لېږد ۱ (انگلیسي: Expedition 1) نړیوال تشیال تمځای (International Space Station, ISS) ته د ستورمزلو لومړی ماموریت دی. دې ماموریت په تشیال کې د انسانانو د اوږد-مهالې مېشتیا بنسټ کېښود او درې سره ستورمزلي یې د ۲۰۰۰ له نومبر څخه د ۲۰۰۱ تر مارچ پورې د ۱۳۶ ورځو لپاره په تمځای کې پاتې شول. د دې ماموریت یوه بله ځانگړتیا دا وه چې د تشیال تمځای ور یې د انسانانو پر مخ پرانیست او تر ننه پورې ستورمزلي په پرله‌پسې توگه پکې اوسېږي. لېږد ۲، چې دې ماموریت هم درې ستورمزلي لرل، سمدستي په لېږد ۱ پسې وو. که څه هم دوې ورځې مخکې یې سفر پیل کړی وو، خو لېږد ۱ هغه مهال په رسمي توگه پیل شو چې ستورمزلي یې په روسي تشیال‌بېړۍ سویوز ټي‌ایم-۳۱ (Soyuz TM-31) کې د ۲۰۰۰ د نومبر پر ۲مه نړیوال تشیال تمځای ته ورسېدل. د ماموریت پر مهال، د لېږد ۱ ستورمزلو په تشیال تمځای کې دننه بېلابېل غونډالونه (سېسټمونه) فعاله کړل، رسېدلي الې او اوزار یې پرانیستل، د درو سړیوالو (manned) او دوو روسي بې‌سړیو (unmanned) تشیال‌بېړیو کوربه‌توب یې وکړ. لنډه دا چې هغوی په تشیال تمځای کې د دې ماموریت تر پایه ډېر بوخت ول، او د هغوی کار یوه ستره بریا وبلل شوه.

لېږد ۱
نښان
عامه معلومات
عمومي معلومات
نور اړين مالومات
د پيل موده
۲ نومبر ۲۰۰۰[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پاي
۱۹ مارچ ۲۰۰۱[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور معلومات
وېب‌پاڼه
nasa.gov… (انګليسي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

First month سمول

photograph
The configuration of the ISS at the start of Expedition 1. From top to bottom, the three modules are: Unity, Zarya and Zvezda.

STS-97 سمول

photograph
The ISS, taken from Endeavour on 9 December 2000 shortly after undocking. The new solar arrays are visible at the top.

STS-98 سمول

photograph
S. K. Krikalev in the Zvezda module. Atlantis is shown outside the window, flying mission STS-98. (NASA)
photograph
Expedition 1's Soyuz-U launch vehicle being transported to its launch pad on 29 October 2000

نور ولولئ سمول

سرچينې سمول

  1. Reference URL: https://www.nasa.gov/centers/johnson/news/station/2000/iss00-48.html.
  2. Reference URL: https://www.nasa.gov/centers/johnson/news/shuttle/sts-102/STS-102-23.html.
  3. Reference URL: http://www.nasa.gov/mission_pages/station/expeditions/expedition01/index.html.