متيازمېچ د طبي ازمېښتون يوه آله ده چې د متيازو د ځانگړي کثافت د مېچلو لپاره کارېږي.

متيازمېچ

يو متيازمېچ د درې برخو نه جوړ شوی چې يوه يې معلقه برخه، بله د تول برخه او درېمه برخه يې د يو ډډ نه جوړه شوې. معلقه برخه د هوا نه ډک يو شيشه يي ټيوب دی چې کيڼ لور ته يې د تول برخه او ښي لور ته يې ډډ دی. د متيازمېچ د تول برخه گروپ ته ورته شيشه يي تشه ده چې په مېنځ کې يې يوه ساچمه په سور رنگ ماده چې يو ډول سريښ دي، کې خښه ده. د متيازمېچ شيشه يي ډډ چې ښي لور ته غځېدلی په درجو او اندازو سمبال شوی چې د متيازو د ځانگړي کثافت کچه او اندازه گيري پرې ترسره کېږي.

د متيازو د ځانگړي کثافت د موندنې لپاره يو متيازمېچ د متيازو په يوه کولب کې ايښودل کېږي او بيا په متيازمېچ باندې ورکړې شمېرې د متيازو ځانگړی کثافت د يوې شمېرې په ښودلو سره جوتوي.

متيازمېچ د طبي تشخيصونو په موخه د متيازو په ازمېښتونو کې کارېږي.

دا هم ولولۍ