Mygalomorphae
غونډل
مملکه ژوی
شاخه بې شمزۍ ژوي
طایفه بند پښه لرونکی ژوي
ډله غڼې
تیره غونډلان

غونډل (په لاتين: Mygalomorphae) د لویو غڼو څخه دی او د مځکني بې شمزۍ ژويو څخه تر ټولو لوی ژوي هم بلل کېږي. غونډل حشرې او نورو غڼو ښکار کوي.

توصيف

غونډل څېرونکی ژوي دی چی په شپه کی ښکار کوي. د غونډل بدن د سر و سینې او بطن څخه جوړ شوي دي. غونډل اته پښې لري. نوموړي ژوي پر سر و سینې باندي دوه کوچنی زهر لرونکي گيرې لري چی د ښكار شوى ژوی د وژلو لپاره کاروي. پرته له گيرو نه خاصي اندامونه لري چی تر خولې نژدي پروت دی او د تکثیر کولو لپاره کارېږي. دغه سره غونډل زهر د زړه د ناروغیو په درملنه کې کارول کیږي. د دې تر څنگ یو ډول نور غونډلان هم شته چې د نارینه و جنسي قدرت زیاتوي.نوموړي غڼه کولای سی پر وينو باندي ، تر مځکې لاندي او پر مځکې باندي ژوند وکړي.