په استرلیا کې د ماشوم زیانول

د استرلیا په ټول هېواد کې د ماشوم زیانول قانوني دي. د ماشوم د زیانولو په اړوند کوم فدرالي قانون نشته او د ماشوم د زیانولو عملیه په ټولو قضایي حوزو کې د غیر جرمي عمل په توګه تصویب شوې ده. د ماشوم زیانولو ته لاسرسی په اداري واحدونو کې فرق کوي:  د جراحۍ له لارې د ماشوم زیانول د تقاضا له مخې د امېندوارۍ له دوه ویشتمې تر څلور ویشتمې اونۍ پورې په ټولو حوزو کې  او د تسمانیا په سیمه کې تر شپاړلسو اونیو پورې شوني دي. له دې د لوړو میاشتو عمر لرونکوماشومانو دزیانولو شرط د دوو داکترانو منظوري ده که څه هم د استرلیا په پلازمېنه کې د یوه دا کتر منظورۍ ته اړتیا وي.  

کم له کمه له کال ۱۹۸۰ راهیسې، نظر پوښتنو ښودلې چې ډېری استرلیایان د ماشوم د زیانولو له حقوقو ملاتړ کوي او دا ملاتړ په ډېرېدو دي. په داسې حال کې چې په استرلیا کې د ماشوم زیانولو په ضد  تاوتریخوالی لږ دی ، خو د ماشوم زیانولو ضد فعالین ځینې تکتیکونه لکه د ماشوم زیانولو کلینیکونو څخه بهرښکنځل کول، تهدیدول او دې کلینیکونو ته د ننوتلومخنیوی کاروي. دې حالت ته په ځواب، ټولو قضایي حوزو داسې قوانین پلې کړي چې له مخې یې د ماشوم د زیانولو معترضینو له خوا د ماشوم د زیانولو کلینیکونو حدودو کې د مراجعینو او کارکوونکو د ځورونې مخنیوی کيږي. د دې قانون پلې کېدل په کال ۲۰۱۳ کې د تسمانیا په سیمه کې پیل شول او په کال ۲۰۲۱ کې لویدیځې استرالیا ته وغزیدل.  [۱]

د یوې ښځې جنسې ملګری اړتیا نه لري چې د ماشوم له زیانولو خبر شی او استرالیايي محکمې د ماشوم د زیانولو د پروسې د مخنیوي لپاره کوم حکم نه صادروي  که څه هم غوښتونکی د ماشوم غیر قانوني پلار وي. د ماشوم د زیان لپاره د انتظار هېڅ ډول دوره نه تحمیلیږي یو صغیر اړتیا نه لري چې د وړاندیز شوي ماشوم زیانولو په هکله والدین خبر کړي او نه د والدینو رضایت اړین دی. په داسې حال کې چې د ماشوم زیانول د ایالتونو او قلمرونو له خوا تنظیمیږي، کړنلاره یې تر یوه حده د فدرالي حکومت د روغتیا د برنامې، طبي څارنې برخې او یا د شخصي روغتیایي پاملرنې بیمه کوونکو له خوا تمویلیږي. [۲]

تاریخ سمول

له استعمار راهیسې، د ماشوم زیانول تل د ایالتي قانون ( پخوا استعماري قانون) له خوا اداره کېږي. د نولسمې پېړۍ له پاي څخه دمخه، هر استعماری دولت د کال ۱۸۶۱  شخص په ضد  د توهین شاهي قانون چې د کال ۱۸۳۷، ۱۸۲۸ انګلیسي قانونونو څخه اخیستل شوی و قبول کړی و چې دې قانون  په هر ډول شرایطو کې د ماشوم زیانول غیر قانونې بللي و. له هغه وخت راهیسې، په هر ایالت کې د ماشوم د زیانولو قانون د قضيې او په تقنین کې د بدلونونو له امله د تحول په حال کې دی. [۳]

په کال ۱۹۶۹ کې په استرلیا کې د ماشوم د زیانولو د قانوني کولو په اړوند یوه قضايي رویه د مینهنیت  دحکم  په واسطه د ویکتوریا په محکمه کې د آر وي دویدسون د قضیې په نامه وړاندې شوه چې په هغې کې د ماشوم زیانول که چېرې د اړونده ښځې فزیکي او دماغي ساتنه ضرور وی او او په دې شرط چې هغه خطر چې د ماشوم د زیانولو له امله  وي د هغه خطر په پرتله ډېر نه وي چې د ماشوم زیانول یې د مخنیوي لپاره په پام کې نیول شوی وي، د قانون له نظره توجیه شول. له هغه وروسته د محکمي حکمونو اوتقنیني سمونونو په استرلیا کې د ماشوم د زیانولو لپاره د یوه طبې چوکات د برابرولو سره مرسته وکړه، د مینهنیت حکم وروسته په پراخه کچه د محکمو له لورې په نیو سوت ویلز او کوینزلند کې ومنل شول او په  ځينو نورو ایلتونو کې یې هم نفوذ وموند. د وخت په تېرېدو، دا حالت په بشپړه توګه د ښځې د رواني روغتیا  کې شاملیږي چې په پایله کې ناغوښتل شوې امېندواري له کلینیکي اړخه زیان رسوونکې تعبیریږي. [۴][۵][۶]

د کال ۱۹۹۰ په نیمایي کې، د استرلیا قدرت هوارد محافظه کار حکومت لاس کې و، چې په سنا کې دقدرت موازنه د تسمانیایي ( تسمانیا د استرلیا یو ایلت دی) خپلواک محافظه کار سناتور براین هارادین په لاس کې وه. هوارد له براین سره یوه معامله وکړه تر څو د هغه له خوا د ملي تېلې کمونیکشن  خدمت جمتو کوونکی تېلې کام خصوصي کولو په ګډون د ځينو قوانینو څخه ملاتړ وکړي. په مقابل کې، هارادین د ماشوم د زیانولو لپاره د یو شمېر محدودیتونو لګولو لپاره د هوارد ملاتړ ترلاسه کړ. په پایله کې،  د نورو دواوو برعکس ماشوم زیانونکو دواوو پلور مخکې له دې چې د معالجوي توکو د ادارې له خوا وارزول شي باید د روغتیا د وزارت منظورې ولري. د معالجوي توکو د ادارې ارزونه په استرلیا کې د دواګانو د پلور لپاره یو شرط و، او د وزیرانو له خوا رد کېدلای شو. د RU-486 په نامه د ماشوم زیانولو  په دوا چې په بهر کې په پراخه توګه کارېده په استرلیا کې بندیز ولګېد. د روغتیا د وزیر توني ابات له خوا استرلیا ته ماشوم زیانونکي دوا د راوړلو په وړاندې  دوامداره مخالفت د دې لامل شو چې د کال ۲۰۰۵ په پای کې د خصوصي اعضاوو لایحه ( دا لایحه د پارلمان د خصوصي غړیو له خوا پېشنهادېږي او د حکومتي تقنین برخه نه ده) معرفي شوه چې دا منظوري بیرته د معالجوي توکو ادارې ته وسپارل شی. دا لایحه په کال ۲۰۰۶ کې قانون شو. له کال ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۲ پورې دا دوا لاهم د معالجوي توکو په اداره کې ثبت شوې نه وه او روغتیایي کارکوونکو د معالجوي توکو ادارې څخه یوې قانوني حل لارې ته اړتیا درلوده ترڅو دا دوا تجویز کړي، د دې دوا له ثبت څخه وروسته هم د دي دوا کارونه ځانګړي شرایط او محدودیتونه در لودل . په استرلیا کې د طبی ماهرینو تر منځ داسې نظرونه شته چې د ماشوم زیانوونکې دواوې په استرلیا کې له حد نه ډېرې تنظیم شوې دي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په کال ۲۰۰۶ کې د ماشوم زیانونکې دوا په اړوند د وېتو قدرت له لاسه ورکولو وروسته ، د روغتیا وزیر توني ابات امېندوارو ښځو ته د کلیسا  دملاتړ شوو ډلو  له لارې د بدیلو مشورو ورکولو د تمویل لپاره  بې بریالیتوبه تبلیغات وکړل تر څو په هیواد کې د ماشوم زیانولو کچه را ټيټه کړي. په کال ۲۰۱۰ کې چې ابات د لېبرال د ګوند د مشر په توګه  د ټاکل کېدو هڅه کوله هغه وعده وکړه چې د ماشوم زیانولو په قوانینو کې به کوم بدلون نه راوړي.   [۱۴][۱۵]

په کال ۲۰۱۷ کې، سناتور کوري برناردي د ماشوم انتخابي زیانولو د مخنیوي لپاره یو وړاندیز وړاندې کړ. وړاندیز له ۳۶ رایو څخه ۱۰ رایي یوړې. داسې شواهد نشته چې په استرلیا کې د ماشوم انتخابې زیانول د معمول وي، که څه هم د بشرې حقونو د قانون د مرکز د بیان له مخې، د ماشوم زیانولو د کړنلارې په وړاندې د تحریمونو لګولو هڅه د هغو کسانو یو پېژندل شوی تکتیک دی چې د ماشوم زیانولو مخالف دي تر څو وکولای شي د ښځو لاس رسی ماشوم زیانولو ته محدود کړي.  [۱۶][۱۷]

له کال ۲۰۲۰ تر ۲۰۳۰ پورې د ښځو د روغتیا ملي ستراتيژي چې په کال ۲۰۱۹ کې د روغتیا د دپارتمنت له خوا خپره شوې ده (( د امیندوارۍ د ختمولو خدماتو ته د مساوي لاس رسی)) د مور، جنسي او امیندوارۍ برخو کې د روغتیا لاس ته راوړلو کې د بریالیتوب لپاره یو مهم ګام دی. [۱۸][۱۹]

د کال ۲۰۱۹ له فدرالي ټاکنو د مخه، د استرا لیا د کار ګر ګوند د ۲۰۱۹ فدارالي ټاکنو لپاره د ماشوم زیانولو یوه ملي پالیسي ښکاره کړه. د دې ګوند په پالیسۍ کې د همګټو هېوادونو له خوا د تمویل د نویو هوکړه لیکونولاندې عامه روغتونونو ته اړتیا چې په دومداره توګه د ماشوم زیانولو کړنلارې وړاندې کړي، د نوي جنوبي ویلز تشویقول چې د ماشوم زیانول د جرمي قوانینو څخه لري کړي او په تسمانیا کې د ماشوم د زیانولو د یوه کلینیک جوړول شامل و. د دې په ځواب کې د لېبرال د ګوند مشر سکات موریسون وويل چې دا موضوع جدال پیدا کوونکې اوحساسه  ده او تصمیم باید ایالتونو ته پرېښودل شي. د موریسون د ائتلاف ملګري په پراخه کچه غلي و، په داسې حال کې چې د د استرلیايي کریستین لابي او چریش لایف په ګډون د ماشوم زیانولو ضد ډلو په موضوع کې د کارګر کوند ضد کمپاین وکړ. چریش لایف ډلې په په ناسمه توګه ادعا کوله چې کار ګر ګوند د ماشوم د زیانولو نهایتا زړه اجندا لري او که دوي ټاکل شوي وای نو ډېر ماشومان به مړه شوي و. د کار ګر له ګوند څخه لومړي وزیر اد هوسیک چې په ټاکنو کې یې خپله څوکۍ ساتلې وه وویل چې د ګوند له خوا د ماشوم د زیانولو د پالیسۍ غلطه ښودنه هغه لامل و چې د ده د رایو د کموالي سبب شو. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د ماشوم د زیانولو په ضد تاوتریخوالی او اعتراضونه سمول

په استرلیا کې د ماشوم په زیانولو اړوند تاوتریخوالی نادر ده. لومړی جدي یرغل او وژنه په کال ۲۰۰۱ کې د ماشوم د زیانولو ضد فعال پیتر نایت له خوا تر سره شوه. هغه په زور سره په ملبورن کې یوه کلینیک ته په داسې حال کې ننوت چې د کریسون ټوپک او د کلینیک د دروازو د قلفولو لپاره یې له ځان سره سامان آلات لېږدول. هغه قصد درلود چې ټول ناروغان او کارکوونکي ووژني خو د یوه امنیتی ساتونکې له وژلو وروسته له پښو وغورځول شو. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې سمول

  1. Penovic, Tania (15 June 2018). "Explainer: what are abortion clinic safe-access zones and where do they exist in Australia?". The Conversation. خونديځ د اصلي څخه ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Abortion Law in Australia". Parliament of Australia. 31 August 1998. خونديځ د اصلي څخه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Baird, Barbara (January 2015). "Medical abortion in Australia: a short history". Reproductive Health Matters. 23 (46): 169–176. doi:10.1016/j.rhm.2015.10.002. PMID 26719008. S2CID 6820335. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Baird, Barbara (January 2015). "Medical abortion in Australia: a short history". Reproductive Health Matters. 23 (46): 169–176. doi:10.1016/j.rhm.2015.10.002. PMID 26719008. S2CID 6820335. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. R v Bayliss & Cullen (1986) 9 Queensland Lawyer Reports 8.
  6. کينډۍ:Cite AustLII.
  7. "Tony Abbott, the new drug watchdog". The Age. 16 November 2015. خونديځ د اصلي څخه ۱۸ جون ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Petersen, Kerry A. (2010). "Early medical abortion: legal and medical developments in Australia". Med. J. Aust. 193 (1): 26–29. doi:10.5694/j.1326-5377.2010.tb03736.x. PMID 20618110. S2CID 12758718. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "The facts of Tony's life". ABC News. 1 December 2009. خونديځ د اصلي څخه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Albury, Rebecca (2007). "Too Many, Too Late and the Adoption Alternative: Shame and Recent Abortion Debates". University of Wollongong. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. (په 2019 باندې). RU486: time to lift restrictions on medical abortion. Med. J. Aust..
  12. O'Rourke, Anne; Belton, Suzanne; Mulligan, Ea (2016). "Medical Abortion in Australia: What Are the Clinical and Legal Risks? Is Medical Abortion Over-regulated?". Journal of Law and Medicine. 24 (1): 221–238. ISSN 1320-159X. PMID 30136784. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Keane, Bernard (24 April 2014). "The lethal legacy of Brian Harradine: his long war on women's rights". Crikey. خونديځ د اصلي څخه ۲۳ جون ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "Abbott pushes abortion counselling plan". ABC News. 21 February 2006. خونديځ د اصلي څخه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Nicola Berkovic (9 August 2010). "Tony Abbott pledges to make no changes to abortion law". The Australian. د اصلي آرشيف څخه پر August 11, 2010 باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "Motions - Abortion - Gender grounds". They Vote For You. 16 November 2017. خونديځ د اصلي څخه ۲۲ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Yaxley, Louise (16 November 2017). "From croissants to communism: Bernardi uses Senate motions to make ideological points". ABC News. خونديځ د اصلي څخه ۰۱ نومبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. "Explainer: Responding to abortion and sex selection claims". Human Rights Law Centre. 15 August 2019. خونديځ د اصلي څخه ۱۰ مارچ ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. (په 30 April 2019 باندې). National Women's Health Strategy 2020-2030. Department of Health
  20. Greenbank, Amy (6 March 2019). "Labor promises free abortions, pushes to decriminalise procedure in federal election pitch". ABC News. خونديځ د اصلي څخه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Tovey, Josephine (7 March 2019). "Labor's abortion policy: all the issues explained". The Guardian. خونديځ د اصلي څخه ۰۸ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. (په 14 March 2019 باندې). Why conservatives are not making a fuss over Labor's abortion policy. ABC News.
  23. Martin, Sarah (10 May 2019). "Christian lobby targets key conservative seats in test of US-style campaign activism". The Guardian. خونديځ د اصلي څخه ۰۴ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Karp, Paul (9 May 2019). "Labor condemns anti-abortion group's claims 'babies will die under Shorten government'". The Guardian. خونديځ د اصلي څخه ۰۸ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. (په 30 May 2019 باندې). Husic points to misrepresentation of abortion policy for Labor vote loss. Daily Telegraph.
  26. کينډۍ:Cite AustLII.
  27. "Australian abortion clinic guard killed". BBC News. 16 July 2001. خونديځ د اصلي څخه ۰۴ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "Arsonists attack mosman park clinic". ABC News. 16 July 2001. خونديځ د اصلي څخه ۰۶ مارچ ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود).
  29. Sapienza, Joseph (January 7, 2009). "'Baby Killers' graffiti, bomb found at medical centre". WAtoday. خونديځ د اصلي څخه ۰۲ جنوري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)