لاکهيډ مارتين آر کيو ۱۷۰ سېنټينل

لاک هیډ مارټین آر کیو ۱۷۰ سنټینل (په انگرېزي:Lockheed Martin RQ-170 Sentinel) یوه څارگره بې پيلوټه الوتکه ده چې د امریکې د هوایي ځواک لخوا کارېږي. د مالوماتو له مخې دغه ډله الوتکې کولای شي په ډېره لوړه ارتفاع کې شاوخوا ۵۰ زره فوټو پورې والوزي. دا کولای شي چې په هوا کې د څو ساعتو لپاره ودرېږي. گڼ حساس وسایل لري چې مخابراتي تماسونه، کیمیاوي وسایل او په ځانگړي ډول د ایران په برخه کې د اټومي وسلو ځای معلومولای سي دا الوتکۍ په ځمکه کې په سخته اراضي کې د داسې متحرکو تصاویرو د اخیستو قابلیت لري چې د خلکو او شیانو خوځښت په کې معلومېږي او دا هغه قابلیت دی چې سټلایټ یې نه لري.

سرچینې