فیډ ایکس (FedEx) یو امریکایي کمپنۍ ده چي په نړۍ کي د پنځمي لوی کمپنۍ په نامه یادېږي. یاده کمپنۍ د اسنادو، د لویو او کوچنیو اموالو لېږد را لېږد، د کور په کور رسوني (ډیلیوري)، بریښنايي تجارت او نورو تجارتي چوپړتیاوو کي فعالیت کوي.

فیډ ایکس (FedEx) د فریډریک ډبلیو سمیت لخوا په 1965 مېلادي کال کي جوړه سوې ده چي نوم ئې د فیډریک او فدرالي ایکسپریس څخه اخیستل سوی دئ. دا کمپنۍ په اوس وخت کي د ۵۴۷۰۰۰ زره کارکوونکو په مرسته د نړۍ په ۲۲۰ هېوادونو کي د بېلا-بېلو توکو د لېږد را لېږد چوپړتیاوي لري، چي د ورځي په میلیونونو واحده لېږد را لېږد ترسره کوي او د نړۍ یو پرمختللې کمپنۍ بلل کېږي.

د "FedEx" نوم د شرکت د اصلي هوایي څانګې له نوم فیډرل ایکسپریس څخه چۍ له 1973 څخه تر 2000 پوري کارول کیدی اخیستل سوی دی.