کاشي یو نري د ښیښې پوښ دی چې لوښیو (کټوې)، د لمبلځي او د گوښه ځای د اړتیا شیان لکه (لاس وینځی، کموډ) د دېوال خښتو، د ځمکې د فرش خښتو، د بام خښتو (کپریل) او نورو د خټو پخ شویو شیانو ته د ساتنې، ښکلا او په اسانه د پاکېدنې په موخه، ورکوي. کاشي خټې ته کلک توب وربښې او د مایعاتو د ساتلو وړ یې گرځوي. د یوه خټن څیز کاشي کول په راز راز کیمیاوي پوډري توکونو کېږي. د دغه توکونو کچه د کاشي په رنگ اغزې لري.

کاشي لوښی

جوړېدنه

د کاشي کولو توکي کټ مټ د ښیښې دي، سليكان ډاي اکسایډ یا سليکا چې په کورتز کې موندل کېږي دې سره د سرپو اكسايډ او فلدسپار سره میده (اوړه) کوي او اوبړن کوي او لوښی په کې ننه باسي. بیا یې په اورغالی کې تر هغه درجې اېږدې چې خټه د بڼې بدلون ته ونه رسېږي.

رنگونه

هر رنگ خپل اړوند لرونکی توکی لري: د بېلگه په توگه د شین او پوخ شین ته د كوبالټ اكسايډ ، د زرغون رنگ لپاره د کروم اكسايډ، د زېړ – سور – پوخ سور لا تر توره د اوسپنه د اكسايډ څخه کار اخلي.