ملټیپل میولوما (انگریزي: Multiple myeloma یا MM) ناروغۍ د طب کارپوهانو له خوا د نن هاجکین لېمفوم Non-Hodgkin-Lymphom ناروغۍ د ډلې څخه شمیرل کیږي. نوموړې ناروغۍ د نن هاجکین لېمفوم د یوې ټیټې درجې خبیثې ناروغۍ په توگه پيژندل شوې ده. د ملټیپل میولوما ناروغۍ د هډوکو په ماغزو کې د خبیثو لمفوسایتونو (B-cells) څخه منځ ته راځي. دغه لمفوسایتونه په پایله کې د پلازما په حجروکې موتیشن (Mutation) منځ ته راولي او د نیمگړېو پلازما حجرو کولوني تولید کوي.

اخذونه