مېگ-۲۹
МиГ-29
هېواد
د الوتکې ډول ښکاری الوتکه
د الوتکې تولیدونکی
لمړی الوتنه ۱۹۷۷
د الوتکې استعمالونکی ۲۹ هېوادونه
د الوتکې قیمت ۲۹،۰۰۰،۰۰۰ ډالاره

مېگ ۲۹ ( په روسی : МиГ-29 ) د جت یوه ښکاری روسی الوتکه ده چې دجگړه کولو لپاره د دښمن د الوتکو په خلاف پکارېږی. مېگ ۲۹ کولای سی پر هوایی هدفونو د راکتونو په مرسته او پر ځمکنی هدفونو د ماشیندار او بمونو په مرسته برید وکړی. مېگ ۲۹ د ۱۹۷۷ راهیسی جوړېږی او په اوس وخت کې تر ټولو زیاته کاریدونکی ښکاری الوتکه ده. د مېگ ۲۹ تر ټولو عصری ماډلونه چې د مېگ ۲۹ م او مېگ ۲۹ ک په نوم یادېږی، په ۱۹۹۲ کال کې جوړ شول.



توصیف

مېگ ۲۹ د جت الوتکه ده چې د یو پیلوټ د پاره جوړه شوی ده. یوازې د تمرین ماډل یی چې د مېگ ۲۹ یو بی په نوم یادېږی کولای سی دوه پیلوټان ولری. نوموړی الوتکه د پولاد او تیتان څخه جوړېږی. په الوتکه کې د اوبو د فشار د پیلوټ سیستم نصبېږی مگر د مېگ عصری ماډلونه د فلی بی وایر د پیلوټ سیستم لری. په الوتکه کې یو د N-019M Topaz رادار نصبېږی هغه رادر کولای سی لس هدفونه تعقیب کړی. د پیلوټ کابین په مخه کې د انفرا رید سینزور نصبیږی و دغه سینزور (sensor) د گلولو په حالت کې پر دښمن ( هدف ) باندی د پټ یرغل لپاره کارېږی.

وسلې

د مېگ ۲۹ ښکاری الوتکه کولای سی د روسی تر ټولو عصری وسلې ولری. د پیلوټ کابین د ښی لور ته د ۳۰ م.م. ماشیندار نصبېږی. هره الوتکه کولای سی شپږ راکتونه (توغندې) یا بمونه ولری مگر د مېگ عصری ماډلونه کولای سی اته راکتونه یا بمونه ولری.

ځانگړنې

  • د الوتکې ډول : ښکاری الوتکه
  • دالوتکې د سپرلی شمېره: پيلوټ،
  • جوړونکى شرکت: میکویان گورگیویچ
  • د ماشینونو محرکه ځواک :Klimov RD-33
  • اوږدوالى:۱۷،۳متره
  • سور:۱۱،۴متره
  • جگوالى:۴،۴متره
  • خالص وزن:۱۰۹۰۰ كيلو گرامه
  • له بارسره اخري وزن:۱۶۶۰۰ كيلو گرامه
  • د چټکتيا اخري حد : ۲۴۵۰ كيلو متره په ساعت کې
  • له ځمکې څخه په لوړه ارتفاع کې الوتنه: ۱۸۰۰۰ متر
  • په يوه ساه الوتنه (په هوا کې بې له تېل سون ټوکواخيستلو): ۱۴۰۰ كيلومتره
  • وړونکې وسلې: ۶۰۰۰ كيلو گرامه