فرانسېس يسېدرو اېجورت

فرانسېس يسېدرو اېجورت (۸ د فبروري، ۱۸۴۵ ز. - ۱۳ د فبروري ۱۹۲۶ ز.) (په انگرېزي: Francis Ysidro Edgeworth) نوموړی د وټپوهانو په ډله کې یو له مخکښو څخه دی. چې په کال ۱۸۴۵ز کې د آيرلېنډ په هېواد کې زیږیدلی او لمړنۍ او منځنې زده کړې یی په خپل کور کې ترسره کړئ دی او بیا وروسته په دوبلین کې د ترینتي په پوهنځي کې شامل شو او وروسته بیا د اکسفورډ پوهنتون ته ولاړی چی بیا په کال ۱۸۶۵ کې له همدې پوهنتون څخه فارغ شو. هغه له یو څه موده کار وروسته له وکالت په لندن کې او انگریزې ژبې د تدریس څخه د بدفورد په کالج کې، په لندن کې د کنگر په کالج کې یی د منطق تدریس پیل کړ او بیا په همدې کالج کې په کال ۱۸۸۵ کې د پوهاند درجه یې ترلاسه کړه. بیا په کال ۱۸۹۱ کې د اکسفورډ په پوهنتون کې د سیاسي وټې د استاد په توگه وگمارل شو. او په کال ۱۹۲۲ کې له کاره گوښه شو، خو بیا یې هم له جان مینارډ کینز سره د وټپوهنې د مجلې د کار په چارو کې کار ته دوام ورکړ. او نوموړی په کال ۱۹۲۶ کې د ۸۱ کلنی په عمر ومړ.

فرانسس یسودرا اجورد

فعالیتونه