نيلز بور

ډینمارکی فزیک پوه
(له نيلز بوهر نه مخ گرځېدلی)

نيلز هينريک ډايويډ بور(۷ اکتوبر ۱۸۸۵ – ۱۸ نومبر ۱۹۶۲) يو ډنمارکی فيزيک پوه و چې د اتومي جوړښت او اندازې د نظريې د پېژندنې په برخه کې يې بنسټيزه مرسته کړې، د کومو هڅو لپاره چې هغه په ۱۹۲۲ ز کال کې د فيزيک د نوبل جايزه تر لاسه کړه. بور همدا راز، يو فیلسوف او علمي څېړنې ته وده ورکوونکی ؤ.

نيلز بوهر

بور د اتوم بور ماډل رامنځ ته کړ، په کومه  ماډل کې چې هغه څرګنده کړه د اليکترونونو«د برېښنا منفي ځواک» د ځواک کچې جلا دي او دا چې اليکترونونه د اتومي هستې په شا او خوا په يو ثابت خط کې راڅرخي؛ خو کولای شي چې د ځواک له يوې کچې (يا خطر) څخه بلې ته ټوپ ووهي. که څه هم نورو ماډلونو د بور د ماډل ځای نيولی دی بيا هم د هغه اساسي اصول اعتباري پاتې دي. هغه د بشپړتيا پر اصل پوهېدلی و او هغه دا چې ممکنه ده څيزونه په جلا جلا توګه د متناقضو ځانګړتياوو په نظر کې نېولو سره تجزيه کړای شي، لکه د څپو يا د زرو د جريان په توګه چلند کول. په فلسفه او ساينس دواړو کې د بشپړتيا مفهوم د بور په افکارو غلبه کړې وه.

بور د کوپنهاګين په پوهنتون کې د نظري فيزيک انستيتيتوت جوړ کړ، چې اوس د نيلز بور انستيتيتوت په نوم پېژندل کيږي، چې په ۱۹۲۰ ز کال کې پرانيستل شوی. بور له فيزيک پوهانو سره ګډ کار او روزنه ترلاسه کړه چې په دې پوهانو کې هانس کريمرز، اوسکر کلاين، جورج ډي هويسي او وارنر هايزنبرګ شامل دي. هغه د زيرکونيم «يو ډول فلزي عنصر» په څېر د يو نوي عنصر دشتوالي وړاندوېنه کړې وه، همدغه عنصر په کوپينهاګين کې کشف شو،او د همدې ښار لاتيني نوم ته په کتنې سره پرې د هافنيم نوم کېښودل شو. وروسته بيا د بوريوم عنصر نوم بور ته منسوب شو.

د ۱۹۳۰ ز کال په اوږدو کې، بور له نازيانو څخه له تښتېدلو کډوالو سره مرسته وکړه. کله چې المانيانو ډنمارک ونيو، هغه له هايزنبرګ سره مهم ملاقات درلود، څوک چې د المان د هستوي وسلو پروژې رئيس شو. د ۱۹۴۳ ز کال په سپتمبر مياشت کې بور ته خبر ورسېد چې المانيان به يې ونيسي او هغه سويډن ته وتښتېد. له دې ځايه د هوا له لارې بریټانیا ته ولاړ، چېرې چې هغه د بریټانیا د ټيوب الايز هستوي وسلو له پروژې سره يو ځای شو او منهاتين پروژې ته د بریټانیا د پلاوي غړی ؤ. له جګړې وروسته، بور د اټومي انرژۍ په برخه کې د نړيوالې همکارۍ غوښتونکی شو. هغه د اټومي څېړنې لپاره د اروپايي سازمان او د ډنمارک د اتومي انرژۍ د څېړنيز مرکزRisø  په جوړولو کې برخه درلوده او په ۱۹۵۷ زکال کې د نظري فزيک لپاره د نورډيک انستيتيتوت لومړی رئيس وټاکل شو.

د ژوند لومړي کلونه سمول

بور د ۱۸۸۵ زېږديز کال د اکتوبر په اومه نېټه د ډنمارک په کوپينهاګن ښار کې زېږېدلی و، د کريسټن بوردرېیم اولاد دی، پلار يې د کوپينهاګين په پوهنتون کې د روانپېژندنې پروفيسر و، مور يې ايلين بور (née Adler)  نومېده چې د ډنمارک د شتمنې يهودي بانکدارې کورنۍ د غړي ډايويډ بي. اډلر لور وه. هغه د جیني په نوم يوه مشره خور درلوده او د هرالډ په نوم يو کشر ورور. جيني ښوونکې شوه او هرالډ رياضي پوه او د فوټبال لوبغاړی شو چې په ۱۹۰۸ زکال کې په لندن کې کېدونکو اولمپيک لوبو کې د ډنمارک په ملي لوبډله کې ولوبېد. نيلز هم دفوټبال شوقي لوبغاړی و او دواړو وروڼو په کوپينهاګين کې د اکاډميک فوټبالکلپ لپاره ډېرې لوبې وکړې،په داسې حال کې چې نيلز به ګول ساتونکی و. [۱][۲][۳]

بور په ګاميلهولم لاتين ښوونځي کې په اووه کلنۍ کې زده کړې وکړې. په ۱۹۰۳ کې بور په کوپينهاګن پوهنتون کې د پوهنځي زده کړې پيل کړې. د هغه ځانګړې څانګه فزيک  وه چې د پوهنتون د هغه مهال د فزيک د يوازيني پروفيسر کريسټين کريسټيانسين تر څارنې لاندې يې ولوسته. هغه همدا راز د پروفيسر توروالډ تايلي تر څارنې لاندې ستورپېژندنه او ریاضي ولوستل او فلسفه يې د خپل پلار د ملګري پروفيسر هارالډ هوفډينګ سره ولوستله.[۴]

په ۱۹۰۵ ز کال کې د ډنمارک د علم او ادبياتو شاهي اکاډمۍ د سرو زرو نښان يوه سيالي تمويل کړه څو د مايعاتو د کچې کشش د اندازه کولو د طريقې څېړنه وکړي چې په ۱۸۷۹ ز کال  کې د لارډ ريلي له خوا وړاندې شوې وه. په دې کې د اوبو د يو ماشين د حرکت د فريکوينسۍ اندازه هم شامله وه. بور په پوهنتون کې د خپل پلار د لابراتور په کارولو یو لړ تجربې وکړې، ياد پوهنتون د فزيک لابراتور نه درلود. د دې لپاره چې تجربې وکړي هغه خپل ښيښي لوښي جوړ کړل، همدا راز، د ازموينې لپاره يې بيضوي ډوله نلونه جوړ کړل. هغه له خپلې موخې مخکې ولاړ او د Rayleigh په نظريه او د هغه په طريقه کې يې نور پرمختګونه وکړل. د اوبو ټينګوالی يې هم تجربه کړ. په دې ډول چې يوازې ډېرو کوچنيو پر ځای يې د محدود اهتزازي حرکت پر پرخوالی هم کار وکړ. د هغه وروسته مقاله چې چې په وروستۍ دقيقه کې يې کړه جایزه یې وګټله. هغه وروسته د همدې هڅې يوه پرمختللې نسخه په لندن کې د «شاهي ټولنه کې د فلسفي تبادلاتو» په نوم يوې مجلې ته د خپرېدو لپاره واستوله. [۵][۶][۷]

هرالډ له دواړو وروڼو څخه لومړی هغه و چې د ماسترۍ سند يې تر لاسه کړ، دغه سند يې د ۱۹۰۹ زېږديز کال په اپريل کې په ریاضي کې تر لاسه کړ. نيلز نهه مياشتې نور وخت هم واخيست چې د ماسترۍ سند د فلزاتو د اليکترون نظريې په اړه تر لاسه کړي دا هغه موضوع وه چې د هغه څارونکي کريسټاينسين ورکړې وه. بور د خپلې ماسترۍ رساله د فلسفې دوکتورا  په رساله کې زياته واضحه کړه. هغه د دې موضوع د اړوندو ادبياتو پلټنه وکړه او په هغه ماډل یې تمرکز وکړ چې پل ډروډ يې اټکل کړی و او د هنډريډ لورينټز له خوا واضحه شوې وه، په کومه کې چې ګڼل شوې وه چې په يو فلز کې اليکترونونه د ګاز په څېر چلند کوي. بور د لورنتز ماډل هم پراخ کړ، خو بيا هم د هال د اغېز په څېر پدېدې په وضاحت نه وو توانېدلی او دې پايلې ته ورسېد چې د اليکترون نظريه په بشپړ ډول د فلزاتو مقناطيسي ځانګړتياوې نه دي تشريح کړې. دغه رساله د ۱۹۱۱ ز کال په اپريل میاشت کې ومنل شوه او بور ورڅخه د مۍ په ديارلسمه نېټه دفاع وکړه. هرالډ تېر کال خپله دوکتورا ترلاسه کړې وه. د بور مقاله د پام وړ وه خو له سکنډنويا بهر يې لږه مینه وال جلب کړل ځکه چې په ډنمارکي ژبه لیکل شوې وه، د کوپنهاګن پوهنتون د هغه وخت اړتیا وه. په ۱۹۲۱ ز کال کې يو هالنډي فزيک پوه هيندريکا يوهانا ون ليوون په خپلواک ډول د بور په رساله کې يوه نظریه ترلاسه کړه چې نن د بور- ون ليوون د نظریې په نوم یادېږي. پېژندل کيږي.[۸][۹]

په ۱۹۱۰ زېږديز کال کې بور د رياضي پوه نيلز ايريک نورلونډ له خور مارګريټ نورلونډ سره وليدل. بور د ۱۹۱۲ زکال د اپريل په مياشت کې د ډنمارک په کليسا کې د خپل غړيتوب استعفاء ورکړه او د اګست په لومړۍ نېټه بور او مارګريت د سليلز ښار په یوه ښاري تالار کې د عامو مراسمو په ترڅ کې واده وکړ. کلونه وروسته د هغه ورور هرالډ هم له واده مخکې په همدې ډول  کليسا خوشې کړه. بور او مارګريت شپږ زامن درلودل. مشر يې کريسټاين د بېړۍ په يوه پېښه کې په ۱۹۳۴ زکال کې مړ شو بل زوی يې هرالډ په ماشومتوب کې د مازغو د ناروغۍ له امله مړ شو.  بور يو بريالی فزيک پوه و او په ۱۹۷۵ زکال کې د پلار په څېر په فزيک کې د نوبل جايزه ورکړل شوه. هانس فزيک پوه شو، ايريک د کيميا انجینیر او ايرنيست وکيل شو. د خپل اکا په څېر ايرنيست بور د اولمپيک لوبغاړی شو او په ۱۹۴۸ زکال کې يې په لندن کې د دوبي د اولمپيک پر مهال د ډنمارک له خوا هاکي لوبه ولوبوله.  [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Politiets Registerblade [Register cards of the Police] (په ډېنمارکي ژبه کي). Copenhagen: Københavns Stadsarkiv. 7 June 1892. Station Dødeblade (indeholder afdøde i perioden). Filmrulle 0002. Registerblad 3341. ID 3308989. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ نومبر ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Pais 1991، صص. 35–39.
  3. Pais 1991، صص. 44–45, 538–539.
  4. "Life as a Student". Niels Bohr Institute. 16 July 2012. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Aaserud او Heilbron 2013، ص. 155.
  6. Pais 1991، صص. 101–102.
  7. Rhodes 1986، صص. 62–63.
  8. Kragh 2012، صص. 43–45.
  9. Pais 1991، صص. 107–109.
  10. Stuewer 1985، ص. 204.
  11. Pais 1991، صص. 226, 249.
  12. Pais 1991، ص. 112.
  13. Pais 1991، صص. 133–134.