مايکروسافټ اوټلوک

مخینه

د اؤټ لوک'اوټلوک (Microsoft Outlook Office )' لغوي معنا (نړۍ لید، تصور ، درک، لرلید) ده . په کمپيوټر پوهنه کې د اوټلوک بشپړ نوم (Microsoft Outlook Office ) دی .

دا پروگرام د پرسونل د معلوماتو منېجر يا تنظيموونکی دی او د (Microsoft Office) د پروگرام يوه برخه جوړوي . په تېرو څو کلونو کې په بېلابېلو بڼو خپور او بازار ته وړاندې شوی چې هره نوې نسخه ېې داده .

0)اوټلوک ۹۷م . د ۱۹۹۷ م.زېږدي کال د جنورۍ په ۱۶ مه نېټه راوتلی دی

1)اوټلوک ۹۸م . د ۱۹۹۸ م.زېږدي کال د جون په ۲۱ مه نېټه راوتلی دی

2)اوټلوک ۲۰۰۰م. عموماً د (Outlook 9) په نامه يادېږي چې د ۱۹۹۹ م. زېږدي کال کې د جون په ۷ مه نېټه خپور شوی دی .

3)اوټلوک د ۲۰۰۲ م . د (Outlook 10) او يا هم د (Outlook XP) په نامه يادېږي ، د ۲۰۰۱ م . زېږدي کال د مۍ د میاشتې په ۳۱ مه . نېټه بازار ته راوتلی .

4)آفس اؤټلوک ۲۰۰۳ م. د (Outlook 11) په نامه يادېږي . د ۲۰۰۳ م. زېږدي کال د اکټوبر د میاشتې په ۲۱مه نېټه خپور شوی دی.

5)آفس اؤټلوک ۲۰۰۷م. د (Outlook 12)په نامه يادېږي . د ۲۰۰۶ م. زېږدي کال د نومبر په ۳۰ مه خپره شوې ده.

6)د اوټلوک بله بڼه د اوټلوک اکسپرس (Outlook Express) نوم يادېږي چې مهمه دنده ېې د برېښنالیکونو د لوستلو، لېږلو، او خبرونو چارې دي. دا پوست کالی (سافټ ويئر) د وینډوز د يوې برخې په توگه تل ستاسو په سیسټم کې شتون لري . که څوک يو ځل د خپل د برېښنالیک کارن نوم ، او پټ نوم(شفر) دې پروگرام ته ورکړي، نو کله چې انټرنټ چالانېږي بې له دې نه چې وېب پاڼه (جالپاڼه ، گورتپاڼه) خلاصه کړي، کولی شي چې خپل برېښنالیکونه په ډېره اسانه توگه او چټکه توگه ووينۍ او ولولۍ.

سرچینه

د آريانا پوهنغونډ (دايرت المعارف) د ۷۳۱ او ۷۳۲م مخونه.