جرمنی شاعره، ناول او مقاله لیکونکې هېرټا مولر د ۱۹۵۳ زېږدیز کال د اگسټ دمیاشتي په ۱۷مه نېټه چي د ۱۳۳۲ لمریز کال د اسد دمیاشتي د ۲۶ نېټې سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ د رومانیې د باناټ د ټيمیس کاونټي د نیکايي دورف په نامه سیمه کښي دې نړۍ ته خپلي سترگي لڅي کړي دي . مولر د نویموکلونو څخه راپدېخوا د نړۍ په کچه سره یوه پېژندل سوې لیکواله ده او دهغې آثار په ۲۰ ژبو سره ژباړل سوي دي . نوموړي د ۲۴ په شاوخوا کښي جایزې ترلاسه کړي دي او د ۲۰۰۹ زېږدیز کال د اکټوبر دمیاشتي په ۸مه نېټه خبرونه خپاره سول چي هېرټا مولر د ۲۰۰۹ کال د نوبل دادبیاتو جایزې گټونکې هم ده . ۵۶ کلنه مېرمن مولر په خپلو اشعارو او مقالو کښي د زور، تشدد، بې رحمی او ترهگری نتیجې او اغېزې په بهترینه توگه سره انځوروي . نوموړي د کمونیستي رومانيې په نظام کښي د ځپونکي نیکولای سائیسکیو په رژیم کښي ځانته په عمومي توگه سره ښه تجربه پیدا کړې ده .

هېرټا مولر

ژوند او مسلک

مولر په نیکايی دورف کښي زېږېدلې ده، دا سیمه چي د رومانيې په لوېدیځ کښي په رومانین باناټ (Romanian Banat) کښي موقعیت لري په ۸۰ کلونو کښي هغه کلی وو چیري چي په جرمني ژبه سره خبري کېدلې . د مولر کورنۍ د باناټ سوابیین دبزگرانو دکورنیو څخه وه چي دا کورنۍ بیا د روماني-جرمني اقلیت څخه وې . دمولر نیکه یو شتمن بزگر او سوداگر و. د مولر طبیعي او یا مورنۍ ژبه جرمني ده خو نوموړي په گرامر سکول کښي روماني هم زده کړې ده . نوموړې نه یوازې دا چي د “ټيميسواړاو پوهنتون” (Timişoara University) په روماني ادبیاتو کښي وه بلکي ددې سره ترڅنگ د جرمني د ژورو مطالعو محصله هم وه . مولر په ۱۹۷۶ زېږدیز کال کښي د یوه ترجماني په حیث د انجینرۍ په فابریکه کښي کار شروع کړ خو په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کښي هغه وخت ددې کاره څخه لیری کړل سوه کله چي نوموړي د سېکوړیټېټ (د کمونیستي رژیم پټ پولیس) سره د گډ کار کولو څخه انکار وکړ . ددې کار څخه دشړني وروسته نوموړې په یوه وړوکتون (کودکستان) کښي د جرمني ژبي په درس ورکولو سره بوخته وه . لمړنۍ اثر یې “نیئدرونگن (نادرس)” ((Niederungen (Nadirs))) نومیږي چي په ۱۹۸۲ زېږدیز کال کښي يې یو ددولت لخوا څخه سانسور سوئ ورژن په رومانیه او جرمني کښي چاپ کړل سو . ددې اثر موضوع دا ده چي یو ماشوم د جرمني و کلتوری باناټ (باناټ : په مرکزي اروپا کښي یوه تاریخي سیمه) ته څنگه گوري او ماشوم په دې اړه څنگه فکر کوي . مولر د “اکسونسگروپپه بانات” غړې وه، د “اکسونسگروپپه بانات” په نامه ډله په رومانیه کښي د جرمني ژبي د لیکوالانو هغه ډله وه چي د سائیسکیو دحکومت ملاتړ یې نه کاوه او پر ضد یې د بیان آزادي حمایه کوله .همداراز دمولر د “د لېنډ آف گرین پلومبز (The Land of Green Plum)” اثر په شمول د مولر نورو ټولو اثارود “اکسونسگروپپه بانات” د ډلې د تگلاري سره سر خواړه . د سېکوړیټېټ (د کمونیستي رژیم پټ پولیس) ددفتر امر “راډو ټينو” چي د مولر دقضیې چاري یې په غاړه وې دا خبره ردول او هيڅ یې نه منله چي مولر به د ځوروني سره مخ سي .

په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کښي دجرمني په لوېدیځ کښي مولر ته اجازه ورنه کړل سوه چي نوموړې هلته شپې او ورځي سبا کړي . ددې څخه وروسته مولر ته په کال ۱۹۸۷ زېږدیز کښي اجازه ورکول سوه چي مولر دي د خپل خاوند ناول لیکونکي “ریچاړد واگنر” سره ولاړه سي. دوی هغه وخت دبرلین په لوېدیځ کښي مېشت سول او اوس هم هلته ژوند کوي . د ۱۹۸۷ څخه په ورپسې کلونو کښي مولر دجرمني پوهنتونونو سره ترڅنگ دبهرني ملکونو په پوهنتونونو کښي بیانیې هم ورکړي دي . همداشاني مولر په ۱۹۹۵ زېږدیز کال کښي دجرمني د لیکني او شاعری اکاډمۍ و عضویت ته ټاکل سوې وه .

په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کښي د مولر ناول “ایوریتینگ/پوسیس/کېړي ویت مي “ د جرمن بوک جایزې ته ټاکل سوئ وو خو نوموړې جایزه د “کاترین شمیت” لخوا د هغه “ دو ستیربست نیخت = ته نه مرې “ اثر وگټله . دمولر په ذکر سوي ناول کښي نوموړې په روسیه کښي دیوه ځوان سړي سفر د مزدوری و کمپ او یا بدتریني بندي خانې ته انځوروي . په همدا ۲۰۰۹ زېږدیز کال کښي سویډنی اکاډمۍ فیصله وکړه چي هېرټا مولر به د ۲۰۰۹ کال د نوبل دابیاتو په جایزې سره نازوي . د سویډني اکاډمۍ په وینا هېرټا مولر پخپلو اثارو کښي په ډېره ساده ژبه سره خرابي او بېخوندي منظرې انځورو ي . د سويډني اکاډمۍ ویاند د مولر د جرمني ژبي استعمال او دهغې طرز او ډول د خیالي کیسو د ستر لیکوال “فرانز کفکا” سره مقایسه کوي او همدارنگه د فرانز کفکا تاثیر په مولر کښي په نښه کوي . مشهوري شاعري مولر د نوبل دجایزې سره ترڅنگ د ۲۰۰۹زېږدیز کال د نومبر په میاشت کښي د فرانکفورټ د “پاولسکیرخه” په نامه په کلیسا کښي د فرانز ویرفل د بشري حقوقو جایزه د سیاستمداري ایریکا ستاینبخ په لاس تر لاسه کړه . ویل کيږي چي کله چې مولر د نوبل دادیاتو جایزه وگټله نو دهغې زړه ته دا نه لويده چې دې به د نوبل جايزه گټلې وائ . نوموړي د جرمني هیواد د دوهم چېنل سره په خبرو کښي داسي وويل : “بښنه غواړم ... زه دخبرو سېک نه لرم، زه اوس هم دا نه منم ، چې څه پېښ شوي دي .”

روم په سړه سينه دمولر دجايزې خبر تر لاسه کړ، کټ مټ لکه په ۱۹۷۰ زېږدیز کال کښي چي روسانو دسولگنسټين هغه تر لاسه کړئ وو. ډېر رومیان هېرټا مولر ته د یوې خایني په سترگه په دې گوري چي نوموړې پخپلو ليکنو کښي د روم سپکاوی کوي او روم ناوړه معرفي کوي .

دمولر آثار

  1. نیئدیرونگن (Niederungen) پښتو معنی : کښته اواره مځکه : دا دلنډو کیسو یوه ټولگه ده چي سانسور سوئ ورژن یې په ۱۹۸۲ زېږدیز کال کښي د رومانیې په مرکز بوکاریسټ کښي چاپ کړل سو . (نه) سانسور سوئ ورژن یې په ۱۹۸۴ زېږدیز کال کښي په جرمني کښي چاپ سوئ او د “ناډرس” په نامه په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کښي د نبراسکا دپوهنتون دمطبعې لخوا په انگلیسي ژبه هم د چاپه راوتلئ دئ .
  2. دروئکندر تانگو (Drückender Tango) : دا دکیسو یوه ټولگه ده چي په ۱۹۸۴ زېږدیز کال کښي د رومانيې په مرکز بوکاریسټ کښي چاپه سوه.
  3. در مېنسخ ایست آین گروسر فاسان آوف در ویلت Der Mensch ist ein großer Fasan auf der Welt = پښتو معنی : سړی په نړۍ کښي یو غټ سارايي چرگ دئ : دا اثر په ۱۹۸۶ زېږدیز کال کښي د جرمني په مرکز برلین کښي چاپ سو او په انگلیسي ژبه د ““The Passport, Serpent's Tail په نامه چاپ سوئ دئ .
  4. بارفوسخر فېبروار (Barfüßiger Februar) پښتو معنی : لڅي پښې په فبروري کښي : دا اثر په برلین کښي په ۱۹۸۷ زېږدیز کال کښي چاپ کړل سو .
  5. د ابسولوته واستمن (The Absolute Wasteman) : دا یو ناول دئ چي په ۱۹۸۷ زېږدیز کال کښي په برلین کي چاپ کړل سو .
  6. رایسنده آوف آینم باین (Reisende auf einem Bein)= پښتو معنی : په يوه پښه سفر کونکی : دا اثر په برلین کښي په ۱۹۸۹ زېږدیز کال کښي چاپ کړل سو او په انگلیسي ژبه د “ “Traveling on One Leg په نامه په ۱۹۹۸ زېږدیز کال کښي د چاپه راووت .
  7. وي واحوېحمونگ سیخ ایرفیندیت (Wie Wahrnehmung sich erfindet) : دا اثر د جرمني د پادربورن په ښار کښي په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کښي چاپ سوئ دئ .
  8. در تیوفل سیتزت ایم سپیگل (Der Teufel sitzt im Spiegel) پښتو معنی : شیطان په هنداره کښي دئ : په ۱۹۹۱ زېږدیزکال کښي په برلین کښي چاپ سوئ اثر دئ .
  9. در فوخس وار دامالس شون در یاخر (Der Fuchs war damals schon der Jäger) پښتو معنی : گیدړه پخوا لا ښکاري وه : دا اثر په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کښي د چاپه راووت .
  10. آینه وارمه کارتوففل ایست آین وارمس بیتت (Eine warme Kartoffel ist ein warmes Bett) پښتو معنی : یوه گرمه پټاټه یو گرم کټ دئ : د هېرټا مولر دا اثر په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کښي په هامبورگ کښي چاپ سوئ دئ .
  11. در وختر نیممت ساینن کمم (Der Wächter nimmt seinen Kamm) پښتو معنی : ساتونکي خپله ږمونځ اخلي: دا اثر په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کښي د چاپه راووت.
  12. انگهکممن وی نیخت دا (Angekommen wie nicht da) پښتو معنی : دلته څنگه نسته : په لیختنفېلس کښي په ۱۹۹۴ زېږدیز کال کښي چاپ سو .
  13. هېرزتییر (Herztier) پښتو معنی : دحیوان زړه : دا اثر په ۱۹۹۴ زېږدیز کال کښي چاپ سوئ دئ او د مایکل هوفمن لخوا انگلیسی ته ژباړل سوئ چي انگلیسي بڼه یې بیا د “The Land of Green Plums “ په نامه په نیویارک کښي په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کښي چاپه سوه .
  14. هونگر اوند سایده (Hunger und Seide)= پښتو معنی : لوږه او ورېښمن : دا دمقالو یوه ټولگه ده چي په هامبورگ کښي په ۱۹۹۵ زېږدیز کال کښي د چاپه راووته .
  15. این در فله (In der Falle) پښتو معنی : که چیري : دا اثر په گوتتینگن کښي په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کښي چاپ سو .
  16. هیوته وار ایخ میر لیئبر نیخت بگېگنیت (Heute wär ich mir lieber nicht begegnet) = پښتو معنی : نن ورځ غواړم چي خپل ځان ونه وینم : دا اثر په ۱۹۹۷ زېږدیز کال کښي په هامبورگ کښي د چاپه راووت او د “ “The Appointment په نامه په نیویارک او لندن کښي په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کښي چاپ کړل سو .
  17. در فرېمده بلیک اودې دس لېبن ایس آین فورز ان در لاترنه (Der fremde Blick oder das Leben ist ein Furz in der Laterne) : دا اثر په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کښي په گوتتنگن کښي چاپ سو.
  18. ایم هارکنوتتن وهنت آینه دامه (Im Haarknoten wohnt eine Dame) : دا دشعرونو ټولگه ده چي په ۲۰۰۰ زېږدیز کال کښي د چاپه راووته .
  19. هایمت ایست دس، وس گسپروخن ویرد (Heimat ist das, was gesprochen wird)پښتو معنی : خپل هیواد هغه دئ چي په اړه یې خبري وسي : دا اثر په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کښي په بلیسکاستل کښي چاپ سو .
  20. ا گوډ پړسن ایز ورت از مچ از پیس آف بریډ (A good person is worth as much as a piece of bread) پښتو معنی : یو ښه سړی د ډوډی د یوې ټوټې ارزښت لري : دا اثر په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کښي چاپ سوئ دئ او په سويډني ژبه د “En god människa är lika mycket värd som ett stycke bröd “ په نامه سره په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کښي چاپ سو .
  21. در کوئنخ فرنایخت سیخ اوند توتت (Der König verneigt sich und tötet) : دا دمقالو ټولگه ده چي په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کښي په مونیش او بعضي نورو ځایونو کښي چاپ سوئ دئ.
  22. دي بلاسسن هېررن میت دن مووککاتاسسن (Die blassen Herren mit den Mokkatassen) : دا اثر په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کښي په مونیش او نورو ځایونو کښي دچاپه راوتلئ دئ.
  23. ایسته ساو نو ایسته لون (Este sau nu este Ion) : دا اثر په پولیروم کښي په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کښي چاپ سوئ دئ او په روماني ژبه په رومانیه کښي هم چاپ سوئ دئ.
  24. آتمسخاوکل (Atemschaukel) : دا اثر په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کښي په مونیش کښي چاپ سوئ دئ او همداشان په انگلیسي ژبه د “ “Everything I Possess I Carry With Me, په نامه په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کښي دچاپه راوتلئ دئ.

فیلموگرافي

• په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کښي د هېرتا مولر پر “Der Fuchs war damals schon der Jäger “ اثر باندي یو فلم جوړ سوئ دئ چي نوم یې دئ “Vulpe – vânător “ . ددې فلم ډایرکټر ستېره گیولیا نومیږي او د فلم لوبغاړي يې اوانا پېللیا، دورل ویسان او جیورج الیکسندرو دي .

ترلاسه شوي جایزې :

کال (زېږدیز) د جایزې نوم

  • Adam-Müller-Guttenbrunn Sponsored Prize ۱۹۸۱
  • Aspekte Literature Prize ۱۹۸۴
  • Rauris Literature Prize ۱۹۸۵
  • Encouragement Prize of the Literature Award of Bremen ۱۹۸۵
  • Ricarda-Huch Prize of Darmstadt ۱۹۸۷
  • Marieluise-Fleißer Prize of Ingolstadt ۱۹۸۹
  • German Language Prize * ۱۹۸۹
  • Roswitha Medal of Knowledge of Bad Gandersheim ۱۹۹۰
  • Kranichsteiner Literature Prize ۱۹۹۱
  • Critical Prize for Literature ۱۹۹۳
  • Kleist Prize ۱۹۹۴
  • Aristeion Prize ۱۹۹۵
  • City-writer of Frankfurt-Bergen-Enkheim ۱۹۹۵/۹۶
  • Literature Prize of Graz ۱۹۹۷
  • Ida-Dehmel Literature Prize &
  • the International IMPAC Dublin Literary Award ** ۱۹۹۸
  • Cicero Speaker Prize ۲۰۰۱
  • Carl-Zuckmayer-Medaille of Rhineland-Palatinate ۲۰۰۲
  • Joseph-Breitbach Prize ۲۰۰۳
  • Literature Prize of Konrad-Adenauer-Stiftung ۲۰۰۴
  • Berlin Literature Prize ۲۰۰۵
  • Würth Prize for European Literature &
  • Walter-Hasenclever Literature Prize ۲۰۰۶
  • Franz Werfel Human Rights Award ۲۰۰۹
  • Nobel Prize in Literature ۲۰۰۹
  • Hoffmann von Fallersleben Prize ۲۰۱۰
  • : په ۱۹۸۹ زېږدیز کال کښي د جرمن لنگویج جایزه د هېرټا مولر سره ترڅنگ و گېرهاردت سییکا، هېلموت فراوندورفر، کلاوس هېنسل، یوهان لیپپت، ویرنر سولنر، ویلیم توتوک او ریچارد واگنر ته هم ور کول سوه .
  • : په ۱۹۹۸ زېږدیز کال کښي هېرتا مولر لوړه ذکره سوې جایزه د مولر د “The Land of Green Plums “ اثر په نتیجه کښي ترلاسه کړه .