پوځي څارگره اداره (د چېک جمهوريت)

(له پوځي څارگره اداره نه مخ گرځېدلی)

پوځي څارگرہ اداره (په چېکی کی:Vojenské zpravodajství) د چېک د جمهوریت یوه پوځي اداره ده چی په ۲۰۰۵ کال کی جوړه شوه. دغه څارگرہ اداره د چېک د درو استخباراتي څانگو څخه يوه اهمه اداره ده. دغه د څارگره اداره د پوځي اطلاعات ، د ترهگرو تهديدونو او د هېواد امنيتو سره پزره پورتيا لری. د پوځي څارگرې ادارې مرکزيت په پراگ کی دی. د ادارې مشر Jan Beroun دی[۱] چی د دفاع د وزیر ته مسئول دي. د ادارې مشر هر کال د ادارې د فعالیت په باره کی په انټرنېټ کی یو رپورټ خپروی. پوځي څارگرہ اداره د 154/1994 قانون لخوا تعریف شوی ده.[۲]

Vojenské zpravodajství

مشر:Jan Beroun
اداره: د چېک پوځ
د بنسټ کال:۲۰۰۵
اهمې څانگې:
  • Joint Intelligence X (JIX)
  • Joint Intelligence Bureau (JIB)
  • Joint Counter Intelligence Bureau (JCIB)
  • Joint Intelligence North (JIN)
  • Joint Intelligence Miscellaneous (JIM)
  • Joint Signal Intelligence Bureau (JSIB)
  • Joint Intelligence Technical (JIT)
د ياد وړ مشران:
  • brig. generál Ing. Miroslav Krejčík
  • brig. generál Ing. Pavel Adam
  • generálporučík Ing. Ondrej Páleník
  • gen.ing. Rostislav Pilc
  • Jan Beroun
پوځي څارگرہ اداره په پراگ کی آدرس:
Ministerstvo obrany
Tychonova 1
16001 Praha 6
Telefon: +420 973 200 400 Fax: +420 973 200 450
د سوگ وسله وال ځواکونه د هلمند په ولایت کی

پوځي څارگره اداره

پوځي څارگره اداره په خارج کی (لکه: په بالکان، عراق، افغانستان او شمالی آفريقا کی ) پوځي عملیات رهبري کوی او مهم اطلاعات د خطرناکو او دښمنو ډلو په هکله چی چېکي پوځیانو او نورو کارکوونکو تهدید کوی، ټولوی. عسکري افسران ټول شوي معمولات د دفاع وزارت ته ورکوی. نوموړی عسکري افسران په ځانگړی ډول د بی پیلوټو الوتکو (لکه سکن ایگل، آر کیو - ۱۱ ړاوېن )، پوځو ژباړونکیانو، جاسوسو سپوږمکو او تېلفونو د شبکو اورېدونکو وسایلو څخه د مهمو معمولاتو د ټولولو لپاره کار اخلي. خو څو مهمو خبرونو د انټرنېټ د وراشو او وېب پاڼو څخه هم اخیستل شوي دی. د چېک د عسکرانو په هکله هم معلوم دی چی د مهمو اطلاعتو په مقابل کی قومو خلکو ته پيسې, تبلیغاتي نشريې [۱] او نورو سوغاتونو ور کوي. په ۸ جولای کی په ۲۰۱۴ کال کی بگرام ته نژدې کله چی چېکي عسکرانو د قومو خلکو سره خبرې کول او پنسلونه ماشومانو ته یی هم ور کول نو په دغو عسکرو فدایی بريد تر سره شو. [۳] د چېک پوځي قوماندان زیاتره د افغانی ژباړونکیانو د مرستو څخه استفاده کوي. خو ځيني چېکی عسکران په پښتو يا دري هم پوهېږي. د چېک پوځ تقريبا ۲۶ تنه افغاني ژباړونکيان (ترجمانان) لري چی د طالبانو او نورو مخالفینو مخابره څاروي. چېکی قوماندانان وایی چی مخالفین څپله مخابره په راډيو کی په رمز نه اړوي او د دي لپاره چېکي عسکران په اسانی توکه د مخالفينو ډلې منځه وړلای سی. په ۲۰۱۴ کال کی د چېک حکومت ژبه ورکړه چی هر افغانی ژباړونکي ته پناه ورکړي. [۴] په۲۰۱۴ کال کی په افغانستان کی ۲۸۴ چېکي عسکرانو خدمت کول. د چېک د ايساف قوماندان ډگروال Stanislav Hudeček دِی [۲][مړه لينکونه] چی د کابل په نړيوال هوايي ډگر کی مرکز لری. [۵] د هر عسکر مالیه ۵،۵۰۰ ډلاره وي او د چېک حکومت هر کال په افغانستان کی د پوځي عملیاتو دپاره پوځ ته دوه بیلیونه کرونا ور کوي. د چېک په جمهوريت کی د افغانستان اشغال د خلکو لخوا انتقاد شوي دي د ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کی لس چېکي عسکر وژل شوي وو.

پوځي عملیات

۶۰۱ خاصي ځواکونه [۳] Archived 2013-06-03 at the Wayback Machine.601skupina speciálních sil generála Moravce چی ۶۰۱ اس کا اس اس په نوم یاد شوي دی یوه پوځي ډله ده چی د پوځي څارگره ادارې لخوا رهبري شوي ده. نوموړي ډله مثال په توکه د ستراتیژیکی اطلاعات د دښمنانو ځواکونو په هکله ټولوي، د دښمنانو قوماندانانو یا نورو مهمو خلکو تښتوي یا پر هغو باندی وژونکی بريد کوي. نوموړي عسکران د پوځي الوتکو او پوځي هلیکپترونو سره هم همکاري کوی او د دښمنانو پر اهدافو باندي د ليزرونو او نورو تخهيزاتو په مرسته د الوتکو بمونو او توغنديو لارښووي. دغه خاصی ډله د دوستی شويو ځواکونو د پوځي مشقونو یا تمرینونو سره مرسته کوي. نوموړي ډله د ۲۰۰۶ کال څحه راهیسي په بالکان، افغانستان (کندهار، ننگرهار او کابل) کی د ملی ځواکونو سره همکاري کوي. د ۶۰۱ خاصی ځواکونو عالی قوماندان ډگروال David Franta دی. [۴] Archived 2015-04-08 at the Wayback Machine. د دی ډلې مرکز (قشله) د Prostějov په ښار کی پروت دي. [۵] Archived 2015-02-27 at the Wayback Machine.

بگرام هوایی تمځای

 
د چېک د وسله والو ځواکونه

چېکی عسکران د ۲۰۱۳ کال څخه تر اوسه پورې د ایساف عملیاتو په ترڅ کی د بگرام هوایی تمځاي مدافعه کړي دي. دغه عسکران هم ژمن دي چي د بېلا بېلو برخو کی د راکټي بریدونو پرضد کارونه، د مخالفینو پر صد استخبارتي فعالیت او د قومو خلکو سره همکاري تر سره کړي. هره پوځي ډله ۱۵۰ - ۲۰۰ تنه عسکران لري په دی دلې کی قوماندان، افغاني ژباړونکي، آتش باز، غوغتیاپال او ټوپکچي دی. د چېک پوځ په افغانستان کی International MaxxProمړاپ زره پوښ موټر کاروي.




د عملیاتو تاريخ
ډله قوماندان معمولات
د چتربازانو پوځي ډله [۶] Archived 2014-12-08 at the Wayback Machine.43. výsadkový prapor Jiří Pazděra [۷] 2014
۷۲ پوځي کنډک Petr Liška [۸] Archived 2017-08-10 at the Wayback Machine. 2014-2015
11. ÚU AČR RS Ing. David Schnábel. [۹] Archived 2015-04-05 at the Wayback Machine. 2015-

سوگ په هلمند کی

سوگ Special Operation Group [۱۰] سوگ یوه پوځي او پوليسی ډله وه چی په هلمند ولایت کی په ۲۰۰۸ کال کی یی د امریکایی ځواکونو سره همکاري کوله. دغه ډله په دی ولایت کی د بشردوستانو کار کونکو سره هم مرسته او همکاري کوله. د سوگ پوځی ډله په ۲۰۰۹ کال کی د چېک د حکومت لخوا لغو شوه. په دی کال کی د سوگ څو عسکرانو وویل چی د هلمند او لوگر په ولایتونو کی په عملیاتو کی پرته له ترهگرانو او نورو مخالفینو نه قومی خلک او ماشومان يي هم په قصدي ډول وژل او څو عسکرانو پر پوځي لباس باندی نازي سمبلونه (نښې) هم درلودل [۶][۷] د سوگ قوماندانان ډگروال Miroslav Murček [۱۱][مړه لينکونه] ډگروال Petr Krčmář [۱۲] او جگړن Pavel Horňák [۱۳] ول.

د مشرانو فہرست

د مشرانو فہرست
د مشر نوم تاریخ تصویر
gen. Ondřej Páleník ۲۰۰۷-۲۰۱۲ [۱۴]
gen.ing. Milan Kovanda ۲۰۱۲-۲۰۱۳ [۱۵]
brigádní generál Ing. Rostislav Pilc ۲۰۱۴ [۱۶] Archived 2013-12-16 at the Wayback Machine.
Jan Beroun ۲۰۱۴ [۱۷]

سرچينې

  1. http://nazory.aktualne.cz/komentare/beroun-v-cele-vojenskych-spionu-cisteni-augiasova-chliva/r~e1ceebc4590f11e4bdad0025900fea04/
  2. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. http://zpravy.idnes.cz/pohreb-vojaku-padlych-v-afghanistanu-dso-/domaci.aspx?c=A140714_084948_domaci_jw
  4. http://www.armyweb.cz/clanek/muzi-na-odstrel
  5. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. http://www.tyden.cz/rubriky/domaci/cesti-dobrodruzi-v-afghanistanu-si-chodili-tajne-zastrilet_116105.html#.VHNDWdKG9Bk
  7. http://zpravy.idnes.cz/vyznamenani-velitele-z-afghanistanu-nosili-nacisticke-symboly-ps8-/domaci.aspx?c=A091108_231440_domaci_kot

´