مایتوکاندريايي حوا

په انساني جینیټیک کې مایتوکاندریايي حوا [یا بي بي حوا] د ټولو ژوندیو انسانانو تر ټولو نږدې ګډه نیا ده. په بله وینا، دا هغه تر ټولو نږدې ښځه بلل کېږي چې د ټولو ژوندیو انسانانو نسل د خپلو میندو او بیا د همغو میندو د میندو له لارې په یوه نه غوڅېدونکې کرښه کې ور رسېږي، تر دې چې ټولې کرښې پر یوه ښځه راټولېږي.

د «مایتوکاندریايي حوا» مذکر انالوګ «وای-کروموزومي آدم» دی چې د (Y-MRCA) په بڼه هم پېژندل کېږي، هغه کس دی چې ټول ژوندي انسانان د پلار له پلوه له ده څخه سرچینه اخلي. دا چې د تر ټولو نږدې ګډو نیاوو او نیکونو دواړو هویت په شجره‌‌يي تاریخچه (یعنې د شجرې یا نسب په له منځه تللو) پورې تړلی دی، له دې کبله ضرور نه ده چې دوی دې په یوه وخت کې ژوندی کړی وي. له ۲۰۱۳ کال راهیسې د «تر ټولو نږدې ګډ نیکه، یعنې آدم» د سن یا عمر لپاره اټکلونه په بنسټیز ډول ګونګ یا مبهم دي چې له ۱۸۰۰۰۰ څخه تر ۵۸۰۰۰۰ کاله مخکې پورې بېلابېل وختونه ورته اټکل شوي دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

تاریخچه سمول

لومړنۍ څېړنې سمول

لومړنۍ څېړنې د ۱۹۷۰یمې لسیزې په وروستیو او د ۱۹۸۰یمې لسیزې په لومړیو کې د مالیکولي ساعت په مېتود ترسره شوې. «الن وېلسون»، «مارک سټونکېنګ»، «ربېکا کان» او «وېسلي براون» ومونده چې په مایتوکاندریايي ډي.اېن.اې کې میوټېشن یا بدلون د تمې خلاف چټک دی، یعنې په یو میلیون کلونو کې یې په هر بېس کې بدلون ۰.۰۲ و او دا کچه د هستوي ډي.اېن.اې تر چټکوالي ۵ تر ۱۰ برابره ډېره چټکه ده. په همدې اړوند نورو څېړنو د ګوریلاوو، شمپانزیانو او انسانانو تر منځ د تکاملي اړیکو تحلیل ته زمینه برابره کړه. براون د ۲۱ انسانانو د ډېټا په مرسته په ۱۹۸۰ کال کې د تر ټولو نږدې ګډ مایتوکاندریايي نیکه سن ۱۸۰۰۰۰ کاله مخکې اټکل کړ. په ۱۹۸۲ کال کې یو خپور شوی احصایوي تحلیل د نږدې افریقايي سرچینې یا منشاء لپاره د شواهدو په توګه په پام کې ونیول شو (دا هغه فرضیه وه چې هغه مهال یې د نوعو له اسیایي منشاء سره رقابت کاوه).[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ۱۹۸۷ کال خپرېدنې سمول

تر ۱۹۸۵ کال پورې د بېلابېلو جمعیتونو د اړوندو ښځو د ۱۴۵ مایتوکاندریايي ډي.اېن.اې ډېټا او د «هېلا» او « GM 3043» په نامه دوې حجروي کرښې د لاسرسي وړ وې چې دغه حجروي کرښې له یوه افریقا‌يي-توکمه امریکايي او یوه کنګ څخه مشتقې وې. د دغې څېړنې خاکه څه باندې ۴۰ ځله وکتل شوه او خطي نسخه یې د ۱۹۸۵ کال په وروستیو یا د ۱۹۸۶ کال په لومړیو کې «نیچر انتشاراتو» ته ولېږل شوه چې د ۱۹۸۷ کال د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه چاپ شوه. پایله اخیستنه یې دا وه چې ټولې اوسنۍ مایتوکاندریايي ډي.اېن.اې ګانې د افریقا له یوه منفرد جمعیت څخه سرچینه اخلي چې هغه مهال یې تاریخ ۱۴۰۰۰۰ تر ۲۰۰۰۰۰ کاله مخکې مهال ته رسېده.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ډي.اېن.اې له بېلګې یا سمپل پرته سمول

د ډي.اېن.اې له بېلګې یا سمپل پرته د هر هغه شخص د بشپړ جینیټيکي جوړښت (جینوم) بیا جوړونه ناشونې ده چې ډېر وخت مخکې مړ شوی وي. له دې سره سره، د ډي.اېن.اې د تحلیل په مرسته پوهان د اجدادي جینوم برخې اټکلوي. مایتوکاندریايي ډي.اېن.اې او د وای کروموزوم ډي.اېن.اې معمولاً په همدې مېتود د نسب د پیدا کولو لپاره کارول کېږي. مایتوکاندریايي ډي.اېن.اې په غیر مخلوط ډول له مور څخه دواړه ډوله اولادونو ته د مورنۍ یا پلارنۍ کرښې په اوږدو کې انتقالېږي. د مورولۍ توکم زموږ میندو ته او زموږ له میندو څخه د هغوی میندو ته ور ګرځي او تر هغه دوام کوي چې د ښځو ټوله کورنۍ سره نږدې شي.[۲۱][۲۲]

سرچينې سمول

  1. Endicott P, Ho SY, Metspalu M, Stringer C (September 2009). "Evaluating the mitochondrial timescale of human evolution". Trends in Ecology & Evolution. 24 (9): 515–521. doi:10.1016/j.tree.2009.04.006. PMID 19682765. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Soares P, Ermini L, Thomson N, Mormina M, Rito T, Röhl A, et al. (June 2009). "Correcting for purifying selection: an improved human mitochondrial molecular clock". American Journal of Human Genetics. 84 (6): 740–759. doi:10.1016/j.ajhg.2009.05.001. PMC 2694979. PMID 19500773. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "New 'molecular clock' aids dating of human migration history". University of Leeds. 3 June 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Mendez FL, Krahn T, Schrack B, Krahn AM, Veeramah KR, Woerner AE, et al. (March 2013). "An African American paternal lineage adds an extremely ancient root to the human Y chromosome phylogenetic tree". American Journal of Human Genetics. 92 (3): 454–459. doi:10.1016/j.ajhg.2013.02.002. PMC 3591855. PMID 23453668. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) (95% confidence interval 237–581 kya)
  5. Barras C (6 March 2013). "The father of all men is 340,000 years old". New Scientist. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Francalacci P, Morelli L, Angius A, Berutti R, Reinier F, Atzeni R, et al. (August 2013). "Low-pass DNA sequencing of 1200 Sardinians reconstructs European Y-chromosome phylogeny". Science. 341 (6145): 565–569. Bibcode:2013Sci...341..565F. doi:10.1126/science.1237947. PMC 5500864. PMID 23908240. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Poznik GD, Henn BM, Yee MC, Sliwerska E, Euskirchen GM, Lin AA, et al. (August 2013). "Sequencing Y chromosomes resolves discrepancy in time to common ancestor of males versus females". Science. 341 (6145): 562–565. Bibcode:2013Sci...341..562P. doi:10.1126/science.1237619. PMC 4032117. PMID 23908239. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Cann RL (August 2013). "Genetics. Y weigh in again on modern humans". Science. 341 (6145): 465–467. Bibcode:2013Sci...341..465C. doi:10.1126/science.1242899. PMID 23908212. S2CID 206550892. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Brown WM, George M, Wilson AC (April 1979). "Rapid evolution of animal mitochondrial DNA". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 76 (4): 1967–1971. Bibcode:1979PNAS...76.1967B. doi:10.1073/pnas.76.4.1967. PMC 383514. PMID 109836. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Ferris SD, Wilson AC, Brown WM (April 1981). "Evolutionary tree for apes and humans based on cleavage maps of mitochondrial DNA". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 78 (4): 2432–2436. Bibcode:1981PNAS...78.2432F. doi:10.1073/pnas.78.4.2432. PMC 319360. PMID 6264476. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Brown WM (June 1980). "Polymorphism in mitochondrial DNA of humans as revealed by restriction endonuclease analysis". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 77 (6): 3605–3609. Bibcode:1980PNAS...77.3605B. doi:10.1073/pnas.77.6.3605. PMC 349666. PMID 6251473. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Cann RL, Brown WM, Wilson AC (1982). "Evolution of human mitochondrial DNA: a preliminary report". Progress in Clinical and Biological Research. 103 Pt A (Pt A): 157–165. PMID 6298804. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Cann RL, Wilson AC (August 1983). "Length mutations in human mitochondrial DNA". Genetics. 104 (4): 699–711. doi:10.1093/genetics/104.4.699. PMC 1202135. PMID 6311667. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Cann R (May 2010). "All about mitochondrial eve: an interview with Rebecca Cann. Interview by Jane Gitschier". PLOS Genetics. 6 (5): e1000959. doi:10.1371/journal.pgen.1000959. PMC 2877732. PMID 20523888. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Cann R (May 2010). "All about mitochondrial eve: an interview with Rebecca Cann. Interview by Jane Gitschier". PLOS Genetics. 6 (5): e1000959. doi:10.1371/journal.pgen.1000959. PMC 2877732. PMID 20523888. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Cann RL, Stoneking M, Wilson AC (1987). "Mitochondrial DNA and human evolution". Nature. 325 (6099): 31–36. Bibcode:1987Natur.325...31C. doi:10.1038/325031a0. PMID 3025745. S2CID 4285418. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Vigilant L, Stoneking M, Harpending H, Hawkes K, Wilson AC (September 1991). "African populations and the evolution of human mitochondrial DNA". Science. 253 (5027): 1503–1507. Bibcode:1991Sci...253.1503V. doi:10.1126/science.1840702. PMID 1840702. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Wainscoat J (1987). "Human evolution. Out of the garden of Eden". Nature. 325 (6099): 13. Bibcode:1987Natur.325...13W. doi:10.1038/325013a0. PMID 3796736. S2CID 13187170. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Lewin R (October 1987). "The unmasking of mitochondrial Eve". Science. 238 (4823): 24–26. Bibcode:1987Sci...238...24L. doi:10.1126/science.3116666. PMID 3116666. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Giles RE, Blanc H, Cann HM, Wallace DC (November 1980). "Maternal inheritance of human mitochondrial DNA". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 77 (11): 6715–6719. Bibcode:1980PNAS...77.6715G. doi:10.1073/pnas.77.11.6715. PMC 350359. PMID 6256757. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Birky CW (August 2008). "Uniparental inheritance of organelle genes". Current Biology. 18 (16): R692–R695. doi:10.1016/j.cub.2008.06.049. PMID 18727899. S2CID 9866662. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)