همایون عزیزی

سياستوال

ډاکټر همايون عزيزي دعبدالعزيز زوى په ١٣٥٣ کال کي دهرات په تاريخي ولايت کي په يوه دينداره او مشهوره کورنۍ کي دي نړۍ ته ستر ګي پرانستي . ښاغلي عزيزي خپلي لمړنۍ زده کړي په اماني عالي ليسه کي پيل او په ١٣٦٨ ه ش کال کي له يادي ليسي څخه په لوړه درجه فارغه سو، وروسته په کابل پوهنتون کي د MD تر کچي پوري په ياد پوهنتون کي خپل تحصيل يې پاى ته ورساوه . نوموړى په ١٣٨٨ کال کي دفرانسي په هيواد کي د روغتون دښه منجمنټ او دپلاستيکي جراحي په برخه کي ېې خپل تحصيل پاى ته ورساوه.

ھمایون عزیزی
Humayun Azizi
همایون عزیزی د کندهار په یوه جلسه کی
همایون عزیزی د کندهار په یوه جلسه کی
همایون عزیزی د کندهار په یوه جلسه کی

د کندهار ولایت پخوانی والي
د واکمنۍ دوران
۲۷ اپریل ۲۰۱۵ – ۲۱ مې ۲۰۱۷
توريالی ويسا
عبدالحنان منيب
د شخص معلومات
پيدايښت 1970 (۵۳–۵۴ کلن)
هرات، افغانستان
تابعیت  افغانستان
مذهب سني اسلام
ګوند خپلواک
عملي ژوند
تعلیم د فرانسې پوهنتون
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د کندهار والي پر ټویټر باندي

ښاغلي عزيزي د ١٣٧٩ څخه تر ١٣٨٢ ه ش کال پوري دهرات په تاريخي ولايت په حوزوي روغتون کي دجراحى عمومي په څانګه کي د ښه ډاکټر په حيث خپله دنده سر ته رساوه چي وروسته دreconstructed surgery څانګي آمر او همدارنګه دreconstructed surgery شفاخاني درئيس په توګه سره پاته سوى دى . په دي وروستيو کي ښاغلي عزيزي دهيواد په سياسي او اجتماعي ومسايلو کي هم فعاله برخه در لوده چي د١٣٨٤ ه ش څخه تر ١٣٨٨ ه ش کال پوري دهرات ولايت دخلګو نماينده او دياد ولايت دولايتي شورا رئيس وو . عزيزي په فرهنګي ،او په مدني خوزښتونو کي فعاله برخه لاره چي په ١٣٨٨ ه ش کال کي دافغانستان اسلامي هيواد مشارکتي مدني ټولني څانګه فعاله او ديادې ټولني مسئوليت چري پر غاړه لاره . ډاکټر همايون په 15/6/1389 ه ش دافغانستان دمخکي جمهور رئيس جلالت مآب حامدکرزي د٧٤ ګڼې فرمان پر اساس په پارلماني چارو کي د ددولت وزير په توګه وټاکل سوهمدارنګه هغه دلويي جرګي دغړي توب تر څنګ په ١٣٩٠ ه ش کال کي دسولي دمشورتي جرګي ،دعننوي او کلتوري برخو کي دمسئول په توګه هم دنده تر سره کړي ده ، همدارنګه د دافغانستان اسلامي جمهوريت دجمهور رئيس د١٣٩٤ کال د ثور دمياشتي پر اوومه نيټه د ٢٣٤ ګڼي حکم پر اساس داساسي قانون د ١٣ فقري او ٦٤ مادي پر اساس دکندهار والي په توګه وټاکل سو . ښاغلي عزیزي دفرانسوي ژبي ترڅنګ په پښتو ،درې او انګليسي ژبو خبري کولاى سي .

ستاینه سمول

د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي یو کلن کاري مزل؛ چي د هېواد په ۳۴ ولایتونو کي د ټولو والیانو په پرتله یې سارۍ نه لیدل کېږي. د ښاغلي عزیزي په راتګ سره د کندهار امنیت، اقتصاد او نورو اړوندو کارونو ته پرمختګ ورکول سوی دی.