د ایران په مازندران کې د امیل ښار د بیلران په ځنګله کې د یو غویي انځور.
د میتراس مجسمه چې د غوايي قرباني کوي، برتانوي میوزیم ، لندن

غويی په پښتو ژبه کې د نر څاروي نوم دی چې ښځينه يې خلک غوا بولي. [۱] چې تر ډېره دا ډول (غويان ) د ځمکو د ابادولو، يوي کولو، اوبو راجګولو، نسل، د موادو د انتقال او د ځمکو د خړوبولو او غوښې لپاره ساتل کيږي. [۲]

د غوايانو جنګول سمول

ورزه جانګ د ایران په شمال کې د غوايانو تر منځ تنظیم شوې جګړه ده. دا مراسم اوس مهال یوازې په ګیلان او مازندران ولایتونو کې ترسره کیږي. خو پخوا دا مراسم په ټول ایران کې عام وو او د سیمه ییزو جشنونو د تفریح یوه برخه وه. [۳]

په مذهبونو کې سمول

په میترایزم کې سمول

میتراس او غويی: دا په ایټالیا کې د محراب څخه یوه فریسکو ده چې د غويي او ریدا برج د قربانۍ صحنه ښیې.

د مهر عبادت کوونکي کله چې په محرابه کې راټول شول د غويي قرباني کوي . د دې حیوان غوښه یې پخه شوه او وینه یې د محرابه لاندې په پیاله کې توی شوه. دا وینه د جوس او شراب سره مخلوط شوې وه او د ژوند اوبه بلل کیده. دا سپېڅلې اوبه د دوستکمي په نوم په ځانګړو پیالو کې اچول شوې وې او حاضرینو یې له کبابونو او ډوډۍ سره خوړلې. بیا دوی د مهر لپاره په مننه سندرې وویلې. په محرابونو کې شمعې او اورونه ولګول شول، چې د مهر نښه وه. [۴]

په هندویزم کې سمول

دوی د دې غواګانو عبادت او درناوی کوي، کله ناکله دوی د درملنې او اړتیاوو پوره کولو لپاره غوايانو ته سره زر ږدي.

سرچینې سمول