لوی اقتصاد

(له لویه وټه نه مخ گرځېدلی)
وټپوهنه

وټه

کوچنی وټه · لویه وټه
د وټیزو آندونو مخینه
څېړندود سیاسي وټه
د بازار وټه  · د بازار ډولونه
غوښتنه  · وړاندیز  · پیسې
ډډون  · غونجېدنه  · سوداگري

ټولیزه وټپوهنه

وټيزه تگلاره  · وټ اټکلونه
بهرنۍ سوداگري  · بنسټیزه وټه
د بازار تعادل  · لمن لگښت
گټندوی  · د نش تعادل

ډگرونه او څېرمه ډوگرونه

چلندیز · هڅوبیزه · بشپړتیایي
وده · پراختیایي · پېښلیک
نړیوال · وټیز غونډال
پولي او مالي وټه
ټولوگړیز او وټیزه ښېگڼه
روغتیایي · پوهنه · ښېگڼه
نفوس · کارگر · مدیریتي
سوداگري · مالومات
صنعتي سازمانونه · قانون
کرهڼه · طبعي سرچینې
چاپېریالي · چاپېریالپوهنیزه
ښاري · کلیوالي · سیمه ییز · ځمکپوهنه

لړونه

ورځپاڼې · خپرونې
ویشنیزې · سرلیکونه · وټپوهان

د سوداگرۍ او وټپوهنې تانبه


د لوی اقتصاد (Macroeconomics) کليمه، د يوناني مختاړي makro (لوی يا ستر) او economics(اقتصاد) له کليمو نه اخېستل شوې ده، چې د اقتصاد يوه څانګه ده او اجراکوونې، ساختمان، سلوک او په ټوله کې د يوې زېرمې په اړه پریکړې ته وایي. د بېلګې په ډول: د ګټې د بيو کارول، ماليې او حکومتي مصارف چې د سپما وده او ثبات منظم کړي. په دې کې سيمه یيز، ملي او نړيوال اقتصاد شاملېږي. په ۲۰۱۸ ز کې د دوو اقتصادپوهانو ايمي ناکامورا (Emi Nakamura) او جون سټيينسن (Jón Steinsson) د ارزونې له مخې، اقتصاد«د لوی اقتصاد بېلابېلو کړنلارو د پايلو له مخې دليل تراوسه په لوړه کچه نيمګړی او تر سختو نیوکو لاندې دی. [۱][۲][۳][۴]

د لوی اقتصادپوهان د GPD (کلنی خالص عايد)، بې کاري (د بې کارۍ د کچې په ګډون)، ملي عايد، د قيمت شاخصونه، وتنۍ (output)، مصرف، انفلاسيون، سپما، پانګه اچونه، انرژي، نړيواله سوداګري او نړيوال مالي موضوعات څېړي.

لوی اقتصاد او کوچنی اقتصاد د اقتصاد په علم کې دوه سترې برخې دي. د ملګرو ملتونو د زغم وړ پرمختګ ۱۷ موخه (Sustainable Development Goal 17) د کړنلارې په مرسته او د ۲۰۳۰ ز کال د پروګرام  د يوې برخې په توګه اړيکې په واسطه د نړيوال لوی اقتصاد د ثبات موخه لري. [۵][۶]

پرمختګ

رېښه

لوی اقتصاد د سوداګريز دوران نظريې او پيسو يا پولي نظريې له وېشل شوو برخو نه رامنځته شوې دي. د پيسو د کميت نظريه په ځانګړي ډول دويم نړيوال جنګ په اړه مهمه وه. دې ښکارندې، د اروينګ فيشر (Irving Fisher) د کار پر بنسټ نسخې په ګډون زياتې بڼې واخيستې:[۷]

 

د کميت نظريې په نمونه يي نظرکې د پيسو چټکيتيا (V) او د توليد شوو شيانو کميت به ثابت وي، نو د پيسو په سرچينه (M) کې هر زياتوالی به د بيې په کچه کې مستقيم زياتوالی رهبري کوي. د پيسو د کميت نظريه، د هغه اقتصاد د لرغونې نظريې يوه مرکزي برخه وه، چې د شلمې پېړۍ په لومړيو کې خپره شوه.  

اطريشي مکتب

د لډويک اوون مايسس (Ludwig Von Mises) کار، د پيسو او امتياز نظريه (Theory of Money and Credit) په ۱۹۱۲ ز کې خپره شوه، چې د اطريشي مکتب يو له لومړنيو کتابونو نه و چې د لوی اقتصاد مقالې يې رانغاړلې.

کينز (Keynes) او پيروان يې

لوی اقتصاد په خپله عصري بڼه کې د جان مينارد کينز (John Maynard Keynes) په واسطه د ګومارنې، ګټې او پيسو د عمومي نظریې (General Theory of Employment, Interest and Money) په خپرولو سره پيل شو. کله چې ستر خپګان (Great Depression) حمله وکړه، پخوانيو اقتصادپوهانو د شيانو د نه خرڅلاو او د کارکوونکو د نه ګمارنې د څرنګوالي په تشرېح کولو کې ستونزه درلوده. په لرغوني يا پخوانۍ نظريه کې به بيې او اجوره تر هغې لوېدله، چې مارکېټ به خالي شو او ټول شيان به خرڅ شول. کينز د اقتصاد يوه نوې نظريه وړاندې کړه چې ولې مارکېټونه کېدای شي خالي نه شي. د نوموړي نظريې په تدريجي ډول (د شلمې پېړۍ په وروستيو کې) د فکر د لوی اقتصاد مکتبونو يوې ډلې ته تکامل وکړ، چې د کينزي اقتصاد (Keynesian economics)، د کينز اصالت يا کينزي نظريې په نومونو هم پېژندل کېږي. [۸][۹]

د کينز په نظريه کې د کميت نظريه له منځه لاړه، ځکه چې خلکو او سوداګريو غوښتل په سختو اقتصادي وختونو کې خپلې نغدې پيسې وساتي، چې دا هغه ښکارنده وه چې کينز په پيسو د لومړیتوب غوراوي (liquidity preferences) اصطلاحاتو کې تشرېح کړه. کينز تشرېح کړه، چې ضربوونکي يا ضربي اغېزه به څه ډول په مصرف يا پانګه اچونه کې يو کوچنی لږوالی لوی وښيي او په ټول اقتصاد کې به د لږوالي سبب شي. کينز همدارنګه د هغه ونډې په اړه وليکل چې نامعلومه او حيوانات يې په اقتصاد کې لوبولی شي. [۸]

هغه نسل چې د کینز پیروي کوي، د نوي لرغوني ترکيب (neoclassical synthesis) د جوړولو په موخه، د عمومي نظريې او نوي کلاسيکي لوی اقتصاد نظريې سره ترکيب کړې. تر ۱۹۵۰ ز لسيزو پورې زياتره اقتصادپوهانو د لوی اقتصاد د ترکيب نظريه ومنله. ځینو اقتصادپوهانو، لکه: پاول سمولسن (Paul Samuelson)، فرينکو موډيګلياني (Franco Modigliani)، جيمز توبين (James Tobin) او رابرت سولو (Robert Solow) رسمي کينزي نموني رامنځته کړې او د مصرف، پانګې اچونې او پيسوغوښتنه(چې د کينز کاري چوکاټ نه رامنځته کېده) له نظريو سره يې مرسته وکړه. [۱۰]

پولي اصالت

ملټن فريدمېن (Milton Friedman) د پيسو د کميت نظريه تازه کړه، چې د پيسو غوښتنه، يوه ونډه په کې شامله کړي. نوموړي بحث وکړ چې په اقتصاد کې د پيسو ونډه د سترې اندېښې (Great Depression) د تشرېح کولو لپاره بس وه او د ټولو غوښتنو ورپېژندل شوي تشرېحات اړين نه وو. فريدمېن بحث وکړ چې، د پيسو (پولي) کړنلاره، د مالي تګلارې (fiscal policy) په پرتله زياته ګټوره وه. که څه هم فريدمېن په پولي کړنلارې سره د اقتصاد جوړولو په اړه د حکومت په وړتياوو شک وکړ. نوموړي په عمومي ډول د مکررې لاسوهنې پر ځای د پيسو په سرچينه کې د ثابتې ودې يوه کړنلاره غوره وګڼله.  [۱۱]

فريدمېن، د انفلانسيون او بېکارۍ تر منځ د فيليفس منحني (Phillips curve) اړيکه، هم وګواښوله. فريدمېن او ايدمنډ فيلپس (Phillips curve) [چې د پولي اصالت پيرو نه و] د فيليس د منحني يوه بشپړ شوې نسخه مطرح کړه، چې د انفلاسيون او بېکارۍ تر منځ يې د يو ممکن او اوږد مهاله ميزان احتمال مخنيوی وکړ. کله چې د ۱۹۷۰ز لسيزې د تېلو ټکانونو (oil shocks) لوړه بېکاري او انفلاسيون رامنځته کړ، فريدمېن او فيلپس بری الذمه وو. پولي اصالت په ځانګړي ډول، د ۱۹۸۰ ز لسيزې په لومړيو کې اړين او مهم و. پولي اصالت هغه وخت له پامه ولوېد، چې مرکزي بانکونو ته د ګټې د کچې پر ځای پولي سرچينو په نښه کولو کې (لکه څرنګه چې پولي اصالت وړانديز کاوه)، ستونزمن ښکاره شو. پولي اصالت هغه وخت په سياسي ډول نامشهور شو، چې مرکزي بانکونو د انفلاسيون د بطي کولو په موخه اقتصادي کړکېچونه رامنځته کړل. [۱۲]

نوی کلاسيکي اصالت

نوی کلاسیک لوی اقتصاد (New classical macroeconomics) د کينز مکتب لا وګواښاوه. په نوي لرغوني فکر کې يو مرکزي پرمختګ هغه وخت راغی، چې روبرت لوکاس (Robert Lucas) د لوی اقتصاد په اړه عقلي توقعات (rational expectations) معرفي کړل. له لوکاس نه وړاندې اقتصادپوهانو توافقي هیلې په عمومي ډول کارولې، چې عوامل په کې مفروض شوي وو چې د راتلونکي په اړه د توقعاتو جوړولو لپاره نږدې ماضي په پام کې ونيسي. د عقلي هیلو(rational expectations) له مخې عوامل مفروض شوي دي، چې زيات پېچلي يا غير طبيعي اوسي. يو مستهلک به د ۲% انفلاسيون اندازه په اسانۍ سره ځکه فرض نه کړي (ونه مني)، چې دا کچه د تېرو څو کلونو منځنۍ کچه وه، دوی به د يو باخبره اټکل کولو په موخه د پيسو اوسنۍ کړنلارې او اقتصادي حالت ته پام وکړي. کله چې نويو کلاسيکي اقتصادپوهانو په خپلو نمونو کې عقلي هیلې معرفي کړې، ويې ښودل چې پولي کړنلاره يوازې يوه محدوده اغېزه لري.

لوکاس (Lucas) د کنزي سترواکي نمونو يو اړين نقد (influential critique) هم وکړ. نوموړي بحث وکړ چې د سترواکي اړيکو پر بنسټ د اټکلولو نمونې به د ورته اټکلونو توليد وساتي، ان د معلوماتو د توليد بنسټيزې نمونې ... نوموړي د اقتصاد د بنسټيزې نظريې پر بنسټ د نمونو دفاع وکړه، چې په اصل کې دا چې اقتصاد بدلون کوي، په ساختماني ډول دقيقې وې. د لوکاس راتلونکی انتقاد نوي کلاسيک اقتصادپوهانو چې د ايډوارد سي پريسکوټ (Edward C. Prescott) او فينن اي کيډلېنډ (Finn E. Kydland) په واسطه رهبري شو، د لوی اقتصاد ريښتيني سوداګرۍ دوران (real business cycle) [RB C] نمونې يې جوړې کړې دي. [۱۳]

د RB C نمونې د نوي کلاسيکي لوی اقتصاد نه بنسټيزو معادلو په ترکيبولو سره جوړې شوې دي. د لوی اقتصاد د بدلون توليدلولو لپاره، RB C نمونو د شيانو يا پيسو لپاره په مارکېټونو کې د بدلون پر ځای په تيکنالوژي کې له بدلونونو سره اقتصادي بحرانونه او بېکاري تشرېح کړه. د RB C نمونو منتقدان بحث کوي چې، پيسي په روښانه ډول په اقتصاد کې اړينه ونډه لوبوي او د تيکنالوژيکي شاته تګ نظريه تشرېح کولی شي، چې وروستي بحرانونه غير احتمالي دي. که څه هم تيکنالوژيکي ټکانونه، د هغه سيستم په اړه د ممکنه ټکانونو يوازيني زيات نامتو ټکانونه دي، چې نمونه يا موډل کېدلی شي. د RB C نمونو د نظريې په اړه د پوښتنو تر څنګ، دوی په روښانه ډول په اقتصادي مېتودولوژي کې مهم دي[۱۴][۱۵]

د لوی او کوچنی اقتصاد ترمیځ توپیر

اخځلیکونه

مربوط موضوعات

  1. REDIRECT کينډۍ:کينډۍ:کوچنۍ کينډۍ
  1. Samuelson, Robert (2020), "Goodbye, readers, and good luck — you'll need it", The Washington Post الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) This article was an opinion piece expressing despondency in the field shortly before his retirement, but it's still a good summary.
  2. O'Sullivan, Arthur; Sheffrin, Steven M. (2003), Economics: Principles in Action, Upper Saddle River, New Jersey 07458: Pearson Prentice Hall, د کتاب پاڼې 57, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-063085-8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: location (link)
  3. Steve Williamson, Notes on Macroeconomic Theory, 1999
  4. Nakamura, Emi; Steinsson, Jón (2018). "Identification in Macroeconomics". Journal of Economic Perspectives (په انګلیسي ژبه کي). 32 (3): 59–86. doi:10.1257/jep.32.3.59. ISSN 0895-3309. S2CID 44180952. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Blaug, Mark (1985), Economic theory in retrospect, Cambridge: Cambridge University Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-31644-6 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Goal 17 | Department of Economic and Social Affairs". sdgs.un.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Dimand (2008).
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Blanchard (2011), 580.
  9. Snowdon, Brian; Vane, Howard R. (2005). Modern Macroeconomics – Its origins, development and current state. Edward Elgar. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-84542-208-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Blanchard (2011), 581.
  11. Blanchard (2011), 582–83.
  12. "Phillips Curve: The Concise Encyclopedia of Economics | Library of Economics and Liberty". www.econlib.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Blanchard (2011), 587.
  14. Kariappa Bheemaiah, The Blockchain Alternative: Rethinking Macroeconomic Policy and Economic Theory (Dordrecht NL: Apress/Springer Nature, 2017), 169-70. کينډۍ:ISBN, 9781484226742
  15. Blanchard (2011), 587.