نوبل جايزه

د نوبل جایزه (انگرېزي: Nobel Prize) په سويډن کي ورکول کېدونکې نړیواله افتخاري جایزه ده چي په ۱۸۹۵ زېږدیز کال کښي د سويډني کېمیا پوه او اختراع کوونکي الفرېډ نـوبـل په غوښتنه يې بنسټ ایښودل سوئ دئ . په ۱۹۰۱ عيسوي کال کښي دا جایزه يوازي د فزیک، کیمیا، فيزیولوژي يا طب، ادبیاتو او سولي پر ډگر وتلو پوهانو ته په انعام کښي ورکول کېده . ددې جایزې د اقتصاد دبرخي بنسټ د سويډن د مرکزي بانک لخوا په ۱۹۶۸ میلادي کال کښي ايښودل سوئ دئ او په ۱۹۶۹ ميلادي کال کښي د لمړي ځل لپاره انعام کړل سوه . جایزه د تل لپاره د سويډن د رایکس نومي بانک لخوا د کیمیاپوه الفرېډ نوبل په یاد د " نوبل جایزه د اقتصاد لپاره " په نامه تر پوهانو پوري د رسمي مراسمو په ترڅ کښي رسيږي . اصلا نوموړې جایزه د ۱۹۰۱ ميلادي کال راهيسي تر گټونکو پوري رسيږي خو د اقتصاد برخي یې د ۱۹۶۹ میلادي کال راهیسي په کار پېل کړئ دئ .

نوبل جايزه

د نوبل د سولي جایزه چي زیاتره وخت د سياست سره تړاو لري په رښتیا سره د جایزې گټونکو ته په نړیواله توگه سره ټولنیز شهرت او حیثیت ورپه برخه کوي. د نوبل د سولي جایزه د يوې سويډنۍ پنځه کسيزي کمېټې (د نوبل کمېټه) لخوا او د پاته نورو برخو د نوبل جایزې د بېلابېلو سويډني علمي ټولنو لخوا انعام کيږي .

جایزه په اوسني وخت کښي ۱۰ ميلیونه سويډني کروڼه دي چي تقریبا یو میلیون یورو کيږي . پیسې د څېړني د لا پرمختگ لپاره دي څو د جایزې گټونکي ته کوم اقتصادي مشکلات رامنځته نه سي او دپیسو گټلو د غمه خلاص سي او د یادولو وړ ده چي تر اوسه پوري ددې جایزې ډيرو گټونکو اخیستي پیسې په خیریه کارونو لگولي دي.

د ۱۹۰۱ زېږدیز کال څخه بیا تر ۲۰۰۸ زېږدیز کاله پوري ۸۰۹ د نوبل جایزې اعلان کړل سوي دي چي شلو ټولنو د سولي جایزې، ۷۸۹ (نارینه) پوهانو او شلو مېرمنو په بېلابېلو برخو کښي دنوبل جایزې ترلاسه کړي دي .ديادوني وړ ده چي د سره صلیب سازمان تراوسه پوري ۳ د نوبل د سولي جایزې گټلي دي چي لمړۍ یې په ۱۹۱۷ زېږدیزکال، دوهمه یې په ۱۹۴۴ زېږدیزکال او درېېمه جایزې يې په ۱۹۶۳ زېږدیز کال کښي ترلاسه کړې ده . همداشان د ملگرو ملتونو کډوالي ادارې UNHCR دوه ځلي د نوبل دسولي جایزې گټلي دي چي لمړۍ یې په ۱۹۴۵ زېږدیز کال او دوهمه یې په ۱۹۸۱ کال کښي ترلاسه کړه.

فزیک پوه او کېمیاپوه مېرمن ماري کیوري دوه ځلي د نوبل جایزې گټلي دي چي لمړی یې په ۱۹۰۳ زېږدیز کال کښي د نوبل فزیک جایزه او دوهمه یې په ۱۹۱۱ زېږدیز کال کښي د نوبل کېمیا جایزه وه.

تر ۲۰۰۸ زېږدیز کاله پوري دنړۍ په ۶۵ بېلابېلو هیوادونو کښي د نوبل جایزې پوهانو او ټولنو گټلي دي چي له دې جملې څخه ۲۸ ځلي په سويډن کښي، ۳۰۹ ځلي د امريکا په متحده ایالاتو کښي، ۱۱۳ ځلي په بریتانیه کښي، ۱۰۲ ځلي په جرمني کښي، ۵۷ ځلي په فرانسه کښي او په همداسي نورو بېلابېلو ملکونو کښي د نوبل جایزه گټل سوې ده.

د جایزې اړوند مراسم سمول

د نوبل دسولي جایزې څخه په استثنا سره د نوبل د اقتصاد جایزه او د نوبل نوري ټولي جایزې همېشه د سويډن په مرکز سټاکهلم کښي د ډسمبر د مياشتي پر لسمه نېټه چي د الفرېډ نوبل په یاد کليزه وي د جایزې د قضاوت په مراسمو کښي و خپل ټاکل سوي شخص ته سپارل کيږي .

د ۱۹۰۲ زېږدیز کال راهيسي د نوبل د سولي جایزې څخه په استثنا سره نوري ټولي جایزې د سويډن ولسمشر “کارل XVI گوستاف” په لاس گټونکو ته ورکول سوي دي.

د نوبل د سولي جایزه هم هر کال د ډسمبر د میاشتي پر لسمه نېټه د گټونکي ترلاسو پوري رسيږي خو ددې جایزې د قضاوت مراسم بیا د ناروې هیواد په مرکز اوسلو کښي ترسره کيږي چي دمراسمو په ترڅ کښي د جایزې گټونکی خپله وینا هم ويناوالو ته اوروي.[۱]

دا چي د الفرېډ نوبل د کوچېدو پر وخت د ناروی او سويډن هیوادونو ترمنځ يوه شخصي اتحادیه چي د سويډني – ناروېژي اتحادیې په نامه سره یاديږي موجوده وه نو اوس په دې خاطر سره د سولي د جایزې يوڅه مراسم د سويډن پر ځای د ناروی په هیواد کښي ترسره کيږي او په دې توگه سره دا دوه هيوادونه یو دبله خپل گاونډيتوب پالي.

خو هېره دي نه وي چي د ناروې هیواد ولسمشر” اوسکار ټو” په لمړیو وختونو کښي په دې نه وو راضي چي د نوبل سولي جایزه دي په ناروې کښي ترگټونکو پوري ورسيږي خو کله چي نوموړي ته دا معلومه سوه چي دا یوه ډېره مهمه او مشهوره جایزه ده نو یې په ناروې کښي ددې جایزې اعلانول او ترگټوونکو پوري رسول قبول کړل.

د جایزې مراسم او ټولنيزي مېلمستیاوي دومره مهمی او مشهوري دي چي په اوسني وخت کښي نړیوالي مهمي پېښي بلل کيږي.

د الفرېډ نوبل هیله سمول

 
د الفرېډ نوبل هیله

د نوبل پنځه جایزې دسويډني کيمياپوه، دلوړ چاودېدونکي ډیناميټ (چاودونكې ماده چي د تېزابو او گلسرين څخه جوړيږي). مخترع او کمپنۍ لرونکي الفرېډ بېرنهارد نوبل د اخري هيلي پر بنسټ منځته راغلي دي . که څه هم الفرېډ نوبل په خپل ژوند کښي ډيري هيلي درلودلې او ليکلي يې وې خو وروستی هیله يې د مرگ څخه یو کال مخکي لیکلې وه او نوموړې هیله يې د ۱۸۹۵ ميلادي کال د نومبر دمیاشتي پر ۲۷ نېټه د پاريس ښار په سويډني – ناروېژي کلب کښي پسي لاسلیک کړې وه . الفرېډ نوبل د خپلي شتمنی څخه ۹۴ فیصده چي ۳۱ ميلوینه سويډني کروڼه کيږي د پنځو نوبل جایزو د بنسټ او چمتو کولو لپاره خراباته کړې وه . خو هېره دي نه وي چي دده څخه وروسته نورو پر ادب مینو شخصیتونو دا لاره پاللې او له برکته يې په ۲۰۰۸ میلادي کال کښي جایزه پر گټونکي و ۱۸۶ ميلیونه امريکايي ډالرو ته ورسېده.[۲]

که څه هم د الفرېډ نوبل دا لوی پلان بشپړ نه وو خو دبېلابېلو ټولیو د برکته د الفرېډ نوبل دهيلي له امله ددې جایزې د بنسټ او د هغه دپلان دبشپړولو کارونه ترسره سوي دي او د نوبل موسيسې د بنسټ ايښودلو څخه دمخه ۵ کاله تېر سول چي په ۱۹۰۱ میلادي کال کښي د ډسمبر دمیاشتي پر لسمه نېټه اوله دنوبل جایزه دنړۍ په سطحه اعلان کړل سوه.

په ۱۸۸۸ زېدیز کال کښي په يوه فرانسوي ورځپاڼه کښي سهوا په “د مرگ سوداگر د نړۍ څخه وکوچېد “ عنوان سره یو خبر خپور سو چي پکښي ليکلي وه : “د مرگ سوداگر نوبل پرون ومړ. هغه د انسان د له منځه تللو پر ډيرو طریقو کار کړئ وو (مطلب یې د ډينامټ کشفونه وه) چي له دې امله ډېر شتمن سو .”

کله چي ډاکټر نوبل په دې خبر سو نو یې سخته خوا بده سوه او خواشینی سو. دپوهانو په وینا دا ددې علت وو چي مبتکر نوبل په وصيت نامه کښي د نوبل موسسې د غوښتني يادونه وکړه .

د جایزې د گټونکي ټاکنه سمول

 
The committee room of the Norwegian Nobel Committee

د بعضو نورو جایزو سره په پرتله د نوبل ستري جايزې لپاره دگټونکي ټاکنه نه یوازي دا چي ډېره پېچلې، سخته او مغلقه ده بلکي ډېر زیات وخت نیسي. دا ځکه چې چي د نوبل د ستري جایزې مهم والی، شهرت او دروند لیاقت د کلونو په جریان کي ډېر سوئ دئ او دخلگو پام يې ځانته رااړولئ دئ.[۳]

د نوبل جايزې گټونکي د نوبل د بېلابېلو کمېټو لخوا ټاکل کيږي. د فزیک، کېمیا او اقتصاد د نوبل جایزو گټونکي د يوې پنځه کسيزي کمېټې لخوا ټاکل کیږي چي نوموړې کمېټه د سويډن دشاهي کورنۍ د ساینس اکاډمۍ لخوا انتخابه سوې ده. دادبیاتو دنوبل جایزې گټونکي هم دیوې پنځه کسيزي کمېټې لخوا ټاکل کيږي چي دې کمېټې ته بیا دسويډنۍ اکاډمۍ لخوا صلاحیت ورکول سوئ دئ. دفيزیولوژي يا طب دنوبل جایزې گټونکي بیا د یوې بلي پنځه کسيزي کمېټې لخوا ټاکل کيږي چي نوموړې کمېټه بیا د نوبل دجرگې لخوا په کار گمارل سوې ده. ذکر سوې دنوبل جرگه پنځوس غړي لري چي هغوی بیا د کېرولینسکا ټولني لخوا انتخاب سوي دي او وظيفه ورته سپارل سوې ده .د سولي د نوبل جايزې گټونکي دپنځه کسيزي ناروېژي نوبل کمېټې لخوا ټاکل کيږي چي ددې کمېټې غړي بیا د ناروې هيواد دپارلمان لخوا په کار گمارل سوي دي.[۴]

دجایزې دگټونکي په لومړۍ مرحله کښي د سل گونو تنو څخه پوښتنه کيږي چي کانديدان انتخاب کړي. په هره برخه لکه ادبیات، فزیک، کېمیا او داسي نورو برخو کښي پر کاندیدانو باندي د بېلابېلو ماهرانو،استادانو او متخصصینو لخوا کره کتنه کيږي څو دټولو کاندیدانو څخه يو کاندید او یا کله کله دوه او تر دوو زیات کاندیدان پاته سي چي جایزې و نوموړو کاندیدانو ته ورکول کيږي . دغه کراره او بشپړه پروسه ددې شاهده ده چي نوموړې جایزه بې اندازې زیاته مهمه او مقام يې ډېر لوړ دئ.

ورپسې تقريبا ۳۰۰ شخصیتونو ته بلنلیکونه لېږل کيږي څو په دې سره هغوی دعوت کړي او د نوبل جایزې د ټاکل سويو خلگو معلومات تر هغوی پوري ورسوي. دنوبل دسولي جايزې د کاندیدانو تحقیقات دهر یوه په هیواد کښي د هغه هیواد وحکومت ته، په هالنډ کښي دنړیوالي محکمې وغړو ته، دپوهنتون په سطحه و پروفیسورانو او مدیرانو ته، و پخوانيو سولي جایزو گټونکو او د ناروېژي نوبل کمېټي اوسني او پخوانيو غړو ته لېږل کيږي څو هغوی په دې اړه خپل نظر او يا نیوکه د ناروېژي نوبل کمېټې ته ورکړي.

له دې څخه وروسته دناروېژي نوبل کمېټه د فبروري دمیاشتي د ۳ نېټې څخه مخکي خپل قضاوت کوي[۵] او د فزیک، کېمیا،فيزیولوژي يا طب، ادبیاتو او اقتصاد د نوبل جایزو قضاوت د جنوري د میاشتي د ۳۱ نېټې څخه مخکي په هري برخي پوري د اړوندي کمېټې يا جرگې لخوا کیږي.[۶] د يادوني وړ ده چي د جایزې گټونکی د یوه شخصیت لخوا او يا د یوه له منځه تللي شخصیت لخوا نه ټاکل کيږي.

د کانديدانو نومونه هيڅکله په آزاده توگه سره په مطبوعاتو کښي نه اعلانيږي او نه و کاندیدانو ته دا خبر رسيږي چي هغوی و جایزې ته کاندیدان دي چي ددې خبر له امله دهغوی پام و جایزې ته واوړي. د نوبل ستري جايزې د گټونکو سوانح د گټلو د وخت څخه پوره ۵۰ کاله تړلي پراته دي او د کتلو او ویلو اجازه یې نسته.[۷]

د کانديدانو د انتخابولو څخه وروسته چي کانديدان د اړوندو کمېټو سره ثبت سوي وي نو د تقریبا د ۲۰۰ کانديدانو یو لومړنۍ لیست جوړيږي او بیا هغه لیست په هره برخه کي و انتخاب کړل سویو ماهرانو او متخصصینو ته لېږل کيږي .نوموړي ماهران او استادان د لیست څخه تقریبا ټاپترین ۱۵ کاندیدان ټاکي او ورپسې دنوموړو کانديدانو د ستايني گزارش او راپور د هري برخي وکمېټې یا جرگې ته لېږي . له دې څخه وروسته د نوبل جایزې دگټونکي د ټاکلو وخت رارسېدلئ دئ او ددې کار د ترسره کولو لپاره هره کمېټه یا جرگه د بېلگي په توگه د فیزیولوژي يا طب جرگه چي د پنځوسو تنو څخه تشکیل سوې جرگه ده د نوبل جایزې دگټونکي د ټاکلو لپاره هر یو خپله رایه ورکوي او ډیري رايې وړونکی د نوبل د ستري جایزې گټونکی دئ .

په هره برخه کښي د جایزې دگټونکي دټاکلو پروسه له اوسه څخه نوره کراره – کراره بېليږي او فرق پيدا کوي . د نوبل دادبیاتو جایزه په انتخابي توگه سره په کال کښي تر یوه کانديد زیاتو کانديدانو ته ورکول کيږي په داسي حال کي چي دنوبل نوري جایزې و دوو يا دریو کانديدانو ته ورکول کيږي .

کله چي یو کاندید دکانديدۍ او دکمېټې لخوا دقضاوت کولو په منځ کښي مړسي نو که هغه څه هم ددې پروسې په پای کښي گټونکی راووزي نو د نوبل جایزې د قوانینو له مخي اجازه نسته چي دهغه و خپلوانو ته دي جایزه وسپارل سي . خو په ۱۹۳۱ زېږدیز کال کښي د ادبیاتو د نوبل جایزې گټونکی “اېریک اکسیل کارلفېلدت” او په ۱۹۶۱ زېږدیز کال کښي د نوبل سولي جایزې گټونکی د امريکا متحده ایالاتو منشي “ډاگ هاممرېکیوولډ” د جایزې د ورکولو مخته ددنیا څخه سترگي پټي کړي دي او ددوی وخپلوانو ته جایزه ورکول سوې ده په داسي حال کښي چي د ۱۹۹۶ زېږديز کال د اقتصاد نوبل جایزې گټونکی ویلیم ويکرۍ د نوبل جایزې داعلانولو څخه وروسته او و ده ته دجایزې دتسلیمولو مخکي مړ سو چي خپلوان يې دجایزې څخه بې برخي پاته سول .

جایزه سمول

د نوبل جایزې ترلاسه کول دسروزرو مډال، یوه ډيپلومه او د يو مبلغ پيسو ترلاسه کول دي . په اوس وخت کښي د نوبل جایزې وگټونکي ته ۱۰ میلیونه کروڼه چي ۱،۲ امريکايي ډالره کيږي ورکول کیږي .کله کله داسي هم پېښیږي چي دوه يا درې گټونکي وي نو په هغه صورت کښي بیاد کمېټې لخوا پيسې په عادلانه توگه سره پر دریو او يا دوو نفرو وېشل کیږي خو داسي هم پېښه سوې ده چي کمېټه دي و اصلي گټونکي ته د مبلغ نيمايي برخه ورکړي او پاته نیمايي برخه پر پاته دوو گټونکو باندي وویشې او ور یې کړي .

په تیرو وختونو کښي کله کله د نوبل کمېټې او نورو کمېټو او جرگو لخوا داسي حکم هم صادر سوئ دئ چي که چيري تر یوه زیات کاندیدان جایزې ته بریالي سي نو باید هغوی نوی اختراعگاني وکړي چي ښه اختراع کونکي ته به جایزه ورکول کيږي او د پاته کاندیدانو نومونه بیا ددوهم ځل لپاره د راتلونکي کال د کاندیدانو په لیست کښي ليکي .

د نوبل جایزو مډالونه د نوبل موسسې ثبت کړل سوي تجارتي علامې دي چي د ۱۹۰۲ زېږدیز کال راهيسي په سويډن کښي د ماینټوېړکټ نومي کمپنۍ او د ناروې د پیسو جوړولو کمپنۍ لخوا توليديږي .

ټوله مډالونه د ۱۹۸۰ ميلادي کال څخه مخکي په ۲۳ قیراطو سرو زرو کي جوړ سوي دي خو د نوبل اوسني مډالونه د ۱۸ قېراطو یو رقم سرو زرو او د ۲۴ قیراطو بل رقم سرو زرو څخه جوړ سوی دي . هر مډال تقریبا ۲۰۰ گرامه وزن او د ۶۶ ميلي مترو په اندازه قطر لري .

[۸]

سرچينې سمول

  1. "The Nobel Prize Award Ceremonies", nobelprize.org, accessed 5 November 2007.
  2. "The Will of Alfred Nobel", nobelprize.org, accessed 6 November 2007.
  3. "Nobel Prizes: Selection Process", Encyclopædia Britannica Online (2007), accessed 18 October 2007.
  4. "The Nobel Prize in Economics", nobelprize.org, accessed 4 March 2007.
  5. The Norwegian Nobel Foundation. "How are Laureates selected?". nobelpeaceprize.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  6. Nobel Foundation. "Nomination and Selection Process". nobelprize.org. د لاسرسي‌نېټه July 30 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  7. The Nobel Foundation. "Frequently Asked Questions". nobelprize.org. د لاسرسي‌نېټه December 2 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  8. http://larawbar.com/article.php?id=12937&date=2010-01-07[مړه لينکونه]
  نوبل جايزې  
کيميا · ادبيات · سوله · فزیک · فيزیولوژي يا طب · وټه