پوښتنه يوه ژبپوهنيزه اصطلاح ده چې د مالوماتو د غوښتنې په وخت کې کارېږي، او يا هم پخپله غوښتنه د همداسې يوې اصطلاح په اظهارولو سره ترسره کېږي. هغه مالومات چې د غوښتنې د اصطلاح په غبروگون کې رابرسېره کېږي د ځواب په نامه يادېږي. که څه هم چې پوښتنې د امريه جملاتو په توگه چې اکثرا د يوه امر د اظهارولو يا څرگندولو په بڼه راپورته کېږي خو پوښتنې اکثراً د گروېږونکو جملاتو په کارولو سره هم راولاړېږي: د ساري په توگه،راته ووايه چې دوه او دوه څو کېږي؟، د محمود کور چېرته دی؟ دې ته ناورته ځينې جملې لکه، مالگنۍ راته په لاس کې راکولای شی؟ د پوښتنې يوه داسې گرامري بڼه ده چې د يوه ځواب د وييلو پخاطر نه بلکه د يوه عمل د ترسره کولو د غوښتنې په ترڅ کې ترسره کېږي. په همدې خاطر وييلی شو چې پوښتنې گڼ عملي اړخ لري. (د نظر له مخې داسې يو عبارت نه يوازې د يوې غوښتنې په توگه ښکاري بلکه د يوه بل شخص هغې هيلې په توگه هم گڼل کېږي چې د غوښتنې سره يې د توافق لپاره اظهاروي)

د پوښتنو په ځوابولو کې څلور لارې دي. کومې څلور لارې؟ ځينې داسې پوښتنې دي چې د وېشنيزې له مخې بايد ځواب شي[سمدلاسه هو، نه، داسې، هغسې]. ځينې داسې پوښتنې دي چې په شننيزو ځوابونو (کيفيتي) بايد ځواب شي [د څرگندولو او بياوضاحتي اصطلاحگانو په مرسته]. ځينې نورې داسې پوښتنې دي چې په وړاندې يې د پوښتنو ولاړولو په مرسته بايد ځواب شي. داسې پوښتنې هم شته چې بايد په څنگ پرېښودلی شي. دا د پوښتنو د ځوابولو څلور لارې دي

- بودا