يوسف عبدالله القرضاوي

کينډۍ:Use dmy dates کينډۍ:Over-quotation

اسلامي عالم
یوسف قرضاوي
يوسف عبد الله قرضاوي
پېژندنهShaykh
زيږيدلو نېټه۹ سپټمبر ۱۹۲۶(1926-09-09) ‏(عمر: ۹۷ کاله)
سيمهEgypt
لویه کارفقه الزکاة, الحلال و الحرام فی الاسلام, فقه الجهاد, فقه الاولویات, فقه الدولة, مدخل لمعارف الاسلام او نور...
متاثر کسانراشد الغنوشي, M.A.M. منصور

کينډۍ:صاف

يوسف عبدالله القرضاوي

يوسف عبد الله القرضاوي يو سیاستوال ، اسلام پوه او لیکوال دی .دوکتور يوسف القرضاوي په کال ١٩٢٦ز د سبتمبر په نهمه په مصر کې زېږېدلی. دی لا لس کلن و چې قران کريم يې حفظ کړ او د قرآن تجويد يې زده کړ.

مخينه

يوسف قرضاوي دوه کلن و چې پلار يې مړ شو او تربيه يې اکا ته پاتې شوه. ښاغلى قرضاوي له ځوانۍ څخه نيولې تر اوسه د اسلام په لاره کې مبارزې کړي او همدا و چې قرضاوي په ځوانۍ کې له اخوان المسلمين ډلې سره اړيکې ونيولې .له مصري استاد حسن البنا سره يې پيژندگلوي وشوه او د اخوان المسلمين سره د اړيکو په تور څو ځلې زندان ته واچول شو. په لومړي سر کې په کال ١٩٤٩ز کې د فاروق په پاچايي کې زندان ته بوول شو. له دې څخه وروسته په کال ١٩٥٤ز کې بندي شو.يوځل بيا په همدغه کال کې زنداني شوی چې شل مياشتې يې د زندان په تورو تيارو کې تيرې کړي او په کال ١٩٦٣ز کې هم زنداني شوی.

زده کړې

لومړنۍ او منځينۍ زده کړې يې په الازهر کې ترسره کړي او له دې څخه وروسته د لوړو زده کړو په موخه د الازهرپوهنتون د اصول الدين په پوهنځي کې شامل شو. په کال ١٩٦٣ز کې د اصول الدين له پوهنځي څخه په يوسل او اتيا کسانو کې په لومړۍ کچه بريالى فارغ شو. په کال ١٩٥٨ز کې يې له معهد الدراسات العربية العالية څخه په عربي ادب کې خپل ډيپلوم ترلاسه کړ. په کال ١٩٦٠ز کې يې د اصول الدين د پوهنځۍ د (علوم القرآن) يانې د قران مجید د علم له څانگې څخه خپله ماسټري ترلاسه کړه. او په کال ١٩٧٣ز کې يې له نوموړېي پوهنځۍ څخه خپله دکتورا ترلاسه کړه او خپله رساله يې د زکات په اړه ليکلې چې نوم يې "الزكاة وأثرها في حل المشاكل الاجتماعية" دي.

دندې

قرضاوي چې د عربي نړۍ په وگړو کې د علامه لقب خپل کړی په کال ١٩٦١ز کې قطر ته ولاړ او هلته د المعهد الديني الثانوي مدير پاتې شو. هلته يې د قطر وکر هم ترلاسه کړ. په کال ١٩٧٧ز کې د قطر په پوهنتون کې د اسلامي شريعت پوهنځى تاسيس کړ او د دې پوهنځي د رئيس په توگه وټاکل شو چې تر ١٩٩٠ز پورې يې د نوموړې پوهنڅۍ رئيس پاتې شوى. همدارنگه د قطر په پوهنتون کې د سنت او نبوي سيرت د څيړنيز مرکز مدير وټاکل شو، چې دا وظيفه يې تر ننه پورې روانه ده. دښاغلي قرضاوي د زده کوونکيو لخوا چې وايي : ٫٫هغه خپل ټول ژوند د خدای (ج) په لاره کې په دعوت او جهاد تېر کړی او له بل هيڅ ډول خدمت څخه يې ځان ندی ساتلی، په معاصرو علماؤ کې به داسي ډير لږ وي چې د علامه قرضاوي په څير يې اسلام ته خدمت کړي وي او اسلام ته يې هراړخيز کار کړي وي٬٬ .

په گڼ شمېر علمي سکالويوگانو ېې لیکنې

لیکوال د اسلامي دعوت په برخه کې ، د فقهي او فتوي اصولو په برخه کې ، د سيمينارونو جوړولو په برخه کې ، د ليکچرونو په اړوند سکالويوگانو په برخه کې ، د موسساتو د غړيتوب په برخه کې ، د اسلامي اقتصاد په برخه کې ،د ټولنيز کار په برخه کې ، د اسلامي ويښتابه د پرمخ بيولو په برخه کې ، او په تنظيمي او جهادي برخه کې ېې لیکني ونډه د يادولو وړ ده .د بېلگې په توگه: که يواځي علمي او د تاليف برخه يې ترڅيړنې لاندي ونيسو. يوسف عبدالله القرضاوي يو ديني عالم دی خو ددې ترڅنگ يو ښه ليکوال هم دی چې د قلم وړتيا ېې د يادولو وړ ده. د دکتور قرضاوي په ليکنو کې ځني ځانگرتياوې ليدل شوي : -ښاغلی قرضاوي کله چې ليکنه کوي، له قران او حديث څخه حواله ورکوي او ددې ترڅنگ دنيا هم نه هېروي او دنياوي مصالح هم پکې رانغاړي . -د قرضاوي په ليکنو کې ډير دقت، پاملرنه او اصلاح ليدل کيږي چې د ننني پیر غوښتنو په اساس يو مهم گام دی. -د دکتور يوسف قرضاوي د اثارو د لوستونکو مینه والو په حواله ، د دوکتور يوسف قرضاوي ليکنو کې هېڅ ډول تعصب نه ليدل کيږي او په پوخ او پراخ فکر اړوندې ليکنې لري. -يوسف القرضاوي په خپلو ليکنو کې له اعتدال څخه چې اسلام پري ولاړ دی کار اخلي او له هرډول افراط او تفريط (سخت دريځي)څخه يې ځان برميال وېستلی. د دې دليل دا دی چې د امت مجلې مسول مدير د قرضاوي د کتاب په اړه چې "الصحوة الإسلامية بين الجمود والتطرف" نوميږي وايې: ٫٫د ده په څير ډير لږ کسان پيدا کيږي، دى د دين او د دنيا سکالويوگانو ته يو ډول ربط ورکوي٬٬ . -يوسف قرضاوي نه يواځي دا چې ديني ليکوال دي خو يو اديب هم دی. -د ښاغلي قرضاوي په ليکنو کي ډيره مهمه موضوع د اخلاص ده چې د نوموړي په ليکنو کې ډېره تکرارېږي او واضح ښکاري.

د دوکتور يوسف القرضاوي لخوا فتوې

دوکتور قرضاوي ته هرڅه چې حق ښکاره شوي هماغه فتوي يې ورکړيدي. د دغو فتواؤو له جملې څخه په اسرائيل کې د استشهادي عملياتو تر نوم لاندې د فتوى جواز . له همدې کبله ېې انگلستان ته په تگ اوږدمهاله بندیز ولگېد . د ښاغلي قرضاوي له فتواؤ او مواقفو څخه يو هم د قطر پر حکومت د يلاندز بوستن اخبار چې د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم کاريکاتورونه يې وستي و د هغوي ژورناليست ته د ژورناليزم د آزادي په ورځ قطر ته د ننوتلو د اجازې نیوکه وه چې د قطر حکومت ورکړې وه. قرضاوي وويل چې د قطر حکومت بايد ده ته اجازه ورنکړي، وروسته بيا قطر وويل چې موږ پوه نه و چې دی د يلاندز بوستن اخبار مسول پازوال و. کله چې د قطر دولت په کال ٢٠٠١ز کې د ياسر عرفات او د اسرائيلي لمړي وزير شارون ترمنځ په قطر کې د مذاکراتو اجازه ورکړه، قرضاوي بيا هم غلی نشو. د قطر په دولت يې نيوکه وکړه او ويې ويل: چاچې بيريز ته لاس ورکړ اووه ځلي دي لاس ووينځي چې يوځل دي په خاورو وي او چا چې شارون ته لاس ورکړ اويا ځلي دي لاس ووينځي. کله چې آوازه وه چې محمود عباس له اسرائيلي ځواکونو سره يوځاي په عزه کې د مسلمانانو په مقابل کې جگړه کوي، قرضاوي وويل: که رښتيا هم داسي وي، محمود عباس بايد رجم شي، کله چې دا خبره محمود عباس واوريده هغه بيا قرضاوي پسي منفي تبليغات پيل کړل چې دي اسرائيلو سره لار لري او داسي نوري دروغ او بي بنياده خبري. ښاغلي يوسف قرضاوي داسي ډيري حقپالي فتواوي او حقپال مواقف لري. يوسف قرضاوي ډير بوډا دي خو لکه څرنگه چې په ځوانۍ کې د اسلام دخدمت لپاره راوتي اوس هم ندي مايوس شوي او د ډير ضعف سره سره د اسلام خدمت ته يې نه نده ويلي او لانديني وظيفي يې سرته رسولي: -د مسلمانو علماو د نړيوالي اتحاديې رئيس. -د اروپا د المجلس الاروبي للافتاء و البحوث. -په مصر کې د مجمع البحوث الاسلاميه غړي. -د اسلام اونلاين انترنتي شبکي پخواني رئيس. -په مکه مکرمه کي د رابطه العالم الاسلامي د مجمع الفقه الاسلامي غړي. -د قطر او بحرين د اسلامي بنکونو ترمنځ د شرعي رقابت چې په بحرين کې ترسره شو رئيس. -په افريقا کې د منظمه الدعوه الاسلاميه غړي. -په کويټ کې د الهيئة الشرعية العالمية للزکاة. -په اکسفورډ کې د مرکز الدراسات الاسلامية مشرانو غړي.

د لیکوال چاپ شوي اثار

دکتور يوسف القرضاوي له ١۷٠ څخه ډير کتابونه و کتابگي ليکلي، د دي ترڅنگ ډيري ديني فتواوي هم ورکړي او کسټي آو سيډياني هم لري، چې مشهور کتابونه يې دا دي:

  1. الحلال والحرام في الإسلام
  2. -فقه الزکات
  3. -فقه الجهاد
  4. -اثر اﻻيمان في حياة الفرد
  5. -اخوان المسلمون سبعون عاما في الدعوة والتربية والجهاد
  6. -فوائد البنوک هي الربا الحرام

نور کتابونه یې په لاندې توگه دي:

  • الحلال والحرام في الإسلام
  • مئة سؤال عن الحج والعمرة والأضحية
  • فتاوى معاصرة
  • تيسير الفقه للمسلم المعاصر
  • فقه الطهارة
  • فقه الصيام
  • فقه الغناء والموسيقى
  • فقه اللهو والترويح
  • الاجتهاد في الشريعة الإسلامية
  • مدخل لدراسة الشريعة الإسلامية
  • من فقه الدولة في الإسلام
  • الفتوى بين الانضباط والتسيب
  • عوامل السعة والمونة في الشريعة الإسلامية
  • الفقه الإسلامي بين الأصالة والتجديد
  • الاجتهاد المعاصر بين الانضباط والانفراط
  • دية المرأة في الشريعة الإسلامية
  • موجبات تغير الفتوى
  • الفتاوى الشاذة
  • فقه الجهاد
  • دراسة في فقه المقاصد
  • في فقه الأقليات الإسلامية
  • زراعة الأعضاء في ضوء الشريعة الإسلامية
  • فقه الزكاة
  • مشكلة الفقر وكيف عالجها الإسلام
  • بيع المرابحة للآمر بالشراء
  • فوائد البنوك هي الربا الحرام
  • دور القيم والاخلاق في الاقتصاد الإسلامي
  • دور الزكاة في علاج المشكلات الاقتصادية
  • لكي تنجح مؤسسة الزكاة في التطبيق المعاصر
  • القواعد الحاكمة لفقه المعاملات
  • مقاصد الشريعة المتعلقة بالمال
  • الصبر في القرآن
  • العقل والعلم في القرآن
  • كيف نتعامل مع القرآن العظيم
  • كيف نتعامل مع السنة النبوية
  • تفسير سورة الرعد
  • المدخل لدراسة السنة النبوية
  • المنتقى من التغيب والترهيب
  • السنة مصدرا للمعرفة والحضارة
  • في رحاب السنة
  • نحو موسوعة للحديث الصحيح مشروع منهج مقترح
  • وجود الله
  • حقيقة التوحيد
  • الإيمان بالقدر
  • الشفاعة في الآخرة بين النقل والعقل
  • الحياة الربانية والعلم
  • النية والإخلاص
  • التوكل
  • التوبة إلى الله
  • الورع والزهد
  • المراقبة والمحاسبة

د ښاغلي قرضاوي ستاينيزې لاسته راوړنې

  1. له کال ١٩٩٠ز کې ده په اسلامي اقتصاد کې د البنک الاسلامي للتنمية له لوري جايزه ترلاسه کړي.
  2. په کال ١٩٩٣ز کې د ملک فيصل نړيواله جايزه ترلاسه کړي.
  3. په کال ١٩٩٦ز کې د نړيوال اسلامي پوهنتون ماليزيا د رئيس له لوري يې د جائزة العطا‌ العلمي المتميز په نامه جائزه ترلاسه کړي.
  4. له کال ١٩٩٧ز کې يې د جائزۀ سلطان حسن البلقية په فقه الاسلامي کې ترلاسه کړي.
  5. په کال ١٩٩٩ز کې د جائزة سلطان العويس جايزه د کلتوري علمي خدمت لپاره ترلاسه کړي.
  6. په کال ١٤٢١ه کې د جائزة دبي للقران الکريم ترلاسه کړي.
  7. په کال ٢٠٠٨ز کې د قطر د دولت له لوري او په ځانگړي ډول د قطر د امير له لوري د اسلامي زده کړو تقديري جايزه ترلاسه کړي.
  8. له کال ٢٠٠٩ز کې په ماليزيا کې د نبوي هجرت جائزه ترلاسه کړي.

د دې ترڅنگ ښاغلي دکتور قرضاوي له شعر سره هم ډيره مينه لري، خپله هم شعر وايې خو د ده شعرونه ډيري د اقصى، فضايل او اخلاقو په اړه وي.

سرچينې