محمد داؤد ميره کی

ډاکټر محمد داؤد ميره کی يو افغان سياستپوه دی چې په خپلواکه توگه يې ځان د افغانستان د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته څان کانديد کړی ؤ، او ځه موده وروسته بېرته د کانديدولو نه په شا شو. نوموړی د لوړو زده کړو خاوند دی او د افغانستان په اړه يې يو کتاب هم خپور کړی.

محمد داؤد ميره کی

مخينه سمول

ډاکټر محمد داؤد ميره کی د جنرال غلام صديق ميره کي ځوی په خټه پښتون او په قوم سلېمانخېل دی. نوموړی د میدان وردگ ولایت د چارکي د ميرک خېلو په کلي کې نړۍ ته راغلی.

زده کړې سمول

ښاغلي ميره کي خپلې لومړنۍ زده کړې تر اتم ټولگي په افغانستان کې کړي او نهم ټولگی يې په پېښور کې د سيد جمال الدين افغان په لېسه کې بشپړ کړی او خپلې پاتې زده کړې يې په امريکا کې سر ته رسولي. په همدې توگه يې د خپلو لوړو زده کړو پيل د امريکا د ايلناي په پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو په رشته کې سر ته رسولي. هغه خپله لومړنۍ ماسټري په حقوقو او نړېوالو اړيکو کې د امريکا د ايلېنای د پوهنتون څخه لاس ته راوړې. دوهمه ماسټري يې د منځني ختيځ په زده کړه کې ترلاسه کړې او بيا يې د جنگ د ختمولو په څانگه کې تخصص اخيستی دی. تر دې وړاندې يې خپله ډوکټورا په ټولنيز او اقتصادي پرمختگ کې اخيستې چې په همدې ترڅ کې يې د افغانستان د نه پرمختگ په باب خپل د ډوکټورا کتاب هم ليکلی دی.

دندې سمول

سياسي دريځ سمول

په ۲۰۰۱ عيسوي کال يې خپل شديد مخالفت د امريکا د يرغل په باب په راډيوگانو او تلويزونو کې وښوده همدا راز يې خپل مخالفت د امريکې د وحشيانه عمل په مقابل کې د تېرو ۷ کالونو په ترڅ کې ښودلی دی. کله چې امريکا به افغانستان کې د يورانيمو وسلې، چې د ټولو نړېوالو قوانينو لخوا منع شوي، وکارولې نو هغه خپل سخت مخالفت د دې نړېوال جنايت په وړاندې په ډاگه وښوده او په ۲۰۰۴ عيسوي کال کې د جورج بوش پر ضد په نړېوالې محکمه کې چې په ټوکيو جاپان کې پرانيستل شوې وه د شاهد په حيث ودرېده. او د امريکا پخوانی ولسمشر جورج بوش د هغه د شاهدي په ورکولو په اساس په ۱۳ بېلابېلو جنايتونو باندې په غياب کې محکوم شو.

نوموړی د خپل دريځ په اړه داسې وايي:

زما هدف دا دی چې د افغانستان د ولس د عزت د مدافعې لپاره ودرېږم او افغانستان او د افغانستان خلک د دې بدبختۍ نه د بچولو لپاره زيار وباسم او د ولس چوپړ ته ودرېږم. زموږ د ولس بدبختي هغه وخت پای ته رسېږي کله چې ترغمل امريکايان او د دوی نور جنايتکاران د افغانستان څخه ووځي. دا چې زه د امريکا آرامه ژوند پرېږدم او هلته د ولس د چوپړ لپاره چمتو کېږم او د کفر او استعمار په مقابل کې ودرېږم دا يواځې زما د ايمان او د افغانستان سره د مينې استاځيتوب کوي. او زه چمتو يم چې خپل سر د اسلام لپاره قربان کړم.


چاپ شوي آثار سمول

 

ښاغلي ميره کي د افغانستان د نه پرمختگ په باب يو کتاب ليکلی دی چې په همدې کتاب کې د افغانستان د بيا ودانولو او پرمختگ لپاره يې يو فورمول په خپل کتاب کې وړاندې کړی دی.

  • افغانستان د ولسواکۍ نه وروسته (Afghanistan After Democracy)

باندنۍ تړنې سمول