل گرځي او د کوچنی والي په صورت کې د کتیتر په شاوخواء کې د ادرار لیکاژ رامنځته کیدلی شي. د کتیتر اندازه نظر په ضرورت انتخابیږي، د نمونې په ډول که چیرته ادرار ټینگ او وینه لرونکی وي نو غټ سایز کتیتر تطبیق کیږي.په عمومي توگه د کتیتر درې عمده ډولونه وجود لري:

  1. Indwelling catheter
  2. Condom catheter.
  3. Intermittent ( Short term) Catheter
  4. Indwelling catheter : دا هغه کتیترونه دي چې په مثانه کې پاته کیږي. دا کتیترونه کیدای شي د کمې یا زیاتې مودې لپاره په مثانه کې وساتل شي. دغه کتیترونه د ادرارو له خلطې سره نښلول کیږي ترڅو هلته ادرار راټول شي.

د کتیترونو یو نوی ډول د وال لرونکی دی چې د هغه د خلاصولو په نتیجه کې ادرار تخلیه او بیا بیرته تړل کیږي. دا ډول کتیترونه یا د احلیل له لارې او یا هم د Supra pubic لارې مثانې ته ننویستل کیږي. دغه کتیترونه په خپل نهایت کې د یوه کوچني بالون لرونکي وي چې د فولې د تثبیت لپاره کارېږي او د کتیتر دا یستلو په وخت کې لومړی دغه بالون خالي کوو اوبیا فولې باسو. Condom catheter: دا کتیترونه معمولاً په مسنو خلکو کې چې Dementia ولري کارېږي. دلته کوم تیوب په احلیل کې نه تیریږي بلکه یو کندوم ته ورته جوړښت د قضیب له پاسه ځاې پرځاې کیږي او د یوه تیوب له لارې چې د یوې کڅوړې سره نښتی وي ادرار تخلیه کوي. کندوم کتیترونه باید هره ورځ تبدیل شي. Intermittent ( Short term) Catheter : دا ډول کتیترونه د ادرار د تخلیې په منظور تطبیق او د ادرار له تخلیې څخه وروسته بیرته ویستل کیږي. ددغو سندونو په واسطه تخلیه شوی ادرار په یوه کڅوړه کې چې د ادرار دکڅوړې (Urine bag) په نوم یاديږي راټولیږي؛ او بیا د کڅوړې څخه کولی شو هغه د باندې تخلیه او د مختلفو اهدافو (لکه لابراتواري معاینات ) لپاره ورڅخه گټه واخلو.

ټول کتیترونه د ادرار له کڅوړې سره نښلول کیږي. د ادرار دوه ډوله کڅوړې ( Urine bag ) وجود لري:

  1. Leg bag : یوه کوچنۍ کڅوړه ده چې د الاستیک بانډ په واسطه په ورانه پورې تثبتیږي. معمولاً د ورځې له خوا کارېږي.
  2. Down drain : دا یوه لویه کڅوړه ده چې د شپې له خوا کارېږي . دا کڅوړه یا په منځکه اچول کیږي او یا هم په چپرکټ باندې ځړول کیږي. د ادرار کڅوړه باید همیشه له مثانې

څخه ښکته موقعیت ولري ترڅو له کڅوړې څخه مثانې ته د ادرار له دوباره گرځیدو څخه مخنیوی وکړو.

هراته ساعته وروسته او یا هم کله چې دغه کڅوړه ډیره ډکه شي باید هغه تخلیه او د اړتیا په صورت کې باید هغه په نوې کڅوړه بدله کړو. هغه ناروغان چې کتیتر لري ؛ باید هره ورځ د احلیل هغه برخه چې کتیتر ترې راوځې او همدارنگه په خپله کتیتر د اوبو او صابون په واسطه ومنځي. همدارنگه د هر قضاې حاجت څخه وروسته باید ساحه ومنځل شي ؛ ترڅو له انتان څخه مخنیوی وشي. که چیرته ناروغ Supra pubic کتیتر ولري نو باید هره ورځ د خیتې هغه برخه چې کتیتر ترې راوځي او په خپله کتیتر ومنځي. یو فولي کتیتر د بیلابیلو اهدافو لپاره کارېږي چې ځینې یې په لاندې ډول ډي:

  1. د احلیل د جروحاتو د تشخیص او درملنې لپاره.
  2. د مثانې د جروحاتو د تشخیص او درملنې لپاره .
  3. د احلیل او مثانې د فیسټولونو د تشخیص او درملنې لپاره.
  4. د Residual urine د معلومولو او اندازه کولو لپاره.
  5. د مثانې تخلیه په هر منظور چې وي او د ادرار احتباس.
  6. مثانې ته د کثیفه موادو داخلول.
  7. د لابراتواري معایناتو لپاره له مثانې څخه د ادرار اخستل.
  8. د Incontinence په صورت کې.
  9. په یوشمیر عملیاتونو کې لکه د پروستات او نسایي ولادي.
  10. په یو شمیر طبي حالاتو لکه Multiple Sclerosis ، د ستون فقرات ترضیضات او Dementia کې هم د کتیتر تطبیق ته اړتیا پیداکیږي.

د یوه سند د تطبیق په وخت کې لاندې موادو ته اړتیا لرو:

  1. فولي کتیتر.
  2. په اوبو کې منحل Lubricant gel.
  3. لس سي سي سرنج.
  4. مقطری اوبه د فولې د بالون د ډکولو په خاطر.
  5. د ادرار د جمع کیدو لپاره یوه معقمه کڅوړه.
  6. د معقمو دستمالونو ( Drapes) شته والی.
  7. معقم لاس ماغوگان.
  8. پایودین.
  9. معقم Gauze.
  10. د یوې معقمې پیالې یا بوتل موجودیت چې په هغه کې د ادرارو نمونه لابراتوار ته لیږو.
  11. د فورسپسونو موجودیت.

ښځو ته د کتیتر تطبیق : د ښځو احلیل نظر د نارینوو احلیل ته لنډ دی او په حوصله کې د مهبل څخه پورته موقعیت لري. ناروغ ته Supine position ( ستوني ستغ ) وضعیت ورکوو داسې چې دواړه کوناټي یې د معاینې د میز په څنډه ایښي وي. د احلیل باندنۍ خوله ښکاره او فولې تطبیقوو. وروسته د فولې بالون له اوبو څخه ډکوو او له بولي کڅوړې سره یې نښلوو. نارینوو ته د فولي کتیتر تطبیق : د نارینوو احلیل نظر د ښځو احلیل ته اوږد دی. دلته هم ناروغ ته Supine وضعیت ورکول کیږي او بیا لکه د پورته په شان فولي کتیتر په دې ډول تطبیقیږي چې لومړی احلیل او د هغه شاوخوا ساحه د انتي سپتیک محلولونو په واسطه پاکوو ، پاکول د احلیل له خولې څخه پیل او په دایروي شکل له مرکز نه محیط خواته پاکولو ته ادامه ورکوو. وروسته فولې کتیتر د یوه ښویونکي ( Lignocain gel ) په واسطه ښویوو او ممثانې ته یې د احلیل له لارې په کراره کراره ننه باسو ، کله چې کتیتر تطبیق شو نو د کتیتر بالون د ۱۰ سي سي پاکو اوبو په واسطه پړسوو. د بالون د پرسولو په وخت کې باید ناروغ د درد احساس ونه کړي. په دې وخت کې که چیرته په مثانه کې ادرار موجود وي نو د فولي کتیتر له لارې د باندې راوځي او د ادرار په کڅوړه کې جمع کیږي. د کتیتر لرې کول یا ایستل: د کتیتر بالون د یوه سرنج په مرسته تخلیه ، بیا فولي کتیتر د باندې کش او ایستل کیږي.

سرچينې

۱-http://en.wikipedia.org/wiki/catheter.
۲-http://www.emedicinehealth.com/script/main/art.asp?articlekey=58708&page1 to 7[مړه لينکونه]
۳-https://www.nlm.nih.gov/medlineplus/ency/article/003981.htm.
۴-Taber’s cyclopedic medical dictionary, 1997 , F.A. Davis company.
۵-Stedman’s electronic medical dictionary, version 6 , 2004, Lippincott and Wilkins.
۶-Wordweb pro dicrionary, version 5.2, 2007, Antony Lewis.