ټولنیزعلوم د علم یوه برخه ده چې ټولنو او په هماغو ټولنو کې د وګړو ترمنځ اړیکو ته اړوندېږي. پخوا دغه اصطلاح د ټولن پوهنې څانګې (د ټولنې علم) ته چې په ۱۹ مه پېړۍ کې رامنځته شوه کارول کېده. اوس مهال دغه اصطلاح په ټولن پوهنې سربېره د علمي څانګو یوې پراخې ټولګې ته چې په کې انتروپولوژي (انسان پېژندنه)، ارکیالوژي (لرغون پېژندنه)، اقتصاد، انساني جغرافیه، ژبپوهنه، د مدیریت علم، د سیاست علم او تاریخ شاملېږي.

اثبات کوونکو (Positivist) ټولن پوهانو، له طبیعي علومو سره ورته لارې چارې د ټولنې څخه د درک په موخه د وسایلو په توګه وکارولې، له همدې امله هغوی علم د هغو د معاصرې معنا په څېر تعریف کړ. بل پلو د ټولنیزو علومو تفسیر پلوه پوهان (Interpretivist) کېدای شي له انتقادي ټولن پوهنې او یا هم د هغو له سمبولیک تفسیرنه کار واخلي، څو وکولای شي په تجربي ډول رد کېدوني نظریات جوړ کړي او له دې لارې له علم سره د هغو په پراخه معنا چلند وکړي. په معاصرو اکاډمیکو چارو کې، څېړونکي تر ډېره ټاکنیز عمل کوي، ګڼ شمېر لارې چارې کاروي (د بېلګې په توګه کمیتي او کیفیتي څېړنې سره ګډوي). د "ټولنیز تحقیق" اصطلاح هم نږدې خپلواک ماهیت موندلی، ځکه د بېلابېلو څانګو متخصصین د هغو په هدفونو او لارو چارو کې ګډون لري.

د ټولنیزو علومو څانګې

انسان پېژندنه

انسان پېژندنه کولای شو، په ټولیزه توګه " دانساني علم" په توګه یاد کړو، هغه علم چې په ټولیزه توګه د انسان ماهیت تر بحث لاندې نیسي. دغه څانګه د ټولنیزو علومو له بېلابېلو اړخونو، انساني علومو او انساني بیالوژي سره سروکار لري. په ۲۰ مه پېړۍ کې اکاډمیک علوم په بنسټیز ډول په درېو برخو ووېشل شول: طبیعي علوم چې د تکرار او تائید وړ ازموینو له مخې د ټولیزو قوانینو د رامنځته کېدو په لټه کې دي. انساني علوم په عامه توګه سیمه ییز دودونه د هغو د تاریخ، ادبیاتو، موسیقي او هنرونو له مخې مطالعه کوي او د وګړو، پېښو او ځانګړو دورو په درک ټینګار لري. ټولنیزعلوم بیا په عمومي ډول هڅه کوي چې د طبیعي علومو له لارو چارو څخه په توپیرسره د ټولنیزو پدیدو د ټولیز درک په موخه علمي لارې چارې برابرې کړي.

د اړیکو مطالعات

د اړیکو مطالعه، د انسان له ارتباطي بهیرونو سره سروکار لري، چې په عام ډول د معنا جوړولو په موخه د سمبولونو د شریکولو په توګه تعریف کېږي. په دغه څانګه کې ګڼ شمېر موضوعات، له مخامخ خبرو څخه د ټولیزو رسنیو تر خپرونو، لکه: تلویزیوني خپرونې شاملېږي. د اړیکو مطالعات د سیاسي، کلتوري، اقتصادي او ټولنیزو اړخونو له مخې د پیغامونو تفسیر ارزوي چې په څه ډول تفسیر کېږي. د اړیکو څانګه د مختلفو نومونو، لکه: "ارتباطات"، "د ارتباطاتو زده کړې"، "کلامي اړیکې"، "د معاني او بیان زده کړه"، "د اړیکو پوهه"،"رسنیزې زده کړې"، "اړیکیز هنرونه"، "ټولیز ارتباطات"، "رسنیزه ایکولوژي" او "د ارتباطاتو او رسنیو علم" تر نامه لاندې په مختلو پوهنتونونو کې رسمیت موندلی دی. 

اقتصاد

اقتصاد د ټولنیزو علومو هغه ډول دی چې د پانګې تولید، وېش او لګښت تحلیل او توضیح کوي. د اقتصاد انګلیسي کلیمه "economics" له یوناني کلیمې " οἶκος " (تلفظ oikos) د "کور، کورنۍ او مالکیت" په معنا او " νόμος " (تلفظ nomos) له کلیمې چې د "دود یا عرف او قانون" په معنا دی، اخیستل شوې چې په ټولیزه توګه یې معنا " د کورنۍ مدیریت" او یا هم د "ملکیت او یا د پانګې مدیریت" دی. اقتصاد پوه هغه کس دی چې په خپل کار کې له اقتصادي مفاهمیو او معلوماتو ګټنه کوي او یا هم په دې برخه کې د زده کړو سند ولري. په لنډه توګه اقتصاد د لیونل رابینز له خوا په ۱۹۳۲ز کال کې داسې تعریف شوی:  "هغه علم چې انساني چلند له لږ ترلاسه کېدونکو وسایلو سره په اړیکه کې چې څو ګونې استفاده ترې کېږي مطالعه کوي". له لږ لاسرسي وړ او څو ګونې استفادې پرته هېڅ اقتصادي ستونزه به نه وې. په لنډه توګه "هغه مطالعه چې څه ډول خلک خپلې اړتیاوې او غوښتنې پوره کوي" او "د انساني چلند د مالي اړخونو مطالعه".[۱]

زده کړې

په زده کړو کې تدریس او د ځانګړو مهارتونو ترلاسه کول شاملېږي، همدارنګه یو شمېر نامحسوس ژور نور موارد هم په کې شاملېږي: نورو ته د زده کړو، مثبت قضاوت او پرمختللې هوښیارتیا رسول. د زده کړو یو له بنسټیزو اړخونو څخه له یوه نسل څخه بل نسل ته د کلتور لېږدول دي. د هر انسان زده کړه د هغو له زېږون نه پیلېږي او تر مرګه یې دوام مومي. (یو شمېر باور لري چې زده کړې ان له زېږون وړاندې پیلېږي، لکه څرنګه چې یو شمېر میندو او پلرونو دغه مسئله په رحم کې د ننه د ماشوم لپاره په سندرو ویلو تجربه کړې، په دې هیله چې هغه او تکامل یې تر اغېز لاندې راولي). د یو شمېر نورو لپاره ستونزې او په ژوند کې بریاوې له رسمي زده کړو ډېرې ښوونېزې ښودل شوې (لکه څرنګه چې مارک توین څرګندوي: "هېڅکله اجازه مه ورکوئ چې ښوونځی مو په زده کړو کې لاسوهنه وکړي").

جغرافیه

جغرافیه د یوې علمي څانګې په توګه کولای شو، په ټولیزه توګه په دوو برخو ووېشو: انساني جغرافیه او فزیکي جغرافیه. انساني جغرافیه تر ډېره د چاپېرېال په جوړښت او د فضا جوړولو او مدیریت په برخه کې په انساني ونډې او په هغې فضا چې د انسان له خوا اشغال کېږي، تمرکز لري. په دغه بحث کې کلتوري جغرافیه، لېږد را لېږد، روغتیا، نظامي عملیات او ښارونه شاملېدلی شي. فزیکي جغرافیه، د طبیعي چاپېریال په څېړنه تمرکز لري، چې څه ډول اقلیم، نباتي پوښښ او ژوند، خاوره، سیندونه، اوبه او ځمکني ډولونه رامنځته شوي او له یو بل سره څه ډول تعامل لري. فزیکي جغرافیه، د ځمکې د کُرې کچ مېچ ته اړوندې پدیدې ارزوي. د مختلفو لارو چارو څخه په ګټنې د دغو دوو فرعي څانګو په کارولو سره درېیمه څانګه رامنځته کېږي چې ورته محیطي جغرافیه ویل کېږي. محیطي جغرافیه، د فزیکي او انساني دواړو جغرافیاوو په یو ځای کولو سره د محیط او انسان ترمنځ تعامل ته پام کوي. د جغرافیې په نورو څانګو کې ټولنیزه جغرافیه، سیمه ییزه جغرافیه او ژوئوماتیک شاملېږي.

تاریخچه

تاریخ د پخوانیو انساني پېښو دوامداره، منظم بیان او څېړنه ده چې د تاریخ لیکنې د پارادایمونو یا نظریاتو له مخې تفسیر کېږي.

تاریخ هم په ټولنیزو علومو او هم  په انساني علومو کې رېښه لري. د امریکا په متحده ایالاتو کې د انساني علومو ملي بنسټ (National Endowment for the Humanities) تاریخ د انساني علومو په تعریف کې ځایوي. (لکه څه ډول چې یې کارېدونکي ادبیات په کې شامل کړي). په داسې حال کې چې د ملي څېړنو شورا تاریخ د ټولنیزو علومو په توګه طبقه بندي کوي.[۲][۳][۴]

قانون

د قانون او فقې ټولنیز علم، د یوې عامې اصطلاح په توګه د هغې قاعدې په معنا ده چې (د یوې اخلاقي قاعدې پر خلاف) د بنسټونو له خوا د پلي کېدو وړ ده. له دې سره ګڼ شمېر قوانین په یوه ټولنه کې د منل شوو معیارونو له مخې دي چې اخلاقي بنسټ هم لري. د قانون مطالعه د ټولنیزو علومو او انساني علومو ترمنځ له پولو تېرېږي.[۵][۶]

ژبپوهنه

په ژبپوهنه کې د انسان د ژبې ادراکي او ټولنیز اړخونه څېړل کېږي. دغه څانګه په څو برخو چې ژبنيو سګنالونو ته اړوندېږي وېشل کېږي، لکه نحوه (syntax)(د هغو قواعدو مطالعه چې له مخې یې د جملو جوړښت برابرېږي)، معاني (semantics) (د معنا مطالعه)، مورفولوژي (morphology)(د کلیمو د جوړښت مطالعه)، فونوټیک (phonetics)(د ویل کېدونکو غږونو مطالعه) او فونولوژي (phonology)(د یوې ځانګړې ژبې د غږیز سیستم مطالعه).

سیاسي علوم

سیاسي علوم یوه اکاډمیکه او څېړنیزه برخه ده چې په کې د سیاست اړوند نظریات او چارې او د سیاسي سیستمونو او چلندونو تجزیه او تحلیل کېږي.[۷]

ارواه پوهنه

ارواه پوهنه یوه علمي او عملي څانګه ده چې انساني چلند او مغزي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نیسي.

سرچینۍ

اخځونه

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Социальные_науки
  1. "economics – Britannica Online Encyclopedia". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "About NEH". National Endowment for the Humanities. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Research-Doctorate Programs in the United States: Continuity and Change
  4. See the SSHA website
  5. see Merriam-Webster's Dictionary
  6. see Etymonline Dictionary
  7. Hindmoor, Andrew (2006-08-08). Rational Choice. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4039-3422-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)