ويکيپېډيا:ليکنه ورگډول/موضوع

د چېټنگ (chating) په لاره لارښود

2. موضوع
3. معروفیت
4. سرچينې
5. مواد
6. پای

ايا دا موضوع کوم چې تاسې غواړئ د وړاندې څخه شته؟

په پښتو ويکيپېډيا کې دا وخت ۱۹٬۰۳۹ ليکنې دي، کومې چې په بېلابېلو موضوعگانو ليکل شوي دي۔ نو کېدای شي چې تاسې په کوم موضوع ليکنه کول غواړئ هغه له مخکې څخه په ويکيپيډيا کې په دغه يا په بل نوم ليکل شوې وي، نو وړاندیز دا دی چې د يوې ليکنې کولو څخه وړانډې تاسې هغه وپلټئ (سرچ کړئ).

که تاسې هغه موضوع په کومه چې ليکنه کول غواړئ، تر اوسه نه وي پلټلي نو لر ورکړی شوي باکس کې هغه وپلټئ

ايا ستاسې موضوع د ويکيپېډيا په معيار سمه ده؟

ايا پدې پوهېږې!
کومې ليکنې چې د ويکيپېډېا په معيار سمې نه وي هغه ړنګيږي، نو هڅه وکړئ چې لاندې خبرې په پام کې ولرئ
ستاسې ليکنه بايد تر دې دمخه په ويکيپېډيا کې موجوده نه وي. د ځان، خپلې کمپنۍ يا بل چا په اړه تبلغيات پکې نه وي. د کوم شخص، ټولنې، مذهب، کلتور، هېواد......توهين پکې نه وي شوی.
او د ويکيپېډيا د معيارونو سره سم پکې نه د خپل ځان يا کمپنۍ په اړه تبليغات وکړئ، نه پکې د يو شخص، ټولنې، ټبر يا هېواد توهين شوی اوسي، ليکنه مو بايد خو بيا هم دې خبرې ته پام نيسئ چې هره موضوع د ويکيپېډيا په معيار سمه نه وي  لکه مثال په توگه د خپلې کمپنۍ سوداگري کول، د بل قوم يا انسان په اړه خرابې خبرې ليکل او دا ډول نور ډېر موضوع دي چې ويکيپېډيا يي نه خوښوي۔

مهرباني وکړئ په لاندې ورکړی شوي موضوعگانو ليکنې مه کوئ:

  • خپل ځان په اړه ليکنه مه کوئ (خو که چېرې خپل ځان په اړه څه ليکل غواړئ نو د خپل کارن په مخ يي ليکئ)،د خپلې کمپنۍ يا سوداگرۍ په اړه هم ليکنې مه کوئ.
  • هره ليکنه بې پرې/غېرجانبدارانه کوئ، يعني د خپلو خلکو يا ټولنې ډله مه کوئ او د مخالفينو په اړه د ځانه خبرې مه ليکئ، بلکې چې کوم رښتيا وي هم هغه ليکئ.



بل قدم