محمد اکبر معتمد شینواری

محمد اکبر معتمد شینواری د پښتو ژبې ستر ليكوال او ژباړونكى و چې په ١٣٠٥ لیږدیز كال دننګرهار ولایت د هسكې مينې د ثناخيلو په كلي كى زيږيدلى و.

مخینه سمول

لومړنۍ زده كړې يې په كوزه پښتونخوا كى كړي وې ، وروسته د كابل په عربي دارالعلوم كى شامل او په ١٣٣١ ل كال كې له نوموړي دارالعلوم نه فارغ شو.نوموړی د خپلو زده كړو تر څنگ په كابل كې د روسي ژبې كورس هم ولوست چې وروسته يى بيا د يو كال لپاره روسیې ته لاړه او هلته خپلې زده كړى سرته ورسولې . شاغلی معتمد په څلورو ژبو لکه پښتو ، دري ، عربي ، روسي روان پوهيده

دندې سمول

له فراغت وروسته د لومړي ځل لپاره د خوشحال خان په ليسه كى د ښوونكي په توگه په دنده وګومارل شو. په ١٣٣٢ل كال كى د زيري جريدي مرستيال وټاكل شو ، په ١٣٤٠ ل كال كې بيا د زيري جريدى د مسول مدير په حيث وگومارل شو. د١٣٤٢ ل كال د اسد په مياشت كى د پښتو ټولنې د علمي غړي په توگه ومنل شو .نوموړی د ژوند تر پايه په پښتو ټولنه او بيا د افغانستان په علومو اكاډمۍ كې خپله دنده پر مخ وړله .

چاپ اثار سمول

د ښاغلي محمد اکبر شینواري نه يو زيات شمير چاپي اثار پاتې دي چې دځینو نومونه یې دادي :

۱- دمیړني ولس ادبیات له روسي نه پښتو ته ژباړه

۲- پټه خزانه ژباړه په روسي ژبه

۳-دافغانانو وروستی خپلمنځي جنګونه او د بشر حقوق

۴ـ دوو دوستو هیوادونو اولسې پوهه

د نوموړي مقالې د معتمد شینواري د تخلص تر څنګ د جنتي او ابو فضل په مستعارو نومونو هم چاپ شويدي .

ناچاپ اثار سمول

نوموړی د کورنۍ جګړې پر مهال خپل کور پرېښود او مهاجرت ته اړ شو نو کیدای شي چې ناچاپ اثار یې هم وي نو هغه هلته ضایع شو.

مړینه سمول

ښاغلی معتمد په ١٣٧٦ ل كال د جدي په ٢٢ نيټه د دوشنبې په ورځ ، دهغى الوتكى د سقوط په پيښه كى وفات شو چى له كابل نه هرات ته تلله ، د هوا د خرابۍ له امله د بلوجستان د كوږك په سيمه كى راولويده ، جسد يى د ننگرهار د جلا ل آباد ښار د مقام خان په هديره كى خاورو ته وسپارل شو .

سرچینې سمول

د نوموړي اړوند ویډیو