ډاکټر علي احمد جلالي (په انگرېزي: Ali Ahmad Jalali) (د ۱۳۲۳ لمريز کال غزني) يا (۱۳۱۹ لمريز کال کابل) يوافغان ليکوال او د افغانستان د کورنيو چارو پخوانى وزير دى. نوموړى دا مهال د واشنگټن په ملي دفاعي پوهنتون کې استاد دى.

مخينه

علي احمد جلالي د غلام جيلاني جلالي زوی، چی د ځينو سرچينو پر بنسټ د غزني او د ځینو نورو پر بنسټ پر ۱۳۱۹ يا هم ۱۳۲۳ لمريز کال په کابل کې زېږېدلی دی. پلار یی غلام جيلاني جلالي د غزني د واغظ ولسوالۍ د شهزادگانو په کلی کی زیږدلی. علي احمد جلالي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د کابل په حبیبيه لېسه کې پای ته رسولې دي. لوړې زده کړې یې په حربي پوهنتون کې سرته رسولې. له حربي پوهنتون څخه تر فارغیدو وروسته یي په امریکا متحدو ایالتونو کې لوړو پوځي زده کړو ته ادامه ورکړه. له هغی وروسته یی د انگلستان د ارکان حرب له کالج څخه ‌ډیپلوم ترلاسه کړ. د امریکا د کلیفورنیا د سمندري دفاع په کالج کې یې نورې زده کړې هم وکړې او د سیاسي علومو په څانگه کې یې د فوق لیسانس ډیپلوم د "باستون" پوهنتون د سیاسي علومو له انستیتوب څخه تر لاسه کړ.

دندې

علي احمد جلالي د افغانستان په اردو کې تر شل کاله خدمت وروسته د شوروي یرغلگرو پر ضد جهاد پیل کړ او پر ۱۳۶۱ لمریز کال یې د امریکا متحدو ایالاتو ته هجرت وکړ. نوموړی پر ۱۳۸۱ لمریز کال بېرته خپل هېواد ته راستون شو. په هغه موده کې چې جلالي په امریکا کې وو، په امریکا غږ راډیو کې د پښتو، پارسي او دري ژبو د څانگي رئیس وو. نوموړي ددې تر څنگ د انگلستان په لوړو پوځي موسسو کې لکچرونه اورول. جلالي له ۱۳۸۱ لمریز کاله څخه د ۱۳۸۴ لمریز کال تر نیمایي پورې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر هم پاتې شوی دی. نوموړي وروسته د اکاډميکو فعاليتونو د دوام لپاره له خپلې دندې استعفا ورکړه، خو داسې اوازې هم وې، چې گواکې علي احمد جلالي له هېوادمشر حامد کرزي سره د واليانو د ټاکلو او د هغو دولتي چارواکيو پر سر، چې د نشه يي توکيو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن ول، مخالفت وښود چې دغه مخالفت د ده د استعفا لامل وگرځېد. ځينې سرچينې بیا وايي چې نوموړي د ۲۰۰۳ زېږدي کال له جنوري څخه د ۲۰۰۵ زېږدي کال تر اکتوبر پورې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په توگه دنده ترسره کړي ده. علي احمد جلالي په ۱۹۸۲ ـ ۲۰۰۳ ز کلونو کې له امریکا غږ راډیو سره د خپلې دندې پر مهال د افغانستان، ایران او تاجکستان لپاره د پښتو، دري پارسي ژبو د خپرونو مشري په غاړه درلوده. د یوه ژورنالیست په توگه يې په ۱۹۸۲ ـ ۱۹۹۳ ز کلونو کې د افغانستان جگړه او په ۱۹۹۳ ـ ۲۰۰۰ کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد منځنۍ اسيا حالات تر کتنې او څېړنې لاندې نيولي ول. نوموړي د پخواني شوروي اتحاد د منځنۍ اسیا جمهوریتونو ته هم سفرونه کړي دي. علي احمد جلالي د افغانستان او مځنۍ آسیا، د سیاسي، پوځي او فرهنگي حالاتو په اړه ډېر کتابونه او مقالي ليکلې دي. په امریکا، انگلستان، افغانستان، پاکستان او ایران کې يې په انگلیسي، پښتو، دري، عربي، تورکي او فرانسوي ژبو اثار چاپ شوي دي. دده نوی کتاب (( آن سوی کوهستان)) نومېږي چي په امریکا او اروپا کې په انگلیسي ژبه چاپ شوی او د شوروي پرضد د افغانستان د خلکو جهاد په اړه پکې پوځي کتنه شوې ده. د افغانستان پوځي تاریخ په دوو ټوکو کې د جلالي د نورو مهمو اثارو په ډله کې راځي چې د یوه اخځ په توگه ورځني په بیلا بیلو برخو کې کار اخیستل کېدای شی. علي احمد جلالي له زرو څخه ډیرې مقالې او څه د پاسه شل عمده اثار ليکلي دي. نوموړی په فرانسوي، روسي او ترکي ژبو پوهېږي او په دې ټولو ژبو کې لیکنه او روانې خبرې کولی شي.

چاپ شوي اثار

  1. تاريخ مختصر افغانستان از نگاه عسکري، د ۱۹۶۷ ز کال چاپ.
  2. د افغانستان د تاريخ پاڼې.
  3. جنگ او ديپلوماسي.
  4. د غره له هغې خوا، په انگرېزي ژبه پر ۱۹۹۸ ز کال په امريکا متحدو ايالتونو کې چاپ شوی. دا کتاب په اروپا کې هم چاپ شوی او په يو شمېر بهرنیو ژبو هم ژباړل شوی دی.
  5. د خوشحال خان خټک د عصر او چاپېر يال پوځي څېړنه، د ۱۳۹۱ لمريز کال کابل چاپ.

د جلالي کورنۍ

علي احمد جلالي څلور وروڼه لري، چې نومونه يې دادي: ليکوال، ژباړن او شاعر محمد نادر جلالي (په حق رسېدلی) د راډيو افغانستان پخوانی رئيس ډاکتر عبداللطيف جلالي (په حق رسېدلی)، د قران کريم حافظ او څه موده د کابل پوهنتون استاد احمد شاه جلالي، د کابل پوهنتون استاد او د راډيو ټلويزيون پخوانی ويندوی ډاکتر عبدالسلام جلالي.

اخځونه

  1. http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2009/07/090728_ram_profile_jalali.shtml
  2. http://www.tolafghan.com/posts/24648
  3. http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86%DB%90%DA%86%D8%A7%D8%B1%DB%90&article=8108
  4. http://www.afghanagency.com/index.php/ټولنيزاوکولتوری/414-(د-خوشحال-خان-خټک-د-عصر-او-چاپیریال-پوځي-څېړنه)-کتاب-مخ-کتنه
  5. http://www.larawbar.net/6671.html[مړه لينکونه]
  6. http://shuaib190.blogfa.com/post/37