ناميبيا

سوېلي افريقا هېواد
  

نیمیبیا چې په رسمي توګه د نامیبیا ولسمشریزه ده د افریقا په سویل ختیځ کې پروت یو هیواد دی. پلازمینه یې ویندهوک رسمی ژبه انګلیسي او مساحت یې ۴۱۸'۸۲۵ کیلومتره مربع دی. نامیبیا ۰۷۷'۱۱۳'۲ میلیونه وګړي د پیسو واحد یې د نامیبیا ډالر (NAD) دی او په ۲۱ د مارچ ۱۹۹۰م کال له سویلي افریقا نه خپلواکی ترلاسه کړی.

ناميبيا
ناميبيا
ناميبيا
[[بیرغ کينډۍ:اسم الصفحة|بیرغ]]
ناميبيا
ناميبيا
نښان


شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۲۳°سویل ۱۷°ختیځ / 23°سويل 17°ختيځ / -23; 17   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
کښتنۍ سيمه اتلانتيک سمندر (0 متر )  د (P1589) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کچه 825615 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه ویندهوک   د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبې انگليسي [۲]  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
د خپلواکۍ نېټه ۱۹۹۰  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر لږ تر لږه 21 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د بې کارۍ کچه 19 سلنه (۲۰۱۴)[۳]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نورې عددونه او شمېرې
پیسې د نامیبیا ډالر
د سویلي افریقا رند [۴]  د (P38) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بیړنۍ ټليفون
شمېره
۱۱۲   د (P2852) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ترافيکي لورۍ کيڼ   د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېب‌پاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
د هيواد کوډ NA  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +264  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

نامیبیا، په رسمي ډول د نامیبیا جمهوریت، په جنوبي افریقا کې یو هېواد دی. لوېدیځه پوله یې د اتلانتیک سمندر دی. دا هېواد له شمالي لوري له زامبیا او انګولا سره، له ختیځ لوري له بوتسوانا او له سويل او ختیځ لوري له سوېلي افریقا سره ځمکنۍ پولې لري. که څه هم دا هېواد له زمبابوې سره پوله نه لري، تر ۲۰۰ مترو (۶۶۰ فوټو) لږ د زمبیزي سیند د بوټسوانان ښي غاړه دواړه هېوادونه جلا کوي. نامیبیا د ۱۹۹۰ ز کال د مارچ په ۲۱ نېټه د نامیبیا د خپلواکۍ له جګړې وروسته له جنوبي افریقا څخه خپلواکي ترلاسه کړه. پلازمینه او ترټولو لوی ښار یې ویندهوک دی. نامیبیا د ملګرو ملتونو، د سوېلي افریقا د پراختیایي ټولنې (SADC)، د افریقایي ټولنې او د مشترک المنافع هېوادونو غړی دی. [۵][۶]

افریقا په سوېلي صحرا کې تر ټولو وچ هېواد، نامیبیا له تاریخ پخوا زمانو راهیسې د سان، دامارا او ناما خلکو له لوري تر استوګنې لاندې وه. د ۱۴مې پېړۍ په شاوخوا کې، د بنټو وګړو کډوال د بنټو پراختیا د یوې برخې په توګه دې هېواد ته راغلل. له هغه وخته را په دې خوا، د بنټو ډلې، چې تر ټولو لوی یې اوامبو دی، د دې هېواد برلاسی نفوس ګڼل کېږي. د نولسمې پېړۍ له وروستیو راهیسې، دوی د دې هېواد اکثریت جوړوي. [۷]

په ۱۸۷۸ ز کال کې، د کیپ د غوره هیلې (د کیپ مستعمره)، بیا بریتانوي مستعمرې، د والس خلیجګي بندر او د پینګوین د ټاپوګانو ساحل ضمیمه کړل؛ چې په په ۱۹۱۰ ز کال کې د سوېلي افریقا د نوې ټولنې بشپړې برخې شوې. په ۱۸۸۴ کال کې، د آلمان سترواکۍ د دې خاورې په زیاتره برخه حاکمیت رامنځ ته کړ، چې د آلمان د سوېل لویدیځ افریقا په نوم مستعمره یې را منځ ته کړه.  دې مستعمرې کرنه او زیربنا پراخه کړه. د ۱۹۰۴ز کال او ۱۹۰۸ز کلونو ترمنځ، دې مستعمېرې د هیرو او ناما خلکو په وړاندې د نسل وژنې مرتکب شوه. د جرمني واکمني په ۱۹۱۵ ز کال کې د جنوبي افریقا د ځواکونو پر مټ په ماتې سره پای ته ورسېده. په ۱۹۲۰ ز کال کې، د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای وروسته، د ملتونو ټولنې سوېلي افریقا ته مستعمېرې د اختیار دنده وسپارله. د حاکم ځواک په توګه، سوېلي افریقا، د نژادي بېلوالي او مقرراتو په ګډون، خپل قوانین پلي کړل. له ۱۹۴۸ ز کال راهیسې، چې ملي ګوند واک ته وټاکل شو، په دې قوانینو کې د سوېلي افریقا د اپارتایډ پلي کول شامل وو چې هغه وخت د سوېل لوېدیځې په نوم یاده شوه.  

د شلمې پېړۍ په وروستیو کې، کې د بومي افریقایي سیاسي فعالینو له لوري، چې د خپلواکۍ په لټه کې وو، د سیاسي نمایندګۍ لپاره پاڅونونه او غوښتنې د دې لامل شوې چې ملګري ملتونه په ۱۹۶۶ ز کال کې د سیمې مستقیم مسؤلیت په غاړه واخلي، خو په حقیقت کې د سوېلي افریقا حاکمیت موجود و. په ۱۹۷۳ زکال کې، ملګرو ملتونو د سوېل لوېدیځې افریقا د خلکو سازمان (SWAPO) د نامیبیا د خلکو د رسمي استازي په توګه په رسمیت وپېژنده. دا ګوند د اوامبو وګړو تر واک لاندې دی، چې په سیمه کې لوی اکثریت دي. د پرله پسې چریکي جګړې وروسته، سوېلي افریقا په ۱۹۸۵ ز کال کې په نامیبیا کې موقته اداره جوړه کړه. نامیبیا په ۱۹۹۰ ز کال کې له جنوبي افریقا څخه بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه. خو والس خلیج او پینګوین ټاپوګان تر ۱۹۹۴ ز کال پورې د جنوبي افریقا تر کنټرول لاندې پاتې شوې.

نامیبیا ۲.۵۵ میلیونه وګړي لري او یو باثباته څو ګوندي پارلماني ډیموکرتیک نظام دی. کرنه، ګرځندوی او د کانونو صنعت – لکه د الماسو، یورانیم، سرو زرو، سپینو زرو او عمومي فلزاتو د کانونو په ګډون – د دې هېواد اقتصاد بنسټ جوړوي، په داسې حال کې چې د تولید سکتور نسبتاً کوچنی دی. د نمیب لویه دښته چې دې هېواد له هغه نوم اخیستی د دې لامل شوې ده چې نامیبیا په ټولیز ډول په نړۍ کې یو له خورا لږ نفوس لرونکي هېوادونو څخه وي. [۸]

ایداري وېش

نامیبیا هیواد په ۱۴ ولایتونو او ۱۲۱ ولسوالیو ویشل شوی.

نقشه # ولایت مرکز نفوس مساحت (ک.م.) د وګړو وېش (نفر په ک.م.)
کينډۍ:د نامیبیا نښلونکې نقشه
۱ زامبزی کاتیما مولیلو ۹۰٬۵۹۶ ۱۴٬۷۸۵ ۶٫۱
۲ ارونګو سواکوپموند ۱۵۰٬۸۰۹ ۶۳٬۵۳۹ ۲٫۴
۳ هارداپ مارین‌تال ۷۹٬۵۰۷ ۱۰۹٬۷۸۱ ۰٫۷
۴ ایل‌کاراس کیتمانس‌هوپ ۷۷٬۴۲۱ ۱۶۱٬۵۱۴ ۰٫۵
۵ کاوانګو روندو ۲۲۳٬۳۵۲ ۴۸٬۷۴۲ ۴٫۶
۶ خوماس ویندهوک ۳۴۲٬۱۴۱ ۳۶٬۹۶۴ ۹٫۲
۷ کوننه اپوو ۸۶٬۸۵۶ ۱۱۵٬۲۶۰ ۰٫۸
۸ اهانګ‌ونا اینهانا ۲۴۵٬۴۴۶ ۱۰٬۷۰۶ ۲۲
۹ اماهکه ګوبابیس ۷۱٬۲۳۳ ۸۴٬۹۸۱ ۰٫۸
۱۰ اموساتی اوتاپی ۲۴۳٬۱۶۶ ۲۶٬۵۵۱ ۹٫۱
۱۱ اوشانا اشاکاتی ۱۷۶٬۶۷۴ ۸٬۶۴۷ ۲۰
۱۲ اشیکوتو اموتهیا ۱۸۱٬۹۷۳ ۳۸٬۶۸۵ ۴٫۷
۱۳ اتجوزوندجوپا اتجیوارونګو ۱۴۳٬۹۰۳ ۱۰۵٬۴۶۰ ۱٫۴

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

  1.     "د [[:کينډۍ:اسم الصفحة]] اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۶ مې ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  2. موضوع: 3
  3. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  4. https://www.met.gov.na/visit-namibia/currency-and-getting-around/101/
  5. Wells, John C. (2008), Longman Pronunciation Dictionary (الطبعة 3rd), Longman, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1405881180 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Roach, Peter (2011), Cambridge English Pronouncing Dictionary (الطبعة 18th), Cambridge: Cambridge University Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521152532 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Peter Shadbolt (24 October 2012). "Namibia country profile: moving on from a difficult past". CNN. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Spriggs, A. (2001) کينډۍ:WWF ecoregion