څلوريزه يا رباعي هغه شعري فورم دى، چې له عربي څخه پښتو ته راغلى دى. دا فورم څلور مسرې لري، له ځينو استثنايي حالاتو پرته چې په هغه کې کېدى شي د درېيمې مسرې يوه څپه د قافيه والو مسرو تر څپو کمه يا زياته شي، په ټوليز ډول د ټولو څلور واړو مسرو د څپو شمېر سره مساوي وي. د رباعي لومړى بيت مقفى وي، درېيمه مسره يې قافيه نه لري او د څلورمې مسرې قافيه يې د مطلعې قافيه تعقيبوي.د غزل په شان په څلوريزه کې هم رديف اختياري وي، خو کله چې د رباعي په مطلع کې رديف راوړل شو څلورمه مسره کې به ضرور بيا هماغه رديف تکرارېږي.