۱۶ د مارچ ۲۰۰۵ زیږدیز کال د هندو ورځپاڼې لمړۍ مخ

هندو (The Hindu) په هند کي د انگريزی ژبي د ډېرو مهمو ورځپاڼو څخه شمېرل کيږي. دغه ورځپاڼه د ۱۲۵ کالو قدامت په درلودلو سره په هند کي د ټايمز آف انډيا او هندوستان ټايمز ورځپاڼو نه وروسته دريم مقام لري. هندو په کال ۱۸۷۸ کي د سوبرامانيير لخوا تأسيس سوېده او د خپرېدو او توذیع لوی مرکزي دفتر يې د هند په جنوب چينای ( مدراس) کي واقع دی.

د هندو ورځپاڼه بيا را وروسته يعني په کال ۱۹۰۵ کي د كټسوري اينگر لخوا چي د د۱۸۹۵ راهيسي د دې ورځپاڼي حقوقي مشاور وو رانېول سوه. د هغه کورنۍ تر دا اوسه پوري پر دغي ورځپاڼي باندي خپل مالکيت ساتلی دئ.

د هندو د ورځپاڼي بنسټ ايښودونکو د خپلو خپرونو د پاره دوه عمده او بنيادي پرنسيپونه د خپلي لاري مشال گرځولي وه، او هغه دا چي تل به د حق، عدالت او انصاف پلوي کوي.

دغه ورځپاڼه د خپل تأسيس په لومړي پړاو کي داوه نيزي په توگه خپرېدله، خو په کال ۱۹۸۹ کې په ورځپاڼي واوښتله. د دغي ورځپاڼي ورځنی تيراژ نن سبا د يو ميليون نه زيات نسخو ته رسيږي چي د کاله څه باندي ۸۰ مليونه ډالره خرڅلاو لري.

د هندو ورځپاڼه د هند لومړنۍ ورځپاڼه وه چي په کال ۱۹۹۵ کي يې په الکټرونيکه توگه خپلي خپروني پر ليکه کړې.

نن د هندو ورځپاڼه په هند کي د هغو مشهورو او با اعتباره ورځپاڼو په کتارکي راځي چې خپروني يې د خلکو پر ذهنيتو باندي ډېر ژور تأثيرکوي ، دغه ورځپاڼه د دې هېواد د دريو لوړ شمېره لوستونکو په ډله کې حسابيږي. د هندو ورځپاڼه د انگرېزانو د استعماري حکومت په دوران کي د هند د خپلواکۍ د مناديانو د ورځپاڼي په نامه يادېدله، خو دغه دنده يې په سړه سينه او د دې نه پرته چي حساسیتونه را وپاروي په آرامي سره پرمخ بېوله. د هندو ورځپاڼي د هماغه لومړنيو شېبو نه پر هند باندي دانگرېزانو د ظالمانه حکومت په وړاندي مخالف درېځ غوره کړی وو، خو دغه دريځ يې هومره سخته دريزه نه وو چي ماجراجويي دي را وپاروي. اوس هم د هند خلک و هندو ته نه يوازي د يوې و تلي ورځپاڼي په سترگه گوري بلکه هندو، دهند د ولسي ارمانو د انعکاس يوه هينداره گڼي او خپروني يې د خلکو پر افکارو باندي ډېر ژور تأثير ښندي.

د کال ۱۹۴۷ نه را وروسته کله چي هند خپله خپلواکي ترلاسه کړه، نو هندو په ټول هند کې د خپلو دفترو د پراخولو سره يوځای د هند په بهر کي هم خپل دفترونه و پرانيستل تر څو د هندوستان د کورنيو خبرو تر څنگ بهرنيو خبرونو ته هم د انعکاس زمينه برابره او هغه ته لاره هواره کړي.

د هندو ورځپاڼي د خپل نشراتي دوران په بهير کې وکولای سوه چي په تدريج سره د هيڅ يوې خوا سره خوا وونه نيسي او د طرف نيولو يا مخالفت نه پرته، داسي يوه شېوه خپله کړي چي نه یوازی د خپل مخاطب له نظره، بلکه د مطبوعاتو دکارپوهانو او ناظرانو له نظره هم هندو په هندوستان کي تر ټولو یوه خپلواکه او آزاد خياله ورځپاڼه و گڼل سي. خو دغي رويې د ۱۹۸۰ لسیزی په ورستيو کي بدلون وموند. د دې لسیزه په آخره کلوکي د هندو مالکيت د هغې د کورنۍ د ځوان نسل د غړو په لاس کي ولوېد. دغه د مالکيت انتقال د دې ورځپاڼي په سياسي دريځ کي هم يو بر آلا بدلون راووست. نوموړی واقعیت هومره څرگنده وو چي د worldpress.org غوندي نامتو انټرنيټي شبکو د هندو ورځپاڼه و کيڼ اړخي ته د يوې متمایلی ورځپاڼي په کتار کي و دروله.

د هندو ورځپاڼه هم لکه زیاتره نوري هندي خپروني د موروثي مالکيت شکل لري. د کال ۱۹۶۵ نه بیا تر ۱۹۹۱ پوري د دې ورځپاڼي مشرتوب جی.کسټوري درلود او د ۱۹۹۱ نه بيا تر ۲۰۰۳ پوري، را.ان روي او د ۲۰۰۳ جون د ۲۷ می نه آر.ان رام پر غاړه ولوېد.

د ۱۹۸۰ دلسیزی په ورستیو کي د هندو ورځپاڼي په فډرال دولت کي دهغه فساد په رسوا کولو کي محوري نقش و لوباوه چي د دولت په دننه کي یې رخنه کړېوه. دغي ورځپاڼي د ملي گټو د اولويت نه د دفاع په روحيه په خپلو مستنده گذارشونو کي په دولت کي په فساد ککړ لاسونه او مدرکونه په مفصله توگه خپروله. همدا وجه وه چي د هغه وخت حاکم گوند په راتلونکي ټولټاکنو کي ماته و خوړله.

د کال ۲۰۰۵ په اکتوبر کي هندو لومړنۍ ورځپاڼه وه چي د ولکر په کميټه کي د پيدا سويو مدارکو په خپرولو لاس پوري کړ. دغه مدارک د هغه ادعاوو سره تړاو درلود چي و عراق ته يې د ملگرو ملتونو د تيلو په بدله کي د غذا په برنامه کي د فساد او رشوت درز رسوا کړ. د دې رسوا يي نه وروسته وه چې په هند کي پراخ تحقيقات تر سره او د هند د هغه وخت د بهرنيو چارو وزیر نتوار سینگهه په دغه رسوايي کي د لاس درلودلو په خاطر تورن سو.

د خبرو او گزارشو په وړاندي کولو کي د هندو د ورځپاڼي دقت او ظرافت بې مثاله دئ. په دې ورځپاڼي کي د هر اړخيزه گذارشونو خپرېدل د هندو په ورځپاڼه کي خاص ځای لري. هغوی دغه گزارشونه د ټولو ثقه منابعو او اخځونو سره يک په يکه وړاندي کوي. د نړۍ والو او کورنيو موضوعاتو په را سپړلو او هواوارولو کي او همدارنگه د عناوينو په ټاکلو کي د هندو د خپروني ځانگړتیاوی د دې ورځپاڼي وړتيا ته لا نوره هم جاذبه ورکوي.

د گرافيکي فورم د لحاظه د هندو ورځپاڼه د هند د نورو ورځپاڼو په پرتله زياته سخت گيره ده او د پخواني اصولو او قواعدو څخه پالنه کوي، په دې توگه ددې ورځپاڼي په لومړي مخ کي د اعلاناتو خپرول لا تر اوسه پوري د زياتو ضوابطو تابع ده.

سره د دې چې د هندو ورځپاڼه د خپل ایالت په مرکز کې چاپيږي خو دغي ورځپاڼي ته هيڅکله د يوې داخلي او يا ولايتي ورځپاڼي په سترگه نه کتل کيږي، بلکه هر ځای هم د هند په پايتخت او هم دهغه نه بهر د یوې اصلي ورځپاڼي په توگه د زیاتي پاملرني او توجه وړ ده.

په هندو ورځپاڼه کي و خبر ته ځانگړی اهميت ورکول کيږي. داسي هڅه کيږي چي د هند هيڅ يو کوچنۍ خو مهم خبر دي د قلمه ونه لويږي. نن په هند کي هر څوک چي د تيري ورځي په پيښو ځان خبروي نو په هندو ورځپاڼه کي پسې گرځي او هلته يې پيدا کوي چي دا د دې ورځپاڼي لويه لاسته راوړنه ده. همدا ده چي نن د هندو ورځپاڼه په هند کي د ډېري درنې ورځپاڼي په حيث پېژندل سوې ده.

سرچينې

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه - د هندو ورڅپاڼه - لر او بر وېبپاڼه[مړه لينکونه]