نجيبه لېمه د بي بي سي پښتو راډيو يوه خبرياله او ويانده ده. نوموړې په لندن کې د خبريالۍ په څانگه کې زده کړې کړي او له ډېرو کلونو نه راپدېخوا د بي بي سي پښتو راډيو کارکوونکې ده.

نجيبه لېمه

مخينه

اغلې نجيبه ليمه په ( ۱۳۴۷) لمريز کال د قوس يا ليندۍ پر نهويشتمه (۲۹) نېټه د کابل په ښار کې د ډاکټر صالح محمد زيري په کور کې سترگی دې نړۍ ته پرانستي.

زده کړې

د ښوونځي لمړنۍ زده کړې يې په کابل کې تر سره کړې او لوړې زده کړې یې د مسکو په دولتي پوهنتون کې کړي. په ١٩٩٠ ز. کال کې د ژورناليزم په څانگه کې د ماسټرۍ بريليک تر لاسه کړ.

دندې

لمړۍ دنده یی په ١٩٩١ کې په باختراژانس کې وه . د ١٩٩٢ ز. کال د مۍ په مياشت کې د بي بي سي د فارسي او پښتو څانگو سره په کار پيل کړی او تر همدې دمه يې د بي بي سي د پښتو، فارسي، روسي او انگليسي څانگو سره د وياندې او خبريالې په توگه کار کړى. د بې بې سي راډيو سره داغلي نجېبې د کار ځينې بېلگې په دې توگه په گوته کولاي شو: د ماشومانو له پاره راډيويي داستانونه او د خيالي کرکټر "خړکى سويکې"جوړونه . د راډيويې لنډو کيسو لیکنه. په دغه لړۍ کې يې تر سلو ډېرې کېسې ليکلې او د خيالې کرکټرې "خړکۍ" سره يې ثبت کړي. د دغو کيسو يوه ټولگه په ٢٠٠٠ کال کې په پېښور کې چاپ شوې ده .

د بي بي سي مرکچي

نجيبې لېمې د بي بي سي راډيو لپاره د مرکچي په توگه دنده هم ترسره کړې او په دې توگه د يو شمېر مخورو سره يې مرکې ترسره کړي. په ١٩٩٧د طالبانو د واکمنۍ پر محال په جلال آباد کې د ختيځ زون له مسول ملا نيازى سره مخامخ مرکه. د ٢٠٠١ زکال داکتوبرپر (۹) د برتانيا د لمړي وزير تونی بلیرسره د "ډاونينگ سټريت" په ماڼي کې مخامخ مرکه د ٢٠٠١ ز کال د نوومبر په مياشت کې د امريکا د ولسمشر د وياند ډيک چيني سره په سپينه مانۍ کې مرکه . همدا ډول یې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر اخوند په گډون د حامدکرزی او نورو افغان لوړپوړو دولتی چارواکو سره مرکې د يادولو وړ دي .

رسمي سفرونه

په ١٩٩٧کال کې يې د پښتونخوا د کوټې او پېښور ښارونو ته سفر وکړ او د پښتنو ښځو د رواني ناروغيو په اړه يې د راديويي پروگرامونو يوه ځانگړې لړۍ جوړه کړه. د همدې راډيويي خپرونې څخه دا دردونکې پاېله اخيستل کېده چې په ډېرو پېښو کې د مېرمنو د عقلي او عصبي ناروغيو درملنه د روغتوني درملنې پرځاى په زيارتونو کې کيدى . د همدې سفر په ترځ کې يې جلال اباد ته هم سفر وکړ او د يوشمير طالبو مشرانو سره مې مرکې هم وکړې . اغلي نجبې د يوې فعالې او پېژندل شوې ژورناليستې په توگه د افغانستان په اړوند په يو شمير نړيوالو کنفرانسونو کې گډون کړی:

  1. په ١٩٧۱ زکال په ژنوي کښي د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونوکنفرانس .
  2. په ۲۰۰۱ زکال یې کابل ته کاری سفرکړی
  3. په ۲۰۰۱ ز کال دتوکيوپښارکي افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو نړيوال کنفرانس .
  4. په ۲۰۰۳ - او ٢٠٠٦ کلونوکی په روم کې د افغانستان د قانون جوړولو نړېوالو غونډو کې گډون .

دنړۍ په يوشمېرهيوادونوکي د کنفرانس د جوړونکې او ويناوالې په توگه سفر ونه :

  1. په ٢٠١٣ ز کال کی په هانگ کانگ کې د چينايي ژبې د کنفرانس جوړول .
  2. په ۲۰۱۴ زکال کی دچين گوانجو ايالت ته د چيني ژبي او ژورنالیزم کنفرانس .
  3. په ۲۰۱۴ ز کال د بي بي سي د اکاډيمې د هندى ويبپاڼې د جوړولو له پاره هغه هيوادته سفر.

له ٢٠٠٨ ز کال نه تر همدا نن پوري د بې بې سی اکاډمي د هغو ژبو له پاره د ځانگړو ویبسايټونو د جوړولو کار پيل کړ چې بي بي سي خپرونې پرې لري. اغلې نجيبه وايي : ددغه کار له پاره مې استدلال دا وو چې د بي بي سي خبريالان په خپله مورنۍ ژبه خبرونه ليکي او وړاندي کوي يې، ځکه نو اړينه ده چې ددغو ژبو د ملاتړ ځانگړي ويبپاڼې جوړې سى . دبې بي سي اکاډمی د پښتو ترڅنگ اوس مهال د ٢٦ نوروژبو ويبپاڼې لرى . اغلې نجيبه ليمه له ۲۰۰۸ تراوسه دبې بې سي اکاډمي دژورناليزم په پوهنځی کې دنړيوالو ويبپاڼو مسوليت پر غاړه لري .

ستاينه او هڅونه

تراوسه اغلې نجيبه ليمه درې ځله ستايل شوېده :

  1. په ۲۰۰۱ ز کال کښي د توني بلېر د مرکې وروسته د راډېو سونى ډالۍ “Sony Award”.
  2. د ۲۰۱۰ ز کال داگست ۱۹ مه په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه لخوا ستاينليک .
  3. په ۲۰۱۴ کال کی په لندن کې د مسلکي افغانانو له خوا ډالۍ .

اغلې نجيبې ليمې په ١٩٩١ ز، کال انگلستان ته کډواله شوه . د واده ثمره یې دوې لوڼې دي ،اوس د خپلي کورنۍ سره يوځای په لندن کې ژوندکوي .