پویتر اېلیچ چایکوفسکي

پویتر اېلیچ چایکوفسکي (په روسي ژبه: Пётр Ильи́ч Чайко́вский، د ۱۸۴۰ کال د مې له ۷ – د ۱۸۹۳ کال د نومبر تر ۶) د رومانتيک دورې یو روسی کمپوز جوړونکی و. نوموړی لومړی روسی کمپوزر و چې موسیقي یې په نړیواله کچه تلپاتې اغېزه پرېښوده. هغه په اوسنیو کلاسیکو نندارو کې ځینې خورا مشهور کنسرتي او تیاتري د میوزیک ټوټې لیکلې، چې په کې د هیلۍ جهیل (Swan Lake) او مندک-ماتونکی (The Nutcracker)، د ۱۸۱۲ د پیل موزیک (1812 Overture)، د هغه لومړی پیانو کنسرتو، وایلین کنسرتو، د رومیو او جولیټ خیال-پیل موزیک، څو سمفوني، او د یوګیني آنګین اوپرا موزیک ګډون لري. [۴]

پویتر اېلیچ چایکوفسکي
پویتر اېلیچ چایکوفسکي
پویتر اېلیچ چایکوفسکي

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
سینټ پیټرزبورګ [۲]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل کولرا   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای
تابعیت روسي سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت شیري   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه روسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه ټنګټکور [۳]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
پویتر اېلیچ چایکوفسکي
پویتر اېلیچ چایکوفسکي

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

چایکوفسکي چې که څه هم د موسیقۍ په برخه کې برلاسی و، خو د یو ملکي کارکوونکي په توګه یې زده کړې کړې وې ځکه چې په روسیه کې د موسیقي مسلک په برخه کې لږ فرصت موجود و او په هغه وخت کې د عامه موسیقۍ د زده کړې هېڅ سیسټم شتون نه درلود. کله چې د دې ډول زده کړې لپاره فرصت رامنځ ته شو، نوموړي د سنټ پیټرزبورګ د ښکلو هنرونو نوي پوهنځي ته شامل شو، چې له هغه نه په ۱۸۶۵ کال کې فارغ شو. هغه رسمي غربي زده کړې چې نوموړي هلته ترلاسه کړې، نوموړی یې د معاصر ملتپال غورځنګ له کمپوزرانو څخه جلا کړ چې د پڼځه ډلې روسیې کمپوزرانو لخوا جوړ شوی و او نوموړي له هغوی سر یې ګډې مسلکي اړیکې درلودې.

د چایکوفسکي روزنې هغه ته داسې لاره وښوله چې خپلې زدکړې د هغه څه سره مدغم کړي چې بومي موسیقۍ دودونو څخه یې په کوچینوالي کې زده کړي وو. له دې ادغام څخه، هغه یو شخصي، خو په ناڅاپي توګه روسی بڼه را منځ ته کړه. هغه اصولو چې د روسی موسیقۍ مېلودې، همغږي (هارموني) او نور اساسات تر اغېر لاندې درلودل په بشپړ ډول د هغو اصولو سره مخالف وو او داسې برښېده چې په پراخه کچه په لوېدیځه موسیقي کې یا د ګډه بڼې په را منځ ته کېدو کې د روسي موسیقي د کارونې پولې ماتې کړي، او د شخصې کرکې لامل شو او د چایکوفسکي ځان باوري یې زیانمنه کړه. د روسیې دود یو جلا شخصیت نندارې ته وړاندې کړ، چې د هغې بومي او او منل شوي عناصر د لوی پیټر له زمانې راهیسې په پراخه کچه جلا شوي وو. دا د دې هېواد د ملي هویت په اړه د روښان انده طبقې تر منځ د شک لامل شو، چې د چایکوفسکي په مسلک کې د یو ابهام په بڼه منعکس شو.

د هغه د ډېرو مشهورو لاس ته راوړنو تر څنګ، د چایکوفسکي ژوند د شخصي ناورینونو او دیپریشن (ژور خپګان) له امله اغېزمن شو. په دې کې ښکېل لاملونه ښوونځي ته د تګ سره سم له خپلې مور څخه د هغه لومړي بېلتون و چې ورپسې د هغه د مور مړینه؛ د نږدې ملګري او همکار نیکولای روبینسټین مړینه؛ او د هغه د لوی عمر د یوې تلپاتې اړیکې، چې د بډایه کونډې نادیزدا وان میک سره د هغه ۱۳ کلنه ملګرتیا وه، او د نوموړي مالي ملاتړ کوونکې هم وه څه هم دوی هېڅکله نه وو لیدلي، له منځه تلل وو. د هغه همجنسبازي، چې پټ یې ساتلې وه، په دودیز ډول هم یو لوی لامل ګڼل کېږي، که څه هم ځینې موسیقي پوهان اوس د دې اهمیت کموي. په ۵۳ کلنۍ کې د چایکوفسکي ناڅاپه مړینه عموماً د کولرا له امله ګڼل کېږي، خو په اړه مخالف موجود چې آیا په ریښتیا هم کولرا لامل و، او یا آیا دا چې چ مړینه یې تصادفي که قصدي. [۵]

پداسې حال کې چې د هغه میوزیک مخاطبینو تر منځ کې مشهور پاتې شوی، په پیل کې انتقادي نظرونه موجود وو. ځینو روسان په دې احساس وو چې هغه د بومي موسیقۍ د ارزښتونو استازیتوب نه کاوه او په دې شک وو چې اروپایانو دا موسیقي د لوېدیځ عناصرو د درلودو لپاره منلې وه. د وروستۍ ادعا د څرګند ملاتړ لپاره، ځینې اروپایانو د چایکوفسکي ستاینه وکړه چې د یوازینۍ بیګانه پالنې پرځای یې ډېره د ریښیني ماهیت موسیقي وړاندې کړې ده ویې ویل چې هغه د روسیې کلاسیکې موسیقۍ له کلیشه یي بڼې څخه لوړ تللی دی. نورو د چایکوفسکي میوزیک د "لوړ فکر د نشتون" له امله رد کړ او د هغې رسمي کارونه یې تمسخر کړل کې ګواکي نیمګړي دي وی او په کره توګه غربي اصولو نه تعقیبوي.  [۶]

سرچينې سمول

  1. پیوستون : 118638157  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/2808 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19981002507 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  4. "Tchaikovsky". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. According to longtime New York Times music critic Harold C. Schonberg.