فرانکفورت، په رسمي ډول فرانکفورت اېم مېن (په جرمني ژبه: [ˈfʁaŋkfʊʁt ʔam ˈmaɪn]( اورېدل  ))؛ په هسیاني لهجه: فراګفورد اېم ما، په روښانه توګه («فراګفورد په مېن کې/ Frank ford on the Main»)؛ د جرمني هېواد په هس ايالت کې تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار دی. چې د ۲۰۱۹ کال د ډېسمبر په ۳۱مه يې د اوسېدونکو شمېر ۷۶۳۳۸۰ کسانو ته رسېده چې په جرمني کې پنځم ګڼ‌نفوسه ښار شو. دا ښار د ماین پر سیند (چې د راین یو څانګه ده) د ګاونډي ښار افنبېک ام مېن (Offenbach am Main) سره يوه پرلپسې ښاري نښلونه جوړوي او ښاري سیمه يې تر ۲.۳ میلیونه څخه زیات نفوس لري. دا ښار د راین-ماين د لويې ښاري سیمې زړه دی چې له ۵.۶ میلیون څخه زیات کسان په‌کې ژوند کوي او تر راین-روهر سیمې وروسته د المان دويمه لويه ښاري سیمه ده. د فرانکفورت مرکزي سوداګریزه سیمه بانکېنوېرتېل ده چې د ښکتنۍ فرانکونیا د اروپا د مرکزي جغرافیې په شمال لویدیځه برخه کې نږدې ۹۰ متره (۵۶ مایله) لرې په ګاډهېم کې پرته ده. دا ښار لکه فرانسه او فرانکونیا د فرانکیانو په نوم نومول شوی. فرانکفورت د راین فرانکونین ګړدود/لهجې تر ټولو لوی ښار دی.

فرانکفورت نږدې پنځه پېړۍ دفرانکفورت د خپلواک ښار یو ښاري ایالت و او د رومي امپراتورانو د تاج اېښودنې د ځای په توګه د روم د سپېڅلې امپراتورۍ له خورا مهمو ښارونو څخه و. په ۱۸۰۶ کال یې د امپراتورۍ تر پاشل کېدو وروسته خپل حاکمیت له لاسه ورکړ، په ۱۸۱۵ کال کې يې بېرته ترلاسه کړ او بیاځلي يې په ۱۸۶۶ کال کې کله چې له پروس پاچاهۍ سره ضمیمه شو (که څه هم بې پرې و) له لاسه ورکړ. له ۱۹۴۵ کال راهیسې د هسن ایالت یوه برخه دی. فرانکفورت له کلتوري، قومي او نژادي پلوه بېل دی او د نفوس نیمه برخه یې په ځانګړي ډول ځوانان د کډوالۍ مخینه لري. د نفوس څلورمه برخه یې بهرني اتباع دي چې ډېری تبعید شوي کډوال په کې شاملېږي. فرانکفورت په ۲۰۱۵ کال کې له فوق العاده لوړ خالص ارزښت سره د ۱۹۰۹ کسانو کور و چې د شمېر له پلوه د نورو ښارونو په پرتله شپږم لوړ شمېر لرونکی ښار و.

د نړیوال کېدلو او ښارونو نړیوالې څېړنیزې شبکې (GaWC) پر بنسټ فرانکفورت د سوداګرۍ، کلتور، زده کړو، سیلانیتوب او ترانسپورتېشن/ لېږد رالېږد لپاره یو نړیوال مرکز دی او د نړیوال الفا درجې (هغه عمده اقتصادي سیمې /ښارونه چې په نړیوال اقتصاد کې راغونډ شوي وي، ژباړن) ښار په توګه درجه بندي شوی دی. دا سایټ د ډېری نړیوالو او اروپايي دارالانشاوو د مرکزي دفترونو ځای دی. پردې سربېره د فرانکفورت هوايي ډګر د المان تر ټولو بوخت هوايي ډګر دی او د نړۍ او اروپا په کچه هم یو له خورا بوختو هوايي ډګرونو څخه دی چې په نړۍ کې تر ټولو مستقیم مسیرونه لري او د المان د ملي هوايي شرکت لوفت‌هانزا اصلي مرکز دی. فرانکفورت د اروپا لويې وچې له مهمو مالي مرکزونو څخه دی چې مرکزي دفترونه/دارالانشاء يې د اروپا مرکزي بانک، دویچه بوندس بوندېس‌بانک، د فرانکفورت د ونډو بازارونه، دویچه بانک، ډي‌زیډ بانګ، KfW  (د المان د مالي خدمتونو شرکت)، کمرزبانک، څوګونې ورېځ/کلوډ کمپیوټري شبکې او د مالي تېکنالوژۍ سټارټ‌اپ /نوي جوړ شوي شرکتونه او ګڼې نورې مؤسسې دي.

فرانکفورت د ګوټه پوهنتون، د فرانکفورت د عملي علومو پوهنتون، د فرانکفورت د موسیقۍ او ننداریزو هنرونو پوهنتون او د فرانکفورت د مالي مدیریت په څېر د بشپړوونکو زده کړو د ښوونځیو په ګډون د بانفوذه ښوونیزو مؤسسو کور دی. د الت اوپر د کنسرت سالون، د اروپا د لویې وچې تر ټولو لوی انګلیسي تیاتر او ډېری موزیمونه (لکه موزیم‌زیفر له سټېډل او لیبیاهوس، سنکېنبرګ طبعي موزیم، د ګوټ کور او په پخواني ښار کې د شېړڼ‌ د هنرونو ځای) يې په پېژندل شویو فرهنګي ځایونو کې شاملېږي. د فرانکفورت د افق کرښه په ځانګړي ډول سوداګریزه مرکزي سیمه یې د اروپا له لوړو اسماني ودانیو څخه جوړ شوې، چې د مېنهاتان اصطلاح د رامنځته کولو لامل شوی. دا ښار همدارنګه د بېلابېلو شنو سمیو او پارکونو لکه مرکزي والانلاګن، سیټي فورېسټ/ ښاري ځنګل، دوه اصلي ژوبڼونو (پالمنګارتن او د پوهنتون نباتي باغ) او د فرانکفورت ژوبڼ له لرلو سره مشخصېږي. د سپورت په ډګر کې دا ښار د  فوټبال د لوړې کچې کلپ اینترکت فرانکفورت، د لوون فرانکفورت په نوم د یخ  پر سر د هاکي ټيم، د فرانکفورت د سکای لاینرس په نوم د بسکیتبال کلپ، د فرانکفورت ماراتون (د ځغاستې سیالۍ) او د المان د ایرون من (یوډول سپورتي سیالي چې د منډې، لامبو او بایسکل ځغلونې درې برخې لري، ژباړن) غونډو د ترسره کولو د ځای لپاره پېژندل شوی. دا ښار همدارنګه په ۱۹۷۴ او ۲۰۰۶ کلونو کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو کوربه و.

تمایزات/ بېلوونکې نښې سمول

فرانکفورت د اروپا په لویه وچه کې تر ټولو لوی مالي مرکز دی. چې د اروپا مرکزي بانک، دویچه بونډېس بانک، د فرانکفورت د ونډو بازارونه او څو لوی سوداګریز بانکونه په کې موقعیت لري.

د فرانکفورت د ونډو بازازونه د بازار د ارزښت له پلوه د نړۍ د ونډو د بازارونو له ترټولو لویو بازارونو څخه دي او د المان د مالي چارو د دوران ۹۰ سلنه برخه یې ځانته ځانګړې کړې ده.

په ۲۰۱۰ کال کې د جرمني د لویو بانکونو لکه د دویچه بانک، ډي‌زیډ بانک، KfW  او کمرزبانک په ګډون د ۶۳ ملي او ۱۵۲ نړیوالو بانکونو او همدارنګه د ۴۱ نړیوالو بانکونو څانګو خپل دفترونه په فرانکفورت کې ثبت کړي وو. [۱]

فرانکفورت د نړیوال کېدلو او ښارونو نړیوالې څېړنیزې شبکې (GaWC) د ۲۰۱۲ کال په شته نوم‌لړ کې د نړیوال ښار (د الفا نړيوال ښار) په توګه په پام کې نيول کېږي. دا ښار په ۲۰۱۱ کال کې د نړيوال ځواک د ښاري شاخص له‌خوا د نړۍ د ښارونو تر منځ په ۱۰مه درجه کې او په ۲۰۱۲ کال کې د سیالۍ منلو د شاخص له‌خوا په ۱۱مه درجه کې راغی. په ۲۰۱۳ کال کې د مالي مرکزونو د پراختيا نړيوال شاخص له‌خوا د مالي مرکزونو تر منځ په ۸مه درجه کې او د نړيوالو مالي مرکزونو د شاخص له‌خوا په ۹مه درجه کې راغی. [۲]

په المان او اروپا کې د فرانکفورت مرکزي موقعیت یاد ښار د هوايي، رېلي او جاده‌يي ترانسپورت په اصلي قطب بدل کړی دی. د فرانکفورت هوايي ډګر د مسافرو د ګڼې‌ګوڼې له پلوه یو له ترټولو بوختو هوايي ډګرونو څخه دی او د لوفت‌هانزا په نوم د الماني هوايي شرکت اصلي مرکز دی. د فرانکفورت مرکزي تم‌ځای د رېل پټلۍ له تر ټولو لویو تم‌ځایونو او ګڼې‌ګوڼې لرونکو تړټکو څخه دی چې د دویچه بان په نوم د المان د ملي شرکت له‌خوا اداره کېږي چې په ورځ کې ۳۴۲ اورګاډي د کورنیو او اروپايي سفرونو په موخه ترې سفر کوي. فرانکفورتر کروز او هوايي ډګر ته څېرمه د اوتوبان د راکړې ورکړې مرکز  په اروپا اتحاديه کې خورا ډېر کارول کېږي او په ورځني ډول ۳۲۰۰۰۰ موټر/ګاډي ورڅخه تېرېږي. د مرسر په نوم د انساني سرچينو د مشورې شرکت د ژوند د کیفیت په‌خپله کلنۍ ارزونه کې  په ۲۰۱۱ کال فرانکفورت د ټولې نړۍ په ښارونو کې د ۷مې درجې ښار په توګه درجه‌بندي کړ. د ايکانومېست اونیزې د ژوند د لګښتونو د يوې ارزونې پر بنسټ فرانکفورت د المان تر ټولو ګران‌بیه او د نړۍ په کچه لسم ګران‌بیه ښار دی. [۳][۴][۵][۶]

سرچينې سمول

  1. Internetredaktion (23 May 2012). "Bundesbank: Bankenplatz Frankfurt" (PDF) (په الماني ژبه کي). Bundesbank.de. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ جنوري ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The World According to GaWC Archived 30 November 2012 at the Wayback Machine.". GaWC. Retrieved 4 November 2014.
  3. Bahnhof.de Frankfurt Hbf Archived 15 February 2012 at the Wayback Machine.. Retrieved 27 September 2011.
  4. "Mercer's Survey 2011". Mercer. 29 November 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مې ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Strassenwaerter Archived 2 May 2005 at the Wayback Machine.
  6. . World's most expensive place to live is....