مقبل څوک دي؟

د تاريخي حوالو پر اساس مقبل د کرلاڼي بابا په اولاده کې د کودي له دويمې ښځې را زېږېدلی قوم دی، چې لويه کتله يې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواو ته په يوه واحده جغرافیه ژوند کوي.   د دې کوچني ټبر په هکله ويل کېږي چې د منګل ورور دی؛ خو د همدې قوم په خلکو کې داسې روايت دی، چې د دوی نېکه (مقبل البي/حلبي) نومېده او حلبي د لبنان د حلب اوسېدنکی و.

ولسي روايتونه وايي چې مقبل حلبي په حلب کې يو پهلوان او لاروهونکی و؛ خو کله چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له تره مبارک امير حمزه سره مخ کېږي، اسلام مني او افغانستان ته د اسلام د دعوت لپاره راځي.

روايت وايي چې مقبل حلبي د ډېرو ښځو کولو شوق لاره، تر اسلام دمخه يې په حلب کې هم څو ودونه لرل، چې بيا د سعودي خاورې ته راځي، هلته هم واده کوي او بچيان ترې پاتې کېږي.

کله چې پښتونخوا او افغانستان ټه راځي، بنو کې له منګل سره مخ کېږي، اسلام ته يې دعوتوي او له ځانه سره يې د پکتيا او خوست سيمو ته راولي؛ نو له منګل سره د ورورۍ موضوع يې رشتوي نه، خو ديني اړخ پيدا کوي.

مقبل حلبي د دې له امله چې د اسلام دين ته خلک دعوتوي، خلکو کې ښه نوم ګټي او د همدې ناز له امله د خوست د لکڼو اړوند د زېړي سيمې پښتانه(چې اوس مقبل دي) خپله خورلڼه ور نکاح کوي.

دا چې حلبي تر اسلام وړاندې د لاروهنې شوق لاره، نو هغه مهال يې د هندوستان د کاروانونو لوټ ته طبعه کېږي.

هندوانو چې هغه مهال يې د پکتيا او خوست ډېرو سیمو کې ژوند کړی او قافلې يې د پکتيا له ډنډې پټانه د پښتونخوا پر علاقو تر خپلو مېنو رسولې، نو مقبل حلبي له ځانه سره څو نور تکړه او پهلوانان ملګري يو ځای کوي او د غنيمتونو لپاره د ډنډې پټان ولسوالۍ د کګېنې کلي له کندو پرخو د هندوانو پر کاروانونو د يرغل تابيا کوي.

د دې غنيمتونو لپاره د خوست له زېړیه د پکتيا ډنډې پټان اړوند د مقبلو اوسنۍ درې ته را کډه کېږي، د وچ زيګاړ د حسن خېلو له چاولي(کارېزه) سره نږدې کور جوړوي او بالاخره ترې د اوسنيو مقبلو نسل پيدا کېږي.

مقبل د لبنان په حلب، سعودي، شام او متحده عربي اماراتو کې هم شته‌ او پښتنو کې بيا د خوست په زیړي، د پکتيا په ډنډې پټان، د پښتونخوا په خیبر ايجنسۍ او د څمکنیو په ستر ګرامي کې استوګنه لري.

پښتانه مقبل دعوا لري، چې د خليج هېوادونو مقبل د دوی له پلاره دي او د مقبل حلبي د هغو مېرمنو اولادونه يې بولي، چې هلته ترې پاتې شوې وې. د دوی په آند د مقبل حلبي اصلي نوم معلوم نه دی؛ خو ښايي د (مقبل) نوم به پرې حضرت حمزه رض تر ايمان راوړلو وروسته اېښی وي؛ ځکه مقبل اصلا عربي نوم دی او منل شوي، ښکلي او د شتمنۍ څښتن ته وايي.

په مقبلو کې د سلتکو، وړوکو، مرېخېلو، توريخېلو، ترکېخېلو، حسن خېلو، کوټوالو او... خېلونه شته، چې په دې کې د توريخېلو په هکله روايت د وزيرو دی.

توريخېل خپله هم ځانونه وزير بولي او د وزيرستان په وزيرو کې هم توريخېل شته.

د مقبلو توريخېل وايي چې پلار يې د وزيرو له يوې مدرسې تر مقبلو راغلی او دلته د مقبلو بوميو خورلڼه ورکړې، چې توريخېل ترې زېږېدلي دي.

د وزيرو توريخېل په ځان کې آباخېل هم لري، چې د مقبلو توريخېل هم ځانونه آباخېل بولي.

ایپي فقير يا حاجي ميرزا علي خان هم د وزيرو توريخېل او په توريخېلو کې آباخېل و، چې د پښتونستان دغه بنسټګر او ولسمشر تر اوسه هم توريخېل خپل وياړلی اتل ګڼي.

د پورته ولسي روايتونو له مخې له توريخېلو پرته مقبل له آره پښتانه نه، بلکې عرب او د پښتنو خوريونه دي او توريخېل پکې له آره پښتانه او د مقبلو/عربو خوريونه دي.

پر دې اساس د مقبلو تاريخ هم تر شاوخوا ۱۴۰۰ کلونو پورې رسېږي.