ناپل د کمپانیا سیمه ایزه پلازمینه او له روم او میلان نه وروسته د ایټالیا درېیم لوی ښار دې، چې تر ۲۰۱۷ز کال پورې د ښار اداري حدودو کې د ۹۶۷،۰۶۹ نفوس درلوده.

ناپل په لومړۍ مخزیږدیزه زریزې کې د یونانیانو له خوا رامنځته شوی و، چې په نړۍ کې یو له پخوانیو تلپاتې مېشتو ښاري سیمو نه ګڼل کېږي. دغه راز په شپږمه پېړۍ کې د پیزوفالکون په غونډۍ کې د پارتینوپ په نوم یوه مستعمره (لرغونی یونان: Παρθενόπη) تاسیس شوه او په اتمه پیړۍ کې دا د نیپولس (Neápolis) په نوم یاده شوه. همدارنګه دا ښار د مګنا ګراسیا (پخوا وختونو کې د سویلي ایټالیا د ساحلي سیمې نوم و ) یوه مهمه برخه وه، چې د یوناني او رومي ټولنو په ادغام کې اړینه ونډه درلوده او د رومیانو د واکمنۍ پر مهال یو مهم کلتوري مرکز ګڼل کېده.[۱][۲]

ناپل په لومړۍ کې دوچي ناپلیانو پلازمینې په توګه (۶۶۱ز-۱۱۳۹زکلونو) بیا د ناپلیانو سلطنت (۱۲۸۲ز-۱۸۶۱ز کلونو کې) او بلاخره د ۱۸۶۱ز کال کې د ایټالیا تر یووالي پورې د دوه سیسیلیس (Two Sicilies) سلطنت پلازمینې په توګه وټاکل شو . ناپل د باروکو پلازمینه هم ګڼل کیږي کوم چې په ۱۷مه پېړۍ کې د هنرمند کاراوګیو له کار او د هغه هنري انقلاب نه یې الهام اخیستې و. دغه راز دا د بشریت او روښانتیا یو مهم مرکز هم و. همدارنګه د ۱۹۲۵ او ۱۹۳۶ز کلونو ترمنځ  ناپل د بینیټو موسولیني تر واکمنۍ لاندې وده او پراختیا ومونده، خو د دویمې نړیوالې جګړې په وروستیو کلونو کې یاده ټاپو د متحدینو د بمباریو له امله سخته زیانمنه شوه چې له ۱۹۴۵ز کال نه وروسته دغه ښار کې د بیارغونې پراخ کارونه تر سره شول.[۳][۴][۵][۶][۷] 

د شلمې پیړۍ له وروستیو راهیسې ناپل د   Centro Direzionale په نوم د یو سوداګریزې سیمې او د پرمختللې ټرانسپورټي شبکې په جوړولو سره چې په کې روم او سالیرنو ته د Alta Velocità په نوم  لوړ سرعت ریل پټلۍ غځېدله او د میټرو پراخه شبکې په مرسته د پام وړ اقتصادي وده وکړه. له میلان او روم وروسته ناپل په ایټالیا کې درېیم لوی ښاري اقتصاد دی. دغه راز د ناپل بندر په اروپا کې یو له مهمو بندرونو نه دی او د سوداګریزو فعالیتونو سربېره دا ښار په ناپل کې د متحدینو د ګډو ځواکونو د قوماندې کور دی، د ناتو هغه اداره چې د شمالي افریقا، ساحل او منځني ختیځ څارنه کوي.[۸][۹]

د ناپل تاریخي ښار مرکز په اروپا کې ترټولو لوی ښار دی او د یونیسکو له خوا د نړیوال میراث ځای په توګه ثبت شوی. یو شمېر مهم کلتوري او تاریخي ځایونه لکه د کاسرټا ماڼۍ او د پومپی او هیرکولینیم رومن کنډوالې دې ښار کې شتون لري. ناپل د خپلې طبیعي ښکلاګانو لکه پوسیلیپو، فلیګرین دشتې، نیسیدا او ویسوویوس لپاره هم پیژندل شوی. [۱۰][۱۱]

میلان سمول

ناپل له میلان، روم او تورین نه وروسته د ایټالیا څلورم لوی اقتصاد دی او د پیرودلو ځواک له مخې په نړۍ کې ۱۰۳م لوی ښاري اقتصاد دی، چې  په ۲۰۱۱ز کال کې د دې ښار کورني ناخالصه تولیدات د ۸۳.۶ میلیارده ډالرو سره، د سړي سر ۲۸،۷۴۹ ډالرو سره برابر وه. همدارنګه د ناپل بندر په مدیترانې کې یو له سترو او مصروف بندرونو نه بلل شوی. دغه راز یاد ښار له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د پام وړ اقتصادي وده کړې، خو د لوړې کچې سیاسي فساد، تنظیم شوي جرمونو او بیکارۍ غټې ستونزې پاتې دی.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶] 

ناپل یو ملي او نړیوال سیاحتي ځای دی، چې په ایټالیا او اروپا کې یو له غوره سیاحتي ښارونو نه دی، چې د (Grand Tour) یا لوی سفر په ترڅ کې سیلانیانو په ۱۸مه پېړي کې له ایټالیا نه لیدنه وکړه او د نړیوالو راتګونو له مخې ناپل په ۲۰۰۸ز کال کې د ۳۸۱،۰۰۰ سیلانیانو (د تېر کال په پرتله ۱.۶ سلنه کم) سره په نړۍ کې ۱۶۶م لیدل شوی ښار و او په دې توګه له لیل ښار نه وروسته، خو له یارک، سټټګارټ، بلګراد او دالاس ښارونو څخه مخکې و. [۱۷]

په دې وروستیو کې د ناپل ښار د کرنې پر بنسټ له دودیز اقتصاد نه د خدماتي صنعتونو پر بنسټ اقتصاد ته بدلون کړی، چې د ۲۰۰۲ ز کال په پیل کې په دغه ښار کې له ۲۴۹۵۹۰ نه زیات فعال شرکتونه د سوداګرۍ خونې کې ثبت شوي وو.

سیاحت  سمول

ناپل د فلورېنس، روم، وینز او ​​میلان ښارونو په ګډوڼ د ایټالیا  له مهمو سیاحتي ځایونو نه بلل کېږي.  په ۲۰۱۸ز کال کې د ناپل ښار د ۳،۷۰۰،۰۰ سیلانیانو سره په بشپړه توګه د تېرو لسیزو د سخت سیاحتي کمښت نه راووت. په هر حال د دې پدیدې په سمه توګه ارزولو لپاره دا باید په پام کې ونیول شي چې هر کال لوی شمېر سیلانیان ناپل نه لیدنه کوي او د ښار په شاوخوا ځایونو کې پاتې کېږي. دغه راز د ۲۰۱۹ز کال پورې ناپل په ایټالیا کې ۱۰م لیدل شوی ښار او په سویل کې لومړی ښار بلل شوی. دغه راز دا سکټور په دوامداره توګه وده کوي او په زیاتېدونکي توګه د ناپل اقتصاد لپاره  بنسټیز اهمیت لري. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

ډیموګرافیک  سمول

په ۲۰۱۲ز کال کې د ناپل نفوس شاوخوا ۹۶۰،۰۰۰ وو. دغه راز د ناپل لویه ښاري سیمه د ۴.۴ میلیونه نفوس په درلودلو سره کله ناکله د لوی ناپل په توګه هم کېږي. د ناپل ولایت ډیموګرافیک پروفایل عموما نسبتا ځوان دی: چې ۱۹ سلنه یې له ۱۴ نه کم عمر لري پداسې حال کې چې ۱۳سلنه یې له ۶۵ نه ډېر عمر لري. ناپل د نارینه وو (۴۷.۵سلنه) په پرتله د ښځو (۵۲.۵ سلنه) لوړه سلنه لري. دغه راز ناپل کې اوس مهال د ایټالیا د نورو برخو په پرتله د زیږون کچه لوړه ده، چې په هرو ۱۰۰۰ اوسیدونکو کې ۱۰.۴۶ زیږونه لري.[۳۰][۳۱][۳۲] 

د ناپل نفوس په ۱۹۰۱ز کال کې د ۶۲۱،۰۰۰ نه په ۱۹۷۱ز کال کې ۱،۲۲۶،۰۰۰ ته لوړ شو او په ۲۰۱۱ز کال کې بېرته ۹۵۷،۸۱۱ ته راټیټ شو ځکه چې ښاري اوسیدونکي کلیوالو سیمو ته لاړل. دغه راز د بېلابېلو سرچینو په وینا د ناپل ښاري سیمه له میلان نه وروسته په ایټالیا کې دویمه لویه ښاري سیمه ده (د سویمیز د معلوماتو له مخې د ۴،۴۳۴،۱۳۶ اوسیدونکو سره) یا درېیم لوی ښار دی (د OECD په وینا د ۳.۱ میلیون اوسیدونکو سره ). سربیره پردې ناپل په ایټالیا کې ترټولو ګڼ نفوسه ښار دی، چې په هر کیلو مټر مربع کې نږدې ۸،۱۸۲ وګړي ژوند کوي، خو له ۲۰۰۳ راهیسې د نفوس په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی ځکه هغه وخت کې په هر کیلو مټر مربع کې له ۹۰۰۰ نه زیاتو کسانو ژوند کاوه.[۳۳][۳۴][۳۵]

د  شمالي ایټالیا ښارونو په پرتله په ناپل کې نسبتا لږ بهرني کډوال ژوند کوي، چې د دغه ښار ۹۴.۳ سلنه اوسېدونکي د ایټالیا اتباع دي. په ۲۰۱۷ز کال کې ناپل ښار کې ټول ۵۸،۲۰۳ بهرنیان وو، چې زیاتره یې له سریلانکا، چین، اوکراین، پاکستان او رومانیا نه وو. دغه راز احصایې ښیي چې په تېرو وختونو کې په ناپل کې د کډوال لویه برخه ښځې وې. دا ځکه چې ایټالیا کې نارینه کډوالو د بډایه شمال لور ته د تللو تمایل درلود.[۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې سمول

  1. Daniela Giampaola, Francesca Longobardo (2000). Naples Greek and Roman. Electa.
  2. "Virgil in Naples". naplesldm.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اپرېل ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Alessandro Giardino (2017), Corporeality and Performativity in Baroque Naples. The Body of Naples. Lexington.
  4. "Umanesimo in "Enciclopedia dei ragazzi"". www.treccani.it (په اطالوی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Musi, Aurelio. Napoli, una capitale e il suo regno (په اطالوی ژبه کي). Touring. د کتاب پاڼي 118, 156. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Florimo, Francesco. Cenno Storico Sulla Scuola Musicale De Napoli (په اطالوی ژبه کي). Nabu Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 7 October 2007 باندې). Bombing of Naples. naplesldm.com
  8. "Sr-m.it" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ فبروري ۲۰۱۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Napoli, l'inaugurazione dell'Hub di Direzione Strategica della Nato". La Repubblica. 5 September 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ سپټمبر ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Rivistameridiana.it" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Quali sono i ristoranti stellati in Italia? Ecco la guida Michelin 2021". Touring Club Itlaiano. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Il Comune - Area statistica - struttura della popolazione e territorio - città - condizione professionale". www.comune.napoli.it (په اطالوی ژبه کي). Comune di Napoli. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Tasso di disoccupazione : Tasso di disoccupazione - livello provinciale". dati.istat.it. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Cricca veneta sui rifiuti di Napoli: arrestati i fratelli Gavioli" (in Italian) Archived 22 June 2012 at the Wayback Machine.. Il Mattino. 20 June 2012. Retrieved 11 July 2012.
  15. "Gestione rifiuti a Napoli, undici arresti tra Venezia e Treviso" (in Italian) Archived 25 January 2014 at the Wayback Machine.. Il Mattino di Padova. 21 June 2012. Retrieved 14 July 2012.
  16. (په 14 March 2018 باندې). Napoli, è record di disoccupati. Corriere del Mezzogiorno.
  17. ildenaro.it (2018-03-23). "Turismo, dal Cipe 6 milioni per le "top destinations" d'Italia: c'è anche Napoli". Ildenaro.it (په اطالوی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Sassi / La cattiva scuola". CADMO (1): 26. 2015-07-12. doi:10.3280/cad2015-001003. ISSN 1122-5165. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Se il Sud è la parte cattiva del Paese". Corriere della Sera (په اطالوی ژبه کي). 2016-02-12. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Turismo in Italia nel 2018". istat.it (په اطالوی ژبه کي). 2019-07-15. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Linee guida per lo sviluppo turistico della Regione Campania, pp.10 a 13" (PDF). sito.regione.campania. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "E' uscito il libro Lo stato della città. Napoli e la sua area metropolitana a cura di Luca Rossomando : Inchiesta". 5 February 2017. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. g.marinelli (2018-02-01). "Campania Express 2019". EAV srl (په اطالوی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "fondazionefs, Reggia Express Treno storico da Napoli Centrale a Caserta" (PDF). fondazionefs.it. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Movimento turistico in Italia nel 2018" (PDF) (په اطالوی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. ildenaro.it (2019-11-27). "Turismo, Istat: Napoli, boom di presenze. In un anno + 13,6%". Ildenaro.it (په اطالوی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Napoli capitale del turismo, Palermo a fondo classifica". lastampa.it (په اطالوی ژبه کي). 2017-11-03. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Franceschini: "Napoli capitale del turismo"". la Repubblica (په اطالوی ژبه کي). 2016-12-21. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Nuzzo*, Claudio Calveri e Diego (2019-12-16). "Napoli, il record del centro storico Unesco e il "rischio" gentrificazione". Corriere del Mezzogiorno (په اطالوی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. . Demographics of Naples. UMUC.edu
  31. (په 8 January 2008 باندې). Demographics. ISTAT
  32. ‘City’ population (i.e. that of the comune or municipality). City of Naples Archived 2 July 2015 at the Wayback Machine.. Comuni-italiani.it. 2012. Retrieved 11 April 2012.
  33. "Seminario-aprile2001.PDF" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "OECD 2010". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Urban slums reports: the case of Naples, Italy" (PDF). UCL. 2003. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Statistiche Demografiche ISTAT". ISTAT. 2018. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Cittadini Stranieri – Napoli". comuni-italiani.it. مؤرشف من الأصل في ۰۲ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. . Demographics of Naples. UMUC.edu