تمیز د درېیمه قوه ده. ددې قوې دنده عدل او انصاف کول دي. په قضاء کې نېک او تجربه لرونکې خلک کار کوي. قضاء قانون تشریح کوي. د اتباعو حقونه او خپلواکي خوندي کوي. قضاء په سوله راوستلو کې مرسته کوي. د جرمونو په مخنیوي کې مرسته کوي او مجرمانو ته سزا ورکوي. قضاء د د ښه والي معیار وي. دیوه هیواد ښه والی او بدي له قضاء څخه معلومېږي. د یوه هیواد دولت چې له کومې وېرې پرته خپلې دندې سرته رسوی هغه دولت متمدن دولت گڼل کېږي.

قضاء

د تمیز د قاضیانود مقررولو لپاره ډېرې طریقې مروجې دي. په ځیني ځایونو کې مقننه قاضیان ټاکي او په ځینې ځایونو کې قاضیان د اجرایې له خوا ټاکل کېږي. په روسیه كې قاضیان د مقننې له خوا ټاکل کېږي. په امریکا او انگلستان کې د قاضیانو ټاکنه د اجرایې په لاس کې وي.

په سویټزرلینډ کې د رایو په ذریعه هم ځینې قاضیان ټاکل کېږي. د وړو محکمو د قاضیانو ټاکنه په عمومي ډول د ازموینو له مخې کېږي.